Jump to content

مسیحي افسانه پوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مسیحي افسانه پوهنه د مسيحيت سره اړوند د افسانو (کيسو/نکلونو/خرافاتو) يوه ټولګه ده. په دې اصطلاح کې د افسانو او روايتونو پراخه قسمونه شامل دي، په ځانګړي ډول هغه چې مقدس روايتونه بلل کېږي. افسانوي موضوعات او عناصر په ټول مسیحي ادب کې موندل کېږي، چې بيا بيا پېښېدونکې افسانې يې یوه برخه ده، لکه په يو غر کتل، د نړۍ محور، د جګړې افسانې، د مړیو دنيا ته ښکته کېدل، د مړ کېدونکي او راپورته کېدونکي خدای روايتونه، د يو سيلاب افسانه، د يوې قبيلې يا ښار د منځ ته راتګ په اړه  کيسې، او د ماضي د سترو اتلانو (یا راهبانو)، جنتونو او خپل ځان د قربانۍ په اړه افسانې.

ګڼو ليکوالانو دا په بايبل کې موندل کېدونکو نورو افسانوي او مجازوي (کنايوي يا کنايي او مجازي) عناصرو ته د اشارې لپاره استعمال کړې ده، لکه د «ليوتان» کيسه. دا اصطلاح د منځنيو پېړيو په افسانو او نکلونو هم پلې کېږي، لکه د «سينټ جارج» او «ډريګن» کيسه، د «ارتهر» پاچا او د هغه د ګردي مېز د جنګياليو کېسې، او د «پارسيوال» افسانې. ډېر مبصرينو د «Paradise Lost»  په نوم د «جان ملټن» حماسي نظم د مسیحي افسانه پوهنې په توګه ډلبندي کړی دی. دا اصطلاح په هغو نويو کيسو هم پلې کېږي چې د مسيحي موضوعاتو او جوهر په شا او خوا راڅرخي، لکه د «C. S. Lewis، J. R. R. Tolkien، Madeleine L'Engle» او «George MacDonald» ليکنې.

د پېړيو په اوږدو کې، مسیحيت په ګڼو فرقو وېشل شوی دی. دا ټولې فرقې د يو سپېڅلي دود د روايتونو ټولګه نه ده. د بېلګې په ډول، د رومي کاتولیکې کليسا او د ختيځې ارتودوکس کليساګانو له خوا منل شويو کتابونو کې يو شمېر متنونه او کيسې شته (لکه د جوډيت او ټوبيت په کتابونو کې روايت شوي)، کومې چې ډېری پروټسټانټ فرقې د قانوني کتابونو په توګه نه مني.

دريځونه[سمول]

مسیحي الاهيات پوه او د عهد جديد پروفيسر «روډولف بلټ مين» لیکلي دي چې:[۱]

د عهد جديد کاینات پېژندنه په بنسټيز ډول د افسانوي ځانګړتياوو لرونکې ده. نړۍ ته د درې پوړيز جوړښت په سترګه کتل شوي دي، چې ځمکه يې په مرکز کې ده، بيا دپاسه اسمان دی، او بله لاندې نړۍ ده. اسمان د خدای او اسماني مخلوقاتو –ملايکو- استوګنځای دی. لاندې نړۍ دوزخ دی، د عذاب ځای. ان تر دې چې ځمکه د طبيعي، ورځنيو پېښو، کوچنيو کارونو او عادي موخو څخه زياته ده. دا له يو لوري څخه د خدای او د هغه د ملايکو د خارق العاده (غيبي/ مافوق الطبيعة) کړنو منظر، او له بله اړخه د شيطان او د هغه د شيطانانو (ملګرو) منظر دی. دا خارق العاده ځواکونه د طبیعيت په عمل او ټولو هغو کارونو کې مداخله کوي، چې انسان يې فکر کوي او غواړي يې او وبه يې کړي. معجزې په هېڅ ډول نايابې (نادرې) نه دي. انسان خپل ژوند په واک کې نه لري. شونې ده چې شيطاني روحونه يې په واک کې واخلي. شونې ده چې شيطان په شيطاني افکارو په هغه اغېز وکړي. د بديل په ډول، شونې ده چې خدای د هغه په افکارو اغېز وکړي او د خپلو موخو لور ته يې رهنمايي کړي. شونې ده چې خدای انسان ته اسماني نظاري وښيي. شونې ده هغه ته اجازه ورکړي چې د مرستې او حاجت لپاره د خدای کلمې واوري. شونې ده چې انسان ته د خپل روح خارق العاده ځواک ورکړي. تاریخ د يوې روانې او نه ماتېدونکې لارې پيروي نه کوي؛ دا په حرکت کې اېښودل شوی دی او د  دې خارق العاده ځواکونو په واک کې دی. دا نړۍ په اصل کې شيطان، ګناه او د مړينې مريتوب کوي (ځکه چې "ځواکونه" کټ مټ هغه دي چې دي)، او د خپل پای لور ته په چټکۍ سره مخ په وړاندې ځي. دا پای به ډېر ژر راورسېږي، او د يوې کايناتي غميزې بڼه به خپله کړي. دا به د وروستي وخت په "وير" سره پرانيستل شي. بيا به له اسمان څخه قاضي راشي، مړي به راپورته شي، وروستۍ پرېکړه به وشي، او انسانان به يا په تلپاتې نجات يا لعنت کې داخل شي.

افسانې د دوديزو يا سپېڅلو (مقدسو) کيسو په توګه[سمول]

په خپله پراخه علمي معنا کې، د افسانې معنا په ساده ډول يوه دوديزه (روايتي) کيسه ده. په هر حال، ډېر پوهان د "افسانې" اصطلاح تر مقدسو کيسو پورې محدودوي. فولکلور پوهان له دې هم وړاندې ځي، او افسانې په دې ډول تعريفوي چې دا "هغه نکلونه دي چې رښتيا بلل کېږي، عموماً سپېڅلې وي، او په لرې ماضي کې، يا نړيو کې، يا د نړۍ په نورو سيمو کې له ماوراء انساني، غېر انساني، يا اتلوالو شخصيتونو سره پېښېږی".[۲][۳]

په کلاسيکي (لرغوني) يونان کې د muthos ټکی، چې د انګليسي myth (افسانه) ټکی ورڅخه اخيستل شوی دی، معنا يې "کيسه، روايت" دی. د عيسی مسيح تر زمانې پورې، د muthos ټکي د "افسانې، خيالي کيسې" مفهوم خپل کړی و، او ابتدايي مسيحي ليکوالانو مقدسو قانوني صحيفو ته د "myth" (افسانه) د ټکي له کارولو ډډه کوله. «بولس» «تيموتاوس» ته خبر ورکړی و چې له "بې خدايه او احمقانه خرافاتو" (bebēthous kai graōdeis muthous) سره هېڅ اړيکه ونه لري. د "myth" دا منفي معنا عامې کارونې ته ولېږدېده. يو شمېر نويو مسیحي پوهانو او لیکوالانو له اکاډمۍ څخه دباندې د "myth" اصطلاح د بيا په استعمال کې راوړلو هڅه وکړه، او په قانوني صحيفو (په ځانګړي ډول د مسيح کيسه) کې شته کيسې يې "د حقيقي افسانې" په توګه تشريح کړې؛ په بېلګو کې يې « C. S. Lewis» او «Andrew Greeley» شامل دي. د «C. S. Lewis» په څېر ډېرو معاصرو مسيحي ليکوالانو د مسيحيت عناصر تشریح کړي دي، په ځانګړي ډول د مسيح کيسه يې د "افسانې" په توګه تشريح کړې ده، کومه چې همدا راز "رښتيا" ("رېښتينې افسانه") ده. نور بيا د ګڼو دلايلو پر بنسټ له "افسانې" سره د مسيحيت په  تړاو ورکولو نيوکه لري: له شرک سره د "افسانې" اصطلاح ته تړاو ورکول، د دروغوالي يا غېر تاريخي والي د ښودلو لپاره د "افسانې" اصطلاح کارول، او د "افسانې" د تعريف په اړوند د متفق عليه تعريف نيشتوالی. د بايبلي (مقدس کتاب) افسانو د بېلګو په توګه، هر چا د 1 او 2 زېږېدو کې د تخليق روايت او د حواء د وسوسې (فتنه) کيسې ته اشاره کړې ده.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مسیحي روايت ډېرې داسې کيسې لري چې د دوديزو مسیحي متونونو څخه نه دي راغلي، خو بيا هم مسيحي موضوعات روښانه کوي. په دې غېر دوديزو مسيحي افسانو کې افسانې، ولسي داستانونه او د قانوني مسيحي افسانه پوهنې تفاصيل شامل دي. مسيحي روايت د افسانو يوه غني ټولګه چمتو کړې ده، کومې چې کله هم په رسمي صحيفو کې نه دي شاملې شوي. افسانې د منځنيو پېړيو د ادب يوه مهمه برخه وه. په بېلګو کې يې له درناوي ډک ژوند لیکونه شامل دي، لکه د «راهب جورج» يا «راهب ويلنټاين» کيسې. يوه مشهوره کېسه يې د تاریخي او مشهور د «کلونفورټ» د «برينډن» ده، څوک چې د شپږمې پېړۍ يو ايرلينډی پادري او د صومعو بنسټګر و. د هغه د مستند شخصيت په شا اوخوا کې يو داسې نسج اوبدل شوی چې د تاريخي پر ځای افسانوي دی: Navigatio يا "د برينډن سفر". دا افسانه په مافوق الطبيعة معنا کې په افسانوي پېښو بحث کوي. په دې روايت کې، «برينډن» او د هغه د بېړۍ ملګري د سمندري ديوانو (وحشيانو/بلاګانو)، يو جنتي ټاپو او لمبېدونکي کنګلي ټاپو او د يو ډبرين ټاپو سره مخ کېږي، چېرته چې یو سپېڅلی زاهد ژوند کوي: د لفظي فکر لرونکي معتقدين لا تر اوسه په حقيقي جغرافيه کې د "برينډن د ټاپوګانو" پيدا کول غواړي. دا سفر "ټيم سيورين" بيا جوړ کړی و، له کوم څخه چې روښانه شوې وه چې له نهنګانو، کنګلي غرونو او له «روکال» (کوچنی ډبرين ټاپو) سره مخ شوي وو.[۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Bultmann, Rudolf (2005). KERYGMA AND MYTH by Rudolf Bultmann and Five Critics edited by Hans Werner Bartsch. Harper & Row. مخونه 21. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "What is a Myth?". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Defining myth". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Eliade, Myth and Reality (1968), p. 162
  5. Sullivan
  6. Eliade, Myths, Dreams and Mysteries, pp. 23
  7. کينډۍ:Bibleverse (τοὺς δὲ βεβήλους καὶ γραώδεις μύθους παραιτοῦ).
  8. Sammons 231
  9. Dorrien 236 and throughout
  10. Lazo 210
  11. Henry, chapter 3
  12. Greidanus 23
  13. Tyndale House Publishers 9
  14. Henry, chapter 3
  15. Greidanus 23
  16. Nwachukwu 47
  17. Holman Bible Publishers 896
  18. Hamilton 56–57
  19. Henry, chapter 3
  20. Greidanus 23
  21. Hamilton 56–57
  22. Every 22
  23. Severin, Timothy (April 1982). The Brendan Voyage. McGraw-Hill. د کتاب نړيواله کره شمېره 0070563357. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Guerber, p. 2