مصنوعي پولي ميرونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لوړو زده کړو وزارت ننګرهار پوهنـــــــــتون ښووني اوروزنی پوهنځۍ د کیمیا څانګـــــــــــــــــــه مصنوعي پولي میرونــــــــــه ‌‌ تر تبب کوونکی: ذ بیح الله ((مایار)) لارښود اســــتاد: پوهنوال محمد نبی خان ((مد دی)) کال ۱۳۹۲ هجری شمسي تقریظ








لارښود استاد: پوهنوال محمد نبی خان ((مد دی))



بسم الله الرحمن الرحیم سرلیک: الحمد لله الذی خلق الانسان وعلمه البیان ،الحمد لله الذی علم باالقلم وعلم الانسان مالم یعلم والصلات وسلام علی معلم البشر وعلی آله واصحابه اجمعین امابعد: الله جل جلاله انسان د خپلی بنده گی ؛پیژندنی او معرفت لپاره پیدا وټول مخلوقات یی په خد مت کی دی تر څو په معقوله توګه یی استعمال او ګټه ور څخه واخلي .

دا نړی چي مونږ په کښی ژوند کوو د ډیرو پټو اسرارو څخه ډ ک ده .

انسانان مکلف دی چي دا اسرارکشف او د ځان اونورو مخلوقات په ګټه یی و کار وی بنا پر دي علم ته ضرورت دی تر څو دا مکلفیت سرته ورسوي.

پس ټول  علوم(دیني،بشري،طبعي ...)د خاصو خصوصیاتو څخه  برخوردار دی ترڅو د خپل   

خالق (الله جل جلاله)د معرفت اسرار ورته واضح ا و واحد ولاشریک معبود (الله جل جلا له)ته د بنده گۍ

سرخم کړی ا و ووایي . 

الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ" ترجمه: هغه کسان چی یادوي الله (الله جل جلاله) په ولاړه ؛په ناسته ؛ په ملاسته او تفکر کوي په پیدا یښت آسما نونو او ځمکه کی او و وایی ای پرورد ګاره زما! نه د دی پیدا کړی دا(آسما نونو او دا ځمکه) عبث پا کی ده تا لره! پس و موساتی د اور دعذاب څخه. درنو لوستونکو! داموضوع (مصنوعي پولی میرونه ) چی د قدرمن استاد پوهنوال ((مد دی)) صاحب دلار ښوونی اوهمکاری په بنا د موضوع اړوند معلومات مو را ټول کړی ستاسو نظریاتو، پشنهاد ونو اورغنده انتقادونوته د زړه له کومی سترګی په لاره او منندوی یو!ځکه که انتقاد نه وی اصلاح منځ ته نه راځي. "وماتوفیق الا بالله علیه توکلت والیه انیب"


د موضوع ګا نو لړ لیک شمیره موضوع پاڼه ۱ لمړی فصل ۱.۱- دپولیمیرونو تعریف ۶ ۲ ۲.۱- د پولي میرونو تاریخی لړ لیک ۶ ۳ ۱.۳ - د مونومیرتعریف ۷ ۴ ۱.۴- دهمو پولمیرونو تعریف ۸ ۵ ۵.۱- د کوپولومیرونو تعریف ۸ ۶

دوهم فصل ۲.۱ - د پولي میرونو عمده ډولونه ۹ ۷ ۲.۲- طبعی پولي میرونه ۱۰ ۸ ۲.۳- پولیمرایزیشن ۱۵ ۹ ۲.۴ - راډیکالي پولي میرایزیشن ۱۷ ۱۰ ۲.۵- کتیوني پولي مرایزیشن ۲۱

۱۱ ۲.۶- انیوني پولیمیرایزیشن ۲۵ ۱۲ ۲.۷ - د پولیمیر جوړونې دمیخانیکیت ټاکوونکی څه شی دي؟ ۲۵ ۱۳ ۸.۲ - د پو لیمیرازیشن بیرته کو ونکي کړۍ ۲۵


۱۴ دریم فصل ۱.۳ - مصنوعي پولیمیرونه ۲۶ ۱۵ ۳.۲ - جمعي پولي میرونه ۲۸ ۱۶ ۳.۳ - پو لي ایتلین ۳۰ ۱۷ ۳.۴ - د پولي ایتلین او د نښتو پولي میرونوبیلا بیل شکلونه ۳۱ ۱۸ ۳.۵ - ربړ ۳۳ ۱۹ ۳.۶ - پولي ستیارین ۳۸ ۲۰ ۳.۷ - مترا کم شوی پولي میرونه : Condensation Polymers ۳۹ ۲۱ ۳.۸ - پولي ایسترونه Dacron ۳۹ ۲۲ ۹.۳ ـ پولي امایدونه ۴۱ ۲۳ څلورم فصل ۱.۴ - په ورځنې ژوند کی د مصنوعي پولي میرونو کارونه ۴۲ ۲۴ ۲.۴ ـ په طبابت کي د پولیمیرونو کارونه ۴۲ ۲۵ ۳.۴ ـ د کور جوړولو په صنعت د پولیمیرونو کا رول ۴۳ ۲۶ ۴.۴ ـ د ماشینون په صنعت د پولیمیرونو کا رول ۴۳ ۲۷ ۵.۴ـ د مصنوعي پو لی میرونو په واسطه دهستوګني د چابیریال ککړتیا ۴۴ ۲۸ ۶.۴ـ د ژوندانه د چاپیریا ل د ککړ تیا مخنیوي ۴۹ ۲۹ اخستلیکونه ۵۰



لمړی فصل ۱- پولي میرPolymer ۱.۱- دپولیمیرونو تعریف: پولیمیر د دو یونانی کلمو (پولی=څو اومیروز= واحدونه) څخه جوړ چی د (ډیرو واحدونو په معنی ده ) هغه لوی مالیکولونه چی د کوچنیو مالیکولونو(مونومیرونو) د یو ځای کیدلو څخه جوړ شوی عبارت دی. لکه په لاندی شکل کي یی چی وینی.

۲ .۱ - د پولي میرونو تاریخی لړ لیک: انسانانو د لمړي ځل لپاره دحیواناتو د وړیو - پوستکو- تارونو- وریښمو - سلولوز - کتان ځخه به یی جامی او دضرورت وړشیان جوړول مګر د لمړی څل لپاره ۱۸۶۵ زیږدیز کال (الکساندر پارک) انګلیندی لمړنی نایلونی تار د نایتر سلولوز او کافور ځخه چی یو بوټی دی جوړ او داپولیمیر یی د(پیروکسلین ) په نوم یاد کړ. مګر په ۱۹۳۰ زیږدیز کال کی د پولیمرایزیشن عملیه کشف اوپه صنعت کی یی د توجه وړ پیاوړتیا را منځ ته کړ. دبیلګی په توګه دځینو یادونه کوو. الف ـ بو تادین او ایسترون د مصنوعی تارو جوړول د نفتو څخه تولید شو. ب- په ۱۹۰۰ زیږدیز کال دایکریلیک دمرکباتو پولیمرایزیشن په نتیجه کی (اسمیت) دګلسرین فتالات جوړ کړل. ج - په ۱۹۳۴ زیږدیز کال اشتودینګر آلمانی دپولی اتلین دلویو مالیکولونو په جوړولو بریالی شو. د- اوس په ملیونو ډول ډول پولیمیرونه د صنعت په مختلو برخو کی جوړ شوی چی دانسانانو دژوند په مختلفو برخوکی ورڅخه کار اخستل کیږی انشاالله په مفصل ډول به یی ذکر کړو .

  ۱.۳- د مونومیرتعریف : هغه کوچنی مالیکولونه چی پو لی میرونه ور څخه جوړ شوی دمونومیرونو په نوم یادیږی.

۴.۱- دهمو پولمیرونو تعریف: هغه پولیمیرونه چی دیو ډول مونومیرونو څخه جوړ شوی وی د هموپولیمیر په نوم یادیږی. لکه په لاندی شکل کی:







۱. ۵- د کوپولومیرونو تعریف: هغه پولیمیرونه چی دبیلا بیلو  مونومیرونو څخه جوړ شوی وی د کو پولیمیر په نوم یادیږی.
  لکه په لاندی شکل کی.


دوهم فصل ۲.۱ - د پولي میرونو عمده ډولونه: پولیمیرونه په دوه عمده ډ لو ویشل شویدی. Polymers


  ۲.۲- طبعی پولي میرونه : هغه پولیمیرونه دی چی طبعي بنسټ لری او په ژوندیو موجود ا تو کي شتون لري .لکه 
  هایدروکاربو نونه ٫ کاربوهایدریتونه ٫ ٫ امینو اسیدونه  ویټا مینونه ٫  پروتینونه٫ هستوی تیزابونه ٫  انزایمونه ٫ وازدی  ٫ وریښم او طبعی ربړ. 

۲.۳- پولیمرایزیشن :هغه کیمیاوي عملیه ده چی په پایله کی یی دڅو مو نومیرونو څخه پولی میرونه جوړیږی. دبیلګې په توګه که د استلین ۳مالیکولونه د حرارت او فشار په موجود یت کي د پولیمرایزیشن د عملیې په نتیجه کې بنزین په لاس راځي . CH اویا لکه: پولي اتلین C2H4 → (─ C2H4 ─)n اتلین

آکریلان n(CH2 ─ CHCN) → (─ CH2 ─ CHCN─)n آکریکونیتریل ونایل سیاناید

نوټ : د پو لیمرایزیشن عملیه په صنعتي کیمیا اود مصنوعي پولیمیرونو په جوړولوکي ډ یر اهمیت لري. چی د پولي میرایزشن ډولونه په لاندی توګه څیړو. ۲.۴ - راډیکالي پولي میرایزیشن: Radical Polymerization په دی ډول پولي میرایزیشن کې د زنځیر د اوږ دوالي لپاره یو راډیکالي انشیا تور Initiator چې یو مونومیر به وی. پیل کیږی یعنی لومړنی مونومیر د یوه راډیکال څیره غوره کوی بیا نو دا راډیکال دپولي میر د جوړولو لپاره نور مونومیرونه د ځان سره نښلوي او په پای کي یو لوی زنځیر یا کتله جوړوی او دا ډول پولي میرایزیشن د هو مو لایتیکل Homiletically په نوم یادیږی . او هغه پړ او چي یو مونومیر د راډیکال څیره خپلوی او بیا نور مونومیرونه د هغي سره نښلي په پای کي یو بل مونومیر راډیکال ور سره نښلی او دزنځیر غټیدل پای ته رسیږی . دا پړاو د Propagating Site په نوم یادیږی.

لکه :

RO-OR ----------------------> 2RO a radical( Initiator) -----------------------> radicals



ROCH2-CH RO* * + CH2 = CH

                Z                                                                 	                  Z                

The alkene monomer react with radical

 RO-CH2-CH- CH2-CH- CH2-CH		ROCH2-CH CH2-CH + CH2=CH

Z Z Z Z Z Z دا عملیه یو په بل پسي مخ په وړاندي ځي او په یوه وخت کي په سلګونو او یا زرګونو مونو میرونه سره یو ځای کیږي د Propagating پړاوهغه وخت دریږي چی یو بل راډیکال ورسره په پای کي یو ځا ی شي. او یا دا چي په دوو زنځیرونو Disproportion را منځ ته شي. د زنځیر د بشپړ کید لو یا درید لو لاری. یعنی دا چي د یو الکین یو زنځیر اوکسیدایز اود الکین بل زنځیر ارجاع شی.

Chain combination RO-CH2-CH2-CH-CH-CH2 2RO- CH2 CH - CH2-CH z z n z - CH-CH2- OR z

2R- CH2 - CH - CH2- CH RO- CH2 CH - CH= CH n z z n z +RO- CH2-CH-CH2 -CH z n z disproportion

RO- CH2- CH - CH2 -CH + impuitiv RO - CH2-CH - CH2- CH- impuitiv z n z z n z

reaction with an impurity 2R- CH2- CH- CH2-CH RO- CH2- CH - CH2- CH- CH-CH2- CH-CH2-OR n z z z n z z n z Chain Combination 2RO- CH2 -CH-CH-CH2CH RO- CH2-CH- CH-CH+ RO- CH2-CH-CH2-CH2 n z z n z z Disproportion

RO- CH2- CH - CH2 -CH + impuitiv RO - CH2-CH - CH2- CH- impuitiv z n z z n z reaction with impurity CH2 -CH2-CH- CH2- CHX+Y - CH2- CH2-CH- CH2 CH+XY z n z z n z




اویا لکه :

په دي توګه راډیکالي پولیمرایزیشن د پیل کیدو زنځیر د ډیرو زنځیرو او دبس کیدو پړاونه دهغو پړاونو په څیر دی چي راډیکالي تعاملونه یي نيسي ،یو غټ پولیمیر ډیر مالیکولي وزن لري. دپولیمیر مالیکو لي وزن د زنځیر دآوږد والي سره تړاولري په یو زنځیری انتقال کی غټیدونکي زنځير سره د XY مالیکولونه داسي مني چي X په ځانګړی توګه زنځیر ته ننوځي داسي اتیلینونه غټیدونکی پولیمیرایزیشن زنځیر د اتیلین یو تعویض سره پای ته رسیږي . مرکب دتعامل د سر څخه تر پایه پوری چیرته چي په سر کي یو مونومیر د بل مونومیر د بل مالیکول په لکۍ برید کوي. CH=CH head Tail z Tail - CH2-CH-CH2-CH- head z z head - CH2-C H-CH2-CH- Tail z z Tail - CH2-CH-CH2-CH- head z z د ایتلین په تعویضي تعامل کې د سر څځه تر پایه د یوکاربن سره دتعویض په مرسته رسیدو سره تعامل داسی مخ په وړاندي ځي. CH2=CH--- -CH2-CH-CH2-CH-CH2-CH-CH2-CH-CH2- CH-- Cl Cl Cl Cl Cl Poly (Vinyl chloride) Vinyl chloride د سر څخه تر پایه تعامل پایښت مومي د بس کید لو په پړاو کی بس کونکي مونومیرونه په مرکب برید کوي او د الکین دنا مشبوع S1,P2 اوربتالونو کاربن تعامل کوي. همدا رنګه د پایښتناکه را ډ یکالونو تعامل دسر څخه تر پایه دا سی پر مخ ځي . د بیلګي په توګه : که Z چی د فینایل یو معوض دی دبنزین کړۍ دخپلو دبلوکلایز شویو الکترونونو په وسیله را ډیکال پایښتنا که کوي او دډیرید لو په صورت کې د بنزین کړۍ سره نښلول کیږی. CH2- CH - CH2- CH -CH2-CH - CH2- CH - CH2- CH


په لاندی جدول کی دالکینو راډیکالي پولي میرایزیشنو نو بیلګي دي.

CH2= C- CH3 CH2 = CH CH2- CH

  COCH3		OCCH3  	 

O O methyl methocrylate vinylactete Styrene CH2=CH CH2=CH CH=CH2 CL vinyl chloride 1,2 Butadiene Ocrylonitrlle CH2=CH

N    

په نورومرکباتوکي چي د هغوي له امله یو هو موجینیس مرکب په راډیکالي تعامل اوړي. په یو الکین کی دهغوي جوړه اړیکی د دریدلو له امله راډیکالي تعامل د پوليمرایزیشن د سر ته رسیدلو لپاره سرته رسیږي. په لاندی جدول کی څو پیل کونکی Radical Initiation راډیکلونه ښودل کیږي.

CH3 CH3 OH* + C* CH3 CH3-C + OH CH3 CH3

O O 2K O SO K-O-S-O+OSOK O O

CH3 CH3 2CH3-CO CH3-CO-O-CH3 CH3 CH3 O O O -C-O 2 -C-O-O-C-


CH3 CH3 CH3 N2 C+ 2CH3- CH3- C- N=N- C -CH3

N 	CH3	CH3	

په معمولي توګه ټول را ډیکالي انشیاتوریا تورونه کمزوري او سستې اړیکی دمتجانسومرکباتو لپاره تیاروي لکه په پورتني جدول کي چی انشیتارونه چی ښوول شوي دي. ۲.۵- کتیوني پولي مرایزیشن Cationic Polymerization : په کیتیوني پو لیمیرایزیشن کي اینشیا تور یو الکتروفیل وي.چی د یو الکین سره یو ځای کیږی چی د دی کار له امله یو کتیون جوړیږي. د لیویس اسید په شان لکه BF3, ALCL3 په کتیوني پولیمیرایزیشن کي د یوانیشیا تور په توګه کارول کیږی . یو یوانیشیا تور کله چی یو نوکلیوفیل نه وي ښه برید نشی کولای نو ددی کار لپاره یو پروتون ورکونکی تیزاب لکه HCL دفعالیدو لپا ره ور ا چول کیږ ي. کتیوني شکل په یو پیل کیدونکي پړاو کي د دویمي مونومیر سره بیا تعامل کوي . اویو نوی کتیوني شکل دد ریمي مونومیر سره بیا تعا مل کوي په همدی توګه هر مونومیر د زنځیر سره یو ځای کیږي په بس کیدونکي برخه کې مثبت چارچ د ورستی برخي سره یو ځای کیږي. فورمول ص ۲۴و۲۳ : BF3 + CH2=C - 2CH3 ----------> BF- CH2-2 CH3 The Alkenes monomer React with an electrophone CH3 CH3 CH3 F3B-CH2-C-CH2-C F3-B-CH2+ C + CH2 = C CH3 CH3 CH3


CH3 CH3 CH3 CH3 CH3 F3B-CH2-C-CH2-C-CH2-C F3B-CH2-C-CH2-C + CH2=C H3C H3 C CH3 CH3 CH3 کتیوني پولیمیرایزیشن د پروتون په د لاسه ورکولو سره د نوکیلو فیل په یو ځای کیدلو سره په یو بس کیدونکي برخه کې تر سره کیږي . زنځیر کیدی شي د یو X,Y په حلیدلو سره د يوه وړونکي تعامل په زنځیر کي حلیږي. CH3 CH3 CH3 F3-B-CH2-C- CH2-C - CH2-C CH3 CH3 CH3 CH3 CH3 CH3 + +H F3B--CH2-C- CH2-C-CH=C CH3 CH3 CH3 Loss of operation Nu CH3 CH3 CH3 CH3 F3B- CH2- C -H2- C -CH2 -C+ CH3 CH3 CH3 CH3




Reaction with an Ncliophile CH3 CH3 CH3 CH3 Nu- F3B-- CH2- C -H2- C -CH2 -C+ CH3 n CH3 CH3


XY CH3 CH3 CH3 F3-B-CH2-C - CH2- C - CH2-C+ CH3 CH3 CH3


CH3 CH3 CH3 F3-B- CH2- C - CH2- C -CH2-C -X+Y CH3 CH3 CH3 Cniontrnsferrpection with the solvent اویا لکه

۲ .۶ـ د پولي میرد زنځیر د بشپړیدو لو دری لارې: کاربوکتیونی شکل د کتیونی پولیمرایزیشن په وخت کي رامنځته کیږيَ . کله نور هر یو کاربوکتیونی کیدی شي د Rearrangement د قاعدی سره سم دیو پا یښتناکه کاربوکتیونی رهنما یی شي. د بیلګی په توګه: 1-butane او 3-Methyl دواړه د Un rearrangement او rearrangement دواړی برخي لري. Unrearrangement بس کیدونکي Site په دویمي کاربوکتیون کي رامنځته کیږي. چی د rearrangementبس کیدونکي Site د 1.2 Liydnite څر ګندونکي دتودوخي په مقابل کي دي. چی کیمیاوی معادلي دادي : CH2= CH-CH-CH3 CH3 3-methyl-1- butene

CH3 CH3 CH2-CH2- C -CH2-CH-CH2-CH-CH2-C-------------CH2-CH+ , CH-CH3 CH3 CH-CH3 CH CH3- CH3 CH3 CH3 CH3 Un rearranged propagating Site CH3 CH2- CH2-C+ CH3 arranged propagating site

په دي پولیمیرایزیشن کې مونومیر د یوکتیونې میخانکیت په وسیله پا یښتناکه وي دمو نومیر هغه بیلګي چی په کتیو ني پولیمیرایزیشن کي کارول کیږي. په لاندي جدول کی د الکینو د کتیوني پولیمرایزیشن بیلګي ښي.

CH2=CH CH2=C-CH3 CH2= CH O-C-CH3 CH3 CH3 O

vinyl acetate Isobutylene Propylene


CH2=CH

Styrene

۲.۷- انیوني پولیمیرایزیشن Anionic Polymerization : په انیوني پولیمیرایزیشن کې پیل کوونکی یو نکلیوفیل وي. چی دیو الکین سره دیو بس کیدوونکي د یوه ایون سره تعامل کوي. نکلیو فیلي برید کوونکي په یوه یوه الکین برید نه کوي ځکه چي الکینونه پخپله ډیر الکترونونه لري. نو له دي امله پیل کوونکي باید ښه نکلیوفیلونه وي. لکه د سودیم اماید او بوتایل لیتیم چی الکین به الکترون د تعویض کوونکي سره الکتروني کثافت کموي. ځیني الیکترونونه چی انیوني پولي میرا یزیشن تر سره کوي بیلګی یی په لاندي معادلوکي ښود ل کیږي.

C**H Bu-CH2- Bu** Li + CH2=CH N The Alkene monomer reaction with a nuclieophile


Bu-CH2-C**H+ CH2=CH N Chain-propagating step

Bu-CH2- CH- CH2-C** N Propagating Site

Bu- CH2 -CH- CH2 -C**H + CH2 = CH N

Bu- CH2 - CH - CH2-CH C- H2- C**H+ N زنځیر به هغه وخت بشپړیږي چه ورته یو بل زنځیر په تعامل کي حل شي .او که چیری د حلیدو امکان نه وي نو د پروتون ورکول ددي ګډولي تعامل د روی اویا به دتعامل بس کیده تر هغه وخته پایښت مومي چي په سیستم کي ټول مونومیرونه خلاص شي اوکه چیری داسی ونه شي اوتعامل هم داسي فعال پاتي شي نو دي ډول زنځیر ته ژوندی پولمیر Living Polymers وایی. ځکه چی زنځیر تر هغه ژوندي وي تر څومړ اوفعالیت یی ونه دروي. ژوندی پولیمیرونه په معمولی توګه په انیوني پولیمیرایزیشنونوکي وي.ځکه په دي پولیمیرونوکي دپوتون د لاسه ورکولو سره لکه چی په کتیوني پولیمیرایزیشن کی تر سره کیږي اویا د Disproportion په وسیله اویا د یو بل راډیکال دبیا تر کیبد لو له امله لکه چی په راډ یکالي پولیمیرایزیشن کې کیږي تر سره نه شي. Super glue دCynaoacrylate ∞ Methyl یو پولیمیردی ځکه چی مونومیر یی دوه الکترونونه په فعالو ګروپونو لري. د دي لپاره اړ تیا ده چي یو ښه نو کلیوفیلي د انیوني پولیمیرایزیشن لپاره پیل شي دسلولوز د OH ګروپ او یا د یو پروتین يو نوکلیو فیل ګروپ د انشیاتور رول لوبولي شي .که تاسي چیرته د Superglue یو څاڅکي په خپلو ګوتوکي ولري د پروتین یو نکلیوفیل ګروپ د پوستکي په سر باندي

دپو لیمرایزیشن  تعامل پیل کوي.
د الکینو د انیوني پولیمیرایزیشن بیلګي په لاندي ډول دي.

CH2=C-CH3 CH2=CH CH2= CH COCH3 C=N CL O acrylonitrile ,methacrylate , Vinyl Chloride CH2=CH

Styrene چی په پایله کي دوي ګوتی د دي سریښ په وسیله سره نښلي . د دي امکان داسی دي چي لکه یوه اشتراکي اړیکه چی د دي سریښ او د بدن د پوستکي د پروتین تر منځ جوړیږي.او په پای کي ښه قوي اوټینګیدای شي.لکه ایزو بیوتایل Butyl بیو تایل Isobutylene اویا Octylestrens پولیمیرونه چې سریښیدونکي خاصیت لري د دي کبله په جراحې کې د ټپونو د یو ځای کیدلو لپاره کارول کیږي.



N CH2- C C=O OCH3 hyle -cyanoacrylate


N CH2 - C- CH2-C- CH2-C- CH2-C- CH2 -C- CH2-C C=O C=O C=O C=O C=O C =O OCH3 OCH3 OCH3 OCH3 OCH3 OCH3 n Super glue اویا لکه:



۲.۸- د پولیمیر جوړونې دمیخانیکیت ټاکوونکی څه شی دي؟ موږ و لیدل چي په الکین باندي دیوی معوضي میخانیکیت دپولیمیرایزیشن د پرمختګ لپاره ښه اغزمن دي. الکینونه د معوضوسره ښه پایښتناکه راډیکا لونه جوړوی چی دا راډ یکلونه بیا د پولمیرایزیشن عملیه په وړاندي وړی. الکینونه د الکترون ورکونکو معوضوسره کو لای شی چی پایښتناکه کیتونونه رامنځ ته کړي. تر څو د کیتیوني پولیمیرایزیشن عملیه مخ په وړاندي لاړه شي. اوهغه الکینونه د اخستونکوالکترونوسره کولای شي چي پایښتناکه انیونونه جوړکړي او دانیوني پولیمیرایزیشن عملیه اجرا کوي. ځیني الکینونه دپولیمیرایزیشن عملیه د میخانیکیت څخه په ډیروکې مخ په وړاندی وړي.د بیلګي په توګه سټیرین کولای شي چی په راډ یکالي کیتوني او انیوني میتودونوسره دپولیمیرایزیشن عملیي تر سره کړي. ځکه چې د فینایل ګروپ کولای شي د بنزایل پایښتناکه راډیکالونه ، کیتونونه، او انیونونه جوړکړي.

۲.۹- د پولیمیرایزیشن بیرته کوونکی ګړۍ اګر چي ایتیلین او تعویض شوي ایتیلینونه معمولي مونومیرونه دی چی د پولیمیرایزیشنی تعامل د زنځیر دلویوالي لپاره کارول کیږي . چی نور مرکبات َښه پولیمیري کوي. دبیلګې په توګه ایپو او اکساید یا اوکسیرانونه د پولیمیرایزیشن په وسیله زنځیر اوږدیږی . که انشیا تور یی د HO - RO-اوپه شان یو نوکلیوفیل وي. پولیمیرایزیشن د یو انیوني میخانیکیت سره سم مخ په وړاندی ځي. که انشیا تور د لیویس اسید اویا پروتون ورکونکي تیزاب وي. ایپو اوکسایدونه د یو کتیوني میخانیکیت له مخي وړاندي ځي. دپولیمیرایزیشن تعامل د کړۍ خلاصونکي یا بیرته کوونکی تعاملونه دي داسی چي د پروپیلین اوکساید پولیمیرایزیشن ته دکړۍ بیرته کوونکي پولیمیرایزیشن Ring opening polymerization وایی.



دریم فصل ۳.۱ - مصنوعي پولیمیرونه:Syntactic Polymers هغه پولیمیرونه دی چي دساینس پوهانو له خوا دکیمیاوي عملیو (پولیمرایزیشن ) په واسطه ترکیب شویدی. لکه : نایلون - پولی استرونه - پولی ایکریلونیتریل اوداسی نور. چی ځینی مثالونه یی په لاندی شیما کي معرفی کیږي. چی انشآالله په تفصیل سره به بحث ورباندی وشي.


دځینو مصنوعي پولي میرونو دنو مونو لنډیزونه او سمبولونه په لاندي ډول دي:






۲.۳ - جمعی پولي میرونه: که چیری د پولیمیرونو واحدونه (مونومیرونه) یوله بل سره یو ځای شی جمعی پولی میرونه لاس ته راځی. پولیمیرونه هغه مواد(توکی) دی چی د مالیکولونو تر منځ یی دوه ګونی رابطه (اړیکي) وجود لری او د پولیمرایزشن دعملیې په واسطه په یو ګونه (اړیکي) بد لیږی. اوپه لاندی جدول کی جمعی پولی میرونه - مونومیرونه - اود استعمال ځایونه ښوول شویدی. د کارولو(استعمال ځایونه) د مونومیر نوم اوفورمول دپولیمیر فورمول د پولیمیر نوم شماره پایپونه CH2=CH2 Ethylene -(CH2-CH2)n- پولی اتلین ۱ فرشونه٬ پلاستکی ٬ بوتلونه CH2=CH-CH3 Propylene

 -  CH2-CH2-   -
                         n
   CH3

پولی پروپولین ۲ پاییپونه سرامیک٬ فرشونه٬ کالی ، CH2=CHCL Venylchide

 -  CH2-CH    -
       	    
             CL	

پولی وینایل کلوراید ۳ دقالینو داوبدلو دستګاه CH = CH

        CN

Acrylntryl

 -  CH2-CH   -
       	          n
             CN	

پولی اکریل نایتریل (PAN) ۴ نا سوز پوښونه CF2=CF2 -(CF2-CF2)n- پولی تترافلورومیتلین ۵ بطری او دکور وسایل CH2=C(CH3)COOCH3 Methylmethagrilat -(CH2-C(CH3)COOCH3)n پولی میتایل اګریلت ۶ د تودوخی نه تیرونکی وسایل٬ د لوبوسامانونه مصنوعی ربړ٬ CH2=CH-CH=CH3 Butadiene CH2=C(CH3)

                 Styrene

-(CH2-CH-CH-CH2)-

   (- CH2- C(CH3)   n


پولی بیوتادین او پولی استیارین (SBR) ۷


Some Common Addition Polymers Name(s) Formula Monomer Properties Uses Polyethylene low density (LDPE) �(CH2-CH2)n� ethylene CH2=CH2 soft, waxy solid film wrap, plastic bags Polyethylene high density (HDPE) �(CH2-CH2)n� ethylene CH2=CH2 rigid, translucent solid electrical insulation bottles, toys Polypropylene (PP) different grades �[CH2-CH(CH3)]n� propylene CH2=CHCH3 atactic: soft, elastic solid isotactic: hard, strong solid similar to LDPE carpet, upholstery Poly(vinyl chloride) (PVC) �(CH2-CHCl)n� vinyl chloride CH2=CHCl strong rigid solid pipes, siding, flooring Poly(vinylidene chloride) (Saran A) �(CH2-CCl2)n� vinylidene chloride CH2=CCl2 dense, high-melting solid seat covers, films Polystyrene (PS) �[CH2-CH(C6H5)]n� styrene CH2=CHC6H5 hard, rigid, clear solid soluble in organic solvents toys, cabinets packaging (foamed) Polyacrylonitrile (PAN, Orlon, Acrilan) �(CH2-CHCN)n� acrylonitrile CH2=CHCN high-melting solid soluble in organic solvents rugs, blankets clothing Polytetrafluoroethylene (PTFE, Teflon) �(CF2-CF2)n� tetrafluoroethylene CF2=CF2 resistant, smooth solid non-stick surfaces electrical insulation Poly(methyl methacrylate) (PMMA, Lucite, Plexiglas) �[CH2-C(CH3)CO2CH3]n� methyl methacrylate CH2=C(CH3)CO2CH3 hard, transparent solid lighting covers, signs skylights Poly(vinyl acetate) (PVAc) �(CH2-CHOCOCH3)n� vinyl acetate CH2=CHOCOCH3 soft, sticky solid latex paints, adhesives cis-Polyisoprene natural rubber �[CH2-CH=C(CH3)-CH2]n� isoprene CH2=CH-C(CH3)=CH2 soft, sticky solid requires vulcanization for practical use Polychloroprene (cis + trans) (Neoprene) �[CH2-CH=CCl-CH2]n� chloroprene CH2=CH-CCl=CH2 tough, rubbery solid synthetic rubber oil resistant

۳. ۳- پو لي ایتلین : که چیری د ایتلین مالیکولونه د تودوخی په ۲۵۰ سانتی ګرید او په ۱۰۰۰- ۳۰۰۰ داتوموسفیر فشار او دعضوي پر اوکسایدونوپه شتون کی پولي میرایزیشن شی٬ پولی ایتلین لاس ته راځی دهغوی د تعامل میخانیکیت داسی دی چی عضوي پر اوکسایدونو ته تودوخه ورکوي چی ښو ول کیږی بدلون مومي . د بیلګې په توګه : ښو ول کیږي. 2R*پایله کی په دوه راډیکالو نو باندی چی په

)R-C-O-O-C-R) -------------> 2R- C -O *-------------------->2R*

نوموړې راډیکالونه د ایتلین له مالیکولونوسره تعامل کوی په پایله کی په لاندی ډول نوی راډ یکالونه تر لاسه کوی. R*+CH2=CH2--------------------->R-CH2-CH2-CH2* له پورتنیوډولونوسره سم حاصل شوی راډیکالونه په ورستیو پړاونوکی د ایتلین له بل مالیکول سره تعامل کوی.او داعملیه پرله پسی دوام کوي.لکه R-(CH2=CH2)n-CH2=CH2*+R-(CH2=CH2)n- CH2=CH2* ----> R-(CH2-CH2)n-CH2-CH2-CH2-CH2- (CH2-CH2)n-R د اتیلین د مونومیرونود پولیمیر دپولیمرایزیشن معادله په لاندی ډ ول ده . n (CH2=CH2)------------------->(CH2-CH2) په دی فورمول کی د ( n ) قیمت ډیر لوی دی چی تر سلګونو پوری رسیږی پولی اتلین د همولوګ له ډلی څخه دی چه د یو دول مونومیرونو څخه جوړ شوي دی.



د هوموپولیمیرونو ځینې بیلګې په لاند ډول دی دی CH2=C-(CH3)

                    Poly Styrene	- (CF2-CF2) n- Poly tetra fluoride ethylene 

(Teflon)

 -  CH2-CH    -      Polyvinyl chloride 
       CL	        n

۳.۴ - د پولی ایتلین او د نښتو پولی میرونوبیلا بیل شکلونه: په لاندی شکل کی د پولی ایتلین بیلا بیلی بڼی ښودل شویدی چی د هغوی له ډ لې څخه پولي ایتلین د لوړ کثافت لرنکي ښودل شوی دی.

دا پولیمیرونه اوږد ځنخیر او لوړ کثافت لری له د ي کبله HDPE  دی اوپه Height- density poly  ethylene 

یی مالیکولونه یو د بل له پاسه په نښتی ډول شتون لري. دا پولي میر دشید و او جوس د پلاستکی قطیو په جوړولو کی کارول کیږی.ځکه داپولی میر کلک دی Low- Density Poly ethylene د دی ډلی څخه دی.دپولی اتیلین بل ډول Height- density poly ethylene چه لږ کثافت لري او شاخو نه(څانګی) لرونکي ځنځیرونه لري اود پلا ستیکی کڅوړو په جوړولوکی په کار وړل کیږي .



په لاندی شکل کی د پولي ایتلین بیلا بیلی بڼی ښودل شویدی چی د هغوی له ډ لې څخه پولي ایتلین د لوړ کثافت لرنکي ښودل شوی دی.

یو بل ډول پولي ایتلین هم شته د (CPE )Cross- Linked Poly ethylene په نوم یادیږی: دا پولي اتلین داسی جوړیږی چی د دوو څنګ پرڅنګ مالیکیولونو څخه د هایدروجن یو یو اتم جلا کیږی بیا دا دوه مالیکولونه یو له بل سره یو ځای کیږی. او دتړلی پولی میر په نوم یا دیږي. چی ډیر کلک او دلوړ کثافت لرونکي HDPE نو ځکه کلک او غښتلي شیان ور څخه جوړیږي.

۵.۳ - ربړ : دمونومیرونوIsoprene د طبعی مهمو پولیمیرونو څخه یوهم ربړ دی چی د ایزو پرین دمالیکیولونو دراډیکالي تعامل په پایله کی لاس ته راځي . دایزوپرین دوه ډوله پولی میرونه شته چی دهغه د ایزومیرونو پوری نښتي دی. ایزومرونه دی چه د سیس او ترانس څخه عبارت دي ( ( cis and trans او په لاندی ډول په لاس را ځي . CH3 H H CH2 g CH2 = CH-CH = CH2-------> C=C C = C n

             CH3   	CH2	CH2	CH3	CH2
                Cis	                      trans	

(cis and trans ) دپولیمیرایزیشن په عملیه کي خو دواړه ایزومیری سیس اوترانس په مخلوطه بڼه حاصلیږی.طبعي ربړ دسیس ایزومیر پولیمیر دی چی د( هیوا) له ونې څخه لاس ته راځي . طبعي ربړ نښلیدونکی ماده ده چی ارتجاعي وړتیا یی لږ ده دهمدی کبله په فابریکو کي د هغه څخه ډیره ګټه نه ا خستل کیږي.



 ۳.۵ - والکانیزیشن : Vulcanization

کله چی طبعی ربړ ته له سلفر سره تعامل ورکړی شی دهغه کیفیت لوړیږي چی کلک ربړ لاس ته راځی او دوام یی زیاتیږي. دا هغه تعامل دی چی د موادو تر منځ اړیکی زیا توی او د موا دو د نښلید لو ځا نکړ تیا ټیټوی خو غښتلوالی او ټینګوالی زیاتوی دا تعامل د Vulcanization په نوم یادیږی

.

CH3

                                                                                -CH-   C =  CH  - CH2 -      -CH-  C  = CH - CH2

nCH2 = CH - CH = CH2+ S8 --------------------> S S او S

                             CH3                                           - CH - C = CH - CH2- 	       -  CH -C =   CH -CH2

داعملیه په نښلیدو نکی او ما تیدو نکی طبعی ربړ Vulcanization لمړی ځل امریکایی عالم چارلیس ګوادیر په ۱۸۳۹ زیږد یز کال په طبیعی ربړ باندی تر سره کړه او طبعی ربړ ته یی بد لو ن ورکړ. د لاسته راغلی ربړ خواص د هغه سلفرو مقدار پوری اړه لری کوم چی په ایزوپرین کي ورزیاتیږی ، که چیری د ورزیات شوی سلفرو اندازه له ۱٪ څخه تر ۵٪ پوری وی نو لاسته راغلی ربړ نرم وی چی له هغه څخه دستکشو، د ټایرونو د ننه ټوپ او په نورو ځایونو کی په کار راوړل کیږی، که چیری سلفرو اندازه تر ۳۰٪ پوری وی د دی ربړ غښتلتیا ډیره ده او له هغه څخه د موټرو د ټایرونو په جوړولو کی ګټه اخیستل کیږی. په ۱۹۲۰ کال کی المانی عالم کارل زیګلر (Karl ziegler) په لومړی ځل مصنوعي ربړ د پولي میرایزیشن تعامل پر بنسټ د پطرولیم له بیوتاداین څخه په لاس راوړ، لاس ته راغلی ربړ یی په Bu Na وښود، دلته د Bu د بیوتاداین او Na له سودیم څخه نماینده ګی کوی کوم چی په دی تعامل کی د کتلست په توګه کارول شوی دی: CH2=CH-CH=CH2 ---Na-----------> ( -CH2-CH2-CH=CH-CH2 -CH2-CH=CH-CH-)n 1,3-butadiene Poly butadiene



د بیوتاداین د پولي میر په لاس ته راوړلو سره د موټرونو د جوړولو صنعت پرمختګ وکړ چی تایرونه او د موټرو د ننه او باندینیو سامانونو په جوړولو کی له همدی ربړ څخه کار اخیستل کیړی د پولی سیتارین ـ بیوتاداین(Styrene- butadiene) بل مصنوعی ربړ دی چی په (SBR) ښودل شوی دی یو کو پولی میر دی دا ربړ له دوو بیلا بیلو مونومیرونو څخه جوړ شوی دی nCH2=CH+3nCH2=CH-CH=CH2--------> - (CH2-CH=CH-CH2-CH2-CH-CH2-CH2-CH=CH-CH2-CH=CH-CH2)-


نیو پرین دمصنوعی ربړ بل ډول دی چی د طبعی ربړ په ځای ور څخه ګټه اخستل کیږی. دا ربړ د (۲- کلوروبیوتادین) له پو لیمرایزیشن څخه لاس ته راځي . او مونو میر یی ایزوپرین ته ورته دی. په دومره توپیر چی د میتایل د ګروپ په ځای کلورین تعویض شویدی.

CH2= C -CH =CH2 ---------------> CH2= C -CH =CH2 CL CH3 2-Chlorobutadine Isoprene په دی مو نو میرونو کی دکلورین شتون دغوړیو او عضوی محلو لونو په مقابل کی دهغه دغښتلوالی دزیاتیدلو لامل ګرځی او پولی میرایزیشن یی په لاندی ډول دی -n CH2= C - CH = CH2 n CH2= C - CH = CH2 CL CL






۶.۳- پولی ستیارین : که د اایتلین دها یدروجن یو اتم دبنزین په کړۍ با ندی تعویض شي. دستیارین مونومیر لاس ته راځي چي فورمول یی په لاندی ډول دي. چي دستیارین له پو لي میرایزیشن څخه دلاندي معادلی مطابق په لاس راځی. اود کور د اړتیا وړ پلا ستیکی لوښی ورڅخه جوړیږی.

n CH2 = CH - CH2 = CH -n


اویا لکه دلاندي معادلي په شان :

څلورم فصل

۴.۱ - مترا کم شوي پولي میرونه : Condensation Polymers

پو لی میرونه چی په تیرولوستونو کی مطالعه شول د جمعي پولي میرونو له ډولونوڅخه دي. چي په هغوی کی دمونومیرونو ټولی برخی پرته د کمښت شاملی دي .خو په متراکم شویو پولي میرونوکی د مونومیرونو ځینی برخی ونډه نه لری. دا جلا شوی برخی په عمومی توګه اوبه دی. چه د تراکم دعملیی (Condensation)په وا سطه منځ ته راځي . متراکم شوی پولي میر دهغو پو لي میرونو له ډولونو څخه دي چي دترکیبی تعاملونو په وا سطه تشکیلیږي ددی پولي میرونو مونومیرونه دوه وظیفوي ګروپونه لري. چي هر مونومیر د همدغوګروپونو له لاری له دوو نورومونومیرونوسره اړیکي جوړوی. متراکم شوی پولی میرونه دکو پولي میرونوله ډولونو څخه دی ( کو پولی میرونه هغه پولیمیرونه دی چی دبیلا بیلو مونومیرونو څخه جوړ شوي وي). ۴.۲ - پولي ایسترونه Dacron: پو لي ایسترونه لکه داکرون دمتراکم شوو پولیمیرونو له ډولونو څخه دي چی د ایتلین ګلا یکول او فتا لیک

ا سید له تراکم څخه د لاندی معادلی سره سم لاس ته راغلی دي.


+ H2O -C- -O- CH2-CH2-O-C- CHOOH n HO-CH2- CH2-OH + n HOOC- Ethylene glycol Tere phatalic Acid Dacron



Ethylene glycol Tere phatalic Acid Dacron


د ایتلین ګلا یکول دها یدروکسیل ګروپ د ترای فتالیک اسید دکاربوکسیل له ګروپو نو سره تعامل کوی اوږد ځنځیر یی د ایستری رابطو(اړیکو) د در لودلو سره جوړوی پولی اتلین فتالیک اسید په بیلا بیلو برخو کی کارول کیږ ی د ټیرونو ، قلمونو ، فلمونو ، بوتلونو په جوړولو کی په کاروړل کیږي .همدارنګه دهغه کالیو په جوړولوکی استعمالیږی چی اوتو کولو ته ضرورت نه لری . پورتني شکلونه نوموړی پولی ایستري تارونه ښیی. که چیري داسی پولي میرونه دفلم په بڼه جوړ شی د میلر ( ( Mylar په نوم یا دیږي .چي دټیپ ، ویډ یو په جوړولو کي په کاروړل کیږي. ۳.۴ ـ پولي امایدونه : پولي امایدونه دمتراکم شویو پولیمیرونو یو بل ډول دی چي دهغوی په مالیکولو نو کي د امایدي رابطه اړیکه ( ( -NH-CO شتون لري ، نو د دی ډول پولیمیرونو ښه بیلګه د (6,6 Nylon نیلون دی چی د اد یپک اسید او هګزا میتایل دای امین له مونومیرونوڅخه په لاس راځی . د دای ا یپیک اسید د کاربوکسیل ګروپ د هکزان د ای امین د امینو ګروپ سره تعامل کوی داوبومالیکولونه جداکیږي او دنایلون پولي میر لاس ته راځی. nH2N-(CH2-)2-NH2+nHOOC-(CH2)4-CHOOH--------------> NH(CH2)6-NH-CO-(CHH2)4-CO- n+nH2O Nylon 6,6 لاس ته راغلی پولي میر د دوو بیلا بیلو مونومیرونولرونکي دي او هم یو کو پولي میر دی دا چی هر یو مونومیر شپږ شپږ اتومه کاربن لری نو له دی کبله)۶ ,۶( نیلون په نوم یادیږی نوموړی پولیمیر په ۱۹۳۵ - م کال ډاکتر والس کروتر په لاس راوړی چي د نیلون د کالیو په جوړولوکي ورڅخه کار اخستل کیږی. اوکه کلک اومتراکم شی د مرمی ضد واسکټونه ورڅخه جوړیږی.



پنځم فصل ۵.۱ - په ورځنی ژوند کی د مصنوعی پولي میرونو کارونه : مصنوعی پولیمیرونه د نن ورځی اوراتلونکي ژوند ډیر مهم توکی ور څخه جوړیږي چي په اوسنۍ زمانه کي داستعمال ډیر ځایونه لري. او په راتلونکي کي هم د پولي میرونو بیلا بیل ډولونه تر کیب او ورڅخه به ګټه واخستل شي په اوسني زمانه کي مهم پلاستیکونه ترکیب شوي چي سپک ،کلک ، او دبر ښنا تیرونکي دی چي مقاومت یی له هغه فولا دو سره یو شان دی کوم چي ورسره هم اندازه دي. ۲.۵ ـ په طبابت کی د پولي میرونو کارونه: که څه هم پلاستیکونو ځیني ستونزی رامنځ ته کړی خو دا ستونزی دومره زیاتی او دفام وړنه دی .په ننې طبابت کی د انسانانو دبدن ځنې غړې چی له هغوی دبدن اصلی غړې خپلی دندي تر سره کولی نه شي اوله کاره لویدلې له مصنوعې غړو څخه چی دمصنوې پولی میرونو څخه جوړ کار اخلي. په راتلونکی کې کیدای شي چي داسی مصنوعې هډوکې جوړ کړی چی داصلې هډوکو سره اړیکي ور کړي تر څو دهغه د ودي لامل وګرځي کوم چي دهغوی سره اړیکی ورکړیده. همددارنګه زړه ؛ سږې؛ ځګر به هم دمصنوعې پولیمیرنوڅخه جوړ شي. دزړه مصنوعې والونه هم د مصنوعې پولیمرونو څخه جوړیږی. د انسانانو دبدن بیلا بیل غړې لکه پزه؛ غوږونه: پښي اوداسی نور غړې په دی ورستیو وختوکي د مصنوعې پولیمیرونو څخه جوړشویدي. دانسان بدن بیګانه مواد دبدن څخه لری کوي اوحساسیت ور سره ښی دی ستونزی هغه ډاکتران چی غواړی دانسان د بدن ننیو غړو ته دمصنوعې پولي میرونو څخه جوړشویو مواد پیوند ورکړی دلویو ستونزوسره مخامخ کړي دي. هغه مواد دبدن دمصنوعې غړو دجوړولولپاره مناسب دي چي د دې سیستمونو دلیری والی حالت د چمتو والی لامل ونه شي او دهغوسره توافق وکړی، دمصنوعې توکو لرونکي مواد و لویه ستونزه چی دهغه غړو همدا برخه دوینی د پرڼ کیدو لامل ګرځی. او دوینی عادی بهیر ګډوډکوی . د وینی د بهیر چټکتیا په پیوند شوی مصنوعی ډیزاین شوی برخی کی ډیر مهم دی . دوینی دغیر نورمال چټکتیا په دی برخه کی دوینی د پرڼ کیدو لامل کیږی. داصلې غړو دبرخي او د مصنوعې پیوندې برخی ډیره ښکاره ستونزه دمصنوعی پیوند شوی او دطبعي برخی د انساجو تر منځ اړیکو تړل دی هغه توکی یامواد چی دخوړو په توګه بدن ته داخلیږی .


د طبعی انساجو د یوي برخي دهغوی دریشتوی نسجنو د ودی اوغټوالی لامل ګرځی. کوم چی مصنوعی نښلوول شویو غړو ته نږدی وی کلکه او ماتیدونکی وی. چی د درد او طبعی انساجو دشړیدلواو پړسوب لامل ګرځی. هغه مصنوعی پولیمیر چي په طبابت کي ډیر پکار وړل کیږي د سلیکان د ربړ څخه عبارت دی اود(سلیستیکSilastic ) په نوم یادیږی . چي کیمیاوي فورمول یی دادی. n -O -Si -CH3 CH3 هغه غشاوې چي د Poly die methyl silotane څځه جوړیږي دمصنوعې پوستکی په توګه د سوزیدلو د قربانیا نو د درملني لپاره په کارول کیږي.

همدارنګه مصنو عې غاښونه ؛دسترګو لینزونه ؛مصنوعې پښی ؛ لاسونه ؛پزی اوغوږونه هم د مصنوعې پولیمرونو څخه جوړیږي. د وینی مصنوعې رګونه د دګرون یا تیفلا ن) Teflon ( د پولي ایستر څخه جوړیږی . ۳.۵ ـ د کور جوړولو په صنعت د پولیمیرونو کا رول : د ابو پیپونه ؛ د دیوالونو پوښل ؛ دکړکیواو دروازو چوکاټونه ؛ د برق د سامانونو پوښل ؛ د تودوخی او يخنی د نه تیریدونکو دیوالونو پوښل اوجوړول . ۴.۵ ـ د ماشینون په صنعت د پولیمیرونو کا رول : دمصنوعی پولیمیرونو څخه د طیارو یا الوتکي د باډۍ په دننه برخه کی ګټه اخستل کیږی ؛ خو د طیا روپه وزرو کی هم دهغو پولیمیرونو څخه چی ترکیبی او دلږ وزن لرونکی دی د (کمپوزیت) په نوم یادیږی ا ستعمالیږی. په اوسنی پیړی کی دحمل ا ونقل په وسایلو لکه طیاره ؛ بیړی ؛ موټر اود راز راز ماشنونو پرزی د مصنوعی پولی میرونو څخه جوړیږی او د دی امکان هم شته چی په نږدی راتلونکی پیړی کی دموټرونو اسکلیټ هم دکلک پلاستیک چی د کمپوزیت په نوم یادیږی دمصنوعی پولی میرونو څخه جوړشی. هم دارنګه د برښنا دهادی پلاستیکو څخه د ماشینونو سپکی بطرۍ جوړی شی. ددی امکان هم شته چی یو شمیر داسی پولیمیرونه ترکیب شی کوم چه د ډیري حیران تیا وړ وی. د انسانانو دورځنی کار آمد شیان لکه موبایلونه؛ کمپیوترونه ؛ تلویزیونونه ؛ ټیپونه ؛ رادیوګانی ؛ سی ډی ؛ ودیو ګانی ؛ د اوبو‌ذخیری ؛ پیپونه ؛ بوټ ؛ چپلکی اکثرآ د پلاستیک یا مصنوعی پولیمیرونو څخه جوړیږی. دفوتوسنتیز عملی په پایله کی زمونږ داړتیا وړ غذایی مواد او آکسیجن منځ ته راځی چی په دی موادوکی د لمر انرژی ‌‌ذ خیره او له هغی څخه په ورځنیو حیاتی کیمیاوی تعا ملاتو کی ګټه اخستل کیږی. په دی ورستیو پیړیو کې کوښښ شوی چی تر څو داسی پولیمیرونه ډیزاین کړی چی د لمر انرژی په مستقیم ډول په کیمیاوی ګټوره انرژی تبد یل کړ‎ي. دیادولو وړ ده داچی زیاد مصنوعی پولیمیرونه د پطرولیم او طبعی ګاز څخه لاس ته راځی .چی ممکن د ۲۱پیړ‎ۍ تر پایه پوری دهغوی ټولی زیرمی په مصرف ورسیږی . پوهان کوښښ کو ی تر څو دهغه پر ځا ی د نور وشیانوڅخه ګته پورته کړی . د بیلګی په توګه که پلاستیک او پلاستیکي شیان بیرته را ټول شی ؛ پاک ومنځل شی ؛ وچ شی ا و په کارخانو کی نوی پلاستیکی شیان ور څخه جوړشی دیو خوابه دپطرولیم او طبعی ګاز ‌‌ذخیرو ته ضرر نه رسیږی او د بلی خوا به دچاپیریال دسالمتیا لپاره ګټور ثابت شی. هم به یی په راټولو کی؛ منځلو ؛او کارخانو ته رسولو کی دټولنی بیوزلو او بیی روزګا ره خلکوته د کارد پیداکیدلو زمینه برابره شی. او هم به د زړو ا و بیکاره پلاستیکونو چی د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځی د تخریب اوتحلیل لپاره مناسبه طریقه اوهم د نویو پلا ستیکي وسایلو او شیا نو جوړول په آسانه اوآرزانه طریقه سره په خپل هیواد کی

تر ټولو ګټور کاردی.

۵.۵ ـ د مصنوعي پو لي میرونو په واسطه دهستوګني د چابیریال ککړتیا : دا چی پلاستیک اوپلاستیکي شیان اکثرآ دپولي میرونو څخه جوړیږي. چي داستعمال او مصرف څخه ورسته د کثا فاتو په جمله کي دښار والی په کثافات دانیو ی کي اچول کیږي او د ژوند دمحیط او چاپیریال دککړتیا سبب ګرځي او په عمومی ډول په پر مختللوهیوادونوکی ۹۰٪ دجامدو کثافاتو د کوټونو(‌ډیریو) حجم تشکیل کړی چی غټه ستونزه ی یی رامنځ ته کړی ده ځکه داکوټونه په ځمکه کی ښخ شویدی او ډیر ځای یی نیولی چی په ځمکه کی د ځای د کموالی سبب ګر ځید لی دی . داچی پلاستیکونه له کلکو موادویا توکو څخه جوړشویدی چی په ډیره موده کی نه تخریبیږی که چیری لري واچول شی له منځه نه ځی. پا رکونه ؛ دپلیوخلکو لاری ؛ لویی لاری ؛ سیندونه او حتی سمندرونه هم تړی .چی په سمندرونوکی سمندری ژویو ته حیاتی ستونزی رامنځ ته کوی .


په عمومی ډول پلا ستیکونه په دوه ډوله دی چی دیو ډول بکتریا په واسطه تخریبیږی

او د(Biodegradable) په نوم یادیږی.

دوهم ډول پلاستیک د بکتریا په واسطه نه تخریبیږی او د( Non biodegradable )په نوم یادیږی. دی ډول پلاستیکو نو لکه: ( پولي اتیلین ؛ پولي اکریلیت؛ پولي ستارین ؛ او تفلان او پولي بیو تادین ) د اوسیدلو په چاپیریال ډیر ستونزي را منځ ته کړي. د دی ستونزي د حل لپاره باید د سره د دهم ځل لپاره دوران ور کړل شی . د بیلګی په توګه : که پلاستیک او پلاستیکی شیان بیرته را ټول شی ؛ پاک ومنځل شی ؛ وچ شی او په کارخانو کی نوی پلاستیکی شیان ور څخه جوړشی دیو خوابه د پطرولیم او طبعی ګاز ‌‌ذخیرو ته تاوان نه رسیږی

او د بلی خوا دچاپیریال دسالمتیا لپاره ګټور ثابت شی. هم به یی په راټولو کی؛ منځلو ؛او کارخانوته رسولو ته دټولنی بیوزلو او بیی روزګا ره خلکوته د کار زمینه برابره شی.

او هم به د زړو او بیکاره پلاستیکونو چی د چاپیریال دککړتیا سبب ګرځی د تخریب اوحل کیدلو لپاره مناسبه طریقه ده او د نویو پلا ستیکی وسایلو او شیا نو جوړول په آسانه اوآرزانه طریقه سره په خپل هیواد کی تر ټولولوی او ګټور کاردی. اوکه وسوزل شی نو( CO2,CO, SO2,HCL)د کاربن دای اوکساید ګاز؛ کاربن مونو اکساید ؛ سلفر دای اکساید او کلوریک اسید زهرجن مواد په چا پیریال کی خپروی چی دهوا د ککړتیا لامل ګرځی . د دی آزاد شو ګازونو څخه کله کله دباران دڅا څکو سره یو څای او مخلوط کیږی او دتیزابی بارانونودا وریدلو لامل ګرځی دلاندی تعاملاتو مطابق . SO2+ H2O ------------->H2SO3

CO2+H2O--------------> H2CO3

SO3+H2O------------->H2SO4 N2O5+H2O---------> 2HNO3 دا تیزابی بارانونه اوبوته داخلیږی د سیندونو او سمندرونو دحیواناتو اونباتاتو د منځه تللو باعث ګرځی . نو ځکه په پرمخ تللو هیوادونوکی تیزابی اوبه د آهکو دپوډ ر د شند لو په واسط خنثی کوی . تر څو د سمندری حیواناتو اونباتا تو ژوند تیزابی محیط د تهدید څخه بچ او د ژوند مناسب محیط برابر کړی. همدارنګه تیزابی بارانونه په کرنیزه ځمکه هم تاثیر کوی چی تیزابی مالګی جوړوی په اوبو کی حل کیږی چی د ځمکنیو نباتاتو په واسطه جذ ب اود نباتاتو اوحیواناتو په ژوند ناوړه اغیزه کوی او ژوند یی دجدی ستو نزو سره مخامخ کوی. چی د لاندی شکل سره ښول شوی دی.

دا ګازونه عبارت دی له SO2,NO2, نایتروجن اوکساید ؛ سلفر دای اوکساید چی مځکی د راښکته کیږی ځکه وزن یی زیات دی او اکثرآ دهغه فابرکو څخه چی لوړ لوړ د لوګی نلونه لری هواته آزادیږي اوهمدارنګه د اوزن د طبقی دتخریب باعث هم کیداشی او ماورای بنفش وړانګو ځمکی ته د را تیرید لو لامل هم و ګرځي . اود ځمکی دمخ د ژوندیو موجودات ژوند د سخت ګواښ سره مخامخ کړی.

په لاندی شکل کی د پلاستیکونو یو ډیران لیدل کیږی چی حجم خورازیاد اود چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځی





په لاندی شکل کی د پلاستیکونو یو ډیران لیدل کیږی چی دسمندري ژویو ژوند یی د ستونزو سره مخامخ کړی.



۶.۵ ـ د ژوندانه د چاپیریا ل د ککړ تیا مخنیوی: د ربړ او پلاستیکی موادو دسوزلو په ځای د تو دوخی د انرژی د حصول په خاطر دغیر مضرومودو څخه استفاده وکړی.

دبیلګی په توګه :

که د لرګیو ؛ د اوبو کوچنیو توربینو نو دبرق ؛ دلمر دانرژی څخه استفاده وکړی، اوهمدا رنګه که پلاستیک او پلاستیکی شیان بیرته را ټول شی ؛ پاک ومنځل شی ؛ وچ شی او په کارخانو کی ور څخه نوی پلاستیکی شیان ور څخه جوړشی دیو خوابه دپطرولیم او طبعی ګاز ‌‌ذخیرو ته او د بلی خوا دچاپیریال دسالمتیا لپاره ګټور ثابت شی. هم به یی په راټولو کی؛ منځلو ؛او کارخانوته رسولو ته دټولنی بیوزلو او بیی روزګا ره خلکوته د کار زمینه برابره شی.








اخستلیکونه 1- K. Peter, C.Vollhardt, Organic Chemistry, Fourth Edition ,2003, US 2- Ovorak, Schmutu.a. von der Chemier 2, 1996 by E.DORNER GmbH, 1010 wien, Austria. 3- Pribas, Hagenauer, Markl, Zadrazil Chemie,aktuell , 1. Auflage, 2006, Austria. 4- Dr. Franz Neufingerl, Otto Urban, Dr. Martina viehhauser, Chemie 2 5- Franz Neufingerl, Chemie istuberall 4, 2006 westermann wien,im Verlag E. DORNER GmbH, Austria. 6- ZANBAK YAYINLARI, Hydrocarbons, 2006, Chemistry series. 7- ZANBAK YAYINLARI, Oxygen and Nitrogen Containing, organic Compounds,2005 , chemistry series. 8- KOYZ and TREICHEL, Chemistry and Chemical Reactivity, fourth Edition, 1999, USA. 9- Williams S.Seese, G. William Daub, Basic Chemistry, Fifth Edition, 1988, USA. 10- HOLT, RINEHART and WINSTON, MODERN Chmistry, 2002, USA. 11- Raymond Chang, General Chemistry, Third Edition, 2003, USA. 12- David E. Goldberg, Fundamentals of Chemistry, Ghird Edition, 2001, USA. 13- Steven S. Zumdahl, Chemistry, Third Edition, 1993, USA.

۱۴- وزارت آموزش و پرورش،عابد بنب منصور ،ودیګران آزمایشګاه و شیمی (۲)دوم. دبيرستان، ١٣٨٥ تهران

کيميای عمومی. مولف: پوهندوی ديپلوم انجنير عبدالمحمد عزيز، کابل ۱۵ - د کا بل پوهنتون. ۱۶- د ننګرهار پوهنتون دښووني اوروزنې پوهنځي دکیمیا د څانګي د پولیمیرونو لکچر نوټ


مصنوعی پولي میرونه