مصطفي نعیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مصطفي ماسي نعیم (په اوکرایني: Мустафа Найєм) افغاني الاصله اوکرایني خبریال، د پارلمان غړی، د کیف د اقتصادي کالج ښوونکی او مخکښ شخصیت دی چې د اروپا د میدان (یورو میدان) په نامه اعتراضاتو په پیلېدو کې یې مهمه ونډه لرله. نعیم د ۲۰۲۳ زکال له جنوري میاشتې راهیسې د بیارغونې او د زیربنایي چارو د پراختیایي دولتي ادارې د مشر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړي له دې وړاندې د ۲۰۲۱ زکال په اګست میاشت کې د زیربنایي چارو د وزارت د مرستیال په توګه ګمارل شوی و. [۱][۲][۳][۴]

نعیم له دولتي چارو وړاندې په کومرسانټ اوکراین ورځپاڼه، ټي وي آی تلویزیوني شبکه او همدارنکه په اوکراینسکا پرواډا انلاین ورځپاڼه کې د خبریال په توګه کار کړی. له دې سربېره نوموړی د اوکرایني خبریالانو د سانسور ضد خوځښت (په اوکرایني: Стоп цензурі!؛ Stop tsenzuri!) او هرومادسکي تلویزیوني شبکې په جوړولو کې ونډه لرلې. د اوکراین په پارلماني ټاکنو نوموړي د پټروپرشنکو له ډلې څخه د اوکراین پارلمان ته لار ومونده. خو د ۲۰۱۹ زکال په پارلماني ټاکنو کې یې ځان نوماند نه کړ. [۵][۶][۷]

شخصي ژوند او زده کړې[سمول]

نعیم په ۱۹۸۱ زکال کې په کابل ښار کې وزېږېد او د تاج بیک ماڼۍ ته څېرمه د اشرافیانو په سیمه کې را لوی شو. د هغه مور په ۱۹۸۴ زکال کې د ده د کوچني ورور ماسي نعیم له زوکړې لس ورځې وروسته مړه شوه. هغه ویلي چې په خټه پښتون دی، د زوکړې پر مهال مسلمان زېږېدلی او مورنۍ ژبه یې دري ده. د هغه پلار محمد نعیم په ۱۹۷۹ زکال کې په افغانستان باندې د شوروي له برید وړاندې د ښوونې او روزنې وزیر و او د ښوونیزو تاسیساتو د جوړولو مسئولیت یې پر غاړه درلود. وروسته له هغه چې شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ، پلار یې د شوروي ته په اړوند دولت کې له کار کولو لاس واخیست او استعفا یې وکړه. نوموړي په ۱۹۸۷ زکال کې د جګړې له امله افغانستان پرېښود او مسکو ته د زده کړو په موخه ولاړ؛ هلته یې د والنټینا کولچکو په نامه اوکرایني نجلۍ سره ولیدل او د ۱۹۸۹ زکال په لومړیو کې یې له هغې سره واده وکړ. مصطفي نعیم د ۱۹۸۹ زکال په اګست میاشت کې له خپل پلار سره مسکو ته ولاړ او د نکیموسکي پروسپکټ د مټرو تم ځای ته څېرمه یې ژوند وکړ؛ په ۱۹۹۰ زکال کې کیف ته ولاړ او د لوکاشینکو مارکېټ ته څېرمه په ۶۱ نمبر ښوونځي کې شامل شو؛ په دې سره نوموړي په روسي او اوکرایني ژبو بشپړ واک وموند. [۸][۹][۱۰][۱۱]

نعیم په ۱۹۹۸ زکال کې د کیف له تخنیکي لیسې او په ۲۰۰۴ زکال کې د کیف د پل تخنیک پوهنتون د هوا فضا له پوهنځي څخه فارغ شو. نوموړی په اوکرایني، پښتو، روسي او انګریزي ژبو روانې خبرې کولی شی. [۱۲]

هغه او د هغه مېرمن آناستازیا ایوانووا چې د لویو ښار اصلي استوګنه او د کومرسانټ ورځپاڼې انځور اخیستونکې وه؛ د مارک – میخي (زوکړه: د ۲۰۰۸ زکال د جنوري ۱۳مه) په نامه یو زوی لري، چې زوی او مور دواړه یهودان دي.[۱۳][۱۴]

ورور یې ماسي نعیم وکیل دی او د ۲۰۱۶ زکال په اپرېل میاشت کې د دونباس – آودیئیفکا صنعتي زون ته ولېږل شو چې د روسیې او اوکراین د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې موقعیت درلود. په ۲۰۲۲ زکال کې نوموړی په اوکراین باندې د روسیې د بشبړ برید پر مهال د جګړې لیکو ته راستون شو. د ۲۰۲۲ زکال د جون په ۵مه د هغه ورور مصطفی نعیم راپور ورکړ چې ورور یې شدید ټپي شوی. ماسي نعیم له ټپونو ژوندی پاتې شو خو یوه سترګه یې له لاسه ورکړه. [۱۵][۱۶][۱۷]

حرفوي ژوند[سمول]

خبریالي[سمول]

نعیم له ۲۰۰۵ زکال څخه تر ۲۰۰۷ زکال پورې د کومرسانټ – اوکرایني ورځپاڼې خبریال و؛ له دې وروسته نوموړي تر ۲۰۱۱ زکال پورې د اوکراین په تلویزیون کې د شسټر لایو سیاسي خپرونه مخته وړله. په ۲۰۰۹ زکال کې وروسته له هغه نعیم په سیمه ییزه کچه شهرت وموند چې د ولسمشرۍ لپاره یې له نوماند ویکټور یانوکوېچ سره ژوندی مرکه ترسره کړه. د دغې مرکې پر مهال هغه له یانوکوېچ څخه د میزهيهیریا استوګنځي (Mezhyhirya Residence) د پېرلو اړوند پوښتنې وکړې. په ۲۰۱۰ زکال کې نوموړی د لنډ مهال لپاره د پولیسو له خوا ونیول شو؛ د راپورونو له مخې ګویا دغې نیونې د قفقازي وګړو پر وړاندې د هغه د سپکاوي څخه سرچینه اخیسته. له خوشي کېدو وروسته راتلونکې ورځ نعیم یوه مقاله ولیکله او د خپلې نیونې د ورځې وقایع یې په کې تشرېح کړل. هغه څرګنده کړه چې: «زینوفوبیا یا د پردیو ویرول د اوکرایني ملت په څېره کې ځای نه لري» او د هغه په نیونه کې یې د یو مسئول افسر له دندې څخه د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

نعیم د اوکراینسکا پرواډا ورځپاڼې ته خبرونه او مقالې لیکلې. نوموړي د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر له میاشتې څخه د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل میاشتې تر پایه د اکراین له ټي وي آی تلویزیوني چینل سره کار وکړ. هغه د دغه تلویزیوني چینل له نوو مدیرانو سره د شخړې کولو له امله له استعفا وروسته له خپلو نورو هغو همکارانو سره یوځای یوه انلاین پروژه پیل کړه، چې له ده سره یوځای له دغه تلویزیون څخه وتلي و. دوی د هرومادسکي په نامه آنلاین تلویزیوني شبکه جوړه کړه. [۱۸][۱۹]

فعالیتونه[سمول]

نعیم له فیس بوک څخه په ګټنې یو له هغو لومړنیو فعالینو څخه و چې له اوکرایني وګړو څخه یې وغوښتل د کیف په نزاله ژنوستي میدان (د خپلواکۍ میدان) کې د ویکټور یانوکوېچ د هغې پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړي چې له اروپايي اتحادیې سره یې د اوکراین د یوځای کېدو د هوکړې لاسلیک وځنډاوه. ده دغه فیسبوکي پست د ۲۰۱۳ زکال د نومبر په ۲۱مه وکړ چې له امله یې ګڼ شمېر خلک د کیف د آزادۍ په میدان کې راغونډ شول او د یانوکوېچ دولت ونړېد. دغه انقلاب د اوکراین د سپېڅلي انقلاب په نامه یادېږي. [۲۰][۲۱]

سیاست[سمول]

د ۲۰۱۴ زکال د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په پارلماني ټاکنو کې د نعیم نوم د پټرو پروشنکو د ډلې په ټاکنیز نوملړ کې شامل و او په دې سره یې د اوکراین د ملي پارلمان څوکۍ ترلاسه کړه. نوموړی د یورو میدان یو له هغه لسګونو فعالینو څخه و چې د کوڅه یي سیاست څخه یې دولتي سیاست ته لار ومونده، چېرې چې دوی ټولو د اصلاحاتو غوښتنه کوله او هڅه یې کوله اوکراین په یوه هوسا اروپايي هېواد بدل کړي. نعیم د اوکراین په پارلمان کې د اروپا سره د یوځای کېدو د کمېټې غړی و. د ۲۰۱۴ زکال د ډسمبر په ۲مه د پارلمان د غونډې پر مهال نوموړی د اوکراین په پارلمان کې یوازنی وکیل و چې د آرسیني یاتسنیوک کابینې ته یې منفي رایه وکړه. له دې وروسته نوموړي په تدریج سره د پټرو پروشنکو په ډلې (PPB) باندې نیوکې زیاتې کړې او د هغوی په ګټه یې له رایو ورکولو ډډه کوله. د پټرو پروشنکو د جلا شوې ډلې مرستیال اولکسي هونچارنکو د ۲۰۱۹ زکال په فبروري کې وویل چې نوموړی له څو کلونو راهیسې د PPB په غونډو کې ونډه نه اخلي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

نعیم د ۲۰۱۶ زکال په اګست میاشت کې د دیموکراتیک اتحاد په نامه سیاسي ګوند سره یوځای شو. د ۲۰۱۹ زکال د فبروري په ۲۸ مه نوموړی په دواطلبانه توګه د PPB له ډلې څخه جلا شو. د ۲۰۱۹ زکال د جون په ۲۱مه هغه اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹ زکال په پارلماني ټاکنو کې به ګډون وه نه کړي. د ایکانومیسټ ورځپاڼې په ۲۰۱۷ زکال کې نوموړی د یو اصلاح غوښتونکي پارلماني استازي په توګه یاد کړی و. [۲۶][۲۷]

د ۲۰۱۹ زکال په نومبر میاشت کې نعیم د اوکراین د وسلو صنعت ته د اړوندې دولتي ادارې (اوکروبورنپروم) مرستیال وټاکل شو. نوموړی د ۲۰۲۱ زکال د اپرېل په ۲۹مه د دغې څوکۍ د لغو کېدو له امله (ده ته د دې اړوند وړاندې څه نه و ویل شوي) له دغې دندې ګوښه کړای شو. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

له دې وروسته یې د ۲۰۲۱ زکال د اګست له ۴مې نېټې څخه د ۲۰۲۳ زکال د جنوري تر ۲۸مې نېټې پورې د زیربنايي چارو د وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. [۳۳][۳۴]

د ۲۰۲۳ زکال د جنوري په ۲۸مه د اوکراین د وزیرانو شورا نوموړی د بیارغونې او د زیربنایي پروژو د پراختیایي ادارې مشر وټاکه. [۳۵]

جوایز او ویاړونه[سمول]

نعیم په ۲۰۱۰ زکال کې د «خبریالۍ په برخه کې د لاسته راوړونو له امله» د اولکساندر کریونکو جایزه او په ۲۰۱۴ کې یې په ختیځه اروپا کې د آزادو مطبوعاتو اړوند د ګرد بوکریوس جایزه ترلاسه کړه. [۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Mustafa-Masi Nayyem - Ministry of Infrastructure of Ukraine". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 29 November 2013 باندې). Ukraine's Battle for Europe. New York Times.
  3. Nayyem to Head State Agency for Restoration and Infrastructure Development, Kyiv Post (28 January 2023)
  4. "Mustafa-Masi Nayyem - Ministry of Infrastructure of Ukraine". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 21 June 2019 باندې). У МЕНЯ ХОРОШИЕ НОВОСТИ. Ukrayinska Pravda.
  6. Quartz (په 28 October 2014 باندې). A crazy 36 hours with the man who started Ukraine's revolution. Kyiv Post.
  7. . Найєм Мустафа-Масі. Народний депутат України VIII скликання (People's Deputy of Ukraine of the 8th convocation).
  8. (په 6 July 2015 باندې). I/am/from: Мустафа Найем рассказывает о Кабуле. БЖ (BZH).
  9. (په 6 July 2015 باندې). I/am/from: Мустафа Найем рассказывает о Кабуле. БЖ (BZH).
  10. (په 12 February 2019 باندې). "Где война, там родина". История братьев Найем, которых увезли в СССР от войны в Афганистане. currenttime.tv.
  11. (په 12 February 2019 باندې). "Где война, там родина". История братьев Найем, которых увезли в СССР от войны в Афганистане. currenttime.tv.
  12. (په 16 November 2014 باندې). Мустафа Найем в гостях. Телебачення Торонто «УТ-Торонто» «Українське телебачення Торонто» (ГО «УТ-Торонто»).
  13. (په 28 February 2019 باندې). Мустафа Найєм: де його дружина, вражаючі фото. UAportal.
  14. (په 13 January 2008 باندې). Мустафа Найєм. Перезавантаження-1. Leshchenko Blog.
  15. (په 12 February 2019 باندې). "Где война, там родина". История братьев Найем, которых увезли в СССР от войны в Афганистане. currenttime.tv.
  16. Tyshchenko, Katerina (2022-06-05). "Адвоката Масі Найєма важко поранено, готують до операції" [Lawyer Massi Nayem is seriously injured and is being prepared for surgery]. Ukrayinska Pravda (په الأوكرانية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  17. Gayuk, Yulia (2023-04-13). "Масі Найєм: Якщо українці зараз щасливі - це найкращий показник ефективності ЗСУ" [Masi Nayem: If Ukrainians are happy now, this is the best indicator of the effectiveness of the Armed Forces]. RBC Ukraine (په الأوكرانية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  18. (په 14 June 2013 باندې). "Громадське ТБ": "Все гірше, ніж ви думаєте, але надія є". Телекритика.
  19. (په 30 April 2013 باندې). Найєм оголосив про старт нового проекту колишніх журналістів ТВі. Ukrayinska Pravda.
  20. (په 4 April 2014 باندې). Uprising in Ukraine: How It All Began. Open Society Foundations: voices.
  21. (په 29 November 2013 باندې). Ukraine's Battle for Europe. New York Times.
  22. The Streets To The Rada: Euromaidan Activists Enter Politics[مړه لينکونه], October 29, 2014
  23. "Committee on issues of European integration". Official portal (په یوکرائني ژبه کي). Verkhovna Rada of Ukraine. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Поіменне голосування про проект Постанови про формування складу Кабінету Міністрів України (№1008) "Roll-call vote on the draft Resolution on the formation of the Cabinet of Ministers of Ukraine"
  25. (په 28 February 2019 باندې). Лещенко, Найєм і Заліщук покидають БПП. Чому зараз і що далі?. BBC Ukrainian. (په 28 February 2019 باندې). Three MPs intend to leave BPP parliamentary faction. Ukrinform.
  26. (په 15 August 2016 باندې). A new party for Ukraine's euro-optimists?. openDemocracy.
  27. (په 4 July 2016 باندې). Труднощі амбіцій. Чому молоді політики не можуть домовитися про єдину партію. Ukrayinska Pravda.
  28. (په 28 February 2019 باندې). Лещенко, Найєм і Заліщук покидають БПП. Чому зараз і що далі?. BBC Ukrainian. (په 28 February 2019 باندې). Three MPs intend to leave BPP parliamentary faction. Ukrinform.
  29. (په 21 June 2019 باندې). У МЕНЯ ХОРОШИЕ НОВОСТИ. Ukrayinska Pravda.
  30. (په 28 July 2017 باندې). Ukraine strips one of its president's rivals of his citizenship.
  31. کينډۍ:In lang Nayem got a position in "Ukroboronprom", Ukrayinska Pravda (21 November 2019)
  32. کينډۍ:In lang Nayem is leaving Ukroboronprom: his position has been reduced, Ukrayinska Pravda (29 April 2021)
  33. کينډۍ:In lang About the appointment of Nayem Mustafa-Masi as Deputy Minister of Infrastructure of Ukraine, Cabinet of Ministers of Ukraine (4 August 2021)
  34. Nayyem to Head State Agency for Restoration and Infrastructure Development, Kyiv Post (28 January 2023)
  35. Nayyem to Head State Agency for Restoration and Infrastructure Development, Kyiv Post (28 January 2023)
  36. "Mustafa-Masi Nayyem - Ministry of Infrastructure of Ukraine". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)