معلوماتي تکنالوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جذاب او ښکلي ښکاریدو لپاره دا ۲۲ ټکي په یاد لرئ- ۱-ډیره مسکا کوئ؛ تل مسکی اوسئ ۲- هرکله چې لمر ته کار کوئ یا لمر ته مخامخ یاست؛ نو لمر ضد کریم وکاروئ. ۳- هره ورځ ښې ډیرې اوبه وڅښئ؛ څومره مو چې وسه کیږي له اوبو ډیره استفاده وکړئ، ځکه تازه مو ساتي. ۴- مناسب او بشپړ خوب وکړئ. هره شپه باید له ۷ تر ۸ ساعتونو پورې خوب وکړئ. ۵- په اوونۍ کې حداقل درې وخته تمرین وکړئ. ۶- ښه خوراک وکړئ چې سالم صحت ولرئ. ۷- په نوبت یا وار په وار سره خوراک وکړئ؛ یعنې خوراک د اړتیا سره سم وکړئ.

۸- ویټامینونو او نورو اضافي موادو ته مو بدن اړتیا لري؛خو دا هر له غذايي موداو نه شي ترلاسه کیدای، لکه لمر نه ویټامین ډي ترلاسه کړئ.

۹- له خوشحاله او مثبتو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ. ۱۰- د نشه يي توکو له استعمال ډډه وکړئ؛ لکه سګرټ، نصوار، چرس او نور… ۱۱- شراب یا الکول هیڅکله ونه څښئ. ۱۲- مخدره موادو سره هیڅکله هم علاقه پیدا نه کړئ؛ لکه هیروین، تریاک او یا نور… ۱۳- ښایسته او پاکې جامې، لباس او نور پوښاک نه تر خپله وسه استفاده وکړئ. ۱۴- خوشبینه او نیک نظره اوسئ. ۱۵- له بدو، تیرایستونکو او ذهر شیندونکو خلکو لرې اوسئ؛ هغوی نه ځان وساتئ. ۱۶- خپل ښه وخت مو له ملګرو او کورنۍ سره مصرف کړئ؛ یعنې ښو ملګرو او کورنۍ سره. ۱۷- هڅه وکړئ له ځانه هر ډول فشارونه لرې کړئ او مبارزه ورسره وکړئ. ۱۸- عبادت او ریاضت له یاده مه باسئ… ۱۹- ځانته توجه وکړه چې څنګه ښکارې. ویښتان مواصلاح کړی ، مخ و لاس پاک ساتۍ ۲۰- خپلې جامې مو اوتو کوئ او اوتو یې ساتئ. ۲۱- خپل بوټان، څپلې او نور پښو کوونکي شیان مو پاک ساتئ. ۲۲- په پای کې؛ تل منظم او چمتو اوسئ