معافيتي تحمل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مافیتی تحمل (Immunologic Tolerances)

دهغوانتی جنو په وړاندی چی ددوهم ځل لپاره بدن ته داخیلیږی له بی ځوابی څخه عبارت ده هرکله چی ځانګړی لمفو سایت له خپلوانتی جینو سره مخامخ شي، له فعالو شویو لمفوسایتونو سره معافیتی ځواب رامنځ ته کیږی یا داچی غیر فعال شوی لمفوسایتونه له منځه ځی. هغه انتی جنونه چی د معافیتی تحمل د منځته راتګ لامل شی د tolerojen په نوم یادیږی. او له ایميونو جن سره توپیر لری د انتی جنو پر وړاندی تحمل self-tolerance په نام یادیږی یعنی دبدن د خپلو انساجو دانتی جنو پر وړاندی معافیتی ځواب نه رامنځ ته کیږی د معا فیتی تحمل اهمیت سالم اشخاص دخپلو انتی جنو په وړاندی تحمل لری ټول خلک دانتی جنی اخذو د تولید جینونه په ارثیت وړی. دغه جینونه بیا تنظمیږی اوله Steam cell څخه د لمفو سایتونو دتکامل په جریان کی دهغوی پرسطح را څر ګندیږی. دخپلو انتی جنو پر وړاندی د عکس لعمل د مخنوی لپاره ځانګړی لمفوسايټونه چي د ځانګړو انتی جنونو پروړاندی د عکس العمل مسئول دي حذف کیږي. د خپل ځان په وړاندی تحمل له هغی پدیدی نه عبارت دی چی په مختلفو میکانیزمونو سره د هغو بالقوه لمفو سایټونو چی عکس العمل ښکاره کوی له پخوالی او فعالیدوڅخه مخنیوی وکړی دخپل ځان په وړاندی د مافیتی تحمل اختلال د Autoimmune په نوم عکس العمل د رامنځته کیدو لامل کیږی. دخپل ځان په وړاندی ده معافیتی تحمل پیژندنه د autoimmune ناروغیو پتوجینیز باندی دپوهیدولپاره کلیدي څیز دی. بیګانه انتی جینونه شاید له داسی لارو داخل شی چی په ځانګړو لمفوسایتونوکی دتحمل په رامنځته کولوسره دمعافیتی ځوابونو دمخنیوی لامل شی. د معافیتي تعامل رامنځته کول د تداوی له میتودونو څخه ده چی دګټورو او زیانمنو معافیتي ځوابونو دمخنیوی لپاره کاریږی دتداوي له دغومیتودونو یعنی دخپل ځان په وړاندی دمعافیتی تعامل رامنخته کولو په واسطه پوهان وتوانیدل ترڅو دپیوند له رد نه مخنیوی وکړي. اوهم دزرقی انتی جنونو پر وړاندی په هغو کسانو کی چی له فقدان سره یې مخ دی له عکس العمل نه مخنیوی وکړی. لکه په هیموفیلیا کی چی اتم فکتور زرق کوی.

د T لمفوسایت تحمل د T-helper cell یا CD4 لمفوسایټونو په وړاندی تحمل انتي جني پروټينونو په وړاندي د معافیتی ځواب دمخنیوی لپاره اغیزمن میکانیزمونه دی. څرنګه چی T _ Helper حجرات د پروټینونو په وړاندی د خلطی او حجروی عکس العملونو لامل ګرځی. په Tلمفوسایټ حجراتو کی دمعا فیتی تحمل څرګندېدل په دوه شکله رامنځ ته کیږی ۱مرکزی تحمل ۲ محیطی تحمل په T لمفوسایټ حجراتوکی مرکزی تحمل په دی شکل کی په تایمس غده کی دt لمفوسایټونو د پوخوالی په جریان کی دخامو Tلمفو سایټونو هغه ګروپ حجرات چی په زیات تمایل سره انتی جن پیژنی حذف کیږی چی دی منفی انتخاب په نوم یادیږی. د عکس العمل دخپلو لمفوسایټونو په ایجاد سره دوه عامله د منفی انتخاب لامل ګرځی. ۱:-په تایمس غده کی دانتی جن غلظت. ۲:-له خپلو انتی جنو سره د T لمفو سایت اخذو یا T _Helper_ receptors دیوځای والی تمایل. په تایمس غده کی په کافی اندازه ګڼ شمیر خپل ځانی انتی جنونه موجود دي چی یا په ازاد شکل یا له حجراتو سره متصل وی دخاموTلمفو سایټ حجراتو له جملی نه چی به تایمس کی له Stem cell حجراتو نه رامنځ ته کیږی ځینی له هغوی نه دداسی اخذو لرونکی دی چی له پیپتایدونو سره یو د ځای والی شدید تمایل لری یعنی هغه پيپتایدونه پيژنی چی له M.H.C سره یوځای شوی وی له هغی جملی نه دوه چنده تایمو سایتونه (CD8 اوCD4 ) دداسی اخذو لرونکی دی چی له خپلو ځانی انتی جنوسره دیوځای والی شدید میل لری کله چی له دغو انتی جنو سره یوځای شی اپپتوزیس کوی دلمفو سایت پاخه حجرات چی تایمس غده پریږدی او لمفاوی سیستم ته داخیلیږیله خپلو انتی جنوسره دمخامخ کیدلو په صورت کی بی ځوابه پاته کیږی پهTلمفوسایت کی محیطی تحمل د محیطی تحمل په میکانیزم کی بالغ Tلمفوسایت حجرات په محیطی انساجوکی دبدن خپل انتی جن پیژنی او دهغه په وړاندی ځواب ویلو کی ناتوانه کیږی محیطی تحمل د Tحجراتو د حذف او کنترول دبی ځوابی په پایله کی رامنځ ته کیږی که چیری د CD4_Tحجرات د A P Cحجراتو په سطحه انتی جینیک پيپتایدونه وپیژنی