مسټر همفر (انګریز جاسوس)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عثماني امپراطوري د نورو په مقابل کې د مسلمانانو يوه سياسي او پوځي هډه وه،چې د مسلمانانو برم پرې خوندي و او شمله يې پرې هسکه وه؛خو د اسلام دښمنانو ددې هډې د ځپلو لپاره پروګرامونه جوړ کړل،چې په پايله کې مسلمانان؛لکه يتيمان شول،په نړيوال ډګر کې يې خپل هويت له لاسه ورکړ او په فلسطين کې يې د اسرائيلو په نامه صهيونيستي دولت جوړ کړ،چې ددې دولت په جوړېدو د مسلمانانو پر وړاندې د مسيحيانو او يهودانو عملي يووالي تحقق وموند. ښه نو اوس پوښتنه پيدا کېږي،چې دا چارې يې د چا له لارې وکړې؟د عثماني امپراطورۍ د راپرځېدو پر تاريخ له پوهېدو جوتېږي،چې يو "عربي شيخ " په دې راپرځېدو کې مهمه ونډه درلوده،چې ددې کتاب لوستل به مو د مسئالې په ګوټ ګوټ وپوهوي .


لومړى يادداښت: د بريتانيا ستر دولت له همېشه راهيسي د يوې داسې امپراطورۍ جوړول په لټه کې و ،چې د ختيځ له لوري مديترانې نه د هند د سمندر تر لويديځه پورې سيمې تر لاسه کړي،چې همدا اوس خپلې پخوانۍ هيلې ته رسېدلى دى. سره له دې،چې زموږ د هېواد خاوره په هندو چين او منځني ختيځ کې زموږ له مستعمرو نه ډېره لږه ده. دا صحيح ده،چې موږ په رسمي توګه پر دغو هېوادو واک نه لرو او په ښکاره د دغو هېوادو حکومت په خپله د سيمې د استوگنو له خوا اداره کېږي؛خو په واقعيت کې د د غو هېوادو د حکومتي چارو چلوونکي زموږ سياستونه تطبيقوي او په دغو هېوادو کې زموږ سياسي غوښتنې بر لاس دي ان ،چې له دوى نه د هر يوه راپرځول زموږ په لاس کې دي. له دې امله نو موږ ته پکار دي ،چې په دوو خبرو کې غور وکړو: ١_ په دغو هېوادو د بشپړ سياسي واک داسې ادامه چې لږه سستي هم پکې ونشي. ٢ ¬_ په هغو هېواد کې ،چې لاس مو ترې لنډ و، د واک او ځواک داسې ثابتول ،چې هغوى هم له خپلو مستعمرو سره يو ځاى کړو. د بريتانيا د مستعمراتو وزارت زموږ په مستعمره سيمو او هېوادو کې د ا ستعماري اهدافو لپاره داسې ډلې جوړى کړي، چې د د ې پلان په پلي کولو کې يې پوره لاس پيدا کړ. زه له هغو کسانو ځنې وم ،چې په دې برخه کې مې پوره پرمختګ وکړ. او په دغه وزارت کې د کار له پيله د وزير په باوري کسانو کې شمېر وم. څه موده راته د هند د ختيځ شرکت مديريت راوسپارل شو، دغه شرکت په ښکاره خو يوه موسسه وه؛ خو په حقيقت کې يې د نيمې وچې پر پراخې خاورې زموږ واکمنۍ ته لار هواروله. د بريتانيا حکومت پر هندوستان د خپل واک د دوام په باب پوره ډاډه و او په دې برخه کى يې څه اندېښنه نه درلوده؛ځکه هندوستان يو داسې هېواد و،چې له مختلفو قومونو، ژبو او سره مخالفو دينونو جوړ و او د همدغو اختلافاتو او رنګارنګي موجوديت پر دغه هېواد زموږ د واک د ټينګښت سبب و. همداراز د بريتانيا دولت په چين کې هم د استعمار د ادامې په باب اندېښمن نه و؛ځکه په دغه سيمه کې بودايي دين او شهنشاه پرستي دود وه،دا داسې څه نه وو،چې د بريتاينا استعمار ترې وېرېدلاى واى؛ځکه دا دواړه مړه قوامين او دينونه وو،چې له هماغه باطني او د ننينو چارو سره يې کار و او د ژوندانه د چارو له روزنې سره يې څه کار نه و، لنډه دا چې د د غو دوو سيمو په خلکو کې د ملي شعور د پيدا کېدو وېره نه وه. ځکه په دغو دوو سيمو کې يې د خپل واک په باب څه اندېښنه نه درلوده؛خو داسې هم نه وه ،چې ګڼې موږ په دغو دوو سيمو کې خپلې نقشې داسې عملي کولې،چې په دغو هېوادو کې دې همېشه ناپوهي، اختلاف او وخت ناوخت ناروغۍ خپرې وي او د دغو سيمو د استوګنو لټي او د ماغي نيمګړتياوو موږ په دې بريالي کړي وو ، چې په اسانۍ خپلې نقشې له اندېښنو پرته او له نظرونو نه پټې عملي کړو. خو د دې پر عکس په اسلامي هېوادو کې همېشه اندېښمن وو، که څه هم له دغه رنځو رسړي ( عثماني امپراطورۍ) سره يو لړ داسې تړونونه لاسليک کړاى شول،چې ټول زموږ په ګټه وو او د مستعمرو د وزارت د متخصيصينو د نتيجې له مخې دا رنځور وروستۍ سلګۍ کوي او همداسې مو په پټه د ايران له حکومت سره ځينې تړونونه لاسليک کړاى شول،چې په هغه هېواد کې زموږ د سياست د پياوړتيا سبب شول او يو زيات شمېر جاسوسان مو په دغو هېوادو کې ګمارلي وو ، چې رشوت پکې رواج کړو او اداري فساد ته مو لار هواره کړه. د دغو هېوادو مشران مو له ښکليو ښځو سره روږدي کړل او اخر د دغو دواړو هېوادو په تل کې زموږ د استعماري نفوذ لار پرانېستل شوه؛ خو بيا هم ډاډه نه وو ،چې د دغو دواړو هېوادو د ټولو چارو واګې به تر لاسه کړو او دا له څو خواوو: ١ _ د اسلام معنوي پياوړتيا او د مسلمانانو په روح کى د اسلام نفوذ: ځکه مسلمانان په اسلام دومره ټينګ دي؛ لکه مسيحيت ،چې د کشيشانو او رهبانانو په روح کې اغږلى دى . رهبانان په مسيحت دومره ټينګ دي،چې روح بې له بدنه وتلاى شي؛خو مسيحيت ترې نه وځي. زموږ لپاره د ايران مسلمانان ( شيعه) ډېر خطرناک وو؛ځکه هغوى مسيحيان ناولي او پليټ ګڼي او مسيحي د شيعه وو په نزد د بدبويه ناولتيا يوه ټوټه ده ،چې که په لاس يا بدن پورې ونښلي؛ لرې کول يې پکار دي؛ نو ځکه ورسره ګډون نه شي کېداى. له يوه شيعه نه مې پوښتنه وکړه، چې تاسې ولې له مسيحيانو سره داسې ياستئ؟ و يې ويل : د اسلام پېغمبر صلى الله عليه و آله وسلم هوښيار سړى و او غوښتل يې کافر په اسلامي ټولنو کې په داسې تنګسه کې وي، چې پخپله دعامې کرکې احساس وکړي او ښايي د کرکې او حقارت دغه احساس د دي سبب شي،چې اسلام ته رامات شي ( ١) او دغه ناولتيا يوازې د مسيحيانو په باب نه ده؛بلکې د شيعه په منطق کې هر کافر ان مجوسيان ( پخواني ايرانيان) هم ناولي دي. بيا مې ورته وويل: ستاسې دا خبره صحيح؛ خو مسيحيان ولې ناولي ګڼئ؟ هغوى خو نبوت،خداى او قيامت مني؟ ويې ويل: دا له دوو پلوو: يو خوا دا ، چې هغوى د حضرت محمد پېغمبري نه مني او په دعوى کې يې دروغجن ګڼي . بله دا،چې هغوى د خداى په پېغمبرانو پورې ناروا تورونه تړي او وايي،چې حضرت مسيح عليه السلام شراب څښي. ما ورته په حيرانتيا وويل: داسې نه ده،مسيحيان داسې نه وايي. هغه راته وويل: ته نه پوهېږې،په مقدس کتاب (انجيل) کې همداسې راغلي دي . زه چپ شوم، سره له دې،چې پوهېدم دويمه خبره يې دورغ ده (٢) خو لومړۍ خبره يې سمه وه، خبره مې ورسره له دې امله ونه شاربله ،چې شکمن راباندې نشي؛ځکه ما ورته ځان مسلمان ښوولى و او له خپل اصلي دين سره مې د تعصب له ښکاره کولو نه ډډه کوله. بل دا ،چې اسلام يو وخت د ژوندانه او واکمنۍ دين و او ګرانه وه ، چې دا ښاغلى مې پوهولى واى،چې ته نوکر او مريي يې؛ځکه د بادارۍ هغه غرور،چې يو وخت لومړي مسلمانان د نړۍ پياوړي او ځواکمن وو، همېشه د دوى په مغزو کې دا کېنوله،چې د نړيوالې واکمنۍ لپاره هڅې وکړي، که کمزوري او بې ارزښته هم وي او زموږ لپاره ګرانه وه ،چې په اسلامي تاريخ کې داسې لاس ووهو،چې مسلمانان سره و نه پوهېږي،چې دوى يو وخت د نړيوالې مشرۍ او بادارۍ څښتنان وو او دا هم راته ګرانه وه ،چې دا ورته وښيو،چې ستاسې هغه تېره لويي او واکمني بېرته د راستنيدو نه ده او په دې توګه مو دوى له دې فکره ايستلى واى. ٣ _ دا هم وه ،چې موږ د عثماني او ايراني حکومتونو دسستۍ په دوام هم ډاډه نه وو او نه په دې ،چې دوى دې راويښ نشي؛بلکې دا وېره وه،چې هغوى ناڅاپه له هغو نقشو نه خبر نشي ،چې موږ د هغوى پر هېواد د زور تسلط لپاره جوړې کړې وې او د عملي کېدو په حال کې وې.که څه هم دغه دواړه دولتونه په ناپوهۍ او کمزورۍ کې ډوب وو،چې د پاڅېدو او ويښيدو وس يې نه درلود؛خو بيا هم د خپل هېواد پر حالاتو واکمن وو او پېسې او وسلې ورسره وې او تقريبا په خلکو کې نغښتې وو؛ نو ځکه ترې وېره کېده. ٤ _ بله ستره اندېښنه او نارامي مو زمونږ تر لاس لاندې اسلامي هېوادو له مسلمانانو علماوو نه وه، د الازهر، عراق او ايران علماء زموږ د هيلو په پرمختګ کى لوى خنډ وو، که څه هم هغوى د ورځني ژوندانه اصلونو ته ارزښت نه ورکاوه او يوازنۍ موخه يې هغه جنت و، چې خداى ورسره ژمنه کړې وه او ډېر لږ هم له خپلو اعتقادي اصولو څخه نه تېرېدل او ملت په همدوى پسې روان و. ايراني او عثماني پادشاهان هم ترې سخت وېرېدل. البته سنيانو د خپلو علماوو دومره خيال نه ساته او خپل ټول ديني،اعتقادي او معنوي عشق يې سلطان او شيخ الاسلام ته راغونډ کړى و؛خو شيعه ګانو خپل معنوي او روحاني عشق يوازې په علماوو پورې تړلى و. دغه ايماني توپير دومره نه و،چې پر دغه هېوادو د بريتانيا د مستعمرو د وزارت اندېښنه کمه کړي. دا په اسلامي هېوادو کې زموږ د استعمار د تسلط په پرمختګ کې يو لړ مشکلات وو،چې د مستعمرو وزارت؛ بلکې ټول سياستپوهان او د بريتانياد حکومت غړي يې اندېښمن کړي وو. د دغو مشکلاتو د هواري لپاره مو زيات کميسيونونه او غونډې جوړر کړې؛خو هر ځل به تر ډېرو خبرو وروسته څه نتيجې ته نه رسېدو او لار به مو بند ښکارېده او هغه راپورونه،چې په دغو هېوادو کې زموږ د جاسوسانو له خوا رارسېدل، ټول نا اميدوونکي وو او د دغو ټولو غونډو نتيجې صفر؛ بلکې تر صفره هم ښکته وې؛خو موږ بيا هم نا اميده نه وو او ځان مو يوې اوږدې ساه او اوږده صبر ته تياراوه. ښه مې ياد دي،چې په يوه کنفرانس کې،چې په همدې غرض جوړ شوى و او په خپله د مستعمرو وزير مشر کشيش او د وزارتونو خبريالانو پکې ګډون کړى و او خبرې پکې درې ساعته روانې وې؛خو څه ترې جوړ نه شول . کشيش وويل: "ګرانو ! خپه کېږئ مه ! عيسى مسيح عليه السلام پر حالاتو لاسبرى نه شو او دين يې نړيوال نه شو؛خو د درې سوه کلن رنځ، کړاو او شهادت تر زغملو وروسته،چې ده او ملګريو يې وزغمه کېداى شي، عيسى مسيح په خپله ملکوتي توجه سره موږ ته وګوري او د کفارو په له منځه وړلو کې مو بريالي کړي.که سل کاله وروسته هم وي؛نو په هرحال کې بايد پر خپله موخه ټينګ ايمان ولرو او ځانونه په هر راز وسايلو سمبال کړو او په محمدي ټولنو کې د مسيحيت د خپرولو لپاره هڅه وکړو.که څه هم نتيجه يې پيړۍ پيړۍ وروسته وي.هو پلرونو زامنو ته کرلي دي." يوه ورځ په وزارت کې يوه ستره غونډه جوړه شوه،چې په بريتانيا، روسيه او فرانسه کې زموږ ټول جاسوسان او کارمندان پکې وو، زما لپاره په دغه غونډه کې ګډون ډېر ارزښتناک و او دا له وزير سره د خاص ارتباط له ا مله وو .

په دغه غونډه کې د محمديانو په مشکلاتو خبرې کېدې او د هغوى د بې لارې کولو او په عقايدو کې يې د درز اچولو په باب خبرې کېدې او دا خبره په يوه خوله کېده،چې لکه اسپانيا خپل زاړه مذهب ( مسيحيت) ته ورستنه شوه، پکار ده،چې د هرې سيمې مسملمانان هم له اسلامه مخکې خپل مذهب ته واړول شي؛خو له دې غونډې نه ،چې څه نتيجې تر لاسه شوې، ډېرى په زړه پورې نه وې او ما د غونډې ټولې هغه خبرې اترې او مناقشې د "مسيح ملکوت" په نامه کتاب کې راخېستې دي. البته د هغې مضبوطې او پياوړې ونې ( ،چې جرړې يې له ختيځ نه تر لويديځ پورې غزېدلي) له بېخه را ايستل ډېر ګران دي؛ خو انسان بايد ګران او سخت مشکلات هم هوار کړي.

مسيحيت په نړۍ کې د خپرېدو لپاره راغى او دا ژمنه د مسيح ده؛ خو محمد (ص)،چې بريالى شو او خپل تعليمات يې پر نړۍ خپاره کړاى شول،په دې،چې يو څه ورسره د نړۍ حالاتو او د ختيځ او لويديځ د امپراطوريو د ځوړتيا او انحطاط مرسته وکړه؛خو هغه شرايط له منځه ولاړل او خبره سرچپه او پرعکس شوه، اوس محمديان په نړۍ له پاسه مخ پر ځوړ را روان دي او مسيحي هېوادونه د پر مختګ، صنعت او قدرت پر لوړو ولاړ دي او هغه وخت رارسېدلى،چې له محمديانو خپل د څو پيړيو بدل او غچ واخلو او خپل له لاسه وتلې شان له محمديانو راستون کړو (٣) .

دويم يادداښت پر ١٧١٠ ميلادي کال د بريتانيا د مستعمرو د وزارت له خوا د اسلامي ملت د بيا لرې کولو د لارو چارو د څېړنې لپاره په لس کسيزه ډله کې مصر،عراق، تهران، آستانې او حجاز ته واستول شوم. هغه نورو (٩) کسو هم زما غوندې پر اسلامي هېوادو د بريتانيا د غلبې په برخه کې خاص فعاليت درلود.د وزارت له خوا راته ښې پوره پيسې، معلومات او جوړې شوې نقشې راکړ شوې او د پادشاهانو، حکامو، د قبايلي مشرانو او علماوو نومونه يې رازده کړل،د خداى په امانۍ په وخت مې سکرتر سره خپلې خبرې نه هېرېږي ،چې ويل يې: " پوه شئ،چې زموږ د هېواد راتلونکى برى په تاسې پورې اړه لري، څومره زور،چې لرئ، د هدف د پرمختګ په لاره کې يې ولګوئ." زه د عثماني امپراتورۍ د يايتخت "استانې" ښار پر لور،چې هغه وخت د اسلامي خلافت مرکز ګڼل کېده،روان شوم او دغلته زما د ورتګ وجه داوه،چې زه د مسلمانانو له دغو دريو ( عربي، فارسي، ترکي) ژبو نه په ترکې ژبه ښه بلد يم،البته د ژبو زده کړه بيل شى دى او پر ژبه داسې تسلط،چې د ژبو والو او اهل زبانو په څېر وويل شي، بيل شى دى،ژبه په لږه موده کې زده کېداى شي؛خو پوره تسلط پرې وخت غواړي او هغه څه ،چې ماته مهم وو، دا وو،چې هر هېواد ته له ورتګ سره بايد داسې خبرې وکړم،چې خلک مې د هغې هېواد استوګن وګڼى او بدګومانه راباندې نشي،داسې ډېر له دې نه وېرېدم هم نه، ؛ ځکه مسلمانان ډېر په دې خبرو پسې نه ګرځي او پر هر چا د ښه ګومان کوي ؛ځکه پېغمبر يې دستور ورکړې ،چې له بدبينۍ نه ډډه وکړي. (٤) هغوى زموږ غوندې نه دي، که پر څه يې شک راشي، شک يې ژر له منځه ځي.له بلې خوا د ترکيي دولت د پوليس او اطلاعاتو مرکزونه دومره سمبال نه دي،چې له له واره جاسوس وپېژندلاى شي. له دې پلوه هم عثماني دولت ډېر کمزورى و. لنډه دا،چې تر يوه اوږده سفر او لرې مزله او ډېرو کړاوونو تر زغملو وروسته (استانې) ته ورسېدم.پر ځان مې محمد نوم کېښود او جومات ته ولاړم، جومات د عبادت لپاره د مسلمانانو د راغونډېدو ځاى دى. ما ته د مسلمانانو په جومات کې په زړه پورې خبره،منظمه ناسته او خاص نظافت و،چې په عبادت کې يې ليدل کېده، له ځان سره مې وويل:ايا دا له وجدانه لرې نه ده ،چې داسې دين سره مبارزه وکړو؟ او ازادي او ښيګڼې يې له منځه يوسو؟ ايا موږ ته مسيح دا امر کړى دى؟ نژدې دغو افکارو په زړه کې مې بدلون راوستى و، ناڅاپه وبوږنېدم او له واره مې ځان له دغو شيطاني سوچونو ازاد کړ او خپل عزم او اراده مې لا پسې پياوړې کړه،چې تر وروستي حده به دا لار پر مخ بيايم. په جومات کې له يوه نيمزالي عالم سړى سره مخ شوم ( احمد افند ) نومېده، ډېر پاک سپېڅلى او نيت په خير سړى و،چې په خپل هېواد کې مې په کشيشانو او ديني خلکو کې داسې څوک نه و ليدلى. شيخ شپه او ورځ دا هڅه کوله ،چې ځان د پېغمبر په څېر وښيي او د ژوندانه په ټولو اړخو کې يې پېغمبر خپل مخکښ او لارښود ګڼلى و، او ،چې د پېغمبر نوم يې اخېسته؛ نو سترګې به يې له اوښکو ډکېدې. له نېکه مرغه له شيخ سره د خدمت په ټولنه کې رانه شيخ يو ځل د اصل، نسبت او وطن پوښتنه ونه کړه او ماته يې محمدي افندي وايه او،چې رانه خبر شو،چې زه په دې ښار کې مسافر يم؛ نو بيا يې ډېره لورينه راباندې کوله؛ځکه ما ورته ويلي وو،چې زه مسافر يم، مورو پلار مې مړه دي؛خور او ورور هم نه لرم، البته يو څه شته راته پاتې دي چې زه غوړام په هغو پيسو يو څه کار وکړم او قرآن زده کړم؛ نو ځکه د اسلامي امپراتورۍ مرکز ته راغلم،چې هم دين وګټم او هم دنيا. شيخ زه کېنولم او يوه خبره يې راته وکړه ،چې ما دلته کټ مټ وليکله : ستا احترام له څو اړخو په ما واجب دى: ١_ يو خو ته مسلمان يې او مسلمانان سره ورونه دي. ٢ _ ته ميلمه يې او رسول الله فرمايلي دي،چې د ميلمه درناوى وکړئ. ٣ _ ته د علم زده کوونکى يې او اسلام د علم د زده کوونکي د درناوي او عزت په باب زيات ټينګار کړى دى. ٤ _ ته غواړې حلال کسب و کار وکړې. په حديث کې دي،چې کاسب د خداى دوست دى. زه په دغو خبرو حيران شوم، له ځان سره مې وويل : کاشکې مسيحيت دغه روانه حقايق په خپلو تعليماتو کې ځاى کړي واى او حيرانتيا مې زياته وه،چې اسلام نو بيا له دې ټولو حقايقو او لوړو اهدافو سره دومره کمزورى او بېوسي ولى دى؟ او مسلمانان په دغو خواشينوونکي انحطاط سره د مغرور حکومتونو په منګولو کې نښتي دي؟ شيخ ته مې وويل: غواړم قرآن زده کړم . شيخ زما د دې ارمان د درناوي او خوشالۍ لپاره پخپله زما استاد شو او قرآن يې راته له حمد" الحمد الله" نه شروع کړ او مطالب يې راته ټکى په ټکى تفسيرول، د شيخ غوندې راته د قرآن تلفظ ګران و، کله به دا ګرانه نوره هم ګرانه شوه. ښه مې ياد دي،چې د قرآن دا جمله ( على امم من قبلک) مې له لس وارې تکراره وروسته زده کړه؛ځکه شيخ ويل: دا جمله بايد داسې ووايي چې په يو بل کې د ميمونو له ادغام نه اته ميمونه نور جوړ شي. خير هر څه، چې وو،په دوو کلو کې مې پوره قرآن له سره تر پايه ولوست. شيخ به چې هر ځل قرآن لوسته،اودس به يې کاوه او ماته به يې د اوداسه ويل او دواړه به مخ پر قبله کېناستو او دې به مشغول شو. د يادونې وړ ده،چې اودس د مسلمانانو په نزد د ځان او لاسونو داسې مېنځل دي،چې لومړى صورت مينځي ( استنجا مراد ده) بيا تر څنګلو پورې ښې لاس او بيا کيڼ لاس، بيا پر سر، غوږونو اورمېږ لوند لاس راکاږي او بيا پښې وينځي او ويل يې: چې لومړى بايد انسان په خوله اوبه واچوي او بيا لږې پزې ته تېرې کړي او بيا په اوداسه لګيا شي. زه له يوازيني کاره چې مجبور وم، د مسلمانانو په څېر يې وکړم او ډېر پرې زهيرېدم، مسواک و او مسواک د غاښونو د پاکولو لپاره په خوله وهل کېدونکى يوه ټوټه لرګى دى از زه پوهېدم، چې دا لرګى غاښ،نه خرابوي او کله خو اورۍ هم ويني کوي؛ خو زه يې په کولو مجبور وم؛ ځکه دا د اسلام له نظره يو تاکيدي سنت و. په استانه کې د استوګنې په وخت کې د جومات له خادم سره ويدېدم او له هغه سره مې د يو څو پيسو مرسته هم کوله،خادم يو قهرجن او بدخويه سړى و. مروان افندى نوميده ،مروان د پېغمبر د يوه صحابي نوم هم دى او خادم هم په دغه نامه ډېر وياړ کاوه او ماته يې ويل: که خداى زوى در کړ؛مروان نوم پرې کېږده؛ځکه مروان د اسلام يو مجاهد شخصيت تېر شوى دى. زه همېشه له دغه خادم سره وم او همده به راته ډوډۍ تياروله. د جمعې پر ورځ،چې اسلامي اختر ګڼل کېږي، کارته نه تلم؛خو په نورو ورځو کې له يوه ترکاڼ سره کار ته کېناستم او د يوې هفتې کار په بدل کې يې ډېر لږ څه راکول، ما نيمه ورځ کار کاوه؛نو د نورو کارګرو د نمايي معاش هومره يې راکاوه. ترکاڼ خالد نومېده. په وزګار وخت کې يې د رسول الله د يو يار خالد بن وليد د قهرمانۍ او فتوحاتو کيسې کولې. ترکاڼ به ويل : عمر بن خطاب چې رامنځ ته شو؛ نو خالد يې له کاره ګوښه کړ. خالد( ترکاڼ) يو قهرجن او بدخويه سړى و؛خو ما يې ډېر خيال ساته؛ خو زه يې په وجه نه پوهېدم . ماويل ښايي دا به له دې امله وي، چې زه د هغه په ديني او کسبي چارو کې ډېر غم غرض نه لرم او د هغه د چال چلن په باب څه نه وايم او خبرې ته يې لاس په نامه يم،کله به چې سره ګوښه کېدو؛نو غوښتل يې چې جنسي غريزه راباندې سړه کړي. البته دا کار د مسلمانانو له نظره سخت منع دى؛خو خالد داسې سړى و،چې د مذهبي مسايلو په ارزښت ډېر اړ نه و. که څه هم په ظاهره يې خلکو ته ځان په تقوى ډېر ټينګ ښوده؛خو د جمعې لمانځه ته راته او نورو لمونځونو ته جومات ته نه راته، زه پرې نه پوهېدم، چې نور لمونځ کوي که نه؟ ما دده دا ناوړه غوښتنه نه منله او دا مې ګڼله، چې له خپل يو بل شاګرد سره به، چې د (سلانيک) استون او ډېر ښکلى و، لومړى يهودى و؛ خو وروسته مسلمان شوى و دا کار کوي؛ځکه ځينې وخت به هغه يوازې دوکان ته دننه،چې د لرګيو ډېرى پکې وه د دوکان د پاکولو په پلمه ننه ايسته او تر څه وخت به دواړه سره لګيا وو. ما به د غرمې ډوډۍ په دوکان کې خوړه بيا به د لمانځه لپاره جومات ته تلم،تر مازيګره به په جومات کې وم، بيا به د شيخ احمد کاله ته تللم او دوه ساعته به مې ورسره قرآن ،د ترکې ژبې ګرامر او عربي ادبيات لوسته او هره جمعه به مې د زکوه په نامه يو څه پيسې ورکولې. په حقيقت کې دا شيخ ته رشوت ورکول وو؛ځکه هغه له ما سره د ارتباط لپاره د کار سړى و. شيخ هم زما په زده کړه کې لږه ستوماني هم نه ښکاره کوله . قرآن د اسلام اصول او د عربي او ترکي ژبې رموز يې رازده کول .شيخ احمد پوهېده چې ما واده نه دى کړى. ډېر ټينګار يې کاوه،چې د ده له يوې لور سره واده وکړم او چې د شيخ ټينګار له حده زيات شو او دومره زيات،چې که د ده غوښتنه مې نه واى منلې؛ نو تړون او راشه درشه مو شلېده . ويل يې چې واده ( نکاح) د پېغمبر سنت دى او رسول الله فرمايلي دي : څوک چې زما له سنتو نه غاړه وغړوي؛ زما دوست نه دى؛ نو مجبور شوم، دروغ ورته ووايم چې زه خصي يم او جنسي قوه نه لرم او چې شيخ ايله زما په دې خبره سوړشو او بې له خپګانه له خپل ټينګاره تېر شو. په استانه کې د دوو کلو وروسته مې له شيخ نه اجازه واخېسته،چې وطن ته ځم . شيخ و نه منله . ويل يې : چېرته ځې؟ دلته هر څې چې دې زړه وغواړي شته. دلته دين هم شته او دنيا هم او ته خو وايې، زه مور، پلار،خويندې او ورونه نه لرم؛نو بيا خو ښه داده چې استانه وطن وګڼې او همدلته پاتې شې . د شيخ دا ټول ټينګار له ما سره د مينې له وجهې و . ما هم ورسره مينه درلوده؛خو زما د ملي دندې غوښتنه وه، چې لندن ته ستون شم او هغه اطلاعات چې په دوو کلو کې مې د مسلمانانو د حکومت له مرکزه راغونډ کړى وو، ټکى په ټکى وړاندې کړم. په دې موده کې مې هم پروګرام همدا و، چې پر له پسې خپلې کتنې او څېړنې په لنډه توګه په هغو ليکونو کې چې د بريتانيا د مستعمرو وزارت ته مې ليکل، ولېږم. ان په خپل يوه راپور کې هغه وړانديز او تجوزيز،چې ترکاڼ رانه د همجنسولى غوښتنه کړې وه وزارت ته وليکله، هغوى ځواب راکړ : که پوهېږې دا کار ستا د څېړنو په بشپړتيا کې موثر وي، ته موظف يې چې دا کار هم وکړې؛ خو ما چې دا فرمان وکوت،ډېر خواشينى شوم او له ځان سره مې وويل چې څومره ناولى کار مې مخکې کړى او زما مشران څومره بې وجدانه خلک دي، چې ماته د داسې ناوړه کار د کولو امر کوي؛ خو بې له دې، چې پروګرام پر مخ بوځم، بله چاره نه وه. له شيخ سره د خداى پامانۍ ورځ عجيبه غموونکې جنجالي ورځ وه، د شيخ اوښکې پر مخ روانې وې، زه يې په سينې پورې جوخت نيولى وم، ويلې يې: زويه خداى دى مل اوسه. که دې ښار ته بيا راغلې او زه مړ هم وما؛نو ما هېر نه کړې او هيله من يم ډېر ژر په محشر کې د رسول الله په حضور کې سره ووينو . د شيخ عواطفو په ما عجيب اثر پرې ايست،اوښکې مې بېواکه روانې شوې؛خو دنده تر عاطفې لوړه ده.

درېم يادداښت زما نهه نور ملګري هم په نورو اسلامي هېوادو کې خپاره وو، زما غوندې هغوى هم د وزارت له خوا وغوښتل شول؛خو له بده مرغه له موږ لسو کسونه ايله شپږ لندن ته ستانه شول او د سکرتر د وينا له مخې مصر ته لېږلي ملګري مو هملته مسلمانان شول او هملته پاتې شول؛خو د سکرتر وينا ده، چې له مسلمانيدو سره سره يې د رارسېدلو اطلاعتو له مخې تر اوسه د کار له رازه پرده نه ده لرې کړې او د کار له جريانه يې څوک نه دي خبر کړي. له پاتې څلورو نه يو، چې روسيې ته لېږل شوى و، هملته پاتې شو او هغه له اصله هم روسى و، سکرتر د هغه په باب له مخکې نه اندېښمن و چې له هماغه لومړي سره به په وزارت کې د روسانو جاسوس وي او د وزارت رازونه يې د روسيي امپراتورۍ ته برسېره کړي دي. عراق ته استول شوى درېم ملګرى مو بغداد ته نژدې په عماره ښار کې د وبا له امله مړ شو. څلورم سړى بېخي ورک شو او هيڅ پته يې ونه لګېده او وزارت ته يې د يمن تر يايتخت ( صنعا) پورې پته وه او تر يوه کاله پورې يې اطلاعات پر له پسې رارسېدل؛خو بيا ورک شو او څرګنده نه شو، چې څه پرې وشول. د وزارت لپاره د د غو څلور کسو له لاسه وتل ستره ضايعه وه، موږ د خپلو ملګريو له هر يو لپاره دقيق حساب نيولى دى؛ نو موږ يو داسې ملت يو،چې شمېر مو کم خو کار مو درون و او د يوه کس له لاسه ورکول هم راته يو مصيبت دى . لنډه داچې ما له سره تر پايه خپل اطﻻعات سکرتر ته په مخکې کېښوول او سکرتر د اطلاعاتو تر سرسري اورېدو وروسته زه هغه کميسيون ته ولېږلم، چې زموږ د راپورونو اورېدو ته جوړ شوى و. په کميسون کې د مستعمرو دوزارت پوهان راغونډ شوي وو او په خپله وزير د کميسون مشري په غاړه درلوده. لومړى مې ملګريو خپل اطلاعات وړاندې کړل او بيا ما خپل دوه کلن راپونه واورول، وزير او سکرتر زما کار ډېر وستايه؛خو د کار د څرنګوالي له مخې په شپږو کې زه درېم سړى وم، نور دوه همکاران مې بيلکود او اچ فرانس ترما ښه وو. البته د ترکي، عربي، قرآن او شريعت په زد کړې کې زما پر مختګ ډېر ښه و؛خو داسې اطلاعت مې تر لاسه نه کړاى شول چې وزارت ته د عثماني دولت کمزوري ورورښيم،چې د وزارت د استعماري موخو په تر لاسه کولو کې موثر وي. کميسون شپږ ساعته لګياو، تر کميسون وروسته مې د سکرتر له غوږه تېره کړه، چې په دغه سفر کې زما زياتره وخت د ترکي او عربي ژبې او قرآن په زده کړه تير شوى؛نو د عثماني دولت د سياسي اړخونو څېړنې ته مې پوره وخت نه درلوده او هيله ده چې په راتلونکې کې موثر نقش ولرلاى شم. سکرتر په موسکا زه تشويق کړم، لاس يې راته پر اوږده کېښود، ويې ويل: په رښتيا چې په راتلونکې کې کامياب يې،موږ هيله لرو په دې لار کې تر ټولو مخکې شي او ستا په دغه ارزښتمن سفر کې دوه غرضه پراته دي: ١ _ دا چې د مسلمانانو کمزورې برخې راوسپړې او په دې وپوهېږې چې له کومو لارو د اسلامي ټولنې تل ته لار پيدا کولاى شو او مليت او وحدت يې سره ګډوډولاى شو؛ځکه پر دښمن د برياليتوب بنسټ همدا دى. ٢ _ که د مسلمانانو کمزورې برخې دې پيدا کړې او د د دوى وحدت ګډوډولو ته مجبور شوې؛ نو که کېداى شول؛ له هماغې لارى يې د اتحاد ړنګولو او د مليت او قوميت غوښتنې روحيي خپرولو ته اقدام وکړه او که په دې کار بريالى شوې؛نو پوه شه، چې د وزارت له خوا به درته ستر منصب درکړ شي. زه شپږ مياشتې په لندن کې پاتې شوم او د تره له لور ( مادى شواى) سره مې واده وکړ، هغه له مانه يو کال مشره وه، زه دوه ويشت کلن وم او هغه درويشت کلنه. ښکلى وه؛ خو په هوښيارى او استعداد کې بده نه وه. زما د ژوندانه خوږې شپې همدا شپږ مياشتې وې، چې له ښکلې ناوې سره مې تېرې کړې.هغه اميندواره شوه از په تمه وم، چې خپل بچى وګورم؛خو وزارت امر وکړ په خپل کار پسې عراق ته ولاړ شم. عراق له ډېر پخوا راهېسي د عثماني حکومت تر استعمار لاندې و ، ما لپاره دا سفر ډېر په زړه پورې ځکه نه و چې زه د خپل زوى د ليدو هيله من وم؛ خو زما ملي وظيفې، د ښځې مينه، عاطفه، شخصيت، شهرت او د زوى علاقه هر څه لاندې کړي وو؛ نو څنګه مې چې د وزارت له خوا حکم واورېد؛ د خپلې ځوانې ښځې د غوښتنې او ټينګار پر خلاف مې له واره نوى ماموريت ومانه او له هغې نه د بېلتون پر ورځ د هغې اوښکو او سلګيو سخت وځورولم، ژړغونې او مړاوې څېرې يې وژړولم، راته يې ويل : ليکونه همېشه رالېږه، چې د دې څو مياشتني ژوندانه زرينې خاطرې دې پرې تازه کېږي، د هغې دا غوښتنه دومره محرومانه او بېوسي وه، چې د زړه په نغري کې د چاودنې په څېر وه او نژدې يې له سفر او ماموريته لاس په سر کړى وم؛خو د خپلو عواطفو واګې مې راښکلې او له مېرمنې سره مې خداى پاماني وکړه،وزارت ته ولاړم، لازمې لارښوونې مې ترې واخېستې او روان شوم. شپږ مياشتې وروسته په لار کې وم، چې د عراق بصرې نومې ښار ته ورسېدم،بصره يو قبايلي ښار دى،استوګن يې سنيان،شيعه، عرب او ايرانيان دي، يو کم شمېر مسيحان هم پکې اوسي. زما په عمر کې دا لومړى ځل و او په دې ښار کې مې شيعه او ايرانيان ليدل. دلته بېځيايه نه ده، چې د شيعه او سني د پېژندګلوى په باب څه ووايم: شيعه هغه مسلمانان دي،چې د اسلام د پېغمبر زوم او د فاطمې خاوند علي بن ابيطالب ته منسوب دي ، علي پر زومولۍ سربېره د پېغمبر اکرم د تره زوى هم و. او شيعه وايي چې پېغمبر خپل ځايناستى غوره کړى و او علي او يولس زامن يې يو په بل پسې د پېغمبر ځايناستي دي. زما خيال دى،چې شيعه په حقه دي؛ځکه د اسلام د تاريخ له مطالعې نه ماته ثابته شوه،چې علي داسې يو لړ امتيازات درلودل،چې په مسلمانانو کې د مشرتوب او د ملت د لارښوونې لپاره غوره وو. حسن او حسين خو په خپله سنيان هم مني؛ځکه چې پېغمبر يې په هکله ويلى وو، چې حسن او حسين دواړه امامان دي؛ خو زه دا نه شم منلاى چې پېغمبر به د حسين (٩) نه ګوني زامن هم ځايناستي کړي وي (٥) او که محمد غوره کړي هم وي؛ نو هغه له راتلونکې نه څه خبر و؟ ځکه محمد چې څه وخت له دنيا رحلت کاوه حسين لا هلک و؛ نو هغه څنګه پوهېده، چې د زوى پلار شي او نسل به يې تر نهو اولادو او هغه هم ټول د امت د مشرۍ لپاره دنيا ته راځي. هو! که محمد رښتيا پېغمبر و،کېداى شي له راتلونکي خبر اوسي او خداى له راتلونکي نه خبر کړى اوسي؛ لکه مسيح يې، چې له راتلونکې نه خبر اوه؛ خو د هغه ( محمد) پېغمبري زموږ له نظره شکمنه ده،مسلمانان وايي قرآن د محمد د پېغمبرۍ لپاره پوره دليل دى؛خو ما قرآن لوستى، په هغې کې مې داسې څه ونه موندل. البته د قرآن په لويوالى که څه شک نه شته او له تورات او انجيل نه ډېر او چت او ارزښتناک دى. ځکه په قرآن کې ډېرې لويي اخلاقي چاري او قاعدې پرتې دي؛ خو ايا يوازې همدا د محمد د پېغمبرۍ دليل کېداى شي؟ زه د محمد په باب سخت حيران يم، يو بيدياني او بدوي سړى، چې ليک لوست هم نشي کولاى، څنګه داسې کتاب راوړاى شي؟ دا کتاب ډېره هوښياري،پوهه او استعداد غواړي، چې په نننيو روڼ فکرو عربو کې هم نه شته،د هغه وخت بدوي عرب خو پرېږده چې ليک لوست يې هم نه و زده. له يوې خوا په دې اندېښنو کې ډوب يم او بل خوا فکر کوم چې ايا همدا ده د پېغمبرۍ دليل کېداى شي؟ په دې باب ما له ځينو مسيحي پوهانو سره هم خبرې کړې دي؛ خو څه پوخ ځواب مې نه دى اورېدلى؛بلکې له خبرو نه يې دښمني او تعصب څڅېده. په ترکيه کې مې له شيخ احمد سره هم همدا خبره وشاربله، هغه هم قانع نه کړاى شوم؛ خو زيات څه مې ورسره؛ځکه ونه ويل، چې دخپل راز له برسېرېدو راباندې له شکمنېدو نه وېرېدم. خير زه محمد يو داسې ستر عنصر ګڼم، چې زما له اټکل نه وتل او منلې خبره هم همدا ده،چې هغه د خداى د پېغمبرانو يو داسې لاروى دى،چې کيسې او حالات مې يې د شمرانو په کتابونو کې لوستې دي؛ خو پر پېغمبرۍ مې يې لا ايمان نه دى راوړى. خو که ووايم چې پېغمبر نه دى؛ نو نابغه يې هم نه شم ګڼلاى؛ځکه په دې کې شک نه شته چې هغه له نابغه وو نه ډېر اوچت دى او تر ټولو پوه او هوښيار دى. خو سنيان وايي چې تر پېغمبر وروسته مسلمانانو راى ورکړه، چې لومړى دې ابوبکر بيا عمر بيا عثمان او بيا علي خليفه وي او له همدې امله يې نو د پېغمبر پر دې فرمان، چې تر هغه وروسته دې علي خليفه وي، سترګې پټې کړى او دا نور يې ترې د خلفا الرسول په توګه مخکې کړل. داسې شخړې او لانجې په هر دين کى وي.په مسيحيت کې داسې شخړې او اختلافات له لومړي سره وو؛ خو نه پوهېږم، چې مسلمانانو ولې تر اوسه روانې کړې دي؟ اوس چې عمر او علي دواړه ولاړل، مسلمانانو ته پکار دي، چې پر خپل او سني وضع غور وکړي، نه پر پخواني. يوه ورځ مې د وزارت له لويانو سره د شيعه او سني پر اختلافاتو خبرې کولې او دا مې ورته ويل چې که دوى هوښياران واى؛ اختلافات به يې شاته کړي واى (٦) د مربوطې څانګې مشر راته نېغ شو و يې ويل: ته د اختلاف د تاثير په زياتولو کې په هڅه موظف يې او موږ بايد مسلمانان د يوې ورځې اتحاد ته هم پرې نه ږدو. او همدا شان راته سکرتر هم عراق ته له سفر نه مخکې په يوه غونډه کې وويل: همفري! پوهېږې،له هغې ورځې چې خداى بشر پيدا کړى شخړې او اختلافات پکې پيدا شو،له هابيل او قابيل نه پيل شو او د مسيح تر راستنېدو به په نړۍ کې روان وي او کېداى شي، د انسانانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات په لاندې پينځو ډولونو وي. ١ _ د رنګ اختلاف. ٢ _ د جغرافيايي پولو اختلاف. ٣ _ قبايلي او کورنى اختلاف. ٤ _ مذهبي اختلاف. ٥ _ تاريخي اختلاف، په تېرو پېښو او واقعاتو پوې اړه لري. بله ستره دنده په دې سفر کې ستا پر غاړه داده،چې د مسلمانانو (سني شيعه) هغه اختلافي ټکي، چې دوى له يو بله بيلوي راپيدا کړې او لمن ورته ووهې او په دې لړ کې وزارت ته ارزښتمن اطلاعات ور په لاس کړې او ته وپوهېږه، چې که ته خپله د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف زړى شوې، د بريتانيا لپاره به دې په خدمت کې ستر برى ګټلى وي. ځکه موږ انګليسانو ته ګرانه ده، چې تر هغې له هر اړخه سوکال او ارام کېداى نشو، چې تر څو مو په خپلو ټولو مستعمرو کې د فتنې او اختلاف اور ته لامن نه وي وهلې او عثماني امپراتوري هم هغه وخت رانسکورولاى شو، چې په ملت کې يې فتنه راولاړه کړو، که نه نو څنګه کېداى شي، چې يو موټي خلک پر يوه ستر او لوى ملت باندې برلاسى شي؟ او دا هم درسره ياد ساته، چې د ترکو سلطنت او د فارس حکومت کمزورى شوى او ته بايد يوازې د حکومتنو پر خلاف د ملتونو د پارلو وسايل برابر کړې . لنډه دا چې که په دوى کې اختلاف پيدا شو او د دغو حکومتونو زور خپوروور شو؛نو موږ په ډېره اسانۍ کولاى شو،چې استعمار يې کړو.

څلورم يادداښت زه چې بصرې ته ورسېدم،په يوه جومات کې مې واړول، د جومات مشر او امام د اهل سنتو يو شيخ او له اصله عرب و، شيخ عمر طايي يې ورته وايه،له شيخ سره بلد شوم او درناوى مې پر ځاى کړ؛ خو شيخ له هماغه لومړۍ شېبې راباندې شکمن غوندې شو، د نامه او اصل و نسب پوښتنه يې رانه وکړه، ماويل چې زما لهجې او رنګ به شيخ ته شک پيدا کړې وي؛خو هڅه مې کوله چې د شيخ بدګوماني له ځانه لرې کړم؛ نو ورته مې وويل: زه د ترکيې د اعدير يم، په استانه کې د شيخ احمد شاګرد وم او د خالد ترکاڼ په دوکان کې مې کار کاوه او د ترکيې په باب راسره اطلاعات مې شيخ ته وړاندې کړل او ان ځېنې ترکي کلمې او جملې مې هم له قصده وويلې. ښه مې ورته کاته، چې شيخ خپل يو مريد ته، چې په ترکي پوهېد سترګه وهله،چې دى دا جملى سمې وايي که نه؟ او هغه د سر په خوځولو ښوده، چې سمې يې وايم، بيا به خوشحاله شوم، چې که خير وي د شيخ شک لرې شو؛ خو څه موده وروسته پوه شوم،چې زما اټکل سم نه و او شيخ راته د شک په سترګې کتل او ترکى جاسوس يې ګڼلم.د شيخ او د بصرې د ولسوال ( چې عثماني دولت ټاکلى و) څه اختلاف و. ما بې له دې، چې د شيخ عمر جومات پرېږدم، بله چاره نه درلوده. د مسافرو يوه سراى ته ولاړم او يوه کوټه مې پکې کرايه کړه.سراى وان يو لوده او احمق غوندې سړى و ارام ته يې نه پرېښودم، هر سهار به راغى، لمانځه ته به يې له خوبه پاڅولم،ما هم منله،دې په دې هم نه بسيا کېده، مجبورولم يې چې تر لمر خاته پورې قرآن ولوله،ما به ورته ويل: لمونځه فرض دي قرآن لوستل خو فرض نه دي. هغه به ويل: د لمر خاته او لمر پرېواته په وخت خوب په سراى کې د لوږې او خوارۍ سبب دى.ما څه نه شول ويلاى؛ځکه راته يې ويل چې که داسې ونه کړې ؛نو له سراى نه دې وباسم، زه مجبور وم هر سهار تر اذان وروسته لمونځ وکړم او تر يو ساعته زيات وکم قرآن ولولم، سراىوان ( مرشد افندي) په دې هم بسيا نه شو، يوه ورځ راغى، و يې ويل : تا چې له کومې ورځې دا کوټه کرايه کړې زما په کار کې خنډ پيدا شوى او همېشه مى ځوروى او زه دا ستا له بد پل او قدمه ګڼم، ستا بدقدمي داده چې ته لونډ او جره يې او جره بدمرغه وي؛نو بايد واده وکړې او يا له سرايه ووځه . ورته مې وويل: پيسې نه لرم چې واده وکړم.و مې ويل که ده ته هم ووايم، چې خراب يم نو دې خو ناپوه سړى دى، وايي به زه دې ګورم چې رښتيا وايي که دروغ؟ نو ما وويل : پيسي نه لرم . مرشد افندې وويل: عجب بې ايمانه سړى يې، تا په قرآن کې نه دي لوستې، چې خداى فرمايي: إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ ( نور/٣٢) څوک چې واده وکړي، که بيوزلى وي؛ خداى يې په خپله شتمن کوي. زه حيران شوم، چې څه وکړم؟ او څه ځواب وکړم؟ ما ويل ډېره ښه ده. خو څنګه بې پيسو واده وکړم، ته پور پېسې راکوې؟ يا راته يوه ښځه پيدا کولاى شې، چې مهر و نه غواړي؟ مرشد افندي لږ غلى شو، ويې ويل: په دې خبرو نه پوهېږم؛ خو يا بايد د رجب مياشتې تر لومړي پورې واده وکړې او يا له سرايه ووځه. د رجب تر لومړۍ پورې پينځه ويشت ورځې پاتې وې . دلته د اسلامي مياشتو نومونه يادونه بيځايه نه ده. محرم، صفر، ربيع الاول، ربيع الثاني، جمادي الاول، جمادي الثاني ، رجب، شعبان، رمضان، شوال، ذي العقده، ذي الحجه. د مياشتو حساب د مياشتې د ليدو له مخې کېږي.مياشتې له دېرشو ورځو زياتې او له نهه ويشتو کمې نه وي؟ لنډه دا چې د سريوان په زور په نه زړه او بد رنګ د يوه بل ځاى په لټې پسې راووتم. له يوه ترکاڼ سره مې خبره وکړه، چې په دوکان کې به کار هم کوم او شپه او خواړه به هم هملته کوم. د ټاکلې نېټې تر رارسېدو د مخه له سراى نه د ترکاڼ دوکان ته راغلم،ترکاڼ يو لوروونکى او خوږ سړى و. له ما سره يې زوى غوندې چلند کاوه.عبدالرضا نومېده، د ايران د خراسان شيعه و او په بصره کې مېشت شوى و. ما ورسره له وخت نه استفاده وکړه او فارسي مې ترې زده کړه،شيعه ګانو او په بصره کې اوسېدونکي ايرانيانو هر مازيګر د ده د دوکان په مخکې غونډه کوله او پر اقتصادي او سياسي چارو يې خبرې کولى. د دې ځاى شيعه ګان عثماني حکومت او د ايران حکومت ته سخت په غصه وو. په خپلو کې به د ايراني دولت او عثماني حکومت د جناياتو او ناروا و په باب غږېدل او چې څنګه به نا اشنا راښکاره شو؛ خبره به يې په بله واړوله او د خپلو شخصي مسايلو په باب به اخته شول، زه حيران وم، چې پر ما يې څنګه باور کړى او زما په مخکې په جار د سياسي او ضاع په باب غږېږي؟ خو وروسته پوه شوم، چې هغوى پر ما د اذربايجاني ګومان کړى دى؛ځکه زه يې ليدم چې ترکي ګړېږم او سپين پوستى يم. د اذربايجان خلک به سپين پوستي وى. دوکان ته د راتلونکيو خلکو په ډله کې مې يو ځوان د ديني طالب العلمۍ په جامو کې وليد،چې په دريواړو (عربي، ترکي، فارسي) ژبو ښه پوهېده او محمد بن عبدالوهاب نوميده، لوړ خيالى، قهرجن او د عثماني حکومت سخت مخالف و. د دوکان له خاوند ( عبدالرضا) سره ملګرتيا يې له دې امله وه،چې دواړه د عثمانې دولت پر وړاندې مخالفه نظر درلود؛خو عجيبه دا وه، چې دا ځوان په ايراني ژبه څنګه داسې ښه پوهېده؟ سره له دې،چې له اصله عرب دى او په فکر کوم چې دوى دواړو ترمنځ د دوستي تړون څنګه شوى. عبدالرضا،سخت متعصب شيعه او محمد بن عبدالوهاب سني دى؛خو دا هم لرې نه وه ؛ځکه په بصره کې سنيان او شيعه په پخپلو کې سره اغږلي او د وورونو په څېر يې ژوند کاوه او فارسي ژبه هم د بصرې په خلکو کې دومره زياته رواج وه؛ لکه په ترکي، چې پوهېدل. محمد بن عبدالوهاب يو ازادي غوښتونکى ځوان و او له شيعته ګانو سره په مخالفت او مبارزه کې يې زياتى نه کاوه، د ځينو سنيانو پر خلاف د دوى ځېنې مشايخ شيعه ګان کافر دي او وايي، چې شيعه مسلمانان نه دي. محمد بن عبدالوهاب د اهل سنتو څلورګونو مذهبو ته هم څه ډېر ارزښت نه ورکاوه او ويل يې دا خو څه خداى نه دي نازل کړي. دڅلورګونو مذهبنو کيسه داسې ده چې: په څه له پاسه يوه پېړۍ کې په مسلمانانو کې څلور کسه ( ابوحنيفه، مالک بن انس، احمد بن حنبل، محمد بن ادريس شافعى) پيدا شول ، د وخت حکومتونو خلک مجبور کړل، چې په مذهبي چارو کې د دغو څلورو کسو پر پله ولاړ شي او اعلان يې کړه، چې له دې څلورو پرته هيڅوک له قرآن او سنتو نه د خداى د حکم د را ايستو حق نه لري. د وخت د حکومتونو له خوا د اجتهاد مخنيوى د دى سبب شو، چې مسلمانان له فکري پلوه په ټپه ودرېږي او د دغو څلورو کسو پلويان شي. البته په دې منځ کې شيعه ګان غلي کېناستل او خپل مذهب يې چې په قرآن او د پېغمبر په سنتو کې د فکري حرکت او اجتهاد پر بنسټ ولاړ و، په يوه پراخه منطق سره خپور کړ. سره له دې، چې هغه وخت شيعه ټولى د سنيانو لسمې ته هم نه رسېده. مخ پر زياتېدو سره او د سنيانو پر وړاندې يې د يوه پياوړې صف په توګه ځان څرګند کړ. د يادونې وړ ده، چې اجتهاد په هر وخت کې په اسلامي فقه کې يو بدلون راولي او په اجتهاد د وخت له غوښتنو سره سم نوي نوي مطالب له اسلام نه تر لاسه کېږي، چې په دې توګه مذهب داسې وسله ده، چې هر ورځ بايد په نوې بڼه په نړۍ کې رامنځ ته شي؛ خو که مذهب په يوې ځانګړې لاره او محدودو افکارو کې را ايسار شو؛ نو د پوهې ور بندېږي او د ټولنې اړتياوې نه تر سره کېږي او مذهب بايد د يوې زړې او له کاره لوېدلې وسلې په توګه کېښود شي. که ته زړه او زنګ وهلې وسله ولرې او دښمن دې نوې او عصري وسله ولري؛نو دښمن درباندې هرومرو برلاسېږي. زه فکر کوم ډېر ژر به سنيان عقلا دا ومني،چې له وچ تقليده لاس واخلي او د اجتهاد ور په سمه توګه پرانېځي او که دغه پلان رامخکې نشي؛ د سنيانو ټولنه به ډېر ژر سره وشيندل شي او شيعه مکتب به ټوله اسلامي ټولنه ونيسي. دغه لوړخيالى ( محمد بن عبدالوهاب) زلمى د خپلې پوهې مقلد او هغه څه يې منل، چې په خپله له قرآنه پوهېده او ډېر لږ يې د اهل سنت د مشايخو نظريې منلې،د څلورګونو امامانو په فتواوو او ان کله کله يې د ابوبکر او عمر په پوهې پوې هم خندل او کله به چې له قرآن نه په کوم حقيقفت پوه شو، چې څلورګوني مذهبونه يې پر خلاف پوهېدلي؛ د هغوى نظر او عقيده به يې پر دېوال ويشته او همېشه به يې ويل: پېغمبر اکرم فرمايلي دي: انى مخلف فيکم الکتاب والسنه ( ما تاسې ته د خداى کتاب او سنت پرې ايستى دى.) او دا يې نه دي ويلي، چې تاسې ته مې د خداى کتاب،سنت،صحابه او مذهبونه پرېښي؛نو پر موږ د کتاب او سنت پېروي فرض ده؛ نه د مذهبونواو صحابه وو هغه رايې، چې د قرآن او سنت مخالفې دي. يوه ورځ عبدالرضا ته شيخ جواد قمي شيعه عالم راغى او هغه د شيعه عالم په وياړ يوه درنه مېلمستيا وکړه،زه هم پکې وم او محمد بن عبدالوهاب هم و.شيعه عالم او محمد سره په خبرو کېوتل، ما ته د هغه بحث ټولې خبرې يادې نه دي؛خو يو څو مې په ياد کې پاتې دي: شيخ جواد محمد ته وويل: ته چې داسې ازاد خياله سړى يې، چې د مذهب د خاوندانو تقليد نه کوې؛نو ولى د شيعه ګانو غوندې د علي پېروي نه کوې؟ محمد وويل: علي هم د عصر او نورو صحابه وو غوندې دى او وينا يې شرعي دليل کېداى نه شي،شرعي حجت يوازې قرآن او سنت دي. شيخ قمي وويل: علي څنګه له عمر او نورو صحابه وو سره فرق نه لري؟ چې پېغمبر د هغه په باب فرمايلى دي: انا مدينة العلم و على بابها: زه د علم ښار يم او علي يې ور دى. محمد وويل: که د علي وينا سند واى؛ خو پېغمبر به فرمايلي واى، چې تاسې ته مې د خداى کتاب،سنت او علي پرېښوول،ولې يې وويل چې د خداى کتاب او سنت مې درته پرېښوول؟ شيخ قمي وويل: پېغمبر بيا دا فرمايلي دي: انى تاريک فيکم الثقلين کتاب الله و عترتي ( تاسې ته مې دوه درانه شيان پرېښوول،يو د خداى کتاب او بل مې عترت) علي د پېغمبر د عترت ( کورنۍ) مشر و، محمد دا خبره و نه منله. شيخ قمي د نومړي حديث لپاره د اهل سنتو غټ غټ اسلامي کتابونه ياد کړل (٧) او محمد د شيخ قمي په مخکې چپ پاتې شو. غوښتل يې د هغه په ښوولو مدارکو کې شک وکړي؛خو مجبور شو خبره واروي؛ نو د نيوکې په توګه يې وويل: که پېغمبر داسې فرمايلي وي، چې ما د خداى کتاب او خپله کورنۍ تاسې ته پرېښووه؛ نو د خداى د پېغمبر سنت کوم شول؟ شيخ قمي وويل: د رسول الله سنت له کتاب الله نه پرته دي؛ځکه د رسول سنت د خداى د کتاب شرح ده او له کتاب الله نه د رسول الله منظور په دغه حديث کې قرآن او سنت يې شرح ده. محمد وويل: ايا عترت د قرآن شرح نه ده؟ که پېغمبر عترت د دې لپاره پريښي وي، چې قرآن شرح کړي او بلخوا يې خپل سنت د قرآن د شرح په توګه پرېښي وي؛ نو د سنتو د شتنون په صورت کې عترت ته څه ضرورت دى؛ بلکې يوازې سنت د قرآن د شرحې له پلوه کافي دي. شيخ قمي وويل: له دنيا نه د پېغمبر په تلو سره خلک يوه شارح ته اړ دي،چې قرآن د وخت له غوښتنو سره سم تشريح کړي او د خلکو اړتياوې د قرآن له مخې ترسره کړي او دا کار تر پېغمبر وروسته عترت کولاى شو؛نوځکه عترت يې له قرآن سره غبرګ کړ او دواړه يې خپل ځايناسيت کړل. زه په دې بحث هک پک شوم او محمد بن عبدالوهاب مې د بوډا شيعه عالم په لاس کې د ښکاري په منګولو کې راګېره مرغۍ وګڼله، چې ځان نشي خوځولاى. لنډه دا چې ما خپله ورکه په محمد بن عبدالوهاب کې موندله البته د ده زړه ورتيا او د دين د لويانو پر وړاندې يې لوړ خيالي او داسې ازاده رايه،چې هغه د قرآن او سنتو له پوهې نه درلوده او په هېڅ يوه مذهبي لارښود ان په خپلو څلورګونو خلفاوو هم اړ نه و. زما لپاره په دې برخه کې غټه خبره وه،چې د ده له لارې د مسلمانانو په ټولنه کې خپل ماموريت ترسره کړم. رښتيا چې د دې ځوان او په استانه کې د هغه سپين ږيري ترک ترمنځ ډېر فرق و. هغه د دين د لويانو پر وړاندې پر خپلو اعتقاداتو د غره غوندې کلک ولاړ و،چې هيچا خوځولاى نه شو. د ابوحنيفه نوم به يې چې اخېسته؛نو د حنفيتوب له امله به يې په اوداسه يادوه، چې کله به يې بخاري ( د اهل سنتنو ستر کتاب) را اخېسته نو په اوداسه به يې را اخېسته؛ خو محمد بن عبدالوهاب به، چې د ابوحنيفه نوم اخېسته؛ نو په ډېر سپکاوي او بې پروايۍ يې يادوه او ويل يې زه له ابوحنيفه نه ښه پوهېږم او دعوى يې کوله، چې نيمايي بخاري شريف باطل دى. ما له محمد بن عبدالوهاب سره لار واخېسته او دا به مې ورته ويل چې تر عمر او علي زيات خداى ته ګران يې او کله به مې ورته ويل : که ته د پېغمبر په وخت کې واى؛ ته يې خپل خليفه کولې او همېشه به مې ورته ويل:غواړم خداى اسلام ستا په لاس نوى کړي او ته يوازنى نجات بښونکى يې، چې اسلام له دغې انحطاط او ځوړتيا نه ژغورلاى شې. له محمد سره مې د خبرو تړون وکړ، چې د قرآن په باب د خپلې پوهې او فکر له مخې څېړنه وکړو؛نه د صحابه وو او د مذهب د پېروانو د پوهې په رڼا کې. همېشه به مو په ګډه قرآن لوسته او په ځېنو ټکو کې به مو سره شخړه هم کوله ما غوښتل د دې پلان په پاى کې محمد يوځاى دوه ځايه پر ځان اوچت وښيم او هغه به زياتره په دې برخه کې زما د رايې له منلو نه ډډه کوله او د هغه د مقام د منلو په برخه کې به يې زما په ادعا لږ غور د دې لپاره کاوه، چې ځان يو ازاد او د مقام له مينې نه يو لرې سړى وښيي او زما باور او عقيدت لا پر ځان زيات کړي. يوه ورځ مې ورته وويل: اوس جهاد فرض نه دى.ويل يې : ولې؟ خداى نه دي فرمايلى چى: جاهدالکفار ، ما وويل : خداى فرمايلي دي چې : جاهد الکفار و المنافقين ( توبه / ٧٣) : د کفارو او منافقينو سره جهاد وکړئ،که دا آيت د جهاد په فرضيت دلالت کوي؛نو پېغمبر ولې له منافقينو سره جهاد ونه کړ؟ پېغمبر خو له منافقينو سره په خوله اووينا وجنګېد؛نو له کافرو سره هم جهاد په وينا او منطق سره فرض دى. ويل يې:پېغمبر له کفارو سره محاربه کړې . ما وويل: له کفارو سره د پېغمبر جګړه د ځان د دفاع په وخت کې وه؛ځکه کفارو غوښتل هغه ووژني او پېغمبر يې دفع او دفاع وکړه. بله ورځ مې ورته وويل: زه خو وايم چې متعه او موقته نکاح روا ده. ويل: هيڅکله نه! ما وويل : خداى په قرآن کې فرمايلي چې: فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ( نسا/٢٤) چې څرنګه مو له ښځو نه ګټه واخېسته بدل او مزدوري يې ورکړئ . دا آيت د موقتې نکاح په روا والي دلالت کوي؛ځکه که له يوې ښځې نه په ټاکلې موده کې جنسي استفاده وشوه او اجرت يې ورکړ شو؛ هيڅ پروا نه کوي.

محمد وويل: حضرت عمر متعه حرامه کړې او ويلي يې دي: دوه متعې وې، چې د پېغمبر(ص) په وخت کې حلالې وې؛ خو زه يې اوس حراموم او کونکي ته يې جزا ورکوم.(٨)

ماوويل: ته خو وايې چې زه له عمر نه پوه يم؛ نو څنګه د عمر پېروي کوې؟ محمد چوپ شو او همدا يې د تصديق او قناعت نښه وه؛ځکه له دې کار سره يې بهرنۍ اغيزه هم وه . جنسي غريزه يې په څپو شوې وه او ښځه يې هم نه درلوده . ما ورته خبره وړاندې کړه : څه کېږي زه او ته دواړه يوه ښځه په متعه واخلو او ولې له دې خونده بې برخې شو؟ محمد سر وخوځاوه، د رضايت موسکايې په شونډو خپره وه، چې زما تجويز يې ومانه. ما هم موقع غنيمت وګڼله او ژمنه مې ورسره وکړه چې متعه به ورته اخلم . زما ټول هدف له دې پلاره همدا و، چې له خلکو او عمومي افکارو سره د دده د نظر د مخالفت وېره او اندېښنه کمه کړم. هغه پر ما دا ومنله، چې خبره به د راز په توګه زما او د هغه ترمنځ پټه وي ان نوم به يې هم ښځې ته نه ښيم. ما ځان له واره هغې مسيحې ښځې ته ورساوه، چې په بصره کې د بريتانيا د مستعمرو د وزارت له خوا د مسلمانانو د فاسدولو لپاره ګمارل شوې وه او په خبره مې وپوهوله او صفيه نوم مې ورته غوره کړ، او په ټاکلې ورځ مې د يوې مسلمانې ښځې په جامه بې ځنډه د محمد بن عبدالوهاب کور ته وروسته، کور تش و،ما له محمد سره ګډه متعه صيغه ولوسته . محمد يوه هفته دغه ښځه صيغه کړه او څو روپۍ يې هم د مهر په توګه ورته وټاکلې. ما په دې يوه هفته کې صفيې ته لازم دستورونه ورکړي وو.هغه له دنننه او زه له بهر نه د محمد بن عبدالوهاب په توجيه لګياوم. لنډه دا چې صفيې وکړاى شول پخپلو نازونو د محمد زړه پوره تر لاسه کړي. د استبدادي ،اجتهادي او د نظر د ازادۍ او د فکري سرغړونې په سيورې کې يې له دين او مذهب سره د مخالفت خواږه پرې وڅکل، صفيه درې ورځې د محمد په کور کې پاتې شوه، په درېمه ورځ زما او د محمد ترمنځ د شرابو د حراموالي خبره توده شوه . ما ورته وويل: شراب حرام نه دي، هغه به چې د شرابو د حرمت په باب په اياتونو او حديثونو هر څه استدلال کاوه، ما به رداوه،اخر مې ورته وويل: دا صحيح او ثابته ده، چې معاويه بن ابوسفيان،يزيد او بني عباس خليفه ګانو شراب څښکل ايا د دوى ټولو ته ګمراهان ويلاى شو؟ او رښتيا وايي؟ په دې کې هم شک نه شته چې هغوى د خداى په کتاب او د رسول په سنتو پوهېدل؛خو د تحريم په اياتونو کې نه پوهېدل؛بلکې هغوى داسې اياتونه او احاديث ښه نه ګڼل او پردې سربېره تورات او انجيل هم شراب مباح ګڼل؛ دا څنګه کېداى شي، چې په يوه دين کې دې شراب حلال وي او په بل کې حرام؟ سره له دې، چې ټول دينونه د يوه خداى له لوري راغلي دي؟ او دا خو په حديثو کې راغلي، چې د دې آيت((فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ )) ( مائده/٩١) تر وخته حضرت عمر شراب څښکل (٩) او که شراب حرام واى؛ نو بايد پېغمبر عمر رټلى واى، چې دغه نه رټل په خپله د شرابو د حلالوالي دليل دى. زما خبرې ټکى په ټکى د محمد په زړه کې دومره کيناستې، چې زما د وينا په تائيد کې يې وويل چې: په ځينې اخبار کې راغلي، چې حضرت عمر به شرابو کې لږې اوبه اچولې او څښکل يې او ويل چې نېشه کوونکي او مسکر شراب حرام دي او چې سکر او نېشه يې ماته شوه؛ نو حلال دي. بيا يې زياته کړه؛لکه چې عمر دا ټکى له قرآن نه زده کړى و، چې فرمايي: مائده/ ٩١) إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ ( شيطان غواړي چې په شرابخوري او جوارۍ په تاسې کې دښمني او کينه پيدا کړي او تاسې د خداى له ياده او لمانځه نه منع کړي) نو که شراب مستي را نه ولي دغه کارونه ( د خداى له ياد او لمانځه نه امنتاع) نه کېږي؛نو چې شراب مسکر او نېشه کوونکى نه وي؛ حرام نه دي. ما صفيه د شرابو په باب له خپلو خبرو نه خبره کړه او ورته مې وويل: نن شپه چې هر څنګه وي، لږ شراب پيدا کړه او ور يې کړه، صفيې هماغسې وکړل او سبا يې ما ته وويل، چې بېګا مې خالص شراب په محمد وڅښل او دومره مست شو، چې اپلتې يې ويلې او تر سبا پورې مست و،سهار مې محمد کمزورى او بيسده وليد، نور نو ما او صفيې د هغه واګې پوره په لاس کې نيولې وې، پر هغه ورځ راته د مستعمرو د وزير هغه قيمتي خبرې رايادېدې چې د خداى پامانۍ په وخت کې يې راته ويل: موږ اسپانيا له کفارو ( مسلمانانو) نه يوازې په شرابو او ناوړه چارو بېرته تر لاسه کړه،هيله ده ټول هېوادونه په همدې دوو پياوړو قواوو تر لاسه کړو. بيا مې يوه ورځ له محمد سره د روژې په باب خبرې وکړې او ورته مې وويل: قرآن فرمايي: وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ ( بقره / ١٨٤) که روژه ونيسئ درته ښه ده؛ خو قرآن دا نه دي ويلي چې درباندې فرض ده (١٠) نو روژه د اسلام له نظره مستحب ده، نه فرض. محمد څه فکري ټينګار وکړ او ويې ويل: لکه چې غواړي ما له دينه وباسې؟ ما ويل دا څه وايي؟ دين خو د زړه پاکي او د روح سپيڅليتيا ده، نور لا څه وي؟ ولې پېغمبر نه دي ويلي چې : الدين الحب، دين منيه ده او قرآن هم فرمايلي دي: وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ حجر /٩٩: او پروردګار دې تر هغه وخته ونمانځه چې يقين دې راشي؛ نو چې څه وخت پر خداى او د قيامت پر ورځ د انسان يقين راشي او زړه يې پاک شي ، هغه غوره انسان دى. خو محمد زما په دې خبرو سر په نفې وخوځاوه او تر خبرو لاندې مې نه شو. بله ورځ مې ورته وويل: لمونځ فرض نه دى.و يې يل : ولې؟ ما ويل؛ځکه چې خداى په قرآن کې فرمايي: وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (طه/١٤) لمونځ د خداى د ياد لپاره وکړه، نو له لمانځه نه د خداى ياد مراد دى، نو که چا ته خداى همېشه ياد وي؛ نو لمانځه ته څه ضرورت نه شته؟ محمد وويل: هو ما هم اورېدلي چې ځېنو علماوو د لمانځه په وخت د خداى ذکر کاوه،په دې خبره يې ډېر خوشحاله شوم او دا مې وګڼله، چې نور يې په عقل پوره سپور شوى يم، تردې خبرو روسته مې محمد ليده،چې په لمانځه ډېر اړ نه دى، کله يې کړي او کله نه، خصوصا د سهار لمونځه يې زياتره نه کاوه او چې کله به د شپې يو ځاى وو او تر نيمې شپې به مو خبرې کولې؛ نو سهار به لمانځه ته د پاڅېدو نه و او نه به يې کاوه. لنډه دا چې په همدې ډول مې د محمد له اوږو نه د ايمان څادر راښکه . يوه ورځ مې وغوښته، چې د پېغمبر په باب يې زړه کې څه شک راپيدا کړم؛ خو سخت راته په غصه شو. و يې يل: که بيا دې داسې خبره وکړه؛ نو زما او ستا د دوستۍ به څه پاتې نه وي. زه د هغه له داسې تروې ټندې سخت ووېرېدم، چې د رازونو غوټه مې پرانه نيستل شي . بيا مې ورسره د پېغمبر په باب څه خبره و نه کړه؛ خو دا مې پرې ومنله، چې له شيعه او سني نه پرته يوه دريمه لار پرانېځي او هغه هم دا د خپل غرور او خود خواهۍ له وجهې ومنله. صفيي د محمد زړه بيخي وړى و او تر هغې هفتې وروسته به محمد همېشه څو څو ځل په صفيي پسې تله او متعه کوله يې؛ نو ما د صفيې له لارې چې د محمد يوه همېشنۍ معشوقه ګرځېدلې وه، وکړاى شول چې د هغه واګې بېخي په لاس کې واخلم او د هدف پر لور يې راکاږم. يوه ورځ مې ورته وويل: دا رښتيا ده چې وايي پېغمبر په خپلو يارانو کې ورورولي ټينګه کړې وه؟ و يې يل: هو ! و يې يل : ايا د اسلام احکام يوازې د هغه وخت لپاره وو، که د همېشه لپاره دي؟ و يې يل: د همېشه لپاره د پلي کېدو وړ دي؛ځکه پېغمبر فرمايلي دي چې د محمد حلال تر قيامته حلال او حرام يې تر قيامته حرام دي. ماوويل: خوښه دې نه ده، چې له همدې اوسه د ورورۍ تړون وکړو؟ هغه راسره ومنله او تر هغې ورځې وروسته په هر ځاى کې په سفر او حضر کې د ورور په توګه ورسره وم او دغه کرلى نيالګى مې همېشه خړوباوه او ميوې ته يې د تمې لپاره به مې د خپل کار او پلان شرح همېشه وزارت ته لېږله او په ځواب کې به يې د خپل دې کار د هڅونې او تشويق ځوابونه رالېږل . د هدف پر لور په چټکۍ روان وم او محمد مې له ځان سره بېوه او د لږې شېبې لپاره ترې هم نه بېلېدم. او غټ کار مې دا و، چې د ازادۍ غوښتنې روح پکې پياوړى کړم او د اسلام د اساساتو په باب يې مخالفت او ترديد نور هم زيات کړم او همېشه به مې ورته د يوې داسې روښانه راتلونکې چې ټولنيز قيادت په لاس کې واخېستلاى شي، زيرى ورکاوه. يوه ورځ مې ورته وويل: ما بېګا پېغمبر په خوب وليده؛ په هماغو خصوصياتو مې ورته پېغمبر توصيف کړ، چې له منبريانو (علماوو) او مذهبي مبليغنو نه مې اورېدلي وو، ګورم چې پېغمبر پر يوه تخت ناست دى، يو شمېر علما او پوهان، چې نه مې پېژندل، ورنه راتاو وو په دې کې ته راننوتې، وجود دې ځلېده، پېغمبر دې د درناوي لپاره پاڅېد او پر تندي يې ښکل کړې او درته و يې فرمايل: محمده! ته زما همنومى، زما د علم وارث او ځايناستى يې. تا ويل: يا رسول الله! زه خلکو ته له قرآنه د خپلې اخېستې پوهې له څرګندولو وېرېږم. پېغمبر وفرمايل: مه وېرېږه ! ته تر ټولو اوچت او غوره يې. دغه جوړ کړى خوب مې محمد ته ووايه،له خوشحالۍ نه نژدې الوتى و. بيا بيا به يې پوښتنه کوله،رښتيا وايې؟ ما ويل : هو همداسې مې وليدل. فکر کوم له هماغې ورځې نه محمد بن عبدالوهاب خپل مرام ښکاره کول وغوښتل.

پينځم يادداښت په بصره کې د محمد بن عبدالوهاب د پلان جوړولو په وخت کې له لندن نه د يوې ابلاغيې په ترڅ کې موظف شوم، چې کربلا او نجف ته ولاړ شم. دغه دواړه ښارونه د نړۍ د شيعه ګانو د پام وړ او د روحانيت مرکزونه يې دي. دا دواړه ښارونه يوه کيسه لري: خو نجف يو داسې ښادر دى، چې د اهل سنتو له نظره د پېغمبر د څلورم او د شيعه وو له نظره د لومړي خليفه د ښخېدو له امله ودان شوى.د نجف په يوه فرسنګ کې کوفه يو ښار دى، چې د علي د حکومت مرکز و او چې څه وخت علي ووژل شو؛نو زامنو يې حسن او حسين له کوفې نه بهر وو، چې نجف ورته وايي، ښخ کړ. او له هماغې ورځې دا ځاى لږ لږ ودان شو او چې څومره نجف ودان شو هغومره کوفه ورانېده. په نجف کې يو شمېر علماء اوسي،هملته کورونه،مدرسې او دوکانونه او اوس د شيعه علماوو مرکز نجف دى. په استانه کې عثماني حکومت د نجف له علميه حوزې نه وېرېږي او د هغوى پر وړاندې تواضع او درناوى کوي او دا له څو پلو: ١ _ يو خو دا چې د ايران دولت شيعه دى او تقريبا د همدوى په لاس کې دى او که عثماني دولت يې پر وړاندې ډېر لږ سپکاوى او ناغېړي وکړي؛ د ايران او عثمانيانو ترمنځ فضا پرې خړ پرېږي؛ نو د نجف د علماوو په ډېر لږ سپکاوي هم د دواړو هېوادو ترمنځ د جګړې اور بلوي. ٢ _ د نجف په شاوخوا کې زيات داسې قبايل اوسي، چې د نجف د تقليدي مراجعو او مذهبي مشرانو په حکم چلېږي او دغه قبايل ټول په وسله سمبال دي. که څه هم وسله يې منظمه او زوروره نه ده؛ خو بيا هم دوى په خپله د دولت پر وړاندې د اخ و ډب په وخت کې يو پياوړى ځواک دى. ٣ _ دا علما په ايران ،هند افريقا او عربي هېوادو کې د ټولو شيعه ګانو مراجعه او ديني مشران ګڼل کېږي او که دولت يې پر وړاندې لږ سپکاوى هم وکړي؛شيعه ګان به پرې له هرې لوري رامات شي.

خو د کربلا کيسه : کربلا د علي او فاطمې د زامنو او د پېغمبر د لسمو حسن او حسين تر وژلو وروسته جوړ شوى ښار دى. د عراق خلکو حسين راوغوښت، چې له حجاز او مدينې نه راشي، چې خليفه يې کړي،هغه چې دا بلنه ومنله او کورنۍ يې د کوفې په دولس فرسنګو کې پرتې کربلا ته ورسېدله؛نو کوفيان ترې ستانه شول او په شام کې د اموي واکمن يزيد بن معاويه په امر د حسين پر خلاف لښکر راولېږل شو، حسين او توريالي ملګرى يې ورسره په نره تر مرګه وجنګېدل. 

اموي لښکرو په دغه جګړ کې له ډېرې سخت زړۍ او زياتي نه کار واخېست. تر هغې وروسته د نړۍ شيعه ګانو د غه ښار او د حسين مدفن خپل ستر روحي او معنوي مرکز وګرځاوه او له هر لوري به د زيارت لپاره پرې داسې را مات وو، چې موږ يې په مسيحيت کې سارى نه لرو. د کربلا دغه ښار هم ډېرې مدرسى لري او يو شمېر شيعه علما هم دلته اوسي او د کربلا او نجف علما سره يو د بل ملاتړ او د ګډ هدف خاوندان دي او دغه دواړه ځايونه د شيعه ګانو لپاره يو نړيوال علمي مرکز ګڼل کېږي. زه د خپل ماموريت په لړ کې له بصرې نه بغداد ته ولاړم، بغداد د عراق د حکومت لپاره د عثماني دولت له خوا د مقرر شوي واکمن مرکز و، له هغه ځايه ((حلى)) ته ولاړم، حله د فرات سيند پر غاه پروت ښار دى. فرات او دجله دواړه داسې ستر رودونه دي، چې د ترکيې په غرونو کې يې سرچينه ده،د عراق له ځيګړه وځي او سيند ته لوېږي. د عراق د خلکو کر کرونده او سوکالي په همدغو دوو نهرونو پورې تړلې ده. زه چې لندن ته ستون شوم؛نو د مستعمراتو وزارت مې پوه کړ چې د دغو دواړو نهرونو د سرچينو د خپلولو لپاره يوه نقشه جوړه کړي، ؛ ځکه دا د عراق د نيولو لپاره يو ډېر ستر پلان دى. له حلى نه نجف ته د يو اذربايجاني سوداګر په جامه کې ولاړم، د نجف له علماوو او ديني ټوليو سره مې مينه او راشه درشه پيل کړه. درسي غونډو ته به يې ورتلم،د هغوى سختې تقوى،پاکلمنۍ، روحي سپيڅلتيا او د علم او پوهې فطري توب ته حيران وم؛ خو پوه شوم، چې د زمانې غوښتنې يې له پامه غورځولې دي او د خپلې وضع د بدلون په باب څه فکر نه کوي،څو خواوې مې يې وکتې: ١ _ د عثماني دولت سخت دښمنان وو او هغه هم له دوو خواوو: يو دا چې دولت سني و او دوى شيعه. بله دا چې عثماني دولت پرې داسې زور راوستى و، چې د دوى د ازادۍ مخنېوى يې کاوه ان دومره اجازه يې نه ورکوله چې خپل زور او قوت ته ځير شي او له دغې تنګسې نه ځان وباسي. ٢ _ د دوى ټول زور او انرجي بس په ديني علومو کې لګېده او مادي علوم يې بيخي شاته کړي وو. ٣ _ د نړۍ په سياسي چارو کې يې فکر نه کاوه او په دې خبر نه وو، چې شاو خوا ته يې څه تېرېږي. ما به له ځان سره وويل: دا خواران څومره په غفلت کې دي او نړۍ څومره ويښه ده. زه همېشه په دې لټه کې وم، چې د نجف علما د عثمانې دولت پر خلاف راوپاروم؛خو هغوى راته غوږ نه ايښوده او ځېنو به راباندې ملنډې وهلې؛لکه ما چې پرې دنيا ړنګوله،هغوى ته عثماني حکومت داسې ښکارېده؛لکه يو نه خوځول کېدونکى د غځېدلو جرړو قوت، چې يوازې د امام مهدي پاڅون يې خوځولاى او نړولاى شي. د شيعه ګانو په نزد امام زمان د پېغمبر يو لمسى او دولسم امام دى، چې د اسلامي حکومت تر رامنځته کېدو (٢٥٥) کاله وروسته پټ شو او تر ننه هم ژوندى دى؛خو ورک او په يوې خاصې راتلونکې کې راڅرګندېږي او پر نړۍ به عدل او انصاف خپور کړي؛خو له ظلم او زياتې نه تر ډکېدو وروسته. ما يوه ته وويل: ايا د پېغمبر په څېر پر تاسې فرض نه ده، چې له ظلم او تېري سره مبارزه وکړئ؟ و يې يل: هغه خو پېغمبر و او خداى ورسره غيبي مرسته کوله. ما وويل : تاسې هم پاڅئ، له تاسې سره به غيبي مرسته وکړي. قرآن نه وايي چې : ان تنصروالله ينصرکم. او که د خداى مرسته مو وکړه، خداى ستاسې مرسته کوي. ځواب يې راکړ :: ته سوداګر سړى يې، په دې خبرو دې سر نه خلاصېږي. د علي قبر يې هر راز ښکلى کړى دى، يو ښکلى حرم،چې له پاسه پرې د سرو زورو ګومبزه ځلېږي او د سرو زور دوه منارې لري،چې شيعه ګان يې ورځ تر ورځ نوره هم ښکلى کوي او په ګډه پکې لمونځ کوي او له قبره يې راتاوې پنجرې ښکلوي،پر امام سلام اچوي او د ورننوتو په وخت کې اجازه غواړي،د حرم شاو خوا يو لوى غولى دى، چې ډېرى وړې وړې کوټى پکې دي او زيارت کوونکى او طالبان پکې اوسي. په کربلا کې د نجف د حرم په څېر دوه حرمه دي،يو د حسين او بل يې د ورور عباس دى، چې په کربلا کې ورسره ووژل شو. شيعه ګان د کربلا په دې حرم کې هم هماغه څه کوي، چې د علي په حرم کې يې کول. کربلا د اوبو او هوا له پلوه تر نجفه ښه ده او د ښار شاوخوا باغونو او روانو اوبو را ايساره کړې ده. په دې مسافرت کې، چې عراق پلو ته ولاړم،خواشينونکې وضع مې وليده،د استانې له خوا دلته مقرر واکمن او والي يو ظالم او ناپوه سړى و، څه يې چې زړه غوښتل، هغسې امر يې کاوه؛ لکه خلک يې چې مينځې او مريان وي، ملت ترې ټول خپه و. خو شيعه ګان ترې؛ځکه خپه وو، چې حکومت يې د ازاديو مخه نيولې وه او په سخت خپګان کې يې راګير کړي وو او سنيان ترې په دې خپه وو،چې هغوى اصلي عرب وو او دا يې نه منله، چې له خپلو لويانو او مخورو پرته دې د يوه ترک سړي حکومت پر ځان ومني. ښارونه وران،خلکو د ښارونو په ناولتياوو او ميکروبي سيمو کې ژوند کاوه،لارې بد امنه،په لارو کې به کاروانونه وهل کېدل،زياتره کاروانيان به د وسله والو ساتندويانو او څارندويانو په ملګرتيا تلل. د قبايلو ترمنځ سختې شخړې او دښمنۍ وې،داسې ورځ به نه وه، چې يوې قبيلې به پر بلې نه بلو سل او مرګ ژوبله به پکې نه کېده. ناپوهي او بې سوادي هم په حيرانوونکې توګه په خلکو کې خپره وه. د ناپوهۍ او بۍ سوادۍ وضع يې ماته زموږ پر هېواد د يهودو د تسلط وخت يادوه. په کربلا او نجف کې له طالبانو او مذهبي شخصيتنونو او يو کم شمېر هغو کسانو،چې په دوى پورې يې اړه درلوده،په زور کې له يو ليکونکي او لوستونکي پرته نور څوک نه پيدا کېده. زه څلور مياشتې په نجف او کربلا کې پاتې شوم. په نجف کې دومره ناروغه شوم،چې له ژوند مې تمه پرې شوه. د غړيو سستوالى مې تر هفتو اوږد شو.يوه طبيب ته ورغلم، د هغه په درملو مې يو څه ښېګڼه وشوه. رنځوري راباندې په دوبي کې راغله، اوړى ډېر ګرم و، د رنځورۍ شپې مې په زيرزمېن کې،چې سرداب يې ورته وايه تېرې کړې، د کاله له خاونده مې په کرايه اخېستې وه، هغه مې د تمې له امله پالنه او ساتنه کوله، خواړه او درمل يې راوړل او راته ويل يې دا هر څه درسره خداى جهتي کوم؛ځکه ته د اميرالمومنين زاير يې. د ناروغۍ په لومړيو شپو کې مې خواړه خالي ښوروا وه. بيا راته طبيب لږه غوښه هم وښووه او د رنځورۍ په اخر کې د چرګ له غوښې سره وريجې راته وښودې. له رنځورۍ نه چې ښه شوم؛ له نجف نه بغداد ته ولاړم .د نجف،کربلا،حلى او بغداد له مشاهداتو مې يو سل مخيز راپور تيار کړ او په بغداد کې مې د مستعمراتو د وزارت نماينده ته وسپاره او په خپله د وزارت حکم ته سترګې په لار شوم، چې په عراق کې پاتې شم او که لندن ته ولاړ شم ؟؛ خو لندن ته د تګ ډېر تږى وم؛ځکه مسافري مې ډېره اوږده شوې وه او په وطن،ښځې او زوى پسې مې زړه ډېر خپه و، خصوصا د دې لېوال وم، چې هغه يوازنى زوى مې (سبوتين)، چې زه يې لا نه وم ليدلى، ژر ووينم؛ نو په يوه بله پاڼه کې مې له وزارت نه د رخصتۍ اجازه وغوښته، چې کور ته ولاړ شم؛ځکه په عراق کې مې د سفر درې کلنه موده تېره کړې وه. په بغداد کې د مستعمراتو د وزارت نماينده راته وويل: همدلته پاتې شه او بغداد ته د ځواب تر راتګه ونه وځې. ما هم د دجلې رود پر غاړه په يوه هوټل کې کوټه واخېسته، چې راباندې بدګومانه نشي. په بغداد کې د استوګنې په موده کې مې په دې غور کاوه، چې د دې ښار د اوضاع او د عثماني هېواد د يايتخت ترمنځ څومره توپير دى. ترکان دا غواړي، چې عراق وځپي؛ځکه عراقيان عرب دي او حکومت د دوى له شره امان نه دى.له هغې ورځې چې له بصرې نه راوتلى وم، د محمد بن عبدالوهاب په باب ډېر اندېښمن وم او پرې وېرېدم، چې هغه زما ورښوولې لار پرې نه ږدي؛ځکه هغه ډېر رنګين مزاجى او قهرجن و،وضع يې ژر بدلېده او زه ترې همېشه په وېره کې وم، چې د محمد بن عبدالوهاب په لږ بدلون سره زما ټولې خوارې اوبه يو نه سي. زه چې ترې رابېلېدم، هغه غوښتل، چې عثماني مرکز استانې ته ولاړ شي؛خو ما منع کړ او ورته مې وويل : هلته حالات دومره تنګ دي، چې کېداى شي تا د خپلو عقايدو د خرګندولو په وخت کافر کړي او و دې وژني، هغه ته ما هسې دا خبره وکړه؛خو ډېره وېره مې له دې وه، چې له ځېنو داسې علماوو سره مخ نشي، چې له خپل کږليچ او بېلارۍ نه يې وا نه وړي او د اهل سنتو په لار يې سيخ نه کړي او زما ټولې هڅې خاورې نشي. لنډه دا چې پوه شوم محمد په بصره کې پاتې کېدل نه غواړي؛ ورته مې وويل : اصفهان او شيراز ته ولاړ شه؛ځکه دا دواړه ښکلي او ودان ښارونه دي. خلک يې شيعه ګان دي او دا ډېره لرې وه، چى شيعه ګان پر محمد اثر پرې باسي؛ له دې امله خو يې زه له ورښوولې لارې نه په نه لرې وتو ډاډه وم. څه وخت چې زه له محمد نه رابېلېدم؛ ورته مې وويل: ته پر تقيه ايمان نه لرې؟ ويې ويل : هو د پېغمبر يو صحابي و، فکر کوم محمد به مقداد ګڼلى وي، څه وخت چې د مشرکينو په لاسو کې و او مور و پلار يې ورته ووژل؛هغه تقيه وکړه او د خپل نجات لپاره يې د خپل مشرکوالي اظهار وکړ. ورته مې وويل: که هلته ولاړې؛ نو له شيعه ګانو نه تقيه وکړه. او ورته مه وايه چې اهل سنت يې، چې له کړاو سره مخ نشې او د هغه ښار له ښکلې هوا او اوبونه استفاده وکړه، د خداى پامانۍ په وخت مې محمد ته يو موټى پيسې د زکاة او د سفر خرڅ په نامه ورکړې ( زکاة يو ډول ماليه ده، چې مسلمانان يې د اسلام او مسلمانانو د ګټې لپاره ورکوي) او يو څاروې مې ورته د سپرلۍ لپاره واخېست او ورومې بښه او ترې رابېل شوم. له هغه وخت راهيسې بيا پوه نه شوم، چې محمد چېرته ولاړ او څه شو؟ يو له بل سره مو تړون کړى و، چې که له موږ دواړو نه هر يو بصرې ته راغى او هلته يې پاتې کېدل نه غوښتل او خپل دوست يې و نه کوت؛ نو عبدالرضا نجار ته دې ليک وسپاري او په هغه ليک کې دې وليکي چې چېرته ځي،چې ملګرى يې ترې خبر اوسي.

شپږم يادداښت په بغداد کې تر يو څه انتظار وروسته را ته د وزارت خبر راغى او زه يې لندن ته وغوښتم،له واره لندن ته روان شوم او وزارت ته له ورتګ سره مې سکرتر او د وزارت ځېني نور غړى وکتل او خپل درې کلن مشاهدات او پلانونه مې ورته وړاندې کړل. زما د فعاليت له طرز نه ډېر خوشحال شول، د خپل کار د پلان تفصيل مې ورته رالېږلي وو او د محمد بن عبدالوهاب معشوقې صفيې هم ځينى داسې راپورونه رالېږلي وو چې زما پلانونه يې تاييدول. موږ چې وزارت ماموريت ته لېږلو؛ د ماموريت په سيمه کې يې ځېنې نور کسان هم په موږ پسې اچول او زما څارونکيو، چې په دغه سفر کې زما د کار په باب کوم راپورونه ورکړي؛ ټول قانع کوونکي وو. سکرتر زما له راتګه وزير خبر کړ او له وزير نه يې راته وخت واخېست، له وزير سره مې په خاص دفتر کې وکتل،زما يې زښت زيات احترام وکړ او ډېر لور يې راباندې وکړ دا ځل راسره د استانې له سفر نه د راستنېدو په پرتله د وزير چلند ډېر زيات توپير درلود او داسې يې راته وښووه، چې ما يې په زړه کې ځاى نيولى دى په دې چې د محمد بن عبدالوهاب غوندې يو څوک مې پيدا کړى، ډېر زيات خوشحاله شو. ويې ويل: وزارت په همداسې ورکى پسې ګرځېده او ټينګار يې وکړ چې له لاسه يې ور نه کړې او هر څنګه، چې غواړي د کار تړون ورسره کلک کړه او که په دغو ټولو زغملو کړاوونو کې دې سړى له تر لاسه کولو پرته نور څه لاس ته هم رانه وړل، بيا هم ارزښت لري. ما ورته وويل: اوس اندېښمن يم، چې د محمد پاى به څه شي؟ وزير وويل: ډاډه اوسه هغه اوس هم پر هماغه لار روان دى، چې تا ورښوولې ده. زموږ مامورينو ورسره په اصفهان کې کتلي او وزارت ته يې راپور رالېږلى، چې هغه پر خپله لار روان دى. ما له ځان سره وويل: محمد څنګه رازونه نورو ته هم ويلي دي؛ خو د وزير له وېرې مې ترې پوښتنه و نه کړاى شوه؛ خو وروسته چې له محمد سره مخ شوم؛ راته يې وويل: زه په اصفهان کې له عبدالکريم نومي يوه سړى سره مخ شوم او راته يې وويل: زه ستا د ورور محمد "١١" ملګرى يم، چې په بصره کې يې له تا سره د دوستۍ تړون کړى و. او له همدې لارې هغه عبدالکريم هم، چې د وزارت يو کارمند و، د محمد اسرار تر لاسه کړاى شو، محمد بن عبدالوهاب وويل، چې صفيه په اصفهان کې هم راسره مخ شوه او دوه مياشتې صيغه مې ورسره وکړه او بيا له اصفهان نه شيراز ته ولاړم. عبدالکريم مې هم ملګرى و، په شيراز کې راته عبدالکريم يوه اسيه نومې هم متعه کړه اسيه تر صفيې ډېره ښکلې وه، څه موده مې له هغې سره په شيراز کې تېره کړه او وروسته څرګنده شوه، چې عبدالکريم د جلفا له مسيحيانو ځېنې د يوه مسيحي مستعار نوم دى،چې د وزارت يو کارمند دى او اسيه هم په شيراز کې د مستعمرو د وزارت د يوې مستخدمې نوم دى. لنډه دا چې پرمحمد بن عبدالوهاب زموږ د څلورو واړو تسلط، هغه د وزارت د اصلي هدف د عملي کولو لپاره ښه پوره تيار کړى و. وزير، سکرتر او نورو دوو کسو ته چې ناليدلى وو، د کار او احوال تر وړاندې کولو وروسته راته وزير وويل: ته په خپل دغه فعاليت سره په وزارت کې يوه ستر منصب ته ورسېدې او په خپلو ملګرو کې د لومړي مقام څښتن يې او زياته يې کړه : سکرتر ته مې حکم کړى،چې د دولت ځېنې هغه اسرار چې ستا د پلان په عملي کولو کې موثر دي درته وسپاري،بيا يې راته لس ورځې رخصتي راکړه، چې له خپلې ښځې او بچي سره اوسم. له وزارت نه راووتم او کور ته ولاړم، د خپل کمکي زوى په ليدو ( چې ما ته ورته و او ايله يې خبرې ماتولاى شوې) ډېر خوشحاله شوم،هغه به چې پل اخېسته،ما به ويل، چې زما د ځيګر ټوټه زما په مخکې ګرځي، زما د ژوند خوږې شيبې همدغه لس ورځې وې، چې له ښځې او بچي سره مې تېرې کړې، په دغو سو ورځو کې خپله هغه بوډۍ ترور ( د پلا رخور) مې هم وليده، چې د عمر وروستۍ شپې يې شمېرلې. په دې څو ورځو کې راته د هغې ليدل ډېر ارزښتمن وو؛ځکه هغه زما درېم ماموريت ته تر تګ وروسته له دنيا تللې وه او د هغې مرګ زما په روح ماتم ګډ کړه. لس ورځې دومره ژر تېرې شوې؛ لکه يوه ورځ، وايې چې ښه ساعت ژر تېرېږي، د تريخ غوندې خوند چې يو سات يې د پېړيو په شان تېرېږي، دلته مې په نجف کې د ناروغۍ شپې رايادې شوې،چې يوه ورځ يې راباندې دکال هومره تېرېده او تريخ خوند مې يې اوس هم په خوله کې دى،چې د ژوندانه خوږو او خوښيو هغه ترخه لاندې نه کړل. لس ورځې وروسته وزارت ته ورغلم، سکرتر راسره دروند روغبړ وکړ. لاس يې راته دومره په مينه کيمانډه چې وروري يې ترې احساسېده، راته يې وويل: وزير په خپله ما ته حکم کړى، چې دوه ستر دولتي رازونه دروسپارم. په راتلونکې دې د پلانونو په عملي کولو کې ګټورېدا ى شي او دا ومنه، چې دا دوه رازونه په هېواد کې له ډېرو لږو باوري خلکو پرته بل چاته معلوم نه دي. بيا يې له لاسه ونيولم او د وزارت يوې کوټې ته يې ننه ايستم، چې عجيبه ننداره مې پکې وليده: په کوټه کې شاو خوالس کسه ناست وو، يو پکې عثمان سلطان و، چې هم يې ترکي خبرې کولې او هم په انګليسي،دويم استانه کې د سنيانو د شيخ الاسلام په جامه کې، درېم د ايران پاچا، څلورم د شيعه عالم په بڼه، دغو دواړو په فارسي او انګليسي خبر کولې او د هر يو څنګ ته يو منشي او يو کاتب ناست و. دا څلور کسه په دغو څېرو هغه څوک وو، چې په دغو مختلفو هېوادو کې د وزارت د جاسوسانو او کارمندانو هغه راپورونه، چې راغونډيدل او په دوى پورې مربوط وو دوى ته راتلل. له دغو څلورو ځېنې هر يو يې د وزارت د هغو معلوماتو يوه مجموعه ده، چې تردې وخته راغونډ شوي وو. سکرتر راته وويل: دا د اصلي اشخاصو د څېرو مثالونه دي، چې موږ کټ مټ د هغوى په څېر جوړ کړي دي،چې په دې وپوهېږو هغوى څه رنګ فکر کوي،پوهه او سياست يې په کومه سويه دى؟ ويې ويل: که غواړې ازمېښت پرې وکړه. فرض کړه اوس له يوه شيعه عالم سره مخ شوې، هر څه چې غواړې، له دې سړي نه، چې د هغه په څېره دى، پوښتنه وکړه، ما وويل: ډېره ښه ده، د شيعه عالم مثال ته مې وويل: محترما! موږ ته له عثماني حکومت سره جګړه جايزه ده ځکه دا يو متعصب سني حکومت دى؟ مثال ځواب راکړ: د سني توب له وجهې له حکومت سره جګړه جايزه نه ده؛ځکه مسلمانان ټول سره وروڼه دي.موږ بايد يوازې له دې امله حکومت سره مبارزه وکړو، چې د اسلام او مسلمانانو حقوق او حدود يې لتاړلي او د مسلمان ملت او امت چارې تر پښو لاندې کوي. موږ بايد ورسره د دې لپاره مبارزه وکړو، چې له جناياتو او ناوړه کارونه لاس واخلي او چې څه وخت يې له دغه جنايته لاس واخېست، موږ ورسره هم مبارزه پرېږدو. ما وويل: محترما! يهود او نصارى پليت دي؟ که نه؟ و يې يل: هو دوى نجس دي او ځان ساتل ترې واجب دي .

ما وويل: ښاغليه! نظافت د ايمان جز نه دى؟

که وي؛ نو لارې د جوماتونو غولي او مدرسې ولى دومره ناولې دي؟ ويې ويل: څه وکړو اوبه کمې دي او حکومت هم د عامې روغتيا څه خيال نه ساتى. عجيبه ! دغه ټولې مسئلې په نجف کې ما له يوه شيعه عالم نه وپوښتلې او هغه کټ مټ همدا ځوابونه راکړل؛ البته دې بدل عالم يوه جمله زياته او هغه دا چې: حکومت د عامې روغتيا څه خيال نه ساتي، دا جمله په نجف کې هغه اصلي عالم ونه ويله. دې بدل ( مثال) به داسې فارسې خبرې کولې؛ لکه په نجف کې چې شيعه علماوو کولې. سکرتر وويل: که له دې نورو درېو سره هم خبرې وکړې؛ دوى به هم درته له اصله سره کټ مټ يو شان ښکاره شي.که اصلي خلک دې يې ليدلي وي، دوى ازمييلاى شې. ما وويل: د شيخ الاسلام له فکري طرز سره بلد يم ؛ځکه په استانه کې استاذ ( شيخ احمد افندم) د هغه د خولې خبرې کولې. سکرتر وويل: ډېره ښه ده مهرباني وکړه. زه د شيخ الاسلام له بدل او مثال سره کېناستم، ما وويل : محترم افندم: ايا د سلطان اطاعت واجب دى؟ ويې يل: هو زويه! د سلطان اطاعت د خداى او رسول غوندې واجب دى. ما وويل: ولې؟ ويل: دا آيت دې نه دى اورېدلاى چې خداى فرمايي ( اطيعوا الله وا طيعوا الرسول و اولى ا لامر منکم) (نساء/٥٩) د خداى د خداى د رسول او واکمن اطاعت وکړئ . ما وويل: که د هر سلطان،واکمن او اولى الامر اطاعت د خداى له لوري واجب وي؛ نو خداى څنګه خلکو ته د يزيد بن معاويه په څېر د فاسقو او جنايتګرو د اطاعت حکم کوي، چې د پېغمبر لمسى وژني، د مدينې خلک له يوې مخې وژني او د جرارش لښکر د مسلمانانو پر ناموس تېري کوي او خداى داسې حکم فرمايي چې د وليد بن عبدالمالک په څېر فاسق او شرابي سړى اطاعت وکړئ؟ ويې يل : زويه! يزيد د پېغمبر خليفه او د وخت اميرالمومنين و، د حسين په وژلو کې ترې سهوه وشوه او بيا يې توبه واېسته او پاتې شوه د مدينې د خلکو وژنه، د مدينې اوسېدونکي خو د دغه راز وژنې مستحق وو ؛ځکه د وخت د حکومت پر خلاف راپاڅېدلي وو؛ نو يزيد بايد وژلي او ټکولي واى. د وليد شرابخوري خو ځکه څه خبره نه وه، چې هغه له شرابو سره اوبه ګډولې او بيا يې څښکل. دا په اسلام کې جايز دي. ما له شيخ افندم نه هم دا پوښتنه کړې وه او هغه هم په لږ اختلاف سره همدا ځواب راکړى و. ما سکرتر ته وويل: د دې مثالونو او بدلونو ګټه څه ده، چې دلته موتيار کړي دي؟ ويې ويل: دا بدلونه د مسلمانانو د سياسي او ديني شخصيتونو د سياسي فکر نماينده او ښکارندوى دى. که موږ له يوه لښکر سره مخامخېدل وغواړو او د دښمن پر لور د مخنيوي لپاره لښکر ولېږو؛ لومړى بايد د دښمن د پوځونو تګلورى ښه ځانته معلوم کړو. موږ بايد د مسلمانانو سياسي طرز او د سياسي شخصيتونو د فکر سطح وپېژنو، چې د هغوى د سياسي نقشو پر وړاندې نقشه تياره کړو او سياسي فعايتونه يې شنډ کړو او د هېواد په سياسي او اداري چارو کې يې درز پيدا کړو او بايد د مذهبي شخصيتونو د استدلال په طرز او د فکر په سطح وپوهېږو،چې د استدلالونو د رد لپاره ځوابونه برابر کړو، چې په دې توګه د مسلمانانو په ماغزو کې د دغو شکونو په ځايولو سره د هغوى عقيدې زيانمنې کړو. بيا سکرتر ما ته زرمخيز کتاب راکړ، چې پکې د مسلمانانو د ازادۍ او استقلال د بنسټ د نړولو، کمزوريو او مختلفو نقشو په باب اټکلونه وو،چې د مسلمانانو سياسي او مذهبي مقاماتو سره د مستعمرو وزارت د کارمندانو او جاسوسانو د چلند په باب د مختلفو راپرونو نتيجه وه. کتاب مې له ځان سره کور ته يووړ او په اوږده کړى درې هفته اى رخصتۍ کې مې ولوست او د سکرتر په وينا مې بېرته وزارت ته وسپاره، د کتاب د لوستو په وخت کې د مسلمانانو د اوضاع په باب د وزارت په څېړنو او تدقيق حيران وم او په سلو کې اويا پکې هغه څه ليکل شوې وو، چې ما په خپلو سترګو د مسلمانانو په غونډه کې ليدلي وو او د دولت د سياسي نقشو او اټکلونو په باب مې ډاډ نور هم زيات شو او ډاډه شوم؛ لکه په دې کتاب کې، چې اټکل شوې، عثماني امپراتورۍ به له پېړۍ نه په کم وخت کې رانسکوره شي. سکرتر وويل: د وزارت د ماڼۍ په نورو کوټو کې د نورو مستعمرو او مستعمرو کېدونکيو هېوادو مربوط بدلونه او مثالونه دي. ما سکرتر ته وويل: له اصل سره دا بېخي سم مثالونه او بدلونه څنګ جوروئ؟ ويې ويل: په ټولو ښارونو او هېوادو کې زموږ کارمندان په مختلفو چارو کې راز راز راپورونه رالېږي، مربوط راپورونه خپلو خپلو بدلونو او مثالو ته وړاندې کېږي، دغه بدلونه او مثالونه د هغه اصلي مقام د فکري او سياسي چارو د پېژندو مختصصان دي.

د مثال په ډول:د عثمان پاچا مثال د عثماني سلطان پر افکارو او سياسي چارو داسې سپور دى او په دې برخه کې دومره متخصص دى، چې د هغه ډېر نژدې دوستان به يې هم دومره نه وي.

ښکاره خبره ده،چې د يو چا د تفکر او سياست په باب درته پوره اطلاعات تر لاسه شول او شپه او ورځ درته د هغه چا د افکارو په باب اطلاعات در رسي،چې تاسې يې په باره کې اندېښمن وئ،ستاسې د فکر او نتيجې اخېستنې هرومرو د هغه په څېر کېږي؛ نو ځکه خو بيا نقل يا بدل له اصله سره سم وي. سکرتر وويل: دا له هغو دوو رازونو ځېنې لومړى راز دى، چې وزير يې ماته ستا ته د درسپارلو امر کړى و؛ خو دوهم راز به درته يوه مياشت وروسته درسپارم،چې دغه کتاب ( هماغه زرمخيز کتاب) په غور ا و ژورتيا ولولې، ما کتاب ښه په غور ولوست او د محمد يانو په باب راته تازه ټکى رابرسېره شول او ورسره مې د هغوى د انحطاط او ځوړتيا وجهې تر لاسه کړې او د مسلمانانو د کمزورۍ ټکي مې همداسې وپېژندل؛لکه د قوت او پياوړتيا عوامل يې، چې راته روښانه شول او په دې هم پوه شوم، چې د دوى پياوړي خصوصيتونه او د پياوړتيا عوامل څنګه له منځه وړل کېداى او په کمزورۍ بدليداى شي؟ له کتاب نه د دوى د کمزوۍ رايستلي ټکي دادي: ١ _ د شيعه او سني ترمنځ اختلاف،د ملتونو او دولتونو ترمنځ اختلاف،د ايران او عثماني دولت اختلاف، د قبائلو ترمنځ اختلاف، او د علماوو او دولت ترمنځ اختلاف. ٢ _ ناپوهۍ او بيسوادۍ چې له کم شمېر پرته پرې ټول مسلمانان اخته دي. ٣ _ آخرت ته د مذهبيانو خاصه توجه او د دنيا او دنيوي ژوندانه په باب ناغېزې او پانامۍ. ٤ _ د اسلامي دولتونو استبداد او ديکتاتوري. ٥ _ د لارو بد امني او د ډله يزو ارتباطي وسايلو نشتوالى. ٦ _ د عامې روغتيا نشتوالى، مسملمان ميشتي ښارونه همېشه د وبا او طاعون له ميکروبونو ډک وي. ٧_ د ښارونوويجاړتيا او د ځمکو شاړېدل، د ويالو او نهرونو ټپېدل او د کروندى نيمګړتيا. ٨ _ د مسلمانو هېوادو د چارو په اداره کې داسې د رائ استبداد او ملوک الطوايفي، چې نه پکې قانون او نظم ته ضرورت پاتې دى او نه مقياس او ميزان ته. هرڅوک د هرې ادارې او موسسې په سر کې خپلواک،خپلسرى او خپل رايه دي، چې هر څه وغواړي، هغه کو ي، البته په ښکاره د قرآن درناوى کوي؛ خو قرآن يې له نظره قانوني ارزښت له لاسه ورکړى دى. ٩ _ سخته اقتصادي کمزوري،فقر په ټولو ښارونو اوکورنيو کې خپور دى. ١٠_ د منظم پوځ او مجهزو جنګي وسايلو نتشوالى او زړو او له کاره لويدلو وسلو شتوالى. ١١ _ ښځې کم ګڼل او د هغوى د حقوقو لتاړل. ١٢ _ زياتې ناولتياوې، چې واټونه او بازارونه پرې ډک دي او ژند يې ورته ککړ کړى دى.

په دغه کتاب کې د دغو کمزور ټکو تر يادولو وروسته دا ټکى هم راوړل شوى و،چې د اسلامي قانون اصل او د پېغمبر دستور د د غو پر خلاف دى؛ نو داسې کار په کار دى،چې مسلمانان د خپل دين له حقيقته خبر نشي،چې دغه کمزورى ټکى پکې ثابت پاتې شي.

په نومړي کتاب کې د غو لاندې ټکيو ته اشاره شوې وه، چې اسلام د مسلمانانو د اوسني وضع پر خلاف دى: ١ _ هغوى ته يې د وحدت، پيوستون او همکارۍ حکم کړى او قرآن فرمايي: وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ( آل عمران/١٠٣) د خداى پر رسۍ منګولى ولګوئ او سره خپرېږئ مه. ٢ _ هغوى يې د پوهې او زده کړې تر لاسه کولو ته ګمارلي او حديث دى،چې طلب العلم فريضة على کل مسلم و مسلمه. زده کړه پر هر مسلمان نر او ښځه فرض دي. ٣ _ هغوى يې ويښتيا او هوښيارۍ ته بللي . قرآن فرمايي: فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ ( پرځمکه وګرځئ) ( نحل /٣٦) ٤ _ هغوى ته يې د ودانولو حکم کړى. قرآن فرمايي: بقره ٢٠١ آيت: وِمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً. له دوى ځنې وايي: خدايه موږ ته په دنيا کې نېکي راکړه او په آخرت کې هم. ٥ _ هغوى ته خداى د مشورې امر کړى دى او د راى له تحميل او استبداده يې منع کړي دي. قرآن وايي: وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ ( د شورى ٣٨ آيت) ٦ _ هغوى ته يې د لارو د امنيت د ټينګښت امر کړى دى. په قرآن کې يې ويلي دي : د ملک ١٥ آيت: فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا ( پر ځمکه روان شئ.) ٧ _ اسلام مسلمانانو ته امر کړى، چې د بدن په سلامتۍ کې هڅه وکړئ او روغتيا ته پام وکړئ؛ لکه په حديث کې چې راغلى دي: علوم څلور ډوله دي: د فقهې علم د دين د ساتنې لپاره،د طب علم د بدن د روغتيا لپاره، د نحوې علم په وينا کې له غلطيو نه د ژبې د ساتنې لپاره، د نجوم علم د وخت او زمانې د محاسبې لپاره (١٢) ٨ _ او مسلمانان يې له طبيعي منابعونه استفادې ته هڅولي دي . قرآن فرمايي: خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً (بقره ٢٩ آيت) ( پر ځمکه هر څ خداى ستاسې لپاره شته کړي دي.) ٩ _ او هغوى ته يې په چارو کې د نظم او سمون حکم کړى دى. قرآن وايي: و انتپنا فيها من کل شئ موزون ( الحجر ١٩ آيت) په دې ځمکه کې مر هر څه منظم راټوکولى دي.# ١٠ _ او اسلام مسلمانانو ته په خپل اقتصادي ډګر کې د زيار حکم کړى دى. په حديث کې دي چې: من لامعاش له لا معاد له، څوک چې د معاش دتامين وسيله نه لري، د آخرت نيکمرغي به يې په برخه نه شي. ١١ _ د پوځي قواو او جنګې تشکيلاتو د سمون او برابرولو حکم يې ورته کړى دى، قرآن فرمايي: انفال ٦٠ آيت: وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ( څومره مو چې وسه وي، د دښمن پر خلاف قوت برابر کړئ) ١٢ _ دپاکوالي حکم ورته کوي. حديث دى چې "النظافة من الايمان " پاکوالى د ايمان جز دى. ١٣ _ د ښځو د حقوقو ساتنې ته يې هڅوي. قرآن فرمايي: وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ( بقره ٢٢٨ آيت) او ښځې د ترسره کړي کار په بدل کې د نېکۍ مستحق دي. په نومړي کتاب کې د مسلمانانو د پياوړتيا عوامل او د ځينو شيانو د له منځو وړو توصيه راغلې وه: ١ _ قبيلوي،کورني،نژادي،جغرافيايي او ژبني امتيازات د مسلمانانو له نظره بې ارزښته دي او ځانونه يو د بل خپل ګڼي. ٢ _ سود، احتکار ( دګرانۍ په نيت زېرمه کول) ناوړتيا، شراب او بد ځناور ناولي ګڼي. ٣ _ له خپلو عالمانو سره ډېره مينه لري. ٤ _ سنيان د خپل واکمن ډېر احترام کوي او د پېغمبر استازى يې ګڼي او اطاعت يې واجب بولي. ٥ _ جهاد او له دښمن سره مبارزه ورته فرض ښکاري. ٦ _ شيعه ګان د هر دين او مذهب غير مسلمان پليت ګڼي. ٧ _ اسلام تر ټولو دينونو اوچت بولي او په نړۍ کې تر اسلام اوچت دين نه پېژني. ٨ _ شيعه ګان په خپلو ښارونو کې د يهودي کليساوو جوړول نه پرېږدي. ٩ _ د زياتره مسلمانانو دا خيال دى، چې يهود او نصارى دې له جزيرة العربه ووځي. ١٠_ پر درې ګونو ( لمونځ، روژه، حج) عباداتو سخت ټينګ ولاړ دي. ١١ _ شيعه ګان د پينځمې (خمس) ورکول فرض ګڼي او د خپلې ګاللې ګټى پينځمه خپلو علماوو ته ورکوي. ١٢ _ پر خپلې اسلامي عقيدې سخت ټينګ ولاړ دي. ١٣ _ خپل اولاد د خپلو مسلمانانو پلرونو او نيکونو په څېر روزي، هيڅ يو زوى د خپل پلار له لارې بېلېداى نشي. ١٤ _ ښځې يې ستر مني او محجوبې دي؛ نو ځکه يې په ټولنه کې فساد او ناوړتياوې نه خپرېږي. ١٥ _ د جمعې (جماعت) لمونځ پکې رواج دى او د همدې پروګرام له مخې د ورځې څو ځل راغونډېږي. ١٦ _ د پېغمبر او د هغه د اولادې او د مذهبي لويانو قبرونه د هغوى د راغونډېډو مرکزونه دي او د دغو قبرونو د زيارت په نامه سترې غونډې کوي. ١٧ _ شيعه ګان ډېرى تکيه خانې او حسينيي لري، چې د وير او ماتم په وخت کې پکې راغونډېږي او واعظان او خطيبان پکې ويناوې کوي او د ايمان ساتنې او ښېګڼې ته يې هڅوي. ١٨ _ پر نېکيو امر او له بديو منع ( ملي څارنه) د دوى له نظره فرض ده. ١٩ _ په واده ډېر ټينګ دي او د نسل زياتوالى او د ښځو د شمېر ډېرښت سنت ګڼي. ٢٠ _ د دوى له نظره که يو څوک يو کافر مسلمان کړاى شي، دا تردې غوره ده، چې ده ته دنيا ورکړ شي. ٢١ _ هغوى په دې عقيده دي، چې که څوک د سنتو يا د يوه نېک کار بنسټ کېږدي؛ ټول هغه نېک او عبادتي کارونه، چې د دغو سنتو پر بنسټ ترسره کېږي، په ده پورې اړه لري. ٢٢ _ قرآن او حديث دوى ته ډېر ازرښت لري او د دغو دواړو پېروي د جنت او ثواب سبب ګڼي. د مسلمانانو د پياوړتيا او قوت د عواملو تر يادونې وروسته په دغه کتاب کې دا توصيه شوې وه، چې د دغو عواملو د له منځه وړلو او د کمزوريو د زياتوالي هڅه بايد وشي او د دغو دواړو پلانونو د عملي کولو د څرنګوالي لارښوونه يې کړې وه: ١ _ د اختلافاتو د زياتولو يوازنۍ لار د هغو طبقاتو ترمنځ د بدکڅۍ رامنځته کول دي، چې په خپلو کې سره په شخړه دي او داسې کتابونه خپرول پکار دي، چې دغو اختلافاتو ته لمن ووهي او د دې کار لپاره بايد ښه پوره پيسې بېلى کړاى شي. ٢ _ د هغوى د ناپوهۍ او بېسوادۍ د ادامې لپاره بايد د مدرسو د جوړېدو او کتابونو د خپرېدو مخنيوى وشي او، چې څومره کېداى شي، کتابونه او علمي زېرمې يې له منځه يوړل شي او خلک دينې مدرسو ته بدبين کړاى شي، چې خپل بچي مدرسو ته ونه لېږي او د دې کار د عملي کولو يوازنۍ لار پر ديني شخصيتنو د بېځايه تورونو لګول دي. ٣، ٤ _ په غفلت او لټۍ کې د خلکو د ساتنې لار دا ده، چې د هغوى نظر بايد جنت او آخرت ته زيات واړول شي او سرونه يې په ذکر او دعاوو کې راګېر کړاى شي،چې د د دې کار لپاره بايد د صوفيتوب ډلګۍ او ټولي پياوړي کړاى شي او شعرونه، غزلې خصوصا مثنوي مولوي او د محى الدين بن عربي کتابونه پکې خپاره شي. ٥ _د مسلمانانو د حکومتونو او دولتونو ديکتاتوري بايد داسې پياوړې کړاى شي او خلکو ته ديکتاتور واکمن د خداى سيورى او ظل الله وښوول شي. ٦ _ د لارو او ښارونو بدامني؛ بايد لهو لعب ته د واکمنو او حکامو د تشويقولو له لاررې پياوړې شي . حکومتونه په هوسونو او عياشيو مشغول کړاى شي، چې د غلو او خاينانو له نيولو نه يې پام بل خوا شي، بلخوا بايد غله او سرغړوونکي پياوړي کړاى شي، وسله دې ورکړي شي او الې ګولې ته دې وهڅول شي. ٧ _ د عامې روغتيا د نشتوالي د ادامې لپاره بايد د خلکو له مغزو نه د علاج فکر وايستل شي او لار يې داده، چې په مسلمانانو کې د جبر مذهب پياوړى شي ( څه چې خداى وغواړي، هماغه کېږي، که خداى د يو چا د مرګ اراده وکړي،علاج هيڅ ګټه نه لري او که خداى چا ته شفا ورکول وغواړي؛ نو درو درملو او طبيب ته هيڅ اړتيا نشته) ٨ _ د ښارونو دورانولو او د سيمو او هېوادونو د ړنګولو لپاره په درېمه او څلورمه ماده کې راغلي ټکي عملي شي. خلک روحي او وچو معنوي اړخونو ته متوجه کړاى شي او عرفانيت او صوفيتوب پکې خپور کړاى شي. ٩ _ د واکمنو د مطلق العناني او مامورينو د خپلسرۍ لپاره بايد مسلمانانو ته دا وويل شي، چې اسلام يوازې د عبادت دين دى او د قانون اداري تشکيلاتو لپاره پکې څه نشته ؛ځکه پېغمبر او اخلاقو يې اداره، وزارت او قانون نه درلود. ١٠ _ د مسلمانانو د اقتصادي رکود د رامنځته کولو لپاره بايد دومره هڅه وشي، چې زراعتي پيده وار يې وسيځل شي او تجارتي بېړۍ يې په سمندرونو کې ډوبې کړاى شي، پر ښارونو او لويو بازارونو اور ولګول شي او داسې نقشې جوړې شي، چې سمسورې زراعتي ځمکې يې شاړې شي او د خلکو د څښاک او به زهرجنې شي. ١١ _د اسلامي هېوادو د پوځي تشکيلاتو د ګډوډولو لپاره بايد حکومتونه او د هغوى پلويان فساد،شراب او عياشۍ ته راښکل شي چه ټوله ملي بودجه پر خپلو چارو او ساعت تېرۍ ولګوي او د پوځ د سمبالولو او وسلې د اخېستو لپاره ورسره پيسې پاتې نه شي. ١٢ _ په اسلامي ټولنو کې د ښځې د سپکاوي په باب هڅه وشي او ښځه بايد په ټولنه کې داسې وښوول شي، چې څه ارزښت نه لري، هر څه يې بد دي او په ټولنه کې يې هيڅ حد او حق نشته. ١٣ _ د دوى د استوګنې د محيط د ککړتيا لپاره بايد د اوبو د زياتوالي مخنيوى وشي او د اوبه سرچينې يې ورانې کړاى شي. خو کومې طرحې چې په دغه کتاب کې د مسلمانانو د پياوړتيا او قوت د عواملو د له منځه وړلو په باب ذکر شوې وې دا وې: ١ _ کورني امتيازات او نژادي تبعيضونه او جغرافيايي او ژبني امتيازات پکې زيات او رواج کړاى شي او ورپسې د هر مسلمان ملت هغه ملي او تاريخ سوابق بايد ورڅرګند کړاى شي، چې له مسلمانېدو نه مخکې يې درلود او په اصطلاح د هرې ټولنې د مليت غوښتنې حس له اسلامه مخکې ملي اصولو ته د غاړې ايښود په نامه وپارول شي، مثلا مسلمانانو ته په مصر کې د فرعونيانو تاريخچه او د قبطئانو د تمدن سوابق په ايران کې د مجوسيانو او په عراق کې د کلديانو او اشوريانو تاريخ سوابق په مخکې کېښوول شي او په دې توګه د مسلمانو ملتو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شي. ٢ _ په مسلمانانو کې شراب،جواري،فحشا او د بد ځناور غوښه زياته کړاى شي او د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره بايد په اسلامي هېوادو کې له مذهبي اقليتونو خصوصا يهودو او مسيحيانو سره مرسته وشي،چې په مسلمانانو کې دغه چارې عامې کړي او د بريتانيا د مستعمرو وزارت بايد د دې نقشې لپاره زياتې پيسې پلي کړي او په اسلامي هېوادو کې د دغو مفاسدو د خپرولو لپاره خاص خلک او کارمندان وګماري او هر چا، چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړ؛ د وزارت له خوا دې ارزښتناکې جايزې ورکړې شي، چې ډېر ژر دغه څلور واړه فسادونه په اسلامي هېوادو کې خپاره شي او په اسلامي هېوادو کې د بريتانيا د دولت ميشته کارمندانو (؛لکه د سفارتونو کارمندانو) ته امر وشي،چې د مسلمانانو په مخکې دې شرابخوري، جواري او فحشا وکړي او که کله د اسلامي حکومتونو له خوا بد ګڼل کېږي؛ د بريتانيا دولت دې يې بشپړ ملاتړ وکړي، پر دې څلورو فسادو سربېره،په مسلمانانو کې په هره وسيله، چې وي سود رواج کړاى شي؛ځکه سود مسلمانانو ته د اقتصادي ماتې پر رامنځته کولو سربېره د قرآن د قوانينو د مخالفت جرات هم ورکوي؛ځکه کله چې يې له دغه ستر قانون سره، چې قرآن يې سخت ټينګار کوي مخالفت وکړ؛ د نورو قوانينو پر وړاندې هم د تخلف جرات پيدا کوي،د دې نقشې د علمي کولو لپاره بايد لومړى مسلمانانو ته واورول شي، چې دوه چنده سود حرام دى (د يوې په مقابل کې دوه اخېستل حرام دي) ؛ځکه خداى فرمايلى دي: لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً ( ال عمران ١٣٠آيت) (څو چنده سود مه خورئ) يعنې له دوه چنده نه کم حرام نه دى. ٣، ٤ _له مذهبي علماوو او پوهانو سره بايد د مسلمانانو اړيکه کمزورې شي او د دې کار لپاره بايد پر علماوو زيات تورونه پورې شي او ځېنې خلک وګمارل شي، چې د اسلامي علماوو په نامه کې ډېر ناوړه اعمال وکړي،چې خلک پرې بې باوړه شي او له دغو مامورينو څخه ځينې بايد د مصر په الازهر ،د استانې په لوى پوهنتون او د نجف په علميه حوزه کې شامل شي. له ديني علماوو نه د خلکو د لرې کولو لپاره بله وسيله د مستعمرو د وزارت د کارمندانو په وسيله د هلکانو مدرسو تاسيسول دي. په دغو مدرسو کې بايد له لومړي سره مسلمان د علماوو او اسلامي روحانيونو مخالف وروزل شي او د دوى بدي ورته په ګوته کړاى شي او ورته وښوول شي،چې دا علما په مزو چړچو او په عيش و عشرت کې د ملت دپيسو په لګولو اخته دي. ٥ _ د جهاد د فرضيت په برخه کې بايد مسلمانان په شک کې واچول شي او ورته وويل شي، چې جهاد يوازې د پېغمبر په وخت کې او د هغه سيوري لاندې فرض و اوس نه دى. ٦ _ د کافرو د نجس ګڼلو عقيده بايد د شيعه ګانو له مغزو واېستل شي او دا استدلال يې په فکر کې کېښوول شي چې قرآن د اهل کتابو په باب فرمايلي چې: وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ (مائده/٥) او د اهل کتابو خواړه تاسې ته حلال دي او ستاسې خواړه هغوى ته حلال دي. او د پېغمبر خو په خپله يوه ښځه صفيه يهودي او بله يې ماريه نصراني وه؛ نو څنګه کېداى شي،چې د پېغمبر ښځه دې نجسه وي؟ ٧ _ مسلمانان بايد په دې خبره ټينګ کړاى شي چې : له اسلام او مسلمانې نه مراد مذهبيتوب دى يهودي مذهب وي که نصارني او يا محمدي؛ ځکه قرآن د يوسف له خولې را اخېستې دي، چې له خداى نه يې سوال وکړو چې: تَوَفَّنِي مُسْلِمًا ( يوسف /١٠١) خدايه ما مسلمان مړ کړه) په داسې حال کې چې يوسف د مرګ په وخت کې بوډا او محمد لا نه و. او ابراهيم او اسماعيل له خداى نه وغوښتل: (بقره/١٢٨) رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ پروردګاره! موږ دواړه مسلمان وګرځوه. او د قرآن د وينا له مخې يعقوب خپلو زامنو ته وويل: ( بقره/ ١٣٢) فَلاَ تَمُوتُنَّ إَلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ ،مه مرئ، مګر مسلمان ومرئ. ٨ _ او دا فکر هم بايد له شيعه ګانو واخېستل شي، چې په خپلو ښارونو کې د کليساګانو د جوړولو مخنيوى کوي؛ځکه قرآن اهل کتابو ته وايي: ( حج/٤٠) وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ که خداى ځېنى په ځېنو نورو دفع کړى نه واى؛ نو صومعې مسيحي معبدو ته او بيع يهودي معبودونه او صلوات مجوسي عبادت ځايونه به ړنګ شوي واى. پېغمبر او خلفاو يې دغه ځايونه نه ورانول؛بلکې درناوى يې کاوه. د اسلام له نظره عبادتځايونه محترم دي. ٩ _ په دغو حديثونو کې چې د مسلمانانو ترمنځ مشهور دى: اخر جوا اليهود من جزيرة العرب ( يهود له جزيرة العرب نه وباسي) و لا يجتمع دينان فى جزيرة العرب ( په جزيرة العرب کې دوه دينونه نه ځاييږي) بايد شک پيدا کړاى شي او پر هغوى دا ومنل شي، چې که دا حديثونه صحيح واى؛ نو پېغمبر به يهودۍ او نصرانۍ ښځه نه کوله او د طلحه صحابي ښځه به يهودۍ نه واى او د نجران له نصاراوو سره به يې راکړه ورکړه نه کولاى او د جزيي تړون به يې ورسره نه کاوه. ١٠ _ مسلمانان بايد له عبادته منع کړاى شي او ورته وويل شي، چې خداى ستاسې له عبادت او اطاعته بې نيازه دى، خصوصا د حج په برخه کې بايد مسلمانان په هره وسيله، چې کېداى شي، د حج له ادا کولو نه رامنع کړاى شي او اصلا هر هغه عبادت نه منع کړاى شي، چې په يوه خاص ځاى کې د راغونډېدو او د دوى د خپلمنځي مينې او الفت سبب کېږي؛ لکه د جماعت لمونځ، د وير او ماتم په غونډو کې ګډون او د امام حسين عزا داري او اصلا بايد د جوماتونو،حسينيو او د علمي او ديني مدرسو له جوړولو او د کعبې د ودانۍ او د پېغمبر او مسلمانانو لويانو د قبرونو ودانولو سخت مخنيوى وشي. ١١ _ د خمس د وجوب په باب بايد شيعه ګانو ته شک واچول شي او وروښوول شي،چې خمس يوازې په هغو جنګي غنايمو کې دى، چې د جنګ له ميدانه راوړل شي او په هغه عايد پورې څه اړه نه لري، چې کسب او هنره تر لاسه کېږي او پردې سربېره، شيعه ګان بايد په دې شک کې پرې ايستل شي،چې خمس بايد مستقيما پېغمبر يا امام ته ورکړ شي، نه کوم ديني عالم او مذهبي مرجع ته او بلخوا يې دا بايد غوږونو ته ورسول شي،چې علما په دغه ورکول کېدونکي خمس ځان ته کورونه،ودانۍ او ماڼۍ جوړوي او ستاسې په چارو کې يې نه لګوي. ١٢ _مسلمانان بايد د خپلو ټولو اسلامي عقايدو په باب شکمن کړاى شي او دا ورته وويل شي،چې اسلام د استبدادي نظر خاوند دين دى او داسې دين دى، چې عمل پرې ناممکن دى، همېشه ترې سر غړول کېږي او دليل يې په اسلامي هېوادو کې دغه ټولې غلاوې او ګډوډۍ دي. ١٣ _ د عقيدي، فکراو سليقې له مخې بايد د پلرونو او زامنو تر منځ بېلتون پيدا کړاى شي؛زامن د پلرونو له روزنې نه ووځي او بيا به نوي ځوانان زموږ د روزنې لمن ته راپرېوځي او په اسانۍ به وکړاى شو، چې له اسلامي افکارو د اسلامي علماوو له لمنې يې رابېل کړو. ١٤ _ هر څنګه چې وي،بايد مسلمانه ښځه له پردې نه راو اېستل شي او په مسلمانو ښځو کې بې ستري رواج کړو او د ستر د لرې کولو لپاره بايد ورته وويل شي، چې برقي او څادري د اسلام حجاب نه دى څادر او څادري له اسلامه د مخکې ايرانيانو جامه ده ا و برقع عباسي خلفاوو مسلمانانو ښځو ته را پيدا کړې ده. دا هم څه اسلامي لباس نه دى. د اسلام د صدر خلکو د پېغمبر ښځې ليدې، ښځې د نارينه وو په ټولو چارو کې شريکې وي. نو چې کلهښځې له پردې نه راووتې، نران او ځوانان پرې زړونه بايلي بيا نو کورنيو ته فساد په خپله ورننوځي. د دى نقشې د عملى کولو لپاره بايد لومړۍ هڅه وشي، چې په اسلامي هېوادو کې نامسلمانې ښځې له پردې نه راووځي،چې مسلمانې ښځې يې پر پله روانې شي. ١٥ _ دجمعې ( جماعت) د لمانځه د له منځ وړلو لپاره له دې لارې کار واخېستل شي،چې د جوماتونو په امامانو پورې د داسې فساد تورو پورې شي،چې خلکو ته اسانه ثابت کړي چې او د امامانو او مقتديانو ترمنځ اختلاف پيدا کړاى شي. ١٦ _ د پېغمبر او د دين د لويانو قبرونه او حرمونه د مسلمانانو د پياوړتيا ستر عامل دى، د هغو د له منځه وړلو هڅه پکار ده او خلک د دغو حرمونو له زيارته بايد داسې منع شي،چې ورته ويل شي، د پېغمبر په وخت کې دغه حرمونه نه وو؛نو تر اسلامي شريعت وروسته يې جوړول په اسلام کې يو بدعت دى.بلخوا د دغو قبرونو په اصليت کې شک پيدا کول پکار دي،چې د پېغمبر قبر دلته نه بلکې په ابوا کې د خپلې مورتر څنګ دى او ابوبکر او عمر هم په بقيع کې ښخ دي او د عثمان قبر هم نه دى معلوم، د على قبر په نجف کې نه په بصره کې دى او په نجف کې هغه قبر د مغيره بن شعبه دى او د حسين سر هم په مسجد حنانه کې ښخ دى او تنه يې معلومه نه ده،چې چېرته ده؟ په کاظمين کې هم د دوو عباسي خليفه ګانو قبرونه دي؛ نه د موسى بن جعفر او امام جواد، په مشهد کې هم د هارون قبر دى، نه د امام رضا او په سامرا کې بني عباس خليفه ګان ښخ دي، نه امام هادي او امام عسکري او بايد په بقيع کې د ټولو قبرونو ودانې او پنجرې له منځه يووړل شي او له خاورو سره خاورې شي.

لنډه دا چې د دغو ټولو حرمونو، زيارتونو او ګنبدو، چې په اسلامي ښارونو کې د دين لويانو د قبرونو په نامه دي، له يو مخې ړنګول پکار دي.

١٧_ د سيادت او له پېغمبر سره د تړون مساله بايد د مسلمانانو له منځه ووځي؛ځکه چې خلکو ته له دې امله،چې له پېغمبر سره تړون لري، درانه کتل کېږي او په ليدو پېغمبر وريادېږي او په مسلمانانو کې د پېغمبر ياد تازه کوي، د دغسې کسانو په نسب کې بايد شک پيدا شي او د دوى پر سرونو تورې او شنې پګړۍ له دوى نه لرې او ځينى نور غير سيد يې پر سرولو ته مجبور کړاى شي او ځېنې غير سيد، چې خلک يې هم پېژني، چې سيدان نه دي، په ټولنه کې رامنځته شي، چې د نورو په باب هم خلک شکمن شي، ورو ورو به دغه ظاهري امتياز له منځه ولاړ شي. دغه راز همدا نقشه د مذهبي علماوو د له منځه وړو لپاره هم موثره ده ځکه که دغه لباس او پګړۍ، چې د هغوى ظاهري امتياز دى، د شکل د يو رنګۍ له امله ترې واخېستل شو، د هغوى اجتماعي موقعيت ورو ورو له منځه ځي او ارزښت يې کمېږي. ١٨ _ هر څنګه چې کېږي، دغه حسينيي بايد ورانې شي او د وير او عزا غونډې،چې شيعه ګان يې د حسين د درناوي او تعظيم په نامه جوړوي،بيخي منع شي او يا يې لږ تر لږه واعظان او خطيبان کم کړاى شي او د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره بايد واعظان او د حسينيو او عزادارۍ د مراسمو چلوونکي تورن شي،چې پردې ډلې د خلکو اطمينان او باور ورک شي. ١٩_د مسلمانانو ترمنځ د ازادۍ په نامه بې بندوباري رواجول پکار دي او دا ورته بايد وويل شي،چې امر معروف او نهى عن منکر نور معنى نه لري او هر څوک بايد په خپل کار کې ازاد وي او دا عبارت يې په ذهن کې کېنول پکار دي چې: عيسى به دين خود و موسى به دين خود. يا دا چې يو د بل په قبر کې نه څملي،د امر و نهى موضوع او مخنيوى د دولت دنده ده،خلک يو د بل په چارو کې د مداخلې حق نه لري. ٢٠_د واده مساله بايد مسلمانانو ته ډېره درنه وښوول شي او خصوصا د ودونو د زياتوالي مخنيوى وشي او دا قانون يې بايد ترمنځ ځاى شي،چې عرب د ايرانۍ ښځې د ودولو حق نه لري. ٢١ _ د اسلام د ترويج مخنيوى بايد وشي او مسلمانانو ته بايد وويل چې اسلام د يوې قبيلې دين دى او په عربو پورې اړه لري؛ لکه قرآن چې وايي: ( زخرف/ ٤٤) وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ او قرآن ستا او ستا د قوم لپاره ذکر دى. ٢٢ _ جاريه صدقې او سنتو؛ لکه موقوفات ( اوقاف) او خيريه مرکزونه بايد ور ورو له منځه يووړل شي او له خلکو نه واخېستل شي. او د دغو نقشو تطبيق د دولت دنده وګڼل شي. خلک د مدرسې، جومامت، پالنځي او عبادتخانې د جوړولو حق نه لري، دا د دولت کار دى او بايد دولت يې نقشې عملي کړي. ٢٣ _ د مسلمانانو د قرآن په وضع کې بايد لاس ووهل شي، لومړى بايد له معنى او تفسيره واړول شي او يوازې لوست، ښکلو ويلو او د ژبې د تلفظ د اصولو زده کولو ته وهڅول شي او په خلکو کې دا شک راپيدا کړاى شي،چې په قرآن کې لاس وهل شوى او هر څنګه، چې کېداى شي له قرآن نه هغه آيتونه وايستل شي،چې د يهودو او نصاراوو يه غندنه کې دي او هر څنګه چې وي، غير عربو مسلمانانو ته په خپلو ژبو ( ترکي، فارسي ، او.....٩ ترجمه شي او د عربي قرآن ( اصل متن) له لوستو نه منع شي او همدارنګه پکې دا دودو ورو ور عام کړاى شي، چې له اذان او د عربي دعاوو له لوستو نه ډډه وکړي او په خپله ژبه يې ولولي او په احاديثو کې يې هم بايد لاس ووهل شي چې مسلمانان د خپلو احاديثواو مذهبي اخبار په باب کرکجن شي. دا هغه ټکي وو، چې له هغه کتاب نه مې په ياد دي. د دې کتاب نوم و: اسلام څنګه له منځي ځي؟ دغه کتاب زما د هدف په تر لاسه کولو کې سترې نقشې را په لاس کړې، کتاب مې چې سکرتر ته ورکاوه، خپله حيرانتيا مې ورته وويله، هغه راته وويل: په دې وپوهېږه چې ته د دې کتاب د نقشو په عملي کولو کې يوازې نه يې؛بلکې وزارت تر ننه د دې نقشو د تطبيق لپاره ستا په څېر د پينځه زرو کسو په ګمارلو او په اسلامي ټولنو کې يې په خپرولو بريالى شوى دى. د مستعمرو وزارت غواړي د دې نقشو لپاره يو لک کسه پکار واچوي او که مو د خپلو جاسوسانو او کارمندانو شمېر نومړې اندازې ته ورساوه؛ نو اسلام به په اسلامي هېوادو کې راوپرځولاى شي. سکرتر زياته کړه: زه تا ته زيرى درکوم، چې موږ له پيړۍ نه په کمه موده کې خپلو هيلو ته رسېداى شو،که موږ په خپله هغه وخت مړه وو، زامن به مو ډېر ژر دغه پرمختګ او قوت وويني او دا مشهور متل دى چې وايي: نورو وکرل موږ وخوړل، موږ يې کرو، چې نور يې وخوري. هو: هغه وخت چې بريتانيا د اسلام په له منځه وړو کې بريالى او پر اسلامي هېوادو برلاسې شوه، بيا به نو مسيحيت د اسلامي قدرتونو تر بار لاندې د دولسو پيړيو د خپل زغملي او خوارۍ غچ واخېستلاى شي. سکرتر وويل: صليبي جګړو له اسلامه غچ وانه خېستلاى شو او څه ګټه يې هم نه وه؛لکه مغولو چې په خپلو ټولو بې رحمانه وژلو سره هم اسلام له بېخه و نه نړولاى شو؛ځکه نقشه يې ناسنجيده وه. يو لړ پوځي نقشې يې عملي کړې؛خو قدرت او اثرات يې له واره له منځه ولاړل. خو اوس: زموږ ستره امپراتوري د ا سلام په له منځه وړلو کې له يوې سنجېدلې او دقيقې نقشې او له يوه اوږده انتظار سره پر مخ ځي، موږ چې پوځي بريد ته اړتيا لرو، دغه نقشه به مو آخر پلي کېږي؛ خو دا به هله کېږي، چې موږ په خپل اسلام له معارفو او حقايقو سره له منځه يووړلاى شو. په استانه کې د عثماني دولت سياسيون ډېر زورور دي او په عربي هېوادو کې يې همدا زموږ نقشې د خپل استعمار د پياوړتيا د پاره عملي کړي دي، د کوچنيانو د روزنې لپاره يې مدرسې جوړې کړې دي،چې هلکانو ته پکې د خپل ګرانښت او محبوبيت درس ورکوي او په اسلامي ښاورنو کې يهودي کليساوې د نورو په لاسو جوړوي او شرابخوري ،جواري او فحشاوې پکې خپرې کړې دي او ځوانان يې د ديني عقايدو په برخه کې له اشک او ترديد سره مخ کړي دي او د حکومتونو او عربي واکمنو ترمنځ يې شخړې رامنځ ته کړي دي او ښکلې مسيحي نجونې يې د لويانو اوا صيلو په کورنيو کې ځاى پر ځاى کړي دي، چې دغه ټولې نقشې په دغو هېوادو کې اسلام له بېخه نړوي.

اووم يادداښت سکرتر دوهم راز "سر" دا راوښود چې يوه پنځوس مخيزه کتابچګۍ يې راکړه،چې پکې په يوه پېړۍ کې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو مختلفې نقشې رسم شوې وې او مطلب يې داسې ښوولى و، چې د دغو نقشو په عملي کولو سره يوه پېړۍ وروسته له اسلام نه هسې يو کيسه جوړېده، البته د رسالې مخاطب د وزارت رئيسان،سرپرستان، جاسوسان او کارمندان وو. سکرتر د رسالې د ساتنې او د مطالبو د پټولو سخته ټينګتيا راباندې وکړه،چې دغه نقشې مسلمانانو ته ونه رسېږي او هغوى زموږ پرخلاف نقشې جوړې نه کړي. د رسالې لنډيز دا و: لومړۍ فقره: له تزاري روسي امپراتورۍ سره پر پراخو اسلامي سيمو بخارا،تاجکستان،ارمنستان او خراسان د برلاسۍ لپاره مرسته بايد وشي او همدارنګه له دغې امپراتورۍ سره له ترکيې سره د نښتنو سرحدي سيمو په لاندې کولو کې مرسته پکار ده. دويمه فقره: له فرانسې او روسيې سره يو تړون په کار دى، چې د اسلامي نړۍ په ځپلو کې ګډه نقشه جوړه کړي. درېمه فقره: د عثماني دولت او ايران ترمنځ سختې شخړى بايد رامنځ ته کړاى شي او د فارس او ترک د اختلاف اور ته لمن ووهل شي. د دواړو هېوادو د سرحدي سيمو پرتې قبيلې بايد په خپلو کې واچول شي او د اختلاف بايد په ټولو اسلامي ښارونو کې د نويو مذهبونو يا د زړو اختلافي مذهبونو د تجديد له لاري راپيدا کړاى شي. څلورمه فقره: د يوې ژورې نقشې د عملي کولو په برخه کې داسې يو کار کول په کار دي، چې د ځېنو اسلامي ښارونو حکومتونه د غير مسلمانانو په لاس کې پرېوځي، مثلا مدينه د يهودو لاس ته ورشي. اسکندريه مسيحيانو، يزد زردشتايانو، عماره ستورنمانځونکيو، کرمانشاه على اللهيانو او موصل يزيديانو ته. او د فارس خليج جزيرو ته د ځېنو هندوانو تر مهاجرولو وروسته بايد هغه سيمه هندوانو ته وسپارل شي. طرابلس د ُدروزيانو، قارض د علويانو او مسقط خوارجو او ناصبيانو ته ورکړاى شي. او يو شمېر انګليسي مشاورين د بريتانيا د اهدافو د تر سره کولو لپاره په دغو سيمو کې ځاى پر ځاى کړاى شي او دغه هر حکومت بايد د خپلې خاورې او اوبو پراخولو او زياتولو ته ولمسول شي،چې په دې توګه ټول اسلامي هېوادونه په خپلو کې سره وخوري. پينځمه فقره: څومره چې کېداى شي د عثماني او ايراني دولتونو د تجزيي لپاره نقشې جوړي شي،چې پر وړو اتو زياتو هېوادو وويشل شي او د هند په باب هم بايد همدغه نقشه عملي کړاى شي. شپږمه فقره: په اسلامي ټولنو کې بايد ظاهرا ښکلې او غلوونکي دينونه او مذهبونه رامنځ ته کړاى شي او د هرې سيمې د جغرافيا او استوګنو د خصوصياتو له مخې بايد د دين لپاره نقشه جوړه شي؛ مثلا په شيعه سيمو کې بايد داسې دين رامنځ ته کړاى شي، چې امام حسين خداى وګڼي او جعفر صادق او مهدي ونمانځي او د علي بن موسى عبادت وکړي د لومړي دين لپاره مناسب ځاى کربلا،دوهم لپاره اصفهان ،دريم لپاره سامرا او د څلورم لپاره ښه مناسب ځاى خراسان دى. بلخوا د سنيانو دغه څلور مذهبه بايد په څلورو دينونو داسې بدل شي چې په خپلو کې سره هيڅ رابطه ونه لري او په کتابونو کې يې داسې لاس ووهل شي،چې د هر مذهب پيروان يوازې په خپله ځانونه واقعي مسلمانان وګڼي او نورو ته د قتل وړ کافر ښکاره شي. اوومه فقره: په مسلمانانو کې راز راز مفاسد؛ لکه زنا،لواطت، شراب او قمار رواج کړاى شي. چې د دې کار لپاره په اسلامي ملکونو کې اوسېدونکي غير مسلمانان مناسب خلک دي او له همدېو نه بايد د دې نقشې د عملي کولو لپاره زياتې ډلې په کار واچول شي. اتمه فقره: د اسلامي هېوادو د مقام اوکرسۍ خاوندان بايد وپېرل شي او يا له ځينو لارو هغه کسان وګمارل شي، چې په وزارت کې زموږ د هيلو تر سره کوونکي دي او تر وسه بايد داسې کار وشي، چې په هر اسلامي ښار کې غير مسلمانان واکم وي او د دې غرض لپاره ځېنې غير مسلمان خلک مسلمانان وښوول شي او په دغو مرکزونو کې وټاکل شي، چې زموږ هيلې پرې ترسره شي. نهمه فقره: تر وسى وسى بايد عربي ژبه له منځه يووړل شي او غير عربى ژبو؛ لکه فارسي، کُردى او پښتو ته وده ورکړى شي او په عربې کې غير عربي اصطلاحات ننه ايستل شي او دا له قرآن او حديث نه د مسلمانانو ان عربو د لرې ايستو ستره نقشه ده. لسمه فقره: په کار ده چې د واکمنو ترڅنګ هوښيار او ځيرک مشاورين وټاکل شي، چې پر واکمنو د وزارت د حاکميت سبب وي او د دې نقشې د عملي کولو لپاره غوره لار داده، چې يو شمېر کسان د دې کار لپاره په نوبت سره د چپړاسي،زر خريد مريي او مينځې په توګه د حکومتونو دستګاه ته واستول شي، چې د خپلو زده کړو له مخې په هغه واکمن کې دومره نفوذ وکړي، چې د هغه مشاور شي او دومره ورپورې ونښلي، چې د بنګري په څېر يې په لاس کې پروت وي. يوولسمه فقره: په اسلامي هېوادو کې د مسيحي مبلغينو له خوا د مسيحيت تبليغات زيات کړاى شي. مبلغين په هر ډګر کې د محاسب ، طبيب او انجينر په نامه ولېږل شي، په اسلامي ملکونو کې مدرسې، کليساګانې او په کليسا پورې تړلې خيريه موسسې جوړې شي او په مسلمانانو ميليونونه مسيحي کتابونه وړيا وويشل شي او پردې ټکي بايد ډېر زور واچول شي،چې په مسلمانانو کې د هجري تاريخ ترڅنګ مسيحي کال هم په رسميت وپېژندل شي او په اسلامي هېوادو کې په جوړولو کليساوو، صوامعو او معبدونو کې د کشيشانو او راهبانو په جامه زيات شمېر جاسوسان ننه ايستل شي، چې کار يې په مسلمانانو کې د مسيحيت د نفوذ اسانتيا او د اسلامي ولسونو د کورنيو اوضاعو د اطلاع ترلاسه کولو وي او بايد زيات شمېر پوهان وګمارو، چې د اسلامي ټولو خصوصياتو تر پوهېدو روسته په اسلامي تاريخ کې ګوتې ووهي او اړولى يې ووېشي. دولسمه فقره: د مسلمانانو ځوانانو ( نجونو او هلکانو) په خامو لو کې بايد هڅه وشي او په ديني عقايدو کې ورته شک پيدا کړاى شي او څومره چې کېداى شي، د ښوونځيو،فاسدوونکيو کتابو،مجلو، جريدو،راديويي خپرونو او غير مسلمانانو بواى فرينډ او ګرل فرينډ ملګرې او ملګري له لارې يې بايد اخلاق فاسد کړاى شي او د نقشې د عملي کولو لپاره يو شمېر مسيحي هلکان او نجونې په اسلامي هېوادو کې وګمارل شي، چې د يو دام غوندې مسلمان ځوانان ښکار کړي. ديارلسمه فقره: د اسلامي هېوادو کورنيو جګړو او انقلابونو ته بايد لمن ووهل شي،له غير اسلامي يا ګاونډيو يهودو سره د اسلامي هېوادو سرحدي شخړې بايد توندې کړاى شي، چې د مسلمانانو زور اوبه شي او خپلې راتلونکې ته يې پام نشي او يو موټى نشي. مادي زور او فکري استعداد يې په دې لار کې ولګېږي او فعال او متحرک وګړي او ځوانان يې په دغو کورنيو ا نقلابونونو او اختلافونو کې له منځه ولاړ شي او خپلسري او اله ګوله پکې خپره شي. څوارلسمه فقره: اقتصادي منابع خصوصا د کرنۍ ځمکې،روانې ويالې او نهرونه يې بايد شاړ شي او بېکاري او لټي پکې عامه کړاى شي او د بيکارو لپاره يې بايد ځايونه جوړ شي او د نشه يي شيانو اعتياد پکې زيات شي. په دغه رساله کې دغه څوارلس واړه فقرې پوره شرح شوې او د هرې فقرې د عملي کولو لپاره راز راز نقشې،عکسونه او شکلونه رسم شوي وو اما له سکرتر نه د دې ټولو معلوماتو او اطلاعاتو د را په لاس کولو له امله شکريه وکړه. زه يو مياشت نور هم په لندن کې پاتې شوم، د وزارت لخوا بيا حکم وشو، چې دويم ځل عراق ته ولاړ شم، چې د محمد بن عبدالوهاب نقشه پوره کړم. سکرتر راته حکم وکړ، چې پام کوه درنه ډېر لږ غفلت او تفريط هم ونشي؛ځکه موږ ته د جاسوسانو او کارمندانو له خوا رارسېدلي مختلف راپورنه ښيي، چې دې ( محمد بن عبدالوهاب) زموږ د اهدافو د تر سره کولو لپاره باوري سړى دى او د وزارت د اغراضو لپاره د سپرلۍ ښه اس دى. سکرتر زياته کړه: دا ځل چې له محمد سره مخ شوې، خبره ورسره په ډاګه کړه؛ځکه په اصفهان کې زموږ کارمندانو هم ورسره هر څه په مېدان کې ايښې دي او د وزارت تجويز يې ورته ښکاره کړى او هغه هم منلى دى او موږ د هغه دا شرايط منلي چې هغه به د خپلو څرګندونو او افکارو په باب د حکومتونو او علماوو له غندنې څخه ژغورو او دا چې پوره پيسې او وسلې به ورکوو او يو يو حکومت به ورته جوړوو،که وړوکى او په خپله سيمه ( نجد) کې هم وي، د مستعمرو وزارت دا هر څه منلي دي . زه په دې خبره له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاييدم . سکرتر ته مې وويل: اوس څه کار راسپارې او محمد د کومې نقشې عملې کولو ته وهڅوم؟ او شروع له کومه ځايه وکړم؟ سکرتر وويل: وزارت يو شپږ ماده اى نقشه جوړه کړې ده، چې بايد محمد بن عبدالوهاب يې عملي کړي: ١ _ په دې نامه د ټولو مسلمانانو کافرول،چې هغوى د ا سلام له واقعيت نه وتلي دي او د هغوى وينه بې ارزښته ده، بايد ووژل شي او مالونه يې ولوټل شي او نر او ښځې يې بايد د زرخريد و مينځو او مريانو غوندې بنديانې (اسير) کړاى شي. ٢ _ په دې نامه د کعبې ړنګول، چې دا ځاى يو و وخت د بوتانو مرکز و او دا د شرک او بت نمانځنې له اثارو ځنې ده او له حج نه د مسلمانانو منع کول او بيدياني او صحرايي عرب د حاجيانو وژلو او د هغوى مالونو او پيسو لوټلو ته هڅول. ٣ _ له عثماني حکومت نه سرغړونه او د عثماني حکومت پر خلاف جنګ ته د خلکو لمسول او د پوځ او لښکر برابرول . د دې غرض د ترلاسه کولو لپاره پکار ده، چې لومړى د حجاز له اشرافو او مخورو سره مبارزه وشي او، چې څومره کېداى شي زور او اثر يې کم شي. ٤ _ په دې نامه په مکه، مدينه او د مسلمانانو په ټولو مقدسو ښارونو کې د ګنبذو او حرمونو ړنګول،چې دا ټول د شرک نښې دي او دغو ځايونو ته پنا راوړل او ورسره مينه درلودل له خداى سره د شريک پيدا کول دي او، چې څومره کېداى شي، د مسلمانانو په نظر کې د پېغمبر او د دين د لويانو د شخصيت کمول او بې ارزښته کول؛ځکه دوى که هر څه وو؛ خو مړه شول ا و ولاړل او نور يې وجود د نننۍ نړۍ په چارو کې موثر نه دى. ٥ _ په اسلامي ښارونو کې وېره، ظلم او اړودوړ په هر توګه، چې وي بايد خپور شي. ٦ _ په خلکو کې داسې قرآنونه خپرول پکار دي، چې په ځينو احايثو کې د شمېر زياتوالى يا کموالى هم پکې ثبت وي. سکرتر راته د نقشې په پاى کې وويل: له دې درنې نقشې نه مه اندېښمنېږه، ته موظف يې، چې د نقشې مواد د محمد بن عبدالوهاب په لاس په اسلامي ټولنو کې وکړې،که فرضا په ترسره کولو کې يې پاتې راشې؛نو نور څوک به يې تر تا وروسته ترسره کړي، د بريتانيا امپراتوري د اوږدې ساه په راښکلو عادت ده، پرمختګ ورو ورو کېداى شي. ښه فکر يې کړى و، حضرت محمد يو کس و، دومره لوى انقلاب يې سرته ورسولاى شو،محمد بن عبدالوهاب هم يو سړى دى، د دې نقشې په تر سره کولو کې يې څه خنډ دى؟ دى هم دا نقشه عملي او سرته رسولاى شي. څو ورځې وروسته مې له وزير او سکرتر سره خداى پاماني وکړه او له ښځې،زوى او دوستانو مې مخه ښه واخېسته، په خداى پامانۍ کې مې ګران زوى راته وويل: بابا ژر راشه ! سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، اوښکې مې ټينګې نه کړاى شوې، ښځې مې راته وکتل او سخت يې وژړل. عراق ته روان شوم او تر سختو کړاوونو له تېرېدلو روسته ينمه شپه، چې بصرې ته ورسېدم له واره د عبدالرضا کور ته ولاړم، ويده راپاڅېد روغبړ يې راسره وکړ، په غېږ کې يې ونيولم، زه ويده شوم، سهار راته عبدالرضا وويل: څو ورځې مخکې محمد بن عبدالوهاب بصرې ته راغلى، و ستا پوښتنه يې کوله، څو ورځې ولاړ او تا لپاره يې ليک راکړ، ليک مې واخېست و مې لوست، ليکلي يي و،چې نجد ته ځم او خپل د نجد پته يې هم ليکلې وه. زه له واره په هماغه ورځ نجد ته روان شوم، له څو ورځو کړاو، سختۍ او مزله وروسته نجد ته ورسېدم او د محمد ځاى ته ولاړم . محمد په کور کې و، ډېر کمزورى شوى و، څه مې ورته و نه ويل؛ خو هغه راسره دا تړون وکړ،چې زه به دې د مريي په نامه وښيم، چې بازار کې مې اخېستى؛خو چېرته مې لېږلى وې، اوس له سفره راغلى، دوستانو ته يې داسې وښوده او خلکو هم زه په همدې نامه وپېژندم. لنډه دا چې د نوي مذهب د څرګندولو مقدمه مو جوړه کړه. ١١٤٣ هجري کال و، له محمد بن عبدالوهاب نه خپل ملګري راتاوو وو، چې خپل نوى مرام يې څرګند کړ، لومړى يې په يو لړ نغښتو او سرسري خبرو مطلب خاصو دوستانو ته وړاندې کړ او بيا يې د مطالبو د پراختيا او وينا او عقايدو په توضيح پيل وکړ، ما هم په دې ترڅ کې خلک د هغه ملاتړ ته هڅول، ګڼ شمېر پلويان ترې راغونډ وو او ډېرى پيسې مو ورکړې. کله به چې د شيخ په ملګرو کې د دښمنانو د بريد له امله څه کمزوري ماته ګدېده، ما به استقامت او ټينګار ته هڅول او داسې به مو ښوده،چې زه په داسې حالاتو کې تر دوى ټولو کلک يم، د محمدتبليغ او دعوت به چې څومره زياتېدو هماغومره به يې د ښمنان زياتېدل او کله به محمد دومره سوړ شو، چې د نقشې له عملي کولو نه به لاس پر کېدو ته ساز شو او له لارې به اوښتو ته تيار شو؛ خو ما به يې د عزم د ټينګولو هڅه کوله او ورته به مې ويل: محمد (ص) تر تا زيات دښمنان درلودل او تر تا زيات مخالفت ورسره کېده، دغه دښمني او مخالفتونه ستا د پرمختګ او لويي نښه ده، هر سمون په لومړي سر کې له يو لړ مبارزو او بريد سره مخېږي. لنډه دا چې له دښمنانو سره لاس و ګريوان وو، داسې جاسوسان مو پکې ننه ايستل، چې د هغوى خلک وو؛ خو په پيسو مو ا خېستل . کله چې به پر موږ حمله کېده، جاسوسانو به خبرولو او يا که دښمنانو زموږ پر خلاف کومه نقشه جوړوله؛نو له واره به خبرېدو او نقشه به مو شنډوله. يوه ورځ خبر شو چې د محمد ځېنې دښمنان د ده د تښتونې په تکل کې دي.ما يوه نقشه جوړه کړه، چې د هغوى هر څه مې بېکاره کړل او بې پته مې کړل او خلک ترې ټول خپار شول. محمد ماته ژمنه راکړه، چې د مستعمرو د وزارت ټول شپږ ګوني مواد به عملي کوم؛خو ا وس يې د ټولو عملي کول ناممکن دي او دا ډېره لرې ده، چې کعبه ړنګه کړو، که پر ټول حجاز واکمن هم شو، همدا راز د نوي قرآنکريم ترتيبول هم ډېر لرې ښکاري. محمد زيات له مکې او استانې نه وېرېده . ويل يې: که موږ دا دواړه خبرې ښکاره کړو،دومره لښکرې به راباندې راوخېژي، چې که هر څه وکړو، زور به مو پرې ونه رسي او ما هم د هغه دا عذر ومانه؛ځکه د هغه وخت اسلامي فضا د دې دواړو خبرو د عملي کېدو تاب نه درلود. څو کاله وروسته، چې د محمد بن عبدالوهاب نقشه د عملي کېدو په درشل کې وه، د مستعمرو وزارت وکړاى شول، چې محمد بن سعود ( د درعيسي امير) زموږ په لور رامات کړي، هغوى موږ ته استازي راولېږل او له موږ سره يې همکاري اعلان کړه او د نقشې لنډيز د دوو محمدانو ( محمد بن عبدالوهاب او محمد بن سعود) د پيوستون له امله عملي شوه، د محمد بن عبدالوهاب د مذهب او د محمد بن سعود د قدرت له امله دواړه د خلکو پر ذهنونو، هېواد، شتمنۍ او ځانونو مسلط شول؛ځکه تاريخ ثابته کړې،چې دينې حکومتونه تر مذهبي پردې لاندې پر خلکو د تسلط له مخې تر مادي حکومتونو ډېر پياوړي وي. له دې امله نو زموږ نقشه پياوړې شوه او د "درعيه" مو حکومتي يايتخت او مذهبي مرکز وټاکه او د مستعمرو وزارت په پټه له نوي حکومت سره د پيسو او بودجې مرسته کوله. نوى حکومت ظاهرا يو شمېر مريان په بيه وپېرل، دغه مريان انګليسي افسران وو، چې د مستعمرانو په وزارت کې يې د دې کار زده کړه کړې وه، عربي ژبه يې ښه روانه زده وه او په پارتيزاني او صحرايي جګړو کې ښه تکړه شوي وو، د دوى شمېر يوولس کسه و او د محمد بن سعود ټولې يرغليزې نقشې او پوځي حملې د همدغو يوولس کسو له خوا جوړېدې او، چې هره نقشه به موږ دواړو محمدانو ته ورکړه، دوى به له ډېر لږ تخلف پرته ترسره کوله؛ البته ځېنې وخت به، چې پر کومه خبره يا پيښه د وزارت له خوا څه خاص دستور رانه غى؛ نو بيا به زموږ تر منځ مناقشې کېدې؛خو دغه مناقشې به هسې لاس او مصنوعي وي او په اصل هدف کې سره يوه خوله وو. موږ د عربي قبايلو نجونو سره ودونه وکړل او څه چې موږ ته حيرانوونکى وو، هغه له مېړه سره د مسلمانې ښځې اخلاص او سپېڅلتيا وه. موږ په دغو ودونو سره په قبايلو کې داسې ورننوتو، چې موږ ته د قدرت يوه اډه شوه او دغه قدرت ورځ پر ورځ زياتېده او مرکزيت يې ورځ په ورځ پياوړى کېده. که ځينې ناوړه پېښې رامنځ ته شوې نه واى؛ زما له دغې کرلي زڼي نه به يوه مېوه داره ونه جوړه شوې واى او سل فيصده مطلوبه مېوه به يې کړې واى.

پاورقي ( ١ ) ګران لوستونکي پوهېږي، چې د دې پوښتنې رښتينى ځواب دا نه دى؛ بلکې دا دى، چې کافر د مسلمان له نظره؛ځکه ناولى دى، چې دغه ناولتيا له کافر نه د مسلمان د بوږن او ترهې سبب شي او د هغه ټولو کړو وړو ته په بده سترګه وګوري،چې په دې توګه پردى او اجنبيان يې تر اثر لاندې رانه وستلاى شي. ( ٢ ) دا خبره به ښاغلي همفري ته دروغ ښکاري؛ خو انجيل مسيح شرابخور څه چې شرابساز هم ګڼي. انجيل يوحنا دويم باب له ١-١٢ جملې: په دېرشمه ورځ په قاناى جليل کې واده و، د عيسى مور هم پکې وه، عيسى او شاګردان يې هم ورغوښتل شوي وو او، چې څه وخت شراب خلاص شول د عيسى مور عيسې ته وويل: شراب نه لرې؟ عيسى ورته وويل: يه ښځې ستا په ما پورې څه کار دى؟ زما وار لا نه دى راغلى. مور يې نوکرانو ته وويل: زه چې څه درته وايم، هغه وکړئ،هلته د يهودو د پاکولو لپاره شپږ ډبرينې پيالې ايښي دي، چې دوه يا درې کيله مايع پکې ځاييده. عيسى ورته وويل : پيالۍ له اوبو ډکې کړئ بيا مې ورته وويل: واخلئ او د مجلس رئيس ته يې يوسئ، د مجلس رئيس، چې شراب شوې اوبه وڅکلې،و نه پوهېده، چې له کومه راغلې؛خو نوکران يې پوهېدل، د مجلس مشر د واده هلک( زوم) ته مخ ورواړوه، ويې ويل: خلک ښه شراب مخ کې راوړي او تر مستۍ وروسته ناښه راوړي؛خو تا ښه شراب تر اوسه ساتلي وو، همدا د عيسى لومړنۍ معجزه وه، چې په فاناى جليل کې يې وښوده او خپل زور يې څرګند کړ؛ نو شاګردانو يې پرې ايمان راووړ. انجيل متى٢٦ باب – ٦٢ او ٧٢ جمله – انجيل مرقس – ١٤ باب، ٢٤-٥٢ جمله، انجيل لوقا٢٢ باب – ١٧ جمله: او دا چې ډوډۍ يې خوړه؛ نو عيسى ډوډۍ راواخېسته، د برکت لپاره يې توکړه توکړه او دوى ته يې ورکړه، و يې ويل: واخلئ وخورئ! دا زما جسد دى او پياله يې راواخېسته، شک يې وايست او دوى ته يې ورکړه او ټولو ترې وڅښل او و يې ويل دا مې د نوي عهد وينه ده، چې په ډېرو ځايونو کې توييږي،تاسو ته وايم، چې تر دې وروسته به د انګورو ځوښه تر هغې ونه خورم، چې تر څو يې د خداى په ملکوت کې ونه څښم،د دې خبرې دا مطلب دى، چې عيسى (اسمان ته د تګ) تر شپې پورې شراب ( د ا نګورو ځوښه) څښل. ( ٣ ) داسې سپين سترګي له يوه کينه کښ مسيحي نه لرې ده؛ خو څنګه چې مې د دغو يادداښتونو له ليک او ترجمې نه بل هدف درلود،نه مې غوښتل،چې د يادداښتونو په متن کې لاس ووهم؛ نو د دوى ليکنې مې کټ مټ راواخېستې. خو تاسې ويښ او سترګور مسلمانان پوره خبر اوسئ، چې د پرونۍ نړۍ په ناوړه وضع کې د اسلام او رسول الله (ص) د لوړو ښوونو پرمختګ يوازى يو عامل درلود او هغه دا، چې معارف او قوانين يې د ستم ځپلي ملت له فطري او قلبي غوښتنو سره سم او له جنايت او شهوت نه لرې وو؛ خو د نننيو مسلمانو ملتونو د بدمرغيو او بدبختيو علت د هغوحقايقو او معارفو تر پښو لاندې کول دي او دغه غربي مسيحي ولسونه، چې د يو دوو پېچونو په جوړولو دا ګڼي، چې بس د تکامل او انساني قدرت وروستي حد ته رسېدلي دي او مسلمانان د ذلت او خوارۍ په کنده کې پراته دي. پرېږده، چې د هغوى د شهوت او د قدرت د مستۍ دور تېر شي او دغه حيرانونکې صنعت يې نور هم دومره پر مخ ولاړ شي، چې هستي او وجود يې د نابودۍ په خطر کې وغورځوي او د اتومي وسلو په استعمالولو سره، چې د صنعت او قدرت د پرمختګ محصول يې دى، هره شېبه د خپلې نېستۍ او ريز مريز کېدو ننداره پخپلو سترګو وکړي بيا به نو له ناچارۍ له دغه ستومانه او له فساد،وېرې او ډاره ډک ژوندانه نه د خلاصون لپاره اسلام ته پناه راوړي او اوس هم په لويديځ کې ډېر لويديځيان تر پلټنو وروسته اسلام ته رامات شوي. ( ٤ ) دا خبره د پېغمبر اکرم د دستور پر خلاف ده ؛ځکه د اسلام د پېغمبر دستور دادى، چې د فتنې د راڅرګندېدو په وخت کې بايد هر نا اشنا او نامعلوم شى د مسلمان له نظره شکمن او مشکوک وي او ترې ډډه وکړي او دا ايت: يا ايها الذين امنوا اجتنبو کثيرا من الظن: اى مومانو! له ډېرو ګومانونو نه ډډه وکړئ.د هغه چا په باب دى، چې مومنوالى يې ثاب وي او له هر اړخه پېژندلى اوسي. ( ٥ ) د اهل سنتو د وينا له مخې، د شيعه و ټول دولس ګوني امامان د پېغمبر لخوا غوره شوي وو. شيخ سليمان قندوزي حنفي د خپل کتاب ينابيع المودة په ٤٤٠ مخ کې د شيخ الاسلام حمويني شافعي د فرائد السمطين په حواله له حضرت ابن عباس نه نقل کړي، چې يوه ورځ يو يهودي عالم ( نعثل) د پېغمبر حضور ته راغى و يې ويل: محمده ! زه درنه يو څو پوښتنې کوم؛ که ځواب دې راکړ؛ ايمان درباندې راوړم او مسلمانېږم. رسول الله وفرمايل: وايه ابا عماره! و يې يل: محمده ! خداى دې راته تعريف کړه. پېغمبر (ص) وويل: خداى له هغه پرته، چې په خپله يې ځان توصيف کړى، پېژندل کېداى نشي. بيا يې د خداى د معرفت او توحيد په باب توضيح ورته وکړه. ويې يل: رښتيا دې وويل : پوښتنه يې وکړه: د خپل وصي (خليفه) په باب راته څه ووايه: داسې پېغمبر نه دى تېر شوى، چې وصي يې نه وي لرلاى. زموږ پېغمبر موسى يوشع بن نون خپل وصي کړى و. پېغمبر(ص) وفرمايل: زما وصي على بن ابيطالب او زما دواړه لمسي حسن او حسين او په حسين پسې يې زوى علي بيا زوى يې محمد زوى يې جعفر زوى يې موسى په موسى پسې زوى علي زوى يې محمد زوى يې علي زوى يې حسن زوى يې حجت محمد مهدي دى او دا دولس کسه دي. يهودي وويل : دا راته ووايه، چې علي، حسن او حسين به څنګه مري؟ رسول الله وفرمايل: علي به پر ککره له ګوزاره مري، حسن ته به زهر ورکول کېږي او حسين به حلالوي. و يې ويل : ځاى به يې چيرته وي؟

ويې ويل : په جنت کې له ما سره.
يهودي وويل: اشهد ان لا اله الا الله و اشهد انک رسول الله و اشهد انهم الا وصيا بعدک. ما دا هر څه په پخوانيو کتابو کې لوستي، هغه کتابونه يې رسول الله ته ياد کړل.

( ٦) د اسلامي وحدت مسئاله د نړۍ د مسلمانانو ستره هيله ده او بېشکه چې د مسلمانانو د مشرۍ او حاکميت سبب به شي؛ خو د بده مرغه کله له دغې مسئالې نه ناوړه استفاده کېږي. ځينې دا ګڼي، چې اسلامي وحدت ګنې د اعتقادي پولو له منځه وړو ته وايي او دا غلط ګومان دى ؛ځکه څه چې د وحدت له پلوه ورته مسلمانان اړ دي، هغه د مسلمانانو ټولنيز او نړيوال وحدت دى؛خو د ټولنيز وحدت په صورت کې اعتقادي پولې بايد پوره پر ځاى وي. ( ٧ ) دغه حديث د اهل سنتو په ټولو لويو کتابونو کې؛ لکه صحيح مسلم ٧ج، باب فضايل الصحابه، فصل علي، د مصر د محمد علي صبيح چاپ ١٢٣ مخ. صحيح ترمذي ٢ج، ٣٠٨مخ. الصواعق المحرقه، دابن حجر ١٣٦ مخ، د مسند احمد ٤ج، ٣٧١ او ٣٧٦ مخونو کې راغلي دي. ( ٨ ) مسند احمد حنبل ١ج، ٥٢مخ او ٣ج ٣٢٥ مخ. ( ٩ ) فتح الباري، فى شرح صحيح بخاري ١ج، ٣٠ مخ. ( ١٠ ) قرآن صريحا فرمايي: کتب عليکم الصيام کما کتب على الذين من قبلکم. ( ١١ ) محمد د مستر همفري مستعار نوم دى. ( ١٢ ) دا جمله د اسلامي حکيمانو حکيمانه وينا ښکاري، په حديث کې راغلې جمله داده، چې : العلم علمان علم الاديان و علم الابدان ( علمونه دوه دي، په ديني چارو پورې اړوند علم او په بدنونو پورې اړوند) ( ١٣ ) محمد بن سعود سعوديانو دکورنۍ نيکه و، چې په ١١٤٧ هجري قمري کال وهابي مذهبه شو او انګليسانو د نجد حکومت پر ګدۍ کېناوه او پر ١١٧٩ هجري قمري کال ومړ. د قرآن مجيد په څلورو آيتونو کې په ډاګه دحضرت محمد(ص) پېغمبرۍ ته اشاره شوې ده: ١ _ آل عمران ١٤٤: وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ٢ _ احزاب٤٠ : مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ٣ _ محمد : ٢ آيت: وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ٤ _ فتح ٢٩ : مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ

دلته چې ليکونکي د غزالي غوندې متکلمانو او يا د مولانا جلال الدين بلخي غوندې عارفانو د کتابونو په باب کوم قضاوت کړى؛ نو يا نه پوهېږي او يا دا چې نيت يې بد دى، دا ډول کتابونه يو لړ عملي اخلاق دي، چې انسان تزکيي او پاکوالي ته رابولي او دا نه ښايي، چې موږ تزکيي او د نفس تهذيب ته ګوښه کېناستل، رهبانيت او له ټولنې ځان لرې ساتل ووايو.

پاى