معارف القرآن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

معارف القرآن د قرآن کریم اته جلده تفسير ده چي د پاکستاني عالم مفتي محمد شفیع |(۱۸۹۷–۱۹۷۶]]) لخوا په اردو ژبه ليکل شوی دی.(۱)

شاليد[سمول]

معارف القرآن د ۱۳۷۳ کال د شوال له دريمي(۱۹۵۴/۷/۲) نېټې څخه سرچينه اخلي. کله چي ليکوال په راډيو پاکستان باندي عامو خلکو ته د قرآن کریم د تفسير اوونيز لکچر ورکولو لپاره دعوت شو. ليکوال په دې شرط ومنله چي ده ته به هيڅ اجورت نه ورکول کېږي او بل دا چي دده لکچر به بې له دې چي لاس وهنه په کي وشي خپرېږي. ددې اونيزي خپروني نوم معارف القرآن وو. دا خپرونه هري جمعې په سهار له راډيو پاکستان څخه خپرېدله.

د لکچر دغي سلسلې د ۱۹۶۴ د جون تر مياشتي پوري د لسو کلونو لپاره دوام وکړ. کله چي د نويو چارواکو لخوا د نامعلومو دلايلو له امله دا خپرونه بنده کړی شوه‌. په دې خپرونه کي تر سورت ابراهيم پوري ښه په تفصيل سره تفسير وشو. د راډيو پاکستان دا خپرونه په ټوله نړۍ کي د مسلمانانو له تود هرکلي سره مخ شوه. نه يوازي په پاکستان او هند کي بلکه په لويديځو او افريقايي هېوادونو کي په زرګونو مسلمانانو اوریدله.

وروسته له دې چي دا خپرونه ختمه شوه، د نړۍ له مختلفو برخو څخه ليکوال ته وړانديز وشو چي د تفسير دا سلسله د کتاب شکل ته واړوي. ليکوال ومنله، په ۱۹۶۴ز کال کي يې په کتاب ليکلو پيل وکړ.

که څه هم د زياتو مصروفیتونو له امله هغه مجبوره شو چي دا سلسله بنده کړي. دا لړۍ د پنځو کلونو لپاره بنده شوه. د ۱۳۸۸ کال په شوال کي مفتي صاحب سخت ناروغ شو. او په بستر پرېووت. په دې وخت کي هغه خپل کار بيا پيل کړ. په پنځو کلونو کي يې د معارف القرآن تفسير په اتو جلدونو او اوو زرو پاڼو کي مکمل کړ.(۲)

جوړښت[سمول]

دا کتاب اته جلده ده. د لومړي جلد په پيل کي مفصله سريزه ده، چي د قرآن کریم او تفسير په ځينو اساسي موضوعاتو په کي بحث شوی. لکه: وحي، د وحي د نزول ډولونه، اسباب نزول، مکي او مدني سورتونه، د قرآن کریم ساتنه، د قرآن کریم چاپ کول، د تفسير سرچينې، عربي ژبه او داسي نور.

دا کتاب په ساده ژبه ليکل شوی دی.

لاندي د جلدونو او ددوی د محتوياتو ليست ليکل شوی دی.

لمړی جلد–سورت فاتحه او سورت بقره

دوهم جلد–له سورت عمران څخه تر سورت نساء

دريم جلد–له سورت المائده څخه تر سورت اعتراف

څلورم جلد–له سورت انفال څخه تر سورت هود

پنځم جلد–له سورت يوسف څخه تر سورت کهف پوري

شپږم جلد–له سورت مريم څخه تر سورت رحمن پوري

اووم جلد–له سورت لقمان څخه تر سورت الاحقاف پوري

اتم جلد–له سورت محمد څخه تر سورت الناس پوري.

د تفسير سرچينې[سمول]

د کتاب په سريزه کي ليکوال هغه کتابونه ياد کړي دي چي ددې کتاب په ليکلو کي ترې ګټه اخيستل شوي ده. ځيني له هغوی نه دادي.

تفسير طبري

تفسير ابن کثير

تفسير القرطبي

تفسير البحر المحيط

احکام القرآن

تفسير کبیر

در منثور

تفسير مظهري

روح المعاني

دا هم وګورئ[سمول]

تفسير

مفتي محمد شفیع

سرچينې[سمول]

^ "Maariful Quran - Complete Set (8 Volumes): A Detailed and Comprehensive Commentary of the Quran in English". PRWeb. Vocus, Inc. Retrieved 17 January [[۱]].

^ Mufti Muhammad Shafi. Ma'ariful Qur'an. Translated by Prof. Hasan Askari & Muhammad Taqi Usmani. Vol. 1; p. xv-xvi.