مشري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یوه اداره د خلکو له ګروپ یا ډلې جوړه شوې وي. په دې اداره کې تر ټولو بنسټیز همغږي، د ادارې د موخو په لور د ډلې د هڅو او فعالیتونو لارښوونه او کنټرول وي. دا ټول بهیر په مشري تر سره کیږي. مشري د چلند یو ډول دی.

د مشري مانا

مشري خلک دې ته هڅول دي چې تاسې تعقیب کړي، خلک په خپله خوښه د یوې چارې ترسره کولو ته هڅول دي، د پرېکړو لپاره کومې چې نور پلي کوي واک کارول دي، د یو کس په داخل کې د خبرو اترو له لارې نفوذ کول دي. د همدې خبرو اترو له لارې یو مشر د خپلو ملاتړو په چلند کې اوږدمهاله بدلون رامنځته کوي. اړینه نه ده چې لوړپوړی دې واوسي، ډېری خلک کوم ځانګړی تعریف شوی رول نلري خو مشران وي. مشري د خبرو اترو له لارې داسې انګېزه ورکوونه ده چې د نورو په چلند اغیز لري. اغیزمنه مشري دوه اړخیزه بهیر دی.

یو مشر ممکن په یوې ډلې تحمیل شوی وي، ممکن په رسمي توګه ګمارل شوی وي، په غېرې رسمي توګه ټاکل شوی وي، ممکن په طبیعي توګه وړتیا لري او نورو مشر منلی وي. مشري په ځینو حالتونو کې پوهې، تجربې او شهرت ته اړتیا لري، په ځینو حالتونو کې شخصي ځانګړتیاو ته اړتیا لري، د واک کارولو او پلي کولو په طریقې پوهېدو ته اړتیا لري. مشري د یو کس ملکیت نه دی. مشر د خپلو ملاتړو درې برخو ته کتنه کوي : ارتیاوې، چلند او شخصي ځانګړتیاو ته.