مصطفی کمال اتاتورک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مصطفی کمال اتاترک

مصطفی کمال اتاترک (په تورکي ژبه Mustafa Kemal Atatürk) (له ۱۸۸۱ز- ۱۹۳۸ز کال د نومبر تر ۱۰مې) د ډګر مارشال، انقلابي سیاستوال، لیکوال او د ترکیې د بنسټ اېښودلو پلار په نامه یادېږي. هغه د لومړي ولسشمر په توګه له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۳۸ز کال پورې، یعنې تر مړینې یې هېواد ته خدمت وکړ. هغه لوی پرمختللي اصلاحات رامنځته کړل، چې ترکیه یې پر عصري سیکولر او صنعتي هېواد بدله کړه. له ایډیالوژیکي پلوه یو سکولریست او نشنلست و، چې تګلارې او ټولنیزې- سیاسي نظریې د کمالیزم په نامه پېژندل کېږي. اتاترک د خپلو پوځي او سیاسي لاسته راوړنو له امله د ۲۰مې پېړۍ یو له مهمو سیاسي مشرانو نه شمېرل کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

اتاترک د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د ګالیپولي په جګړه کې (۱۹۱۵ز کال ) د عثماني ترکیې د بریا په ترلاسه کولو کې د خپلې ونډې له امله شهرت ترلاسه کړ. اتاترک د عثماني سترواکۍ له ماتې او انحلال وروسته، د ترکیې د ملي خوځښت مشر شو، چې د سوبمنو متحدو قدرتونو ترمنځ یې د ترکیې د اصلي ځمکې د وېش پر وړاندې مقاومت وکړ. د اوسنۍ ترکیې په پلازمېنې انقره (چې په انګلیسي کې یې انګورا بلله) کې یې لنډمهالی حکومت جوړ کړ. هغه د متحدینو له خوا لېږل شوو ځواکونو ته ماتې ورکړه او د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې یې سوبه خپله کړه. هغه وروسته د عثماني سترواکۍ د لغوه کولو لپاره اقدام وکړ او پر ځای یې د ترکیې د جمهوریت بنسټ کېښود.[۸]

اتاترک د ترکیې د نوي جمهوریت د ولسمشر په توګه د یوه عصري، پرمختللي او سیکولر دولت بنسټ کېښود او د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اصلاحاتو لپاره یې کره کړنلاره پیل کړه. لومړۍ زده کړې یې وړیا او اجباري کړې، په ټول هېواد کې یې زرګونه نوي ښوونځي پرانیستل. هغه د پخوانۍ عثماني ترکي الفبا پرځای د لاتین پر بنسټ ترکي الفبا دود کړه. د اتاترک د ولسمشرۍ پر مهال د ترکیې ښځو برابر مدني او سیاسي حقونه ترلاسه کړل. په ځانګړې توګه ښځو ته په سیمه ییزو ټاکنو کې د رایې ورکولو حق ورکړل شو. د ۱۹۳۰ز کال د اپرېل په ۳مه او څو کاله وروسته په ۱۹۳۴ز کال کې یې په بشپړ ډول د نړیوالې رایې ورکوونې حق ترلاسه کړ.[۹][۱۰]

د هغه حکومت د ترک جوړوونې تګلاره رامنځته کړه، چې یو متحد ملت جوړ کړي. د اتاترک په واکمنۍ کې په نا ترکي لږه کیو فشار راوړل شو، ترڅو په عامه توګه په ترکي ژبه خبرې وکړي. نا ترکي نومونه او د لږه کیو قومي نومونه باید ترکي ژبې ته وژباړل شي. د ترکیې پارلمان په ۱۹۳۴ز کال کې هغه ته د اتاترک لقب ورکړ، چې معنا یې د «ترکانو پلار» ده، دا په دې خاطر چې د ترکیې د عصري جمهوریت په جوړولو کې یې مهمه ونډه لرله. اتاترک د ۱۹۳۸ز کال د نومبر په ۱۰مه د ۵۷ کلونو په عمر د استانبول په دولماباغچه ماڼۍ کې مړ شو او د جنازې دولتي مراسم یې ترسره شول. په انقره کې یې نامتو مقبره په ۱۹۵۳ز کال کې جوړه او پرانیستل شوه. مقبره یې د هغه د مشهور عبارت (په هېواد کې سوله، په نړۍ کې سوله) په نامه په یوه پارک کې جوړه شوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۹۸۱ز کال د اتاترک د زېږېدو د سلمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو او یونسکو له خوا د هغه یاد ته درناوی وشو او دغه کال یې د اتاترک کال په نامه یاد کړ. دوی د اتاترک د سلمې کلیزې په مناسبت یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې هغه یې «د استعمار او امپرالیزم پر وړاندې د لومړۍ مبارزې د مشر» په توګه معرفي کړ او د وګړو ترمنځ د تفاهم او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د احساس هڅووونکی و او بله دا چې ،هغه په خپل ژوند کې د وګړو ترمنځ له توپیر پرته د همغږۍ او همکارۍ لپاره کاړ کړی دی. [۲۰][۲۱]

مصطفی کمال اتاترک

د ژوند په لومړیو کې[سمول]

کمال اتاترک د ۱۸۸۱ز کال په لومړیو میاشتو کې د علي رضا اوغلو مصطفی په نامه، چې معنا یې «مصطفی د علي رضا زوی» دی، د احمد سوباشي په ګاونډ کې د اسلاحان پر سړک (اوسنی اپوسټلو پاولو سړک) په یوه کور کې چې اوس د موزیم په توګه دی، زېږېدلی دی. د هغه پلار علي رضا افندي ملیشه یي سرتېری و چې په اصل کې د کودزدازیک و او د یوه منشي او د لرګیو د سوداګر په توګه یې کار کاوه. د مصطفی له خویندو نه یوه یې مکبول (اتدان) له ماشومتوبه ژوندۍ پاتې شوه او په ۱۹۵۶ز کال کې مړه شوه. د انډریو منګو په وینا: د هغه کورنۍ ترکي ژبې مسلمانه کورنۍ وه او له منځنۍ طبقې نه وه. زیاتره لیکوالان فکر کوي، چې پلار یې علي رضا اصلا البانیایي دی. په هر حال د فالح رفکي اتای، وامیک ډي ولکان، نورمن اتزکویتز، موجګان کنبر، نعمان کارتال او حسن ایزتین په وینا: د علي رضا نیکونه ترکان وو او د اناتولیا د ایډین ولایت له سوکه نه راوتلي وو. داسې هم ګڼل کېږي، چې مور یې زبیدي ترکي توکمه وه او د سویکت سوریا ایدمیر په وینا: هغه په اصل کې یوروکانستري وه. د نورو سرچینو له مخې، هغه یهودۍ (Scholem, 2007) یا بلغاریایۍ (Tončeva, 2009) وه. په عثماني دوره کې د سلونیکا لویې یهودۍ ټولنۍ ته په پاملرنې، زیاتره اسلامپاله مخالفین، چې د اتاترک له اصلاحاتو ناخوښ وو، نو ادعا یې وکړه، چې اتاترک له دونمه پلرونو نه دی او دا هغه یهودان دي، چې په ښکاره یې اسلام قبول کړی، خو په پټه یې پر یهودیت باور ساتلی دی. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په لومړیو کې یې د مور له خوا وهڅول شو، چې دیني ښوونځي ته لاړ شي، دا هغه څه و، چې دی ورسره مخالف و او د لنډې مودې لپاره په کې پاتې شو. وروسته هغه د پلار له خوا شمسي افندي ښوونځي (خصوصي ښوونځی او نصاب یې تر ډېره سیکولر و) ته واستول شو. کله چې هغه اووه کلن شو، پلار یې مړ شو، نو مور یې ترې وغوښتل چې اتاترک یو سوداګر شي، خو هغه پرته له دې چې له مور سره مشوره وکړي، په ۱۸۹۳ز کال کې یې د سلونیکا پوځي ښوونځي ته ازموینه ورکړه. هغه په ۱۸۹۶ز کال کې په موناسټر پوځي عالي ښوونځي (د شمالي مقدونیې په اوسني بیتولا) کې شامل شو. د ۱۸۹۹ز کال د مارچ په ۱۴مه د عثماني پلارمېنې قسطنطنیه (اوسنی استانبول) د شیشلي سیمې د پنګلتي په ګاونډ کې په عثماني پوځي اکاډمۍ کې شامل شو. په ۱۹۰۲ز کال کې فارغ شو او وروسته د ۱۹۰۵ز کال د جنورۍ په ۱۱مه په قسطنطنیه کې له عثماني پوځي کالج نه فارغ شو.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

ولسمشري[سمول]

د ترکیې د جمهوریت په رامنځته کېدو سره د هېواد د عصري کولو هڅې پیل شوې. نوي حکومت د لوېدیځو هېوادونو، لکه: فرانسې، سویډن، ایټالیا او سویزرلنډ بنسټونه او اساسي قانونونه وڅېړل او د ترکي ملت له اړتیاوو او ځانګړتیاوو سره یې سمون ورکړ. د اتاترک د ارادې په اړه د وګړو ناپوهۍ ته په پام کولو سره، خلکو په خوښۍ وویل: «موږ د لومړیو خلیفه ګانو دوران ته ورګرځو» اتاترک؛ فیوزي چاکماک، کاظم اوزالپ او عصمت انونو په سیاسي موقفونو کې وګومارل. هغه د یو اغېزمن پوځي مشر په توګه راڅرګند شو او تر ۱۹۳۸ز کال، یعنې تر مړینې پورې یې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اصلاحات رامنځته کړل. په دې توګه یې د ترکیې ټولنه د یوې لویې سترواکۍ د یوې مسلمانې برخې په توګه پر عصري ډیموکراټیک او سیکولر ملت بدله کړه. دغه کار پر انساني پانګې اغېز درلود، ځکه له هغه مهال وروسته، هغه څه چې په ښوونځیو کې مهم وو، هغه علم او زده کړه وه. اسلام په جوماتونو او مذهبي ځایونو پورې اړوند شو.[۴۵][۴۶]

ناروغي او مړینه[سمول]

اتاترک په خپل ژوند کې د شرابو د منځنۍ کچې څښوونکی و، چې په ورځ کې به یې نیم لیتر راکي څښل. هغه تنباکو هم څکول. د ۱۹۳۷ز کال په لړ کې د هغه د روغتیا د خرابولي څه نښې نښانې څرګندې شوې. په ۱۹۳۸ز کال کې، یالووا ته د سفر پر مهال پر یوې جدي ناروغۍ اخته شو. هغه د درملنې لپاره استانبول ته لاړ او کله یې چې تشخیص وکړ، نو معلومه شوه، چې د سیروسیس پر ناروغۍ اخته شوی دی. په استانبول کې یې کوښښ وکړ، چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي، خو خپلې ناروغۍ ته تسلیم شو او د ۱۹۳۸ز کال د نومبر په ۱۰مه د ۵۷ کلونو په عمر په دولما باغچه کې مړ شو. هغه د ترکیې لومړی ولسمشر و، چې د دندې پر مهال مړ شو. د خوب په کوټه کې یې خپل ساعت 9:05 بجو ته برابر کړی و، نو دا هغه شېبه وه، چې ده په کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

سياست[سمول]

کمال اتاترک يا د شلمې پیړۍ تر ټولو مهم سیاستمدار[۵۱]. د هغه سره هيچا هم سیالي نشوه کولای، په افریکه او عربو کښي هیڅ څوک ددي ځاي ته ته نه رسي. او نه ورسره په اسيا کښي څوک سیالي کولا شي. که چیري ګاندهي ورسره څوک یاد کړي نو دا به لږ ډیر ایتباري ساری وي. کمال اتاترک په ۱۹۳۸ کښی مړ شو. نو په نړۍ کښي د کمال اتاترک ساری ناشونی غوندي ښکاریږي. که چیری هغۀ نه وای نو نن به دا ډول هيڅ ترکیه نه واي. او که وای هم نو په خپل اوسني حال کښي نه واي، بلکې د پریکولو په لوز نامه به ټوټې ټوټې شوې وه، دا لوز نامه په ۱۰/۰۸/۱۹۲۰باندي ټاکلي شوي وه. تاریخ ګواه دی چې دا د انقلاب پیلنی ګام ؤ. دا هم د دوي کمال ؤ چې ترکيه يې اوسماني ټؤلواکۍ د زړې ورستې اډاڼې د تباهۍ نه بچ کړه او یوداسي نوې اډاڼه يې رامخکي کړه چي ترکیه یې د دنیا له رسیدليؤ هیوادونو سره ودروله.

سرچينې[سمول]

  1. ID card from 1934
  2. ID card from 1935
  3. Cuthell Jr., David Cameron (2009). Encyclopedia of the Ottoman Empire. New York: Facts On File. 56–60. ISBN 978-0-8160-6259-1. 
  4. "Atatürk, Kemal", World Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي), Philip's, 2014, doi:10.1093/acref/9780199546091.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199546091, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Books, Market House Books Market House (2003), Books, Market House (المحرر), "Atatürk, Kemal", Who's Who in the Twentieth Century (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780192800916.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780192800916, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Harold Courtenay Armstrong Gray Wolf, Mustafa Kemal: An Intimate Study of a Dictator. page 225
  7. EINSTEIN AND ATATURK (Part 1), National Geographic Society Newsroom
  8. Zürcher, Turkey: a modern history, 142
  9. Mastering Modern World History by Norman Lowe, second edition
  10. Türkiye'nin 75 yılı, Tempo Yayıncılık, İstanbul, 1998, pp. 48, 59, 250
  11. Sofos, Umut Özkırımlı & Spyros A. (2008). Tormented by history: nationalism in Greece and Turkey. New York: Columbia University Press. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780231700528. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Toktaş, Şule (2005). "Citizenship and Minorities: A Historical Overview of Turkey's Jewish Minority". Journal of Historical Sociology 18 (4): 394–429. doi:10.1111/j.1467-6443.2005.00262.x. https://www.academia.edu/761586. Retrieved 7 January 2013. 
  13. Jongerden, Joost; Verheij, Jelle, المحررون (3 August 2012). Social relations in Ottoman Diyarbekir, 1870–1915. Leiden: Brill. د کتاب پاڼې 300. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-22518-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kieser, Hans-Lukas, المحرر (2006). Turkey beyond nationalism: towards post-nationalist identities (الطبعة [Online-Ausg.]). London: Tauris. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845111410. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Öktem, Kerem (2008). "The Nation's Imprint: Demographic Engineering and the Change of Toponymes in Republican Turkey". European Journal of Turkish Studies (7). doi:10.4000/ejts.2243. http://ejts.revues.org/index2243.html. Retrieved 18 January 2013. 
  16. Aslan, Senem (29 December 2009). "Incoherent State: The Controversy over Kurdish Naming in Turkey". European Journal of Turkish Studies. Social Sciences on Contemporary Turkey (10). doi:10.4000/ejts.4142. http://ejts.revues.org/index4142.html. Retrieved 16 January 2013. "the Surname Law was meant to foster a sense of Turkishness within society and prohibited surnames that were related to foreign ethnicities and nations". 
  17. "Mustafa Kemal Atatürk'ün Nüfus Hüviyet Cüzdanı. (24.11.1934)". www.isteataturk.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Turkey commemorates Atatürk on 78th anniversary of his passing". Hürriyet Daily News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Jayapalan, N. (April 1999). Modern Asia Since 1900 (په انګلیسي ژبه کي). Atlantic Publishers & Dist. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788171567515. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "ATATURK: Creator of Modern Turkey". www.columbia.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Landau, Jacob M. (1984). Atatürk and the Modernization of Turkey (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004070707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Méropi Anastassiadou; Méropi Anastassiadou-Dumont (1997). Salonique, 1830–1912: une ville ottomane à l'âge des Réformes. BRILL. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-10798-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Cemal Çelebi Granda (2007). Cemal Granda anlatıyor. Pal Medya ve Organizasyon. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9944-203-01-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Page needed
  24. Andrew Mango Atatürk: The Biography of the Founder of Modern Turkey, Overlook Press, 2002, کينډۍ:ISBN, p. 25-27, p.27ff. – "Feyzullah's family is said to have come from the country near Vodina (now Edhessa in western Greek Macedonia). The surname Sofuzade, meaning 'son of a pious man', suggests that the ancestors of Zübeyde and Ali Rıza had a similar background. Cemil Bozok, son of Salih Bozok, who was a distant cousin of Atatürk and, later, his ADC, claims to have been related to both Ali Rıza's and Zübeyde's families. This would mean that the families of Atatürk's parents were interrelated. Cemil Bozok also notes that his paternal grandfather, Safer Efendi, was of Albanian origin. This may have a bearing on the vexed question of Atatürk's ethnic origin. Atatürk's parents and relatives all used Turkish as their mother tongue. This suggests that some at least of their ancestors had originally come from Turkey, since local Muslims of Albanian and Slav origin who had no ethnic connection with Turkey spoke Albanian, Serbo-Croat or Bulgarian, at least so long as they remained in their native land. But in looks Atatürk resembled local Albanians and Slavs.[...] But there is no evidence that either Ali Riza or Zübeyde was descended from such Turkish nomads." page 28; "It is much more likely that Atatürk inherited his looks from his Balkan ancestors.[...] But Albanians and Slavs are likely to have figured among his ancestors."
  25. Mango, Andrew, Atatürk: the biography of the founder of modern Turkey, (Overlook TP, 2002), p. 27.
  26. Jackh, Ernest, The Rising Crescent, (Goemaere Press, 2007), p. 31, Turkish mother and Albanian father
  27. Isaac Frederick Marcosson, Turbulent Years, Ayer Publishing, 1969, p. 144.
  28. Falih Rıfkı Atay, Çankaya: Atatürk'ün doğumundan ölümüne kadar, İstanbul: Betaş, 1984, p. 17. کينډۍ:In lang
  29. Vamık D. Volkan & Norman Itzkowitz, Ölümsüz Atatürk (Immortal Atatürk), Bağlam Yayınları, 1998, کينډۍ:ISBN, p. 37, dipnote no. 6 (Atay, 1980, s. 17)
  30. Cunbur, Müjgân. Türk dünyası edebiyatçıları ansiklopedisi, 2. cilt (2004), Atatürk Kültür Merkezi Başkanlığı: "Babası Ali Rıza Efendi (doğ. 1839), annesi Zübeyde Hanımdır, baba dedesi Hafız Ahmet Efendi, 14–15. yy.da Anadolu'dan göç ederek Makedonya'ya yerleşen Kocacık Yörüklerindendir."
  31. Kartal, Numan. Atatürk ve Kocacık Türkleri (2002), T.C. Kültür Bakanlığı: "Aile Selânik'e Manastır ilinin Debrei Bâlâ sancağına bağlı Kocacık bucağından gelmişti. Ali Rıza Efendi'nin doğum yeri olan Kocacık bucağı halkı da Anadolu'dan gitme ve tamamıyla Türk, Müslüman Oğuzların Türkmen boylarındandırlar."
  32. Dinamo, Hasan İzzettin. Kutsal İsyan: Millî Kurtuluş Savaşı'nın Gerçek Hikâyesi, 2. cilt (1986), Tekin Yayınevi.
  33. "Mustafa Kemal Ataturk – memorial museum in village Kodzadzik (Коџаџик) in Municipality Centar Zupa (Центар Жупа)". Macedonia Travel Blog. 24 May 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Şevket Süreyya Aydemir, Tek Adam: Mustafa Kemal, Birinci Cilt (1st vol.): 1881–1919, 14th ed., Remzi Kitabevi, 1997, کينډۍ:ISBN, p. 31. کينډۍ:In lang
  35. Anna Zadrożna (2017): Reconstructing the past in a post-Ottoman village: Turkishness in a transnational context, Nationalities Papers, p. 9. DOI: 10.1080/00905992.2017.1287690
  36. Gershom Scholem, "Doenmeh", Encyclopaedia Judaica, 2nd ed.; Volume 5: Coh-Doz, Macmillan Reference USA, Thomson Gale, 2007, کينډۍ:ISBN, p. 732.
  37. Afet İnan, Atatürk hakkında hâtıralar ve belgeler, Türk Tarih Kurumu Basımevi, 1959, p. 8.
  38. "Mustafa Kemal Atatürk". Turkish Embassy website. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Ali Fuat Cebesoy, Sınıf arkadaşım Atatürk: okul ve genç subaylık hâtıraları, İnkılâp ve Aka Kitabevleri, 1967, p. 6. Benim adım Mustafa. Senin adın da Musfata. Arada bir fark olmalı, ne dersin, senin adının sonuna bir de Kemal koyalım.
  40. Rustow, Dankwart A. (1968). "Atatürk as Founder of a State". Daedalus 97 (3): 793–828. ISSN 0011-5266. https://www.jstor.org/stable/20023842. 
  41. Mango, Atatürk, p. 37.
  42. Bernd Rill: Kemal Atatürk. Rowohlt, Reinbek 1985
  43. T. C. Genelkurmay Harp Tarihi Başkanlığı Yayınları, Türk İstiklâl Harbine Katılan Tümen ve Daha Üst Kademelerdeki Komutanların Biyografileri, Ankara: Genkurmay Başkanlığı Basımevi, 1972, p. 1. کينډۍ:In lang
  44. Falih Rıfkı Atay, Çankaya: Atatürk'ün doğumundan ölümüne kadar, İstanbul: Betaş, 1984, p. 29. کينډۍ:In lang
  45. Mango, Atatürk, 394
  46. Baten, Jörg (2016). A History of the Global Economy. From 1500 to the Present. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 226. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107507180. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Aydıntaşbaş, Aslı (7 December 2008). "Why I Love Turkey's Smoking, Drinking Founding Father." Forbes. Retrieved 25 April 2020.
  48. Kenyon, Peter (7 June 2013). "Not Everyone Cheers Turkey's Move To Tighten Alcohol Rules." NPR. Retrieved 26 April 2020.
  49. Macfie, Alexander Lyon (2014). Ataturk. Routledge. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317897354. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Atatürk'ün Hayatı (Atatürk's Life). Ministry of Culture and Tourism (Turkey) کينډۍ:In lang.
  51. "کمال اتاترک په یو نظر کښي". افغان جرګه.کام. ٢٧ اکتوبر ٢٠١٣. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]