Jump to content

مشتري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له مشتری نه مخ گرځېدلی)
د مشتری سیاره


مشتري (سمبول: ♃) د لمر څخه د واټن له مخې پنځمه او د لمریز نظام تر ټولو لویه سیاره ده. دغه له ګازو ډکه سیاره د لمریز نظام د ټولو نورو سیارو له ټولګې څخه دوه نیم ځلې لویه ده خو د لمر د کتلې له یو پر زرمې برخې څخه کوچنۍ ده. مشتري د ځمکې د شپې په آسمان کې له سپوږمۍ او زهرې وروسته دریمه ځلېدونکې سیاره ده. له تاریخ څخه د مخکې زمانو راهیسې لیدل شوې او د هغې د لویوالي له امله د رومیانو د خدایانو د خدای جوپیټر نوم ورباندې اېښول شوی.

مشتري اساسا له هایدروجن ګاز څخه جوړه شوې، خو هیلیوم ګاز د هغې د کتلې څلورمه او د هغې د حجم لسمه برخه جوړوي. په ډېر احتمال سره له درنو عناصرو څخه جوړه ډبرینه هسته هم لري، خو د نورو لویو سیارو په پرتله مشتري د کومې مشخصې جامدې سطحې درلودونکې نده. د داخلي انقباض له امله هغه له لمر څخه د اخیستونکې تودوخې په پرتله ډېره تودوخه تولیدوي. د چټک څرخېدلو له امله د دغې سیارې ډول مسطح کروي ډوله (oblate spheroid) دی؛ د استوا خواته یوه کوچنۍ خو پام وړ راوتنه لري. [۱]

د مشتري چاپېریال د کم نوره حلقوي سیستم او پیاوړې جاذبې قوې (magnetosphere) لرونکی دی. د مشتري د مقناطیسي قوې کچه تر نږدې ۸۰۰ میلیونو کیلومتره پورې رسېږي، چې د خپلې ګاونډۍ سیارې زهرې تر مداره یې پیاوړتیا رسېږي. مشتري په ۱۶۱۰ ز کال کې د ګالیلو ګالیله له خوا د کشف شوو څلورو لویو سپوږمیو په ګډون ۸۰ پېژندل شوې او احتمالا نورې ډېرې سپوږمکۍ لري. ګانیمېډ، د دغو سپوږمکیو تر ټولو لویه د عطارد له سیارې زیات قطر لري.[۲]

پیونر  ۱۰ (Pioneer 10) لومړنی ستورمزلی توغندی و چې د ۱۹۷۳ ز کال د ډسمبر په میاشت کې دغې سیارې ته نږدې شو او له مشتري یې لیدنه وکړه. مشتري له هغه مهاله تر اوسه څو ځلې د روباټیکو ستور مزلو توغندیو (robotic spacecraft) په واسطه څېړل شوې، دغه څېړنې له ۱۹۷۳ ز کال څخه تر ۱۹۷۹ ز کلونو ترمنځ د پیونر او ویجور (Voyager) په ماموریتونو پیل او وروسته په ۱۹۹۵ ز کال کې د ګالیلو روبوټیک ستورمزلی مشتري ته ورسېد. په ۲۰۰۷ ز کال کې د نیوهاریزونز (New Horizons) څېړونکی ستور مزلی له مشتري لیدنه وکړه او د مشتري د جاذبې قوې څخه په ګټنه یې خپله چټکټیا زیاته او او د پلوتون مسیر ته یې ځان ورساوه. وروستی ستورمزلی چې له دغې سیارې یې لیدنه کړی جونو (Juno) دی چې د ۲۰۱۶ ز کال په جولای میاشت کې د مشتري مدار ته ننوت. د مشتري په سیستم کې د څېړنو په راتلونکو موخو کې په ایروپا (د ګالیله له خوا کشف شوې د مشتري دویمه لویه سپوږمکۍ) سپوږمکۍ کې په ډېر احتمال سره په یخ پوښل شوی مایع اقیانوس شاملېږي.[۳][۴][۵][۶][۷]

د مشتري لپاره سیاروي سمبول، ♃، چې له یوناني زیتا (zeta) او یوې افقي کرښې اخیستل شوی، ⟨Ƶ⟩، او د زیوس (د سیارې لپاره یوناني نوم) مخفف دی.[۸][۹]

فزیکي ځانګړتیاوې

[سمول]

مشتري له دوه لویو ګازي سیارو څخه ده، چې تر ډېره د جامدې مادې پر ځای له ګازو او مایع جوړه شوې. په لمریز نظام کې تر ټولو لویه سیاره ده چې د استوايي کرښې اوږدوالی یې ۱۴۲،۹۸۴ کیلومتره (۸۸،۸۴۶ مایله) کېږي. د کثافت منځنی کچه یې ۱.۳۲۶  ګرام/ سانتی متر مکعب ده چې د کثافت له مخې په ګازي سیارو کې دوهمه خو ځمکې ته له ورته څلورو سیارو څخه یې د کثافت کچه کمه ده.[۱۰][۱۱]

جوړښت

[سمول]

د مشتري پورتنۍ فضا (اتومسفیر) نږدې له ۹۰ سلنه هایدروجن او ۱۰ سلنه هلیوم څخه جوړ شوی. له دې امله چې د هلیوم مالیکولونه د هایدروجن هغو په پرتله د ډېر کثافت لرونکي دي، نو د کثافت له مخې هایدروجن د مشتري د فضا (اتومسفیر) ۷۵٪ او هیلیوم ۲۴٪  جوړوي، پاتې یو سلنه نور ګازونه دي. د دغې سیارې په اتومسفیر کې په لږ کچه میتان، د اوبو بخار، امونیا او سیلیکاني ترکیبات شته. همدارنګه کاربن، ایتان، هایدروجن سلفاید، نیون، آکسیجن، فاسفین او سلفر په ډېره لږ اندازه په کې وجود لري. د اتومسفیر بهرنۍ طبقه یې د منجمدې امونیا کرستالونه هم لري. د انفرارېډ او ماورا بنفش اندازه اخیستلو له مخې په ډېره لږ کچه بنزین او هایدرو کاربنونه هم په کې موندل شوي. د مشتري داخلي برخه ډېر تراکم لرونکی مواد لري چې د حجم یا کثافت له مخې ۷۱٪هایدروجن، ۲۴٪ هیلیوم او ۵٪ نور عناصر لري.[۱۲][۱۳][۱۴]

د دغې سیاري د مالیکولي جوړښت د ارزونې (spectroscopy) له مخې، زهل له مشتري سره د جوړښت له مخې ورته ښوول کېږي، خو نورې لویې سیارې لکه اورانوس او نیپتون نسبتا لږ هایدروجن او هیلیوم لري او د هغو پر ځای په نسبي توګه ورپسې نور زیات عناصر چې اکسیجن، کاربن، نایتروجن او سلفر په کې شاملېږي، لري. له دې چې د دغې سیارې سپک ترکیبات ټول د یخ په ډول دي له همدې امله ورته یخي سیارې (ice giants) ویل کېږي.[۱۵][۱۶]

د مشتري سپوږمۍ

[سمول]

مشتري ۸۰ پېژندل شوې سپوږمۍ لري. له دغو څخه ۶۰ یې له ۱۰ کیلومتره څخه لږ قطر لري. څلور غټې سپوږمۍ یې لو، ایروپا، ګانیمېډ او کالیستو دي، چې په ټولیز ډول د "ګالیله د سپوږمیو" په نوم پېژندل کېږي، او له ځمکې څخه د شپې په صاف آسمان کې په دوه سترګو دوربینونو لیدل کېدلای شي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ګالیله سپوږمۍ

[سمول]

د ګالیله له خوا د مشتري موندل شوې سپوږمۍ – لو، ایروپا، ګانیمېډ او کالیستو – په لمریز نظام کې تر ټولو لویې سپوږمۍ دي. د دغو سپوږمیو د دریو (لو، ایروپا او ګانیمېډ) مدارونه د لاپلاس ریزونانس په نوم نمونه جوړوي؛ چې په هرو څلور ځله تاوېدلو کې چې لو یې د مشتري په شاوخوا کوي، ایروپا په هماغومره مهال کې دوه دورې وهي او ګانیمېډ یوازې یو ځل راڅرخي. [۲۱]

د مشتری سطح

[سمول]

مشتری سطح د هایدروجن څخه تشکیل شوی ده. د مشتری په اتموسفیر کی هایدروجن، میتان او امونیاک دی.

سرچینې

[سمول]
  1. Saumon, D.; Guillot, T. (2004). "Shock Compression of Deuterium and the Interiors of Jupiter and Saturn". The Astrophysical Journal. 609 (2): 1170–1180. arXiv:astro-ph/0403393. Bibcode:2004ApJ...609.1170S. doi:10.1086/421257. S2CID 119325899.
  2. Amateur Astronomer Discovers New Moon Orbiting Jupiter, Smithsonian Magazine, July 22, 2021
  3. "In Depth | Pioneer 10". NASA Solar System Exploration. بياځلي په February 9, 2020. Pioneer 10, the first NASA mission to the outer planets, garnered a series of firsts perhaps unmatched by any other robotic spacecraft in the space era: the first vehicle placed on a trajectory to escape the solar system into interstellar space; the first spacecraft to fly beyond Mars; the first to fly through the asteroid belt; the first to fly past Jupiter; and the first to use all-nuclear electrical power
  4. "Exploration | Jupiter". NASA Solar System Exploration. بياځلي په February 9, 2020.
  5. Chang, Kenneth (July 5, 2016). "NASA's Juno Spacecraft Enters Jupiter's Orbit". The New York Times. بياځلي په July 5, 2016.
  6. Chang, Kenneth (June 30, 2016). "All Eyes (and Ears) on Jupiter". The New York Times. بياځلي په July 1, 2016.
  7. Chang, Kenneth (14 June 2021). "Mushballs and a Great Blue Spot: What Lies Beneath Jupiter's Pretty Clouds - NASA's Juno probe is beginning an extended mission that may not have been possible if it hadn't experienced engine trouble when it first arrived at the giant planet". The New York Times. بياځلي په 16 June 2021.
  8. Jones, Alexander (1999). Astronomical papyri from Oxyrhynchus. pp. 62–63. ISBN 9780871692337. It is now possible to trace the medieval symbols for at least four of the five planets to forms that occur in some of the latest papyrus horoscopes ([ P.Oxy. ] 4272, 4274, 4275 [...]). That for Jupiter is an obvious monogram derived from the initial letter of the Greek name.
  9. Denecke, Edward J. (January 7, 2020). Regents Exams and Answers: Earth Science—Physical Setting 2020. Barrons Educational Series. p. 419. ISBN 978-1-5062-5399-2.
  10. Polyanin, Andrei D.; Chernoutsan, Alexei (October 18, 2010). A Concise Handbook of Mathematics, Physics, and Engineering Sciences. CRC Press. p. 1041. ISBN 978-1-4398-0640-1.
  11. Kim, S. J.; Caldwell, J.; Rivolo, A. R.; Wagner, R. (1985). "Infrared Polar Brightening on Jupiter III. Spectrometry from the Voyager 1 IRIS Experiment". Icarus. 64 (2): 233–248. Bibcode:1985Icar...64..233K. doi:10.1016/0019-1035(85)90201-5.
  12. Gautier, D.; Conrath, B.; Flasar, M.; Hanel, R.; Kunde, V.; Chedin, A.; Scott N. (1981). "The helium abundance of Jupiter from Voyager". Journal of Geophysical Research. 86 (A10): 8713–8720. Bibcode:1981JGR....86.8713G. doi:10.1029/JA086iA10p08713. hdl:2060/19810016480.
  13. Kunde, V. G.; et al. (September 10, 2004). "Jupiter's Atmospheric Composition from the Cassini Thermal Infrared Spectroscopy Experiment". Science. 305 (5690): 1582–1586. Bibcode:2004Sci...305.1582K. doi:10.1126/science.1100240. PMID 15319491. S2CID 45296656. بياځلي په April 4, 2007.
  14. von Zahn, U.; Hunten, D. M.; Lehmacher, G. (1998). "Helium in Jupiter's atmosphere: Results from the Galileo probe Helium Interferometer Experiment". Journal of Geophysical Research. 103 (E10): 22815–22829. Bibcode:1998JGR...10322815V. doi:10.1029/98JE00695.
  15. Niemann, H. B.; Atreya, S. K.; Carignan, G. R.; Donahue, T. M.; Haberman, J. A.; Harpold, D. N.; Hartle, R. E.; Hunten, D. M.; Kasprzak, W. T.; Mahaffy, P. R.; Owen, T. C.; Spencer, N. W.; Way, S. H. (1996). "The Galileo Probe Mass Spectrometer: Composition of Jupiter's Atmosphere". Science. 272 (5263): 846–849. Bibcode:1996Sci...272..846N. doi:10.1126/science.272.5263.846. PMID 8629016. S2CID 3242002.
  16. Amateur Astronomer Discovers New Moon Orbiting Jupiter, Smithsonian Magazine, July 22, 2021
  17. Sheppard, Scott S. "The Giant Planet Satellite and Moon Page". Department of Terrestrial Magnetism. Carnegie Institution for Science. خوندي شوی له the original on June 7, 2009. بياځلي په December 19, 2014.
  18. Zimmermann, Kim Ann (October 1, 2018). "Jupiter's Moons: Facts About the Largest Jovian Moons". Space.com. بياځلي په December 31, 2020.
  19. Carter, Jamie (2015). A Stargazing Program for Beginners. Springer International Publishing. p. 104. ISBN 978-3-319-22072-7.
  20. Musotto, S.; Varadi, F.; Moore, W. B.; Schubert, G. (2002). "Numerical simulations of the orbits of the Galilean satellites". Icarus. 159 (2): 500–504. Bibcode:2002Icar..159..500M. doi:10.1006/icar.2002.6939. خوندي شوی له the original on 2011-08-10. بياځلي په 2021-12-20.