مسلم سعيد عنتر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


0

د عظیم الشان کتاب (قرآن) نړیوال حافظ قاري القراء ” مسلم سعید عنتر “  رحمه الله مختصر ژوند لیک


ژباړونکی: محمد عیسیٰ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ولادت:

شیخ عنتر  رحمه الله د نومبر په ۱۷ / ۱۹۳۶م کې د مصر هیواد د العمة په کلي کې کوم چې د قطور د غربیة په ولایت کې دی پیدا سو.


نوم:

نوم یې عنتر (جنګي / فارس) دی د سعید زوی دی، دده د نوم سره  دده د پلار نوم هم راتلی.


د سترګو ناروغي:

شیخ عنتر رحمه الله په سترګو نابینا ؤ، د شیخ عنتر صاحب زوی سمیر مسلم وایي:

شیخ عنتر رحمه الله چې پیدا سو سترګي یې سمي وې، خو د کوچنۍ ناروغۍ او د هغې د نه تداوۍ د وجهې څخه یې په یو کلنۍ کې سترګي د لاسه ورکړې.



زده کړه:

په اوه ۷ کلنۍ کې د الازهر یوې ابتدایي مدرسې ته ولاړی. د خپل خاص ذکاوت او استعداد او قوي حافظې په برکت سره یې په ۸ کلنۍ کې قرآن کریم حفظ کړ. ددې سره سره یې په قرائت سبعه (اوه طرز قرائتونو) کې هم پوره مهارت ترلاسه کړی. شیخ عنتر صاحب د خپل ذکاوت له وجهې په الازهر کې خاص شهرت پیدا کړی.


د کوچنیوالي څخه یې د موسیقۍ سره شوق درلود، کله چې غټ سو نو د موسیقۍ د الاتو استعمالول یې هم زده کړ، په ځینو جشنونو کې یې مذهبي ترانې هم ویلي دي خو وروسته یې یوازي د قران کریم تلاوت ته مخه کړه او هغه ټول شیان یې پرېښوده.


د قرآن تلاوت:

په ۱۲ کلنۍ کې یې په محافلو او مجالسو کې د قرآن کریم تلاوت شروع کړی.


د شیخ عنتر رحمه الله اواز:

لوړ ږغ یې درلود، اواز یې ډېر اغیزمن وو، دده اواز د هر چا خوښېدی. همدارنګه په مختلف ډوله قرائتونو باندي یې خاص تسلط درلودی.


مختلفو سیمو ته د قرائت د ویلو لپاره دعوت کېدی او په هر ځای کې یې خاص ښه راغلاست کېدی. دده د علاقمندانو څخه یو شخص وایي چې موږ به خبر سو چې شیخ عنتر رحمه الله راځي نو موږ به دده ښه راغلاست ته څو ساعته د مخه ورتلو.


شخصیت:

شیخ عنتر صاحب ډېر عاجزه او خاکساره، غوره اخلاق لرونکی او ډېر سخي سړی وو. ویل کیږي چې یو وخت یوې سیمې ته د قرائت لپاره بلل سوی وو، د قرائت څخه وروسته د هغه سیمې خلګو ده ته پیسې ورکړې، ده د هغې سیمې ټول فقیران او مسکینان راټول کړه او هغه پیسې یې په هغو ووېشلې.


تلاوت:  

د شیخ عنتر رحمه الله یوه خاصه ځانګړتیا دا وه چې هغه سورتونه کوم چي متن یې سخت او ثقیل (دروند) دی لکه سورت ممتحنه، سورت محمد، سورت ص اوداسي نور، هغه یې په ډیرو مجلسونو کې په خپل ځانګړي سبک سره تلاوت کول. د دومره غیر معمولي شهرت سره سره یې هیڅکله په راډیو کې تلاوت نه دی کړی.


حج:

شیخ عنتر رحمه الله ډېر شهرت پیدا کړی دا شهرت یې یوازي په مصر کې پاته نه سو بلکې په ټوله عالم کې مشهوره سو نو ځکه د سعودي د شهزادګانو لخوا په ۱۹۸۰م کې حجاز ته وغوښتل سو هلته یې حج او عمره ترسره کړه. په حجاز کې یې په ځینو ځایونو کې امامت هم ورکړ.


اختلاف:

په مصر کې د شاطبیه قرائت سبک ویل کېدی لکه څنګه چې ما د مخه وویل چې شیخ عنتر رحمه الله ددې سره سره په نورو سبکونو هم تسلط درلودی، نو د هغه په ویلو کې یې درېغ نه کوی، د همدې وجهې څخه د الازهر علماوو دده سره اختلاف وکړ.


شیخ عنتر رحمه الله څه موده په بند کې هم تېره کړې ده (د هغه د بندیتوب اصلي سبب مي د حوالې سره پیدا نه کړ).


اولادونه:

شیخ عنتر رحمه الله ۲۱ اولادونه درلودل. د ځینو زامنو نومونه یې دا دي:


الشیخ سمیر مشهور قاري، المهندس سعید، اشرف عنتر، محمد، احمد، عماد، مصطفی، عمر او داسي نور.


وفات:

شیخ عنتر رحمه الله په ۶ د دسمبر په ۲۰۰۲م کې ددې تل پاتي نړۍ څخه سترګي پټي کړې.