معرفة الافغانې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

معرفة الافغاني دپیرمحمد کاکړ پښتو ګرامر ته ځانګړى سوى کتاب دى، چي په (۱۱۶۸ هـ.ق) کال کي  ئې دشهزاده سلېمان دواکمنۍ پرمهال دپاچا حضورته وړاندي کړ، دغه اثر دکتاب په بڼه  لومړی ځل دکندهار دکتابو د تاجرانو ملا جان محمد او ملا بسم الله اخند په (۱۳۴۱ هـ ق) کال کي د دري  ژباړي سره په لاهور کي چاپ کړ، دا چي چاپي بڼي يې ځيني نمګړتياوي درلودې نو دوهم  ځل د پښتو ادبیاتو محقیق (حبیب الله رفیع) دیوې مفصلي او ارزښتناکي سریزي سره سم په ( ۱۳۵۶ هـ ق) کال د ننګرهار مجلې له خوا په دوو ورستیو پېړیو کي دپښتو دچاپ شویو اثارو دسمینار په ویاړ چاپ کړ.

لوی استاد علامه حبیبي صاحب د دې کتاب په اړه وايي: دا کتاب په خپل وخت کي د ژبي د زدکولو لپاره مفید ؤ او باید د اوسنیو تجربه سوو متونو سره پرتله نه سي، خو دنمونې په توګه دهغه وخت د مفکورې نمايندګي کوي او دا کتاب دپښتو دتعلیمي کتابو دسلسلې لومړۍ بېلګه بللاى سو.

د معرفة الا فغاني محتوا لس بابه لري:

په لومړي باب کي ئې حمد، په دوهم باب کي ئې نعت، په درېیم باب کي ئې داصحابو ذکر، په څلورم باب کي ئې د وخت دپاچا مدح راغلي، چي دا څلور بابه ئې دنظم برخه  او په پنځم باب کي ئې چي اصلي موضوع پیل کيږي هغه خبري راغلي چي پاچاهان او حاکمان ئې وایي، په شپږم باب کي ئې د عامو خلګو خبري راغلي، په اووم باب کي ئې د خوارک، څښاک او پوښاک خبري راوړي، په اتم باب کي ئې دکلیوالو او مالدرانو خبري راوړې، په نهم باب کي ئې دښکار خبري را وړي، چي له دې باب سره ئې دجملو برخه هم ختمېږي او په لسم باب کي ئې لغاتونه راوړي دي، چي شپږ فصله لري.  دا برخه دکابل مجلې د(۱۳۶۰ ) کال په ( ۷۳۳ ) پر له پسي ګڼه کي روهي صاحب د موضوعي قاموس په نامه هم یاده کړې، چي دبېلا بيلو موضوعاتو نومونه پکښي راغلي دي.  

سيف لودين

١٣٩٧-غويي-١٣ پنجشنبه