معتصم بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابو اسحاق محمد بن هارون الرشید چي په تاریخ کي د( Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). ) په نامه سره پیژندل سوی دی دبغداد دعباسي خلافت اتم واکمن وو چې له ۸۳۳ څخه تر ۸۴۲ میلادي کال پورې یې خلافت په لاس کي درلود . معتصم بالله په ۱۷۹ هجري سپوږمیزکال کي پیدا اوپه ۲۲۷ هجري کي دربیع الاول پراتلسمه نېټه باندي دسامرا په ښارکي وفات سو .

دمعتصم بالله خلافت[سمول]

معتصم بالله دخپل ورور مامون الرشید دخلافت په دوره کي دمصر اوشام والي وو اوکله چي مامون الرشیدله نړۍ څخه سترګي پټي کړې ورسره سم دخلافت چاري معتصم بالله ته پاته سوې . ترخلافت لاسته راوړلو وروسته معتصم بالله ترټولولمړی دایراني اوعربي مسلمانانو دنفوذمخه ډپ کړه اوهغه ایرانیان چي تردې مخکي یې په عباسي خلافت کي واک ترلاسه کړی پرځای باندي یې نوي ترک مسلمانان راغله اودمعتصم بالله په مرسته باندي یې دخلافت مهمي څوکۍ په لاس کي ونیولې . معتصم بالله چي دایرانیانو اوعربوپه نسبت یې پرترکانوباندي ډېر باور کاوه دخپل دربارمشرتوب یې هم هغوی ته وسپاره اونژدې لس زره ترکان یې دعباسي خلافت په لښکروکي ځای پرځای کړه . په عباسي خلافت کي دمعتصم بالله زمانه له فوځي پلوه ډېراهمیت لري اوعموریه په نوم مشهوره ښار چي هغه وخت په ختیځ رومي سلطنت کي پروت وو دهمدغه عباسي واکمن په زمانه کي فتحه سوی دی . دعموریه دفتحي ترڅنګ دمعتصم بالله دخلافت په زمانه کي ۷ نوري جګړې هم ترسره سوي دي چي په هره جګړه کي مسلمانانو لويي بریاوي لاسته راوړې .

مړینه او کورنۍ[سمول]

معتصم بالله په ۸۴۲ زیږدیزکال کي دفبروري پر۴ نېټه باندي د۴۸ کلونو په عمروفات سو . دنوموړي دخلافت ټوله موده اته کاله اته میاشتي او اته ورځي وه اوهمدرانګه یې اته زامن او اته لوڼي ترشا پرېښودې . دمعتصم بالله مور ماردة اوپلاریې هارون الرشید چي دعباسي خلافت پنځم واکمن وو نومېدی .