منځپانگې ته ورتلل

مسلمان ساينس دانان,مستبد او درباري ملايان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه مسلمان ساينس دانان چې د مستبدو حاکمانو او درباري او تنګ نظره پردي پاله او د بل په نظريه ولاړو علماوو د لاسه يي اذيتونه وليدل او يو شمېر يي ووژل شول! لمړي: ابوعلي سينا چي په ابن سینا مشهور دي! په بخارا کي وزيږيد په لس کلنۍ کي د قرآن کريم حافظ شو..په څوارلس کلنۍ کي د طب علم زدکړه پيل کړه په اولس کلنۍ کې د بخارا حاکم د دربار معالج شو.. په دغه وخت کې د تفسير، حديث، رياضياتو، فلسفي ، علم نجوم ٫ فلکياتو او طب په برخه کې يي زدکړې او مطالعات وکړل.. د درباريانو د دسيسو له وجې خوارزم ته په تيښتې مجبور شو.په خوارزم کې يي خپل علمي خدمات د دربار تر سرپرستۍ لاندې کول چې په دې وخت کې د سلطان محمود غزنوي رحمه الله لخوا خوارزم فتح شو هغه ټول علماء په شمول د ابو ريحان البيروني د اسیرانو په شکل غزني ته منتقل کړل. ابو علي سينا پټ شو د سلطان محمود غزنوي لخوا اشتهاري اعلان شو. ابو علي سينا حمدان ته وتښتيد هلته د درباري او تنګ نظره ملايانو سره د علمي او طبي بحث وروسته د مخالفت سره مخامخ شو.. د حمدان ملايانو پري د بدعتي، اؤ کافر فتوي ورکړه.. د حمدان حاکم لخوا ورته د مرګ سزا وټاکل شوه.. ابن سينا په حمدان کې ځان ورک کړ او هغه په همدې موده کې خپل مشهور تصنيف چې په پنځو جلدو کې ليکل شوي او تر شپږ سوو کلونو د اروپا په پوهنتونونو ولوستل شو وليکه د مشهور کتاب نوم يي القانون في الطب دي .. دا کتاب هغه په داسې حال کي وليکه چې په پټه يي ژوند کاوه... هغه ټول څلور سوه او پنځوس کتابونه ليکلي چې اوسمهال دوه سوه او څلويښت يي په نړي کي شته هغه په پټه ، غربت او په ويري خپل اخري ژوند تير کړ نوموړي د مرګ وخت کي ټول مال صدقه کړ ، غلامان يي آزاد کړل او د قولنج مريضۍ له امله ګمنامه ومړ... دوهم: ابوبکر محمد بن زکريا الرازي... رازي په 864 ميلادي کي د ايران شيراز ښار کي زيږيدلی ، هغه ته په طب او کيميا کي د امام لقب ورکړ شوي. هغه په غربي نړۍ کې د عربي جالينوس په نامه مشهور دي. هغه د نړي لويو کيميادانانو څخه شمېرل کېږي ، هغه په طب ، مهندسي، کيميا ، ادب، فلسفه او رضيياتو کې زدکړې، ليکنې او ايجادات وکړل.. هغه په نړي کې د لمړي ځل لپاره د واکسين نظريه ورکړه او د چيچک مرض په اړه يي خپل جوړ کړي واکسين تطبيق کړل هغه څو ځله د خپلو نظرياتو په جرم مختلفو ځايونو ته وشړل شو د حاکمانو او درباري ملايانو لخوا پري د نوي نظرياتو په جرم مختلفي فتواوي ورکړ شوي. بلآخره د بخارا حاکم لخوا امر وشو تر څو د هغه کتابونه د هغه په سر تر هغه ووهل شي چې يا کتابونه له منځه لاړ شي او يا د رازي سر.. هغه په سر د همدې وهلو له امله ړوند شو او په 920 ميلادي کال کې د ټپونو څخه ومړ... دريم: ابن رشد د يولسمې ميلادي صدۍ د لويو مسلمانو ساينس دانانو څخه شمېرل کيږي. هغه په 1126 ميلادي کال کي د پخواني اندلس او اوسنی هسپانیا قرطبې ښار زيږيدلی. په ديني علومو ، فلسفي، رياضي، طب ، قانون ، فلکياتو کې د نړۍ لوي عالم وو او د وخت ستر ساينس دان شميرل کيږي. د هغه تصنیفات په طب ، فلسفه ، فلکياتو کې په غربي نړۍ کې ډير شهرت موندلی. هغه په منطق او عربي قواعدو کې هم کتابونه ليکلي ، هغه په طب او کيميا کې خپل ايجادات لري. هغه په هسپانیا کې د اموي خليفه يعقوب يوسف په وخت کې د قرطبې ښار قاضي القضات وه، په تقوي او عبادت کې يي ښه شهرت درلود. اموي خليفه د يعقوب المنصور لخوا پري د سياسي اختلاف په اساس د کفر فتوا ورکړل شوه په جامع جومات کې په ستنې پوري وتړل شو او لمونځ کوونکو ته وويل شو چې توکاڼي پري وکړي ناړي پر ور توف کوئ... د هغه ټول کتابونه د خليفه لخوا وسيزل شول. هغه لمړی السانيه منطقي ته وشړل شو او ورسته په مراکش کې په ګمنامۍ مرموز شکل کې ومړ.. څلورم: يعقوب ابن اسحاق الکندي هغه په 801 ميلادي کال کي زيږيدلی او په 883 کي وفات شوي. هغه د اسلامي نړۍ د لمړنيو ساينس دانانو څخه دی. هغه په اسلامياتو، طب، فلکياتو ، فلسفه ،جغرافيه ، رياضياتو ، کيميا ، موسيقۍ ،نفسياتو ، حکمت ،سياست ، شعر او ادب کې بي ساري مهارت درلود.. هغه په دغه اړوند 242 کتابونه ليکلي . هغه د طب په اړه 20 او د فلکياتو په اړه 40 تصنيفات درلودل.. هغه د مامون الرشید، معتصم او واثق په زمانه کې ډير پرمختګ وکړ .. خو کله چې متوکل خليفه شو د درباري علماوو سره يي اختلافات پيل شول .. هغه په دربار کې دومره بدنام کړای شو چي خليفه امر وکړ چي د هغه کتابخانه بايد وسيزل شي. هغه يي په 60 کلني کې د بغداد په ښار کې د خلکو په وړاندې پنځوس دري ووهل شو.. هغه به هرې دري سره چغي وهلي او درباريانو به د خوښې چغي کړلي.. بلاخره په 883 کال کي په ګمنامۍ کي ومړ.. پنځم: جابر بن حيان هغه په 721 ميلادي کې په خراسان کې زيږيدلی.. هغه خپلې ديني زدکړي د امام جعفر صادق څخه کړي. د هغه پلار د امويانو لخوا ووژل شو . مور يي د خلکو په منځ کې يواځې د سياسي فعاليت په جرم د خراسان والي لخوا د بازار په منځ کې په درو ووهل شوه او شهیده کړاي شوه. هغه د نړي لمړي کيميا دان کڼل کيږي ، هغه ته په نړۍ کې د کيميا بابا لقب ورکړ شوی. هغه په غربي نړۍ کې د Gerber په نامه مشهور دی. هغه کيميا ، طب ، فلکياتو ، علم نجوم او رياضياتو کې مهارت درلود.. هغه په لمړي ځل د ليټاډ اله ايجاد کړه چې تر اوسه تري په لابراتوارونو کې استفاده کيږي.هغه په لمړي ځل مختلف تيزابونه ايجاد کړل.. هغه په لمړي ځل د وسپنې زنګ مخنوي کميکل جوړ کړل.. هغه شيشي ته مختلف رنګونه ورکول ايجاد يي کړل له بده مرغه د هغه انجام هم ښه نه وه.. هغه د هارون الرشید برمکي وزيز يحيي برمکي د ښځي علاج وکړ.. د هغه لخوا د برمکي کورنۍ د علاج طبيب مقرر شو. کله چې هارون الرشید او يحيي برمکي اختلاف پيدا شو.هارون الرشید برمکيان ټول ووژل. جابربن حيان مجبور شو چې خپلې کتابخانې او لابراتوار سره بصري ته وتښتي.. هلته په لږ وخت کي علمي شهرت وموند ، د خلکو مرجعيت ورته زيات شو خلک د هغه د علم او ايجاداتو نه ورځ تر بلې متاثره کيدل. د حاکم او يو شمېر اجيرو په نامه دعلماوو شهرت حضم نه کړاي شوی او له ده سره يي هم اختلافات پيل کړل.. حاکم او ملايانو پري د جادوګر نوم کيښود.. بالاخره ونيول شو او د قاضي لخوا ورته د مرګ سزا وټاکل شو.. ورسته مرګ په عمر قيد بدل شو او په همدې حالت کې وفات شو... قدرمنو ورونو دا سلسله ډيره وږده ده ما يواځې د يو څو مشهورو علماوو او ساينس دانانو تذکر کړي چې زمونږ د مستبدو حاکمانو او تنګ نظره او غلامصفته درباري ملايانو چې هغه درباريان د پرديو تر سلطه او مشوره به لاندي وو د داسي خلکو له لاسه دغه سترو هستيو دغه انجام يي درلود...... زمونږ د اسلامي نړۍ د ورسته پاتې کيدو دوه لوي علتونه دغه دوه ډوله طبقي دي.. يادوني وړ ده چې علماي حق د اسلام او مسلمانانو ته نه هیریدونکی او حياتي خدمات کړي دي او تر قيامته به روان وي ليکن د هغوي انجام هم له دغه ساينس دانانو بدتر شوي دی چې مناسب وخت کي به د هغو په هکله هم ليکنه وکړم.. ورونو دا معلومات شير کوي ترڅو ملګري تري استفاده وکړي.

سرچينه

[سمول]

عبدالحميد جليل