مطبوعاتي اعلاميه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مطبوعاتي اعلاميه (په انگرېزۍ کې: Press Release )مطبوعاتي اعلاميه هغه مطبوعاتي بيان دی چې خبري رسنيو يا مطبوعاتو ته لېږل کېږي، هدف يې خبريالانو او خبري رسنيو ته خبر ورکول دي، دا معلومات بايد گټور، دقيق او جالب وي.

د مطبوعاتي اعلاميې معيارونه

  • يو واضح سرليک دې ولري
  • نېټه دې ورته وليکل شي او ورځ دې مشخصه شي (شنبه، يکشنبه...)
  • د اعلاميې ليکوال (درېيم شخص) وي.
  • په مطبوعاتي اعلاميه يا خبرپاڼه کې هغه موضوعات اخيستل کېږي چې يوڅه پېښ شوي يا يو کار ترسره شوی وي. يا کومې کمپنۍ نوي شيان توليد کړي وي.
  • د اعلاميې په پای کې دې برېښناليک پته او موبايل نمبر وليکل شي، که خبريالان پوښتنې لري ځواب ترلاسه کړي. د هغه کس نوم دې هم وليکل شي چې دا معلومات له خبريالانو سره شريکوي.(بهتره دا ده که دا جزئيات تر سرليک لاندې د پاڼې په سر کې راشي)
  • ارقام، د کسانو او ځای نومونه دې په غور وليکل شي چې غلطي ونه لري.
  • اعلاميه دې لنډه او معلومات دې پوره وليکل شي، چې خبريالانو ته د يوې موضوع ټول تصوير ورکړي.
  • د خبريالۍ په څېر په اعلاميه کې هم مهمه ده چې دغو پوښتنو ته ځواب وويل شي: (چا، څه شی، چېرې، کله او ولې)
  • د اعلاميې په لومړۍ پراگراف کې دې د موضوع لومړني جزئيات راواخيستل شي، چې لوستونکی پوه شي اعلاميه پر کومه موضوع ده.په دويم پراگراف کې دا جزئيات زياتېږي، لوستونکو ته دا وښياست چې ستاسو دغه اعلاميه ولې ورته مهمه ده. په بل پراگراف کې نور جزئيات ورکوئ او په پای کې که د موضوع اړوند نور اضافه يا مهم معلومات ولرئ ورزيات يې کړئ.
  • مهم معلومات دې په پيل کې راشي.
  • که مو معلومات تر يوه مخ زيات وي، خامخا اعلاميې ته د مخونو شمېره ورکړۍ.
  • د هر پراگراف ترمنځ دې فاصله ورکړل شي.
  • د اعلاميې ژبه دې روانه، عام فهمه او معياري وي، د پېچلو لغتونو له کارولو څخه دې (په کلکه) ډډه وشي.
  • د ادارې لوگو دې ولري.
  • که انځورونه ورسره مله شي غوره به وي.
  • د کمپنۍ يا ادارې نوم دې وليکل شي.
  • اعلاميه د برېښناليک، فکس په مرسته يا په ليکلې بڼه خبري رسنيو ته لېږل کېږي.
  • زيات مهال خبريالان نه غواړي برېښناليک پته يې هر ځای خپره شي، کوښښ دې وشي چې ټولې برېښناليک پتې BCC ته کاپي شي، چې په دې توگه ټولې پتې پټې وي.
  • که مو اعلاميه په پښتو وي، د Word تر څنگ يېPDF ته هم واړوئ.

نيمگړې مطبوعاتي اعلاميه

(له دې اعلاميې څخه د اړيکو برخه او د ادارې نوم ليرې کړل شوی دی) د متحده ايالاتو مرستيال رئيس جمهور د ايساف قومندانئ څخه ليدنه وکړه د متحده ايالاتو سناتور جو بايډن څوک به چي ٢٠په د جنورئ د انتخاب شوي مرستيال رئيس جمهور په توگه د سوکند مراسم تر سره کړي د ايساف د مشر جنرال ډيوډ ميکرنن د ليدلو لپاره د ايساف مرکزي قومندانئ ته په لسم د جنورئ ولاړ. د نوموړي سره د سهيلي کرولينا سناتور هم ورسره وه. دا هيات د سهر په چائ کي جنرال ډيوډ ميکرنن سره وکتل. او د نوموړي لخوا يي په افغانستان کي د عملياتو په اړه معلومات تر لاسه کړل. ددئ کتنې څخه وروسته سناتور جو بايډن د ايساف په مرکزي قومندانۍ کې مېشت د متحده ايالاتو سرتيرو سره ليدنه وکړه. سناتور جو بايډن ډيره مننه، دا يو ډير لوئ کار دئ چي تاسو يي دلته کوئ. تاسي ډيره لويه قرباني ورکوئ. د ستاسو د خدمتونونه ډيره مننه.

پر اعلاميې کره کتنه

  • ژبه يې خرابه ده. عام فهمه نه ده.
  • معلومه نه ده چې په کومه ورځ (شنبه، يکشنبه...؟)
  • ځای هم نه دی په گوته شوی، د ايساف مرکزي قومانداني چېرې ده؟
  • اعلاميه د درېيم شخص له خوا ليکل کېږی، له وروستۍ جملې سړي داسې فکر کوي چې اعلاميه داسې يوه چا ليکلې چې له جوبايډن سره ملگری و.
  • په اعلاميه کې نه ښکاري چې دا کتنه ولې مهمه ده؟