مغرب ته د عربو کډوالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


مغرب ته د عربو کډوالي، د اوسني الجزایر، لیبیا، مراکش او تونس په شمول (پرته له مصر څخه) د افریقا شمال مغرب سیمې ته د عربو د کډوالۍ او استوګنې اوږد بهیر ته ویل کېږي چې د څوګونو پېړیو په اوږدو کې ترسره شوې. دغه بهیر له اوومې پېړۍ څخه پیل او تر اوولسمې زېږدیزې پېړۍ پورې وغځېده.

مغرب ته د عربو پرګله په اوومې پېړۍ کې هغه پیل شوه چې عربو د مسلمانانو د لومړیو فتوحاتو په توګه دغه سیمه فتحه کړله. د عربو له دغې لومړۍ کډوالۍ وروسته، د کډوالو نورې څپې هم په تېره بیا د امویانو او عباسیانو د خلافتونو په اوږدو کې او وروسته د عربو کورنیو د واکمنۍ پر مهال مغرب ته ورسېدې. سره له‌دې، د عربو د کډوالۍ تر ټولو لویه څپه په یوولسمې پېړۍ کې مغرب ته ورسېده او له ټاپووزمه عربستان څخه لا زیاتې سارایي قبیلې، لکه بنو هلال، بنو سلیمان او بنو معقل، مغرب کې استوګنې شوې. مغرب ته د عربو تر ټولو وروستۍ لویه څپه له الاندلس څخه د دغې سیمې بیا نیولو په پایله کې په اوولسمې پېړۍ کې ورسېدله. دغو کډوالو په مغرب کې څوګونې عربي ټولواکمنۍ، لکه اغلبیان، ادریسیان، سلیمانیان، صالحیان، فاطمیان، سعدیان او علویان، تاسیس کړې. [۱]

د عربو کډوالي د مغرب پر جمعیت او هڅوب باندې ژوره اغېزه پریښې ده. دغه کډوالۍ د عربو د نفوس ودې، د بربر وګړو عربي کېدنې او په سیمه کې د عربي ژبې او عربو هڅوب د خپرېدو لامل وګرځېدلې.

تاریخ او کډوالۍ[سمول]

د خلفای راشدین او امویانو پېر (۷ تر ۸مې زېږدېزې پېړۍ)[سمول]

مغرب ته د عربو مهاجرت په اوومې پېړۍ کې هغه مهال پیل شوه چې عربو دغه سیمه فتحه کړله. دغه کډې د لومړي ځل لپاره په ۶۴۷ز کال کې د خلفای راشدینو د واکمنۍ پر مهال پیل شوې، چې عبدالله بن سعد له مدینې څخه له ۲۰،۰۰۰ سرتېرو سره په ټاپووزمه عربستان کې د برید مشري کوله او په چټکۍ سره یې طرابلس ونیوه او په همهغه کال یې د بیزانس ستر پوځ ته په سبیطله جګړه کې ماته ورکړه او په افریقا کې د بیزانس نوی والي یې باج ورکولو ته اړ کړ. د عربو مهاجرتونه ورځ په ورځ زیاتېدل او د اوومې پېړۍ په پای کې یې د بربر او بیزانس وګړو پر مقاومت برلاسي شول او په تدریج یې بربران اسلام ته واړول او ټول مغرب یې د امویانو په خلافت ورګډ کړ. د فتحې په ټوله موده کې، عرب کډوالو د مغرب په هره برخه کې استوګن شول او دا چې په سوله‌ییزه توګه نوي تللي وو، هره خوا ورڅخه هرکلی کېده. په ډېرشمېر سیمو د عربو لوی استوګنځي جوړ شول. د عربو یوه لویه برخه د بنوتمیم نجدي قبیلې له کډوالو څخه وو. د اوومې او اتمې پېړۍ ترمنځ د مسلمانو لومړیو فتوحاتو په اوږدو کې، شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ عرب په مغرب کې استوګن شول.[۲][۳][۴][۵][۶]

په اوومې یا اتمې پیړۍ کې، د زید بن حارثه الکلبي په مشرۍ مغرب ته د بنو مزینه قبيلې له لښکر لېږدونې وروسته، ډېر شمېر عرب مغرب ته ننوتل. د عربو مسلمانو فاتحانو د سیمې مخکېنیو او وروستیو فاتحانو په پرتله د مغرب پر هڅوب باندې لا زیاته اغېزه پرېښوده او د یوولسمې پېړۍ په رسېدلو سره، بربران مسلمانان او عرب شول.[۷][۸]

د امویانو فتحې ۴۰،۰۰۰ سرتېري د عربو پوځ ته ورزیات کړل چې په اصل کې یې مصر ته خدمت کړی ؤ. دغو ځواکونو او راتلونکي نسلونو ته یې میراثي حاکمیت ور په برخه شو چې ډېر لږ وتلې څېرې یې پردۍ وې. دغو سرتېرو ته ځمکې وبخښل شوې او د عربو یو اشرافي حکومت یې له یوه پراخ قلمرو سره جوړ کړ او د کرنو چارې یې د صحرا سویل افریقا غلامانو ته ورکړئ. د دغې طبقې یوه بېلګه د عقبه بن نافع اولاده «فهریان» وو چې د افریقیان (اوسنی تونس) او اندلس په ټولنه کې یې لوړ مقام درلود. نور پیاوړي عرب کډوال هم وو چې په لنډه توګه په آثارو کې یې ذکر کېږي (په تېره بیا د قریش ټبر وګړي). په یوولسمې پېړۍ کې د بنو هلال او بنو سلیم کوچیانو تر کډو پورې، عرب کډوال تر ډېره د قیروان په څېر ښارونو کې استوګن کېدل. په دغې موده کې د مغربي عربو لویه برخه د ټاپووزمه عربستان د سویل قحطانیان وو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

اموي خلافت پوهېده چې په مغرب کې د عربو د استوګنې زیاتوالی د خلیفه لپاره څومره اهمیت لري. د امویانو خلیفه هشام بن عبدالملک قسم وکړ چې لوی پوځ به لېږدوي او ویې ویل: «هېڅ بربر به یوازې پرې‌نه‌ږدم ترڅو ترڅنګ یې د قیس یا تمیم له قبیلې څخه د یوه کس کېږدۍ ونه‌دروم».[۱۳]

د عباسیانو پېر (اتمه زېږدیزه پېړۍ)[سمول]

د عباسیانو د خلاف په موده کې، د خراساني عربو پرګله له عراق څخه مغرب ته ډېره وه. دغه وګړي تر ډېره د عربو له شمالي قبیلو څخه وو، او په هغو کې نجدي د بنو تمیم له قبیلي څخه ؤ. په دې سره د افریقیه قبیلوي توازن د شمالي عربو عدناني قبیلو په ګټه شو چې اکثریت شول او دا د سویلي عربو د قحطاني قبیلو په زیان ؤ، چې پخوا یې شمېر لوړ ؤ.[۱۴]

په ۸۰۰ز کال کې، ابراهیم بن الاغلب د عباسیانو خلیفه هارون الرشید له‌خوا د افریقیې (المغرب الادنی) د والي په توګه وګومارل شو. هغه اغلبیانو لړۍ تاسیس کړه چې د بنو تمیم د قبیلې له امیرانو څخه تشکیل شوې وه. په دې موده کې، د رستمیانو پر وړاندې د ضدخوارجو د جګړو له‌امله د عربو د مهاجرتونو کچه لا لوړه شوه. په پوځ او ښارونو کې (په تېره بیا قیروان کې) په افریقیې کې د عربو کډوالو شمېر د اټکل له‌مخې ۱۰۰،۰۰۰ ته رسېده. ډېري کډوال له سوریې او عراق څخه تللي وو، چې په لومړیو کې یې ډېرشمېر کډوال مغرب ته ولېږل. د اغلبیانو د پوځ تنظیم تر ډېره د عربو هغو قبیلو پر بنسټ ؤ چې د اوومې پېړۍ په وروستیو او اتمې پېړۍ کې په افریقیې کې استوګن شوي وو. سرتېرو په ځانګړو وختونو کې معاشونه ترلاسه کول، په داسې حال کې چې سپور نظام د آسونو او تجهیزاتو د لوړ لګښت له‌امله د پلي پوځ سرتېرو دوه برابره معاش اخېسته. دغه ځواکونه د «جند» په نامه یادېدل او عربو قبیلو اولاده وه چې د مسلمان له‌لورې د مغرب په فتحه کې یې ګډون کړی ؤ. هغو ډېري وخت د اغلابیانو د رژیم پر وړاندې قیام کاوه. [۱۵][۱۶][۱۷]

په ۷۸۹ز کال کې، د علي بن ابي طالب کړوسی «ادریس بن عبدالله»، په فخ جګړه کې د عباسیانو پر وړاندې له ناکامه قیام وروسته، له حجاز څخه وتښتېده او طنجې ته ورسېده. وروسته ولیلي ته ولاړ او په همهغه کال کې یې د فاس ښار تاسیس کړ. هغه د بني هاشم ادریسیانو لړۍ رامنځ‌ته کړه چې د اوسني مراکش او لوېدیځ الجزایر واک یې په لاس کې درلود. د ادریسیانو لړۍ د نوموړې سیمې د وګړو په مسلمان کېدلو کې مهم نقش ولوبوه او د هغوی تر سیوري لاندې د لوېدېځ مغرب په سترو ښاري مرکزونو کې د عربو کډوال ورځ په ورځ زیاتېدل. څوګونو شیعه عربانو په چټکۍ سره فاس ته مخه کړه او په سیمه کې یې د عربو هڅوب او فرهنګ دود کړ.  فاس ته د عربو ډلې، ډلې څپې ورسېده، چې له هغو جملې څخه یوه په ۸۱۸ز کال کې له اندلس څخه د ۸۰۰ عربو او بله په ۸۲۴ز کال کې له افریقیې څخه د ۲،۰۰۰ عربو کورنیو مهاجرت ؤ.[۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Crawford, Michael H.; Campbell, Benjamin C. (2012-11-08). Causes and Consequences of Human Migration: An Evolutionary Perspective (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 176–178. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-85150-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kaegi, Walter E. (2010). Muslim Expansion and Byzantine Collapse in North Africa. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521196772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Eur. The Middle East and North Africa 2003 (په انګلیسي ژبه کي). Psychology Press. د کتاب پاڼې 156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85743-132-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Elfasi, M.; Hrbek, Ivan; Africa, Unesco International Scientific Committee for the Drafting of a General History of (1988-01-01). Africa from the Seventh to the Eleventh Century (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼې 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-101709-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kusters, Christiaan Wouter (2003). Linguistic Complexity: The Influence of Social Change on Verbal Inflection (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼې 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-76864-41-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bateson, Mary Catherine (1967). Arabic Language Handbook (په انګلیسي ژبه کي). Georgetown University Press. د کتاب پاڼې 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87840-386-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. el-Hasan, Hasan Afif (2019-05-01). Killing the Arab Spring (په انګلیسي ژبه کي). Algora Publishing. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-62894-349-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "North Africa – Arab Muslim Conquest, Islamization, Arabization, and Berber Rebellion | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Duri, A. A. (2012). The Historical Formation of the Arab Nation (RLE: the Arab Nation) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼي 70–74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-62286-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fenwick, Corisande (November 2020). "The Umayyads and North Africa". ResearchGate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Versteegh, Kees; Versteegh, C. H. M. (1984). Pidginization and Creolization: The Case of Arabic (په انګلیسي ژبه کي). John Benjamins Publishing. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-272-3529-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Marsham, Andrew (2020-11-25). The Umayyad World (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 307. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-43005-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Duri, A. A. (2012). The Historical Formation of the Arab Nation (RLE: the Arab Nation) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼي 70–74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-62286-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Marsham, Andrew (2020-11-25). The Umayyad World (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 307. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-43005-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lev, Yaacov (1991). State and Society in Fatimid Egypt (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-09344-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Theotokis, Georgios (2020). Warfare in the Norman Mediterranean (په انګلیسي ژبه کي). Boydell & Brewer. د کتاب پاڼې 89. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78327-521-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Laroui, Abdallah (2015-03-08). The History of the Maghrib: An Interpretive Essay (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 117. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-6998-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Abun-Nasr, Jamil (1987). A history of the Maghrib in the Islamic period. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 0521337674. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Morrow, John Andrew (2020-11-26). Shi'ism in the Maghrib and al-Andalus, Volume One: History (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge Scholars Publishing. د کتاب پاڼې 249. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5275-6284-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)