معصومه علي زاده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

معصومه علی زاده د محمد علي لور ده، چې په ۱۹۹۷ زیږدیز کال د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ په بید قول کلي کې زیږیدلې ده.

معصومه، د افغانستان د نجونو بایسکل ځغلونې ملي لوبډلې لوبډلمشره ده.

ماشومتوب[سمول]

معصومه دو کلنه وه چې ایران ته د نورو افغانو کورنیو په څیر کډواله شوه، په ایران کې یې د کډوالۍ له کبله خورا ډیرې ستونزې وګاللې، هغې ونشو کولای د ایران رسمي ښوونځیو ته لاره پیدا کړي له همدې کبله یې د عرفان په نامه د افغانانو له لوري جوړ شوي یوه ابتدایه ښوونځي کې غیر رسمي زده کړې پیل کړې خو ددې لپاره چې معصومه او خویندې یې خپلو نورو زده کړو ته دوام ورکړي، دوی له خپلې کورنۍ سره بیرته په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې هیواد ته راستنه شوه.

زده کړې[سمول]

 معصومې علي زاده خپلې ابتدایه زده کړې په ایران کې وکړې او وروسته له هغه په افغانستان کې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې له رابعه بلخي لیسې فارغه شوه.

معصومې د ښوونځي څخه د شهادت نامې تر ترلاسه کولو وروسته خپلې نیمه لوړې زده کړې د بدني روزنې او سپورت په برخه کې پیل کړې چې په ۲۰۱۵زیږدیز کال له دغه انسټیټیوت څخه په ښو نمرو فارغه شوه.

معصومه له ۲۰۱۶ زیږدیز کال راهیسې د لوړو زده کړو په موخه د دنیا په نوم په یوه  خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ په زده کړو لګیا ده.

معصومه له دې سره سره د انګلیسي ژبې په زده کړه هم بوخته ده.

فعالیتونه

  • د لومړنیو زده کړو پر مهال د رابعه بلخي لیسې د نجونو باسکټبال لوبډلې غړې
  • د لنډې مودې لپاره د افغانستان د نجونو باسکټبال ملي لوبډلې غړې
  • د افغانستان د نجونو والیبال ملي لوبډلې غړې
  • د افغانستان د نجونو تکواندو ملي لوبډلې غړې
  • د افغانستان د نجونو بایسکل ځغلونې ملي لوبډلې لوبډلمشره
  • په جمهوریت په لېسه کې د بدني روزنې روزونکې

سیالۍ[سمول]

  •  معصومې د هیواد په کچه د تکواندو په څو سیالیو کې  ګډون کړی.
  • معصومې د هیواد په کچه د بدمنتون په سیالیو کې  ګډون کړی.
  • معصومې د هیواد په کچه د پنګ پانګ په سیالیو کې  ګډون کړی.
  • معصومه علي زاده د افغانستان په  بلخ، بامیان، ننګرهار، بغلان، سمنګان ولایتونو کې د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون کړی.
  • معصومې د بایسکل ځغلونې سیالۍ لپاره قزاقستان ته تللې وه.
  • معصومې په هند هیواد کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ په هدف ګډون کړی دی.
  • معصومې په فرانسه کې د بایسکل ځغلونې سیالیو کې ګډون کړی.
  • معصومې د آسترالیا د اتلولیو سیالیو ته لاره موندلې ده.

=== جایزې او مډالونه === 

  • د افغانستان د المپیک ملي کمیټې له خوا د څو ستاینلیکونه، کپونه او مډالونه د ۲۰۱۳ـ۲۰۱۶ کلونو تر منځ لاسته راوړل.
  • په همدې کال د هیواد په کچه د تکواندو په څو سیالیو کې د سرو زرو او سپینو زرو څو مډالونو اخیستل.
  • د تکواندو فدراسیون له خوا ستاینلیک په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې ورکړل شو.
  • معصومې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د هیواد په کچه د بدمنتون په سیالیو کې د بدني روزنې ریاست له خوا ستاینلیک لاسته راوړ.
  • په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د هیواد په کچه د پنګ پانګ په سیالیو کې د بدني روزنې ریاست له خوا د دریمې درجې ګټلو لپاره ستاینلیک لاسته راوړل.
  • په ۲۰۱۵ زیږدیز کال د باسکل ځغلونې د فدراسیون له خوا د غوره ورزشکاره جایزه او ستاینلیک.
  • په همدې کال په مزار شریف کې د یوه روغتون له خوا د بایسکل ځغلونې لپاره د یوې مجسمې لاسته راوړل.
  • د ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان مدني ټولنې مجما له خوا د غوره ورزشکارې جایزې لاسته راوړل.
  • د پروان ولایت والي له خوا د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې د څو ستاینلکونه لاسته راول.
  • د روند اندیشه نو بنسټ له خوا د غوره ورزشکارې جایزه.
  • د کابل پغمان ولسوالۍ، ولسوال له خوا د نظامي مډال ګټل.
  • د ۲۰۱۶ کال د مې میاشتې په ۲۹ مه نیټه په فرانسه کې د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې د دویم مقام ګټل.
  • په همدې ورځ په فرانسه کې د فرانسوي روزونکي له خوا د غوره ورزشکارې جایزه اخیستل .
  • نورې سرچینې

https://www.facebook.com/nahidcoexist/photos/a.821364424605407.1073741829.789344751140708/1003612046380643/?type=3 [۱]https://www.facebook.com/AfgNoc/posts/1218471444864200

  1. د نجونو د بایسکل ځغلونې ملې لوبډلې غړې
    معصومه علي زاده