معظم بېګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
معظم بېګ
معظم بېګ
معظم بېګ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۶۸[۱][۲]
مقام نظر بندی د کندهار لوی محبس   د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

دمعظم بېګ (په اردو: مُعَظّم بیگ؛ د ۱۹۹۸ کال د جولای په ۵مه د برمینګهم په سپارک هیل کې زیږېدلی) یو پاکستاني الاصله بریتانوی دی چې د متحده ایالاتو د حکومت له لوري د بګرام په زندان او د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې، نږدې درې کاله په توقیف کې ساتل شوی و. نوموړی چې د ۲۰۰۲ کال  په فبروری میاشت کې په پاکستان کې په خپل کور کې د پاکستاني استخباراتو له لوري ونیول شو، د متحده ایالاتو اردو ته وسپارل شو، چې هغوی د افغانستان د بګرام په توقیف ځای کې ساتلو، چې وروسته بیا د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو، چېرته چې نوموړی د ۲۰۰۵ کال تر جنوري پورې وساتل شو.   [۳][۴]

د متحده ایالاتو چارواکو بېګ د دښمن جنګیالي په تور نیولی و او ادعا یې کوله چې بېګ د القاعدې یو غړی و او د القاعدې د روزنیزو کمپونو لپاره استخدام، او مالي سرچینې برابرولې، او دی پخپله هم هلته د متحده ایالاتو یا د هغوی له متحدینو له سرتېرو سره د جګړې لپاره روزل شوی و. بېګ منلې وه چې هغه په افغانستان کې په غیر القاعده دوو کمپونو کې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې وخت تېر کړی و او په بوسنیا او چیچنیا کې یې جنګیالیو ته یو څه مالي ملاتړ هم برابر کړی و، خو دا یې رد کړه چې هېڅکله په ترهګرۍ کې لاس نه لري. [۵][۶][۷][۸][۹]

بېګ وايي چې په بګرام کې د ساتونکو له خوا له بد چلند سره مخ شوی و او دوه بندیان یې لیدلي چې تر مرګه وهل او ډبول شوي دي. پوځي څېړونکو وویل چې دواړه مړينې ځان وژنې وې، خو د متحده ایالاتو د اردو ویاندویانو هغه وخت د بېګ کیسه رد کړې وه. وروسته، په بګرام کې د ناوړه چلند په اړه د ۲۰۰۵ کال یو پوځي تحقیقاتي راپور دې پایلې ته ورسېد چې دواړه مړینې د امریکایي ساتونکو له لوري د ناوړه چلند له امله رامنځ ته شوې وې. [۱۰]

په ۲۰۰۴ کال کې، په انګلستان کې د بریتانوي وګړو د توقیف په اړه له "اوږده عامه لاریون" وروسته، د انګلستان حکومت د هغو بریتانوي اتباعو په استازیتوب مداخله وکړه چې په ګوانتانامو کې بندیان وو. د پنټاګون، سي آی اې او ایف بي آی له نېوکو سربېره، ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۵ کال د جنوري په ۲۵ نېټه بېګ خوشې کړ. وروسته بېګ او نورو بریتانوي وګړو چې په ګوانتانامو کې بندیان وو، د متحده ایالاتو په توقیف کې د ادعا شوي ناوړه چلند او شکنجې په اړه د بریتانیا حکومت د جرم شریک و ښود او دعوی یې وکړه. د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې، د بریتانیا حکومت د بېګ په ګډون د ۱۶ بندیانو په اړه له محکمې پرته مالي حکم اعلان کړ.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

بېګ له خلاصون وروسته، د متحده ایالاتو، انګلستان او نړیوال تروریزم ضد اقداماتو په اړوند مسایلو کې د رسنیو مبصر شو. نوموړي د وینا کونکي په توګه د ګوانتانامو او نورو توقیف ځایونو څخه لیدنه وکړه. بېګ په ګډه یو کتاب تالیف کړ او په ورځپاڼو او مجلو کې یې مقالې لیکلې دي. نوموړي د ټکسي په تور لوري ۲۰۰۷ (Taxi to the Dark Side (2007))، چې په توقیف کې د یو افغان زنداني د مړینې او په افغانستان او نورو ځایونو کې د امریکایانو له خوا له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه یو مستند فلم دی، مرکه کړې ده.  [۱۵][۱۶]

په ۲۰۱۴ کال کې بریتانوي پولیسو بېګ د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د ترهګریزو فعالیتونو په تور ونیو. تورونه بېرته واخیستل شول او نوموړی له هغې وروسته خوشې شو چې څارنوال په دې پوه چې MI5 سوریې ته د هغه له سفر خبر و او له نوموړي سره یې رضایت ښودلی و. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له نېول کېدو مخکې ژوند[سمول]

لومړنی ژوند او روزنه[سمول]

معظم بېګ په ۱۹۶۸ کال کې د برمینګهم په سپارک هیل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په سپارک هیل او هم موسیلي کې لوی شوی دی. پلار یې، عظمت بېګ، په بریتانوي هند کې زیږېدلی و او له خپلې میرمنې سره بریتانیا ته له کډې وړاندې یې په پاکستان کې ژوند کاوه. کله چې بېګ ۶ کلن و مور یې مړه شوه، او پلار یې په پیل کې په انګلستان کې د بانک د مدیر په توګه کار کاوه. بېګ د انګلستان – پاکستان دوه ګونی تابعیت لري. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

له ۵ کلنۍ څخه تر ۱۱ کلنۍ پورې، بېګ د برمنګهم په یهودي کینگ ډېوېډ ښوونځي کې زده کړې ترسره کړې، ځکه چې د هغه پلار په دې اند و چې دا کار غوره ارزښتونو ته وده ورکوي. وروسته بېګ د موسیلي ثانوي ښوونځي ته لاړ. د ثانوي ښوونځي په جریان کې، هغه د لینکس ډلې غړی شو، چې په برمینګهم کې یوه کوڅه ډبه ډله وه. په دې ډله کې زیاتره پاکستانیان وو، خو الجزایری، اسیایان، افریقایي کارابیان او ایرلنډي ځوانان هم په کې وو. دا ډله د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د ښي اړخو کډوالو ضد ډلو د بریدونو په وړاندې د مبارزې لپاره تاسیس شوه. هغه وویل "موږ هغه کارونه وکړل چې هېڅ ښه مسلمان یې باید ونه کړي، خو نوموړي وویل چې هغه هېڅکله کوم تاوتریخوالی نه دی کړی." نوموړی د سرکلې ډلې (skinheads) سره د جګړې له امله یو ځل محکمې ته حاضر شوی و. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

بېګ د سولیهول کالج او وروسته د ولورهیمپټون پوهنتون ته لاړ، چې هلته یې دوه کاله د حقوقو زده کړې وکړې، خو هغه ته یې  خوند ور نه کړ او بشپړې یې نه کړې. [۳۴]

انګلستان او اسلامي هېوادو ته سفرونه، ۱۹۹۳ – ۱۹۹۸[سمول]

د نوځوانۍ په وروستیو کې، بېګ سعودي عربستان او پاکستان ته په کورنۍ رخصتۍ کې له اسلام سره مینه پیدا کړه. د ۱۹۹۳ کال په وروستیو کې پاکستان ته راستون شو او له یو شمېر ځوانو پاکستانیانو سره د خوست ښار ته نږدې د پاکستان-افغان پولې ته واوښت. بېګ وویل چې هغه له یوه کمپ څخه لیدنه وکړه چې په کې د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې ملتپال او اسلامي یاغیان د شوروي تر ملاتړ لاندې د افغان حکومت په وړاندې د جګړې لپاره روزل شوي و. دا روزنیز کمپ هم د طالبانو ضد شمالي ټلوالې او او هم د یوې پاکستاني ډلې له لوري چې د کشمیر لپاره جنګیږي، کارول کېده. وروسته بېګ په کمپ کې د خپل وخت په اړه لیکلي: "ما  داسې خلک ولیدل چې ما ته د دوی عقیده او قرباني الګو ښکاري، او داسې نړۍ مې ولیده چې زه یې حیران کړم او ما ته یې الهام راکړ." بېګ وايي چې هغه په روزنه کې ګډون و نه کړ.  [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

بېګ وویل چې هغه د مجاهدینو له عزم څخه په الهام، د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې بوسنیا ته لاړ تر څو د جګړې پرمهال د مسلمانانو سره مرسته وکړي. نوموړي وویل چې هغه "د ځینو ظلمونو .... له کیسو څخه چې هلته ترسره کېدل، په شدت اغېزمن شو". نوموړی په ۱۹۹۴ کال کې له یوې خیریه موسسې سره یوځای شو چې په بوسنیا کې یې د مسلمانانو لپاره کار کاوه. هغه وايي چې "د لنډې مودې لپاره" د بوسنیا د اردو د بهرنیو رضاکارانو له ځواک سره یوځای شو: "په بوسنیا کې، ما د یو څه مودې لپاره جګړه وکړه. مګر ما خلک ولیدل چې سخت زیانمن شوي وو، او ما فکر وکړ چې دا زما لپاره نه دی". بېګ په بوسنیا کې له خلیل دیک سره لومړی وکتل. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

همدارنګه، بېګ د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې له روسیې سره د دوی د جګړې پر مهال چیچنیا ته د تګ هڅه وکړه. په داسې حال کې چې نوموړی په دې اند و چې "جګړه له بحث څخه بهر نه وه،" هغه وايي چې نوموړي په وسله واله مبارزه کې برخه وانه خیسته، خو بهرنیو جنګیالیو ته یې مالي ملاتړ چمتو کاوه.[۴۶][۴۷][۴۸]

په ۱۹۹۴ کال کې، بېګ د ټولنیز امنیت  دې ریاست په وړاندې  د درغلۍ په تور ونیول شو. د هغه ملګری او همځولی د "لینکس ګنګ" غړی سید مراد میه بټ هم تورن شو، اعتراف یې وکړ او ۱۸ میاشتې یې په بند کې تیرې کړې. د بېګ په وړاندې د درغلیو تورونه د شواهدو د نشتوالي له امله لغوه شول. [۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

د ۱۹۹۴ کال د نیول کېدو په وخت کې، د ترهګرۍ ضد پولیسو له لوري د هغه د کور د پلټنې پر مهال، د شپې لید دوربین، د مرمی ضد واسکټ، او "افراطي اسلامي لیکنې" وموندل شول. په نورو موندل شوو توکو کې د شپې لید لاسي لېنز و. بېګ ټینګار وکړ چې دوربین او واسکټ یې په بوسنیا او چیچنیا کې د خیریه کارونو لپاره و او د هر ډول "افراطي اسلامي لیکنو" ملکیت یې رد کړ او یادونه یې وکړه چې ډیری مرستندویه کارکونکي د جګړې په سیمو کې نیول شوي توکي د پیژندنې لپاره له ځان سره ګرځوي. د هغه پلار وویل چې بېګ د ماشومتوب څخه د نظامي تجهیزاتو د ټولولو شوق درلود. [۵۳][۵۴][۵۵]

په ۲۰۰۵ کال کې، وروسته له هغې چې په ګوانتانامو کې د بېګ توقیف عام شو، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ادعا وکړه چې نوموړي "له ۱۹۹۳ کال راهیسې د القاعدې په ترهګریزو کمپونو کې پراخه روزنه ترلاسه کړې ده". د پنټاګون چارواکو ویلي چې بیګ د ترهګرو په دریو کمپونو کې چې له القاعدې سره تړاو لري روزل شوی و. د راپور له مخې په کمپونو کې د روزنې پر مهال، هغه د لاسي توپانچو، کلاشینکوف ټوپکونو، او آر پي جي د کارولو او د برید د پلان په برخه کې روزل شوی و. په بیانیه کې بېګ د "القاعدې او ورسره تړلو سازمانونو د غړي په توګه وپېژندل شو، دی چې "په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د هغه د ایتلاف د ملګرو په وړاندې په دښمنۍ کې ښکیل وو" او وویل شول چې هغه "د القاعدې د ترهګرو کورنیو ته د ترهګریزو کړنو پر مهال د پټنځایونو په چمتوکولو کې مرسته کوله. بيګ دا ټول تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې "هېڅکله يې د لوېديځوالو پر ضد کوم بريدونه نه دي پلان کړي، نه یې مرسته کړې او نه يې هم  پکې برخه اخيستې ده". [۵۶][۵۷][۵۸]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68q3hj2 — subject named as: Moazzam Begg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. NUKAT ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=1207&url_prefix=http://nukat.edu.pl/aut/&id=n2010168574 — subject named as: Moazzam Begg
  3. David Ignatius, "A Prison We Need to Escape", The Washington Post, 14 June 2006; accessed 22 June 2014.
  4. (په 28 July 2006 باندې). NOW Transcript – Show 230. NOW.
  5. (په 7 March 2006 باندې). In New Book, Former Prisoner Describes Beatings. Times Daily.
  6. (په 28 July 2006 باندې). NOW Transcript – Show 230. NOW.
  7. Menon, Lakshman (په 19 February 2010 باندې). A victim of wanderlust?. Business Standard.
  8. (په 24 February 2004 باندې). Moazzam Begg interview: 'Two people were beaten to death'. Channel 4 News.
  9. OARDEC (15 September 2004). "Response to Tribunal Process – Begg, Moazzam" (PDF). United States Department of Defense. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 20 May 2005 باندې). In U.S. Report, Brutal Details of 2 Afghan Inmates' Deaths. The New York Times.
  11. (په 28 July 2006 باندې). NOW Transcript – Show 230. NOW.
  12. (په 30 November 2010 باندې). Moazzam Begg: The Ex-Gitmo Prisoner Now Doing the United States' Work.. The Atlantic.
  13. (په 15 June 2006 باندې). Jihadist or Victim: Ex-Detainee Makes a Case. The New York Times.
  14. (په 16 November 2010 باندې). Britain to Compensate Guantánamo Detainees. The New York Times.
  15. (په 15 June 2006 باندې). Jihadist or Victim: Ex-Detainee Makes a Case. The New York Times.
  16. "Taxi to the Dark Side: Murder of young Afghan driver exposes US torture policies". wsws. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2 October 2014 باندې). Moazzam Begg was in contact with MI5 about his Syria visits, papers show.
  18. (په 1 October 2014 باندې). Moazzam Begg released after terror charges dropped. BBC News.
  19. "Ex-Gitmo detainee Moazzan Begg charged with terrorism", The Washington Times, 19 July 2014
  20. (په 2015-12-31 باندې). Former Guantánamo detainee speaks to hacker conference by video link.
  21. (په 1 October 2014 باندې). Moazzam Begg freed after terrorism case against him collapses. The Guardian.
  22. (په 28 July 2006 باندې). NOW Transcript – Show 230. NOW.
  23. (په 24 February 2004 باندې). Moazzam Begg interview: 'Two people were beaten to death'. Channel 4 News.
  24. (په 15 June 2006 باندې). Jihadist or Victim: Ex-Detainee Makes a Case. The New York Times.
  25. (په 21 September 2006 باندې). I've Never Been to America. America Came to Me. OC Weekly.
  26. (په 29 December 2002 باندې). Briton tells of ordeal in Bush's torture jail. The Observer.
  27. (په 28 July 2006 باندې). NOW Transcript – Show 230. NOW.
  28. (په 29 December 2002 باندې). Briton tells of ordeal in Bush's torture jail. The Observer.
  29. (په 5 July 2003 باندې). I am beginning to lose the fight against hopelessness. The Guardian.
  30. (په 28 July 2006 باندې). NOW Transcript – Show 230. NOW.
  31. (په 15 June 2006 باندې). Jihadist or Victim: Ex-Detainee Makes a Case. The New York Times.
  32. (په 25 February 2006 باندې). Looking for troubles. The Guardian.
  33. (په 13 November 2007 باندې). Moazzam Begg interview. King's Bench Online.
  34. (په 6 March 2008 باندې). Passed/Failed: An education in the life of Moazzam Begg, ex-Guantanamo Bay detainee. The Independent.
  35. (په 15 June 2006 باندې). Jihadist or Victim: Ex-Detainee Makes a Case. The New York Times.
  36. (په 24 February 2004 باندې). Moazzam Begg interview: 'Two people were beaten to death'. Channel 4 News.
  37. (په 28 July 2006 باندې). NOW Transcript – Show 230. NOW.
  38. Menon, Lakshman (په 19 February 2010 باندې). A victim of wanderlust?. Business Standard.
  39. (په 29 December 2002 باندې). Briton tells of ordeal in Bush's torture jail. The Observer.
  40. (په 7 March 2006 باندې). In New Book, Former Prisoner Describes Beatings. Times Daily.
  41. (په 24 February 2004 باندې). Moazzam Begg interview: 'Two people were beaten to death'. Channel 4 News.
  42. (په 15 June 2006 باندې). Jihadist or Victim: Ex-Detainee Makes a Case. The New York Times.
  43. (په 13 November 2007 باندې). Moazzam Begg interview. King's Bench Online.
  44. "Who Speaks for Human Rights? (Page 2)". The Nation. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 21 September 2006 باندې). I've Never Been to America. America Came to Me. OC Weekly.
  46. (په 24 February 2004 باندې). Moazzam Begg interview: 'Two people were beaten to death'. Channel 4 News.
  47. (په 21 September 2006 باندې). I've Never Been to America. America Came to Me. OC Weekly.
  48. "'I never took up arms myself' How Moazzam Begg was arrested", Channel 4 News, 24 February 2005; accessed 10 November 2016.
  49. Daniel Foggo and Simon Trump "Briton facing US trial in Cuba was arrested by MI5", Daily Telegraph, 6 July 2003.
  50. Daniel Foggo and Simon Trump "Briton facing US trial in Cuba was arrested by MI5", Daily Telegraph, 6 July 2003.
  51. Benefit fraud ring funds Islamic terrorists, The Daily Telegraph, 18 November 2001
  52. (په 3 June 2004 باندې). Kidnapped in Yemen: One Woman's Amazing Escape from Captivity.
  53. (په 29 December 2002 باندې). Briton tells of ordeal in Bush's torture jail. The Observer.
  54. Daniel Foggo and Simon Trump "Briton facing US trial in Cuba was arrested by MI5", Daily Telegraph, 6 July 2003.
  55. O'Keeffe, Greg, "Moazzem Begg: I saw a prisoner beaten to death", Liverpool Echo, 2 April 2008, (archive)
  56. (په 15 June 2006 باندې). Jihadist or Victim: Ex-Detainee Makes a Case. The New York Times.
  57. OARDEC (15 September 2004). "Response to Tribunal Process – Begg, Moazzam" (PDF). United States Department of Defense. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. (په 28 July 2006 باندې). NOW Transcript – Show 230. NOW.