مشتري

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د مشتری سیاره

مشتري په لمريز غونډال کې تر ټولو لویه سیاره ده چی ۷۷۸۳۳۰۰۰۰ کلومتره د لمر څخه د لمر په مدار کی دوره کوی. د مشتری استوا د کرښی منځنی حد ۱۴۲۹۸۴ کلومتره ده.

مشتري (Jupiter) د لمریز نظام تر ټولو لویه سیاره ده چې ۶۷ پېژندل شوي سپوږمیانې او څلور کړیانې (rings) لري. د مخ تودوښه یې منفي ۱۰۸ درجو ته رسېږي. مشتري زموږ په لمریز نظام کې څلورم ځلانده شی دی--- یانې لومړی لمر، دوهم سپوږمۍ، درېیم زهره، او څلورم مشتري. که څه هم زهره ډېره کوشنۍ ده خو ځمکې ته د نږدېوالي له کبله ځلانده ښکاري؛ او مشتري چې بیا ډېر لیرې دی، د خپل غټوالي له کبله ځلانده دی. دا له هغو پنځو سیارو څخه ده چې له ځمکې څخه په لغړو سترګو لیدل کېدای شي.

د مشتري یو کال د ځمکې ۱۲ کاله کېږي. د دې سیارې پر مخ هګۍ ډوله سور داغ دومره لوی دی چې درې یا څلور ځمکې کې ځایېدای شي. یوه سپوږمۍ یې چې ګانیمیډ (Ganymede) نومېږي د لمریز نظام تر ټولو لویه سپوږمۍ ده.

مشتري یې عربي نوم دی؛ او په انګلیسي ژبه کې یې د لرغوني روم له ادبیاتو څخه "د خدایانو پاچا" نوم پر ایښی دی--- چې د هغوی په عقایدو کې د اسمان او تالندې خدای وو. لرغوني بابلوال (Babylonians) لومړني کسان وه چې په ۸مه مخزېږدي پېړۍ کې یې د دې سیاره په هکله مالومات ولیکل. خو پښتانه هم تر چا پاتې نه دي--- پر دې سیارې یې د "سهار سترګه" نوم ایښی وو او یوه لنډۍ یې په لاندې ډول ده:

چې د سهار سترگه راخېژي ما به د يار پر مړوند كړي وي خوبونه


د مشتری سطح[سمول]

مشتری سطح د هایدروجن څخه تشکیل شوی ده. د مشتری په اتموسفیر کی هایدروجن، میتان او امونیاک دی.کينډۍ:Link FA