مسلمانه اروپا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لمر هغه وروستۍ وړانگې چې په پاريس کې د کلیسا په مقدسو تیږو شغلې کوي، د نړۍ د ښارونو د ناوې له پاسه د یوه غمگین غروب زیری ورکوي. لاندې په ښار کې د ژوند شور او غوغا روانه ده، دا د زرگونو سړیو، ښځو او ماشومانو د کاراوبار شور او زوږ دی، ددوی هر یو په نورو ژبو گړيږي، یعنې په اروپایي ژبه نه گړيږي.

په زرگونو مسلمانو مهاجرو د اروپا فرهنگ ته اسلامي او شرقي رنگ ورکړی دی او د ښي لاسو ډلو او محافظه کارانو اروپایانو قهر یې را پارولی دی، لندن، برلین او روم هم د مسلمانو مهاجرو دا سیوری په خپلو هېوادونو کې حس کړی، وروسته له دې په اروپا کې دا د تعجب وړ خبره نه ده چې که یو پلیس له خپلې ملي ژبې پرته په ترکي او یا عربي ژبه له یوه لاروي سره روغبړ وکړي، همدا څو ورځې وړاندې یوه مسلمان افریقایي مهاجر د فوټبال له یوې ښکلې لوبې وروسته په زرگونو فرانسویان سړکونو ته راوایستل او دده نامه یې په ژبو او چیغو کې انگازې کولې. په یوویشتمه پېړۍ کې اروپا له نورو ستونزو سره سره له یوه نوي سرخوږي سره مخ ده، هغه اروپا چې هېڅکله د یوې مهاجر قبلوونکې سیمې په نوم نه پېژندل کېده، وروسته له دویم نړیوال جنگ څخه د مهاجرو له یوه داسې لوی موج سره مخ شوه چې په شعوري ډول د جنگ ځپلو سیمو د بیا رغونې لپاره راغوښتل شوي و.

له دوی سره دا نه وه منل شوې چې دوی د هلته تر ډېره پاتې شي، بلکې د زمانې او روزگار تحولات بل ډول و، په المان کې په زرگونو ترکي کارگرانو د صنعت څرخ په حرکت راووست، په فرانسه کې د هغه مسلمانانو د تجلیل لپاره چې د فرانسویانو سره د هندوچین په وړاندې غاړه په غاړه جنگېدلي و، ددوی د اولادونو راتگ ته یې لاره هواره کړه. د انگلستان مخ په زوال امپراطوري هم دې ته مجبوره وه چې له خپلو مستعمرو څخه مهاجر ومني، د یوه الماني سیاستپوه په خبره( موږ په اروپا کې کارگرانو ته اړتیا درلوده، خو دلته داسې کسان راغلل چې له کارموندنې اخوا یې نورې اړتیاوې هم درلودې). اروپا د مهاجرینو د هغه کړنو په اړه چې اوس یې په پایلو پوه شوي، څومره تدابیر نه و نيولي، خو اوس اروپایي سیاستمداران په دې اړه خبرې کوي، اوس کار تردې رارسېدلی چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر چې خپله یو مجارستانی مهاجر دی د مهاجرینو په وړاندې یې ځای نيولی دی. د مقدسې کلیسا وروستی لمر په داسې حال کې طلوع کوي چې د موذن داسې چيغه چې مسلمانان خپل لور ته رابولي د پاریس په ښار انگازې خوروي. د یوویشتمې پېړۍ اروپا اوس نوې او تازه شپې او ورځې تیروي، له شرق څخه په اروپا باندې لمر راختلی دی.

برناردلویس: اروپا ددې پېړۍ تر وروستیو پورې مسلمانیږي او د عربي غرب یا مغرب یوه برخه به شي. دوه اونۍ وړاندې جورج بوش په وین کې و او غوښتل یې ترڅو خپلې اړیکې له اروپايي متحدانوسره ترميم کړي او لومړني حالت ته یې ورسوي. اروپا له امریکا سره ډېرې او اوږدې ستونزې لري لکه، افغانستان، گوانتانامو، عراق، ایران او گډ زراعتي سیاست. اما هغه اوږد لیست چې فهرست یې تر دې هم اوږد و، د بوش لپاره یې کار ستونزمن کړی و، هغه د ده سره د اروپا مخالفې رایې چې په هرڅه کې دي، له کپیټالیزم نه نيولې ترمذهب او له ترور سره د جنگ په اړه.

دا مخالف نظرونه د (سرلویس نامير) په ژبه د موسیقۍ هغه ټوټه ده چې دا سیاسي او مخالف نظرونه د اپیرا سندرو په څېر ورسره یوځای زمزمه کيږي. چې دا په مشخص ډول د گوانتانامو په څېر موضوعات دي چې د کاترینا په ډول را څرگندیږي. دا چې د کاترینا توفان امریکا په اقتصادي ډول ماته کړه او یا هم گوانتانامو د امریکا د عدالت بېلگه ده، په دې اړه استدلال نور په درد نه خوري، ښايي ددې ټولو لوی دلیل د عربي اروپا ( اورابیا ) د ښکارنده رامنځ ته کېدل وي. یا هم د مسلمانې اروپا منځ ته راتگ چې اوس په اروپا کې پخپله را جوړيږي او دا مسلمانه اروپا له امریکا سره په شدت تضاد او تقابل لري.

دوه کاله وړاندې برنارد لویس په یوه هیښوونکي پیغام کې وویل چې اروپا ددې پېړۍ تر ورستیو پورې مسلمانيږي او د عربي غرب یا مغرب یوه برخه به وي. اوس مهال دا پیغام په غرب کې په ( کله چې اروپا ويده وه ) او ( د اروپا داخلي تهدیدونه ) په کتابونو کې مطرح کيږي. کوم استدلال چې ددغه پیغام ترڅنگ شتون لري، دا دی چې انعطاف قبلوونکې اروپا نشي کولای دغه مهاجرو ته کارونه و مومي او نشي کولای چې د تندروو متعصبو سره مخ شي. سیکولار اروپا نشي کولای له مذهب سره مخ شي. د اروپا په ځینو ښارونو کې خلک تردې ډېر چې کلیساوو ته لاړ شي جوماتونو ته ځي، د ساړه جنگ پر مهال د امریکا لخوا اروپا د روس په وړاندې ډېره تر فشار لاندې وه، چې دوی د ځان ددفاع په اړه ولې ډېر لگښت نه کوي. اوسمهال امریکا له دې امله اروپا ته چلنج ورکوي چې ولې اسلام په اروپا کې مخ په وړاندې روان دی.

له دې امله د خطر دوه زنگونه اروپا او امریکا ته وکړنگېدل، لومړنی یې د تېر کال په وروستیو کې و، کله چې مسلمانانو د فرانسې په ښارونو کې په لاریونونو پيل وکړ او داسې خشونت ته ورسېدل چې کنټرول یې ناشونی و، دا د اروپا لپاره تر ټولو لوی چلینج و چې دوی د بهرنیو مهاجرینو لپاره د کار وړ شرایط نه و رامنځ ته کړي. دویمه پېښه لږ وروسته را منځ ته شوه چې په ډنمارک کې یې د اسلام د مبارک دین د سرلاري حضرت محمد ص له توهین څخه ډک کارتونونه چاپ کړل، چې په نړۍ کې یې د اعتراضونو لوی امواج په اهتزاز راوستل، ځینې امریکايي څېړونکي یې په دې نظر کړل چې سکولار اروپا دومره ضعیفه وه چې د خپل ملت له اعتقاداتو څخه یې صحیح درک نه درلود او دا یې د اروپا له مسلمانېدو څخه ډېره خطرناکه وبلله. د اروپا په ځینو برخو کې مسلمانان د اروپا له چپیانو سره نژدې شوي دي، هغوی د حکومتونو مخالفین دي، د هغوی په منځ کې یې ځان ته حامیان پیدا کړي دي. په انگلستان کې د جنگ د توقف جنبش چې د عراق د جنگ په اړه یې ډېر اعتراضونه وکړل، دوی هم سکولار سوسیالیستان او هم د اخوان المسلمین غړي طرفداران لري. طارق رمضان چې د اروپا د مسلمانانو لوی مشر دی، په سویس کې اوسېږي او د اکسفورډ په پوهنتون کې یې زده کړه کړې ده، نوموړی په اروپا کې لدې امله ډېر هواداران لري چې له اسلام سره وفادار دی او د نړیوال کپیټالیزم سره مخالف دی. په هر اروپايي هېواد کې د مسلمانانو وضعیت د ښکاره تناقض سره مخ دی، د فرانسې سکولار دولت د مسجدونو په اړه چې د اسلام استازي یې بولي د ځانگړي مقام په توگه ورته قایل دی. اما د فرانسې مسلمانان مینه لري چې خپل مذهبي مراسم په انفرادي ډول ترسره کړي، په المان کې اکثریت مسلمانان ترکان دي، د المان ترکان وايي چې د میزبان هېواد څخه راضي یو، خو ددوی مذهبي غوښتنې ورځ په ورځ ډېرېږي، څېړنې ښيي چې ۸۳ سلنه د المان ترکان په شدت سره مذهبي دي او ډېرشمېر خلک په دې عقیده دي چې ښځې باید حجاب ولري، د انگلستان مسوول مقامات وايي چې ټول امکانات یې په کار اچولي دي ترڅو ۲ میلیونه مسلمان وگړي په ښه ډول ژوند وکړي، اما اقتصادي څېړنې او شواهد ښیي چې د انگلستان ترټولو ټیټ اقتصاد او د ژوند بد شرايط د مسلمانانو دي. ددغه ټولو تناقضاتو سره سره په اروپا کې مسلمانان روښانه راتلونکي ته هیله من دي، هغه دا چې اسلام ورو ورو د یوه مهم سمبول په څېر هویت او اهمیت پیدا کوي، د فرانسې یو پردریمه زده کوونکي مذهب د پاسپورت یا د پوست د رنگ په څېر د پېژندلو یوه مهمه ځانگړنه بولي، د انگلستان ځوان مسلمانان اسلام خپل حقيقي کور بولي نه انگلستان او یا هغه ښار چې ژوند پکې کوي.

په ډېر کم وخت او نژدې راتلونکې کې به اروپا او امریکا د مسلمانانو په وړاندې خپله اوسنۍ مشترکه ژبه له لاسه ورکړي، ډېر اروپایان په عراق کې اوسنی حالت د خپلو مسلمانو وطنوالو د قهر او غصې سبب بولي، که د اروپا مسلمانان د غرب ضد شوي دي دا د بوش د سیاست پایله ده. خو امریکایان بیا د مسلمانو مهاجرو لپاره د دوی د کار او اقتصاد ناوړه شرایط د مسلمانانو د غربي ضد کېدو لامل بولي، دوی د امریکا لوی مسلمان جمعیت چې له ۳ څخه تر ۷ میلیونو نفوس لري وايي چې د امریکا له بهرني سیاست سره هېڅ ستونزه نلري. واشنټن د اروپایانو ملي غوښتونکی سیاست د مسلمانانو د غرب سره د ضدیت عامل بولي او عقیده لري چې مذهبي امریکا د مسلمانانو ښه میزبان دی، خو وروستۍ څېړنې د امریکا دا ادعا ردوي، د هغه امریکایانو شمېره چې د اسلام په اړه منفي فکر او حساسیت لري لوړه شوې ده او د امریکا مسلمان جوړښتونه هره ورځ دمسلمانانو په وړاندې د نوو تبعیضونو رپوټونه ورکوي. امریکایان د بیان ازادي او نورې فردي ازادۍ د مسلمانانو د حالت ښه والی نسبت اروپا ته بولي، خو په امریکا کې ځینې داسې موارد هم شته چې هغه ته سور خط ایستل شوی او داسې گناوې بلل کيږي چې هېڅکله د بښنې وړ نه دي. په انگلستان کې د تحریر حزب چې یو غیر نظامي اسلامي گوند دی د ټلویزیون له لارې یې د سکولر او لیبرال ډیموکراسۍ په اړه نیوکې او نقد کړی دی، خو په امریکا کې هېڅکله داسې نشي پېښېدای، په امریکا کې هېڅوک ددې حق نلري چې د ملي قوانينو په پرتله د شریعت قانون ښه او لوړ وبولي او یا په دې اړه دلیل ووايي، د اروپا مسلمانان ددې پرځای چې په ایډیالوژۍ پسې وي په سیاست پسې دي او په دې برخه کې کار کوي. په بلجیم کې د دولت یو په دریمه چوکۍ د مسلمانانو په لاس کې دي، د انگلستان او هالنډ په ښاروالیو کې ان ډېر تندروه مسلمانان په حساسو پوستونو کار کوي. د ځینو هغو مسلمانانو شعار کوم چې په ټاکنو کې د غیر مسلمان اقلیتونو سره یو ځای شوي و، دا وه چې دوی باید د خپلو حقوقو لپاره د هغه غیر مسلمانو لږکیو سره هم یو ځای شي چې شمېر یې لږ دی او ددوی حقوق نه ورکول کيږي یعنې د نژادي تبعیض په وړاندې باید لاسونه سره یو کړ ي. اما په دې ورستیو کلونو کې د مسلمانانو دا ډول اتفاق د امریکا د سیاستونو پایله ده، په اروپا کې د مسلمانانو په وړاندې دوه کړنلارې د دوی د سیاستمدارانو لخوا عملي کيږي، یو فرانسوي سخت او جدي عکس العمل دی چې مسلمانان په مکتبونو کې د حجاب او نورو دیني مناسکو عملي کولو ته نه پرېږدي او بل په هالنډ او انگلستان کې د څو فرهنگيزه سیاست له امله مسلمانانو ته د پراخ فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. د مسلمانې اویا میلیوني نفوس درلودونکې ترکیې یو ځای کېدل له اروپایي اتحادیې سره، دا خپله د عربي اروپا د جوړېدو لپاره یو لوی گام دی. لکه څنگه چې د اروپا د مسلمانانو د قیقه شمېره نده څرگنده خودا معلومه ده چې په اروپا کې تر شل میلیونونو ډېر خلک مسلمانان دي، چې دا رقم د اروپا د نفوس څلور سلنه را په گوته کوي. له اروپا يي اتحادیې سره د ترکیې په یوځای کېدو دا رقم ۱۷ سلنې ته رسیږي. دا هغه موضوع ده چې اروپا یې په جدیت سره مخالفت کوي ولې امریکا یې حمایت کوونکې ده.

د اروپا مسلمانان یو لاس او متحد نه دي، د انگلستان مسلمانان د اسیا له جنوب څخه راغلي دي او د فرانسې مسلمانان د افریقا له شمال څخه، د المان مسلمانان بیا له ترکیې څخه دي. په امریکا کې د کار موندل اسانه دي ولې د رفاهي خدمتونو ترلاسه کول سخت دي. په اروپا کې دا وضعیت برعکس دی. له همدې امله د اروپا رهبران ددې پر ځای چې حجاب منع کړي او یا د مسلمانانو سره مقابله وکړي ددوی د ژوند د شرایطو د ښه کولو په لټه کې شي. مسلمانان ورو ورو په دې قاره کې سیاست ته تغیر ورکوي او د اروپا اړيکو ته له نورې نړۍ سره هم تغیر ورکوي. په دې بهیر کې ددې امکان هم شته چې خپله مسلمانان هم تغیر وکړي، اما بې له شکه هغه تغیر چې دوی یې را منځ ته کوي تر دې ژور او با ارزښته دی.

د اروپا د مسلمانانو ډېری ارقام د امریکایانو په واسطه خپریږي، هغه ارقام چې د امریکا د ستراتیژیکو څېړنو مرکز خپاره کړي دي، د اروپايي اتحادیې د ۲۵ هېوادونو د مسلمانانو نفوس اوس ۱۵ میلیونه دی چې تر ۲۰۲۵ م کال پورې به دوه چنده شي او ۳۰ میلیونونو ته به ورسیږي، ترکیه چې اروپايي اتحادیې ته د ورگډېدو په درشل کې ده، ۷۰ میلیونه مسلمان نفوس لري، اوسمهال دا دقیقه نه ده معلومه چې اروپا خپله څومره مسلمان نفوس لري، په فرانسه کې چې سکولار مقامات یې هېڅکله مذهبي پوښتنه نه کوي، له پخوانیو مسلمانانو سره تقریبا ۵ میلیونه کيږي چې د فرانسې ۸ سلنه نفوس جوړوي. دا ارقام به تر ۲۰۲۰ م کال پورې ۲۰ سلنې ته ورسیږي، البته بعضې امریکایي څېړونکې بیا دا ارقام له مبالغې څخه ډک بولي، په ځانگړې توگه د بروکینگز موسسه، چې وایي د فرانسې مسلمانې ښځې د بل هر هېواد له ښځو څخه کم اولاد زیږوي.

  • البانیا
  • ټول نفوس: ۳/۵ میلیونه- مسلمانان: ۲/۲ میلیون ( ۷۰ سلنه )
  • اتریش
  • ټول نفوس: ۸/۲ میلیونه- مسلمانان: ۳۳۹ زره تنه ( ۴/۱ سلنه )
  • بلجیم
  • ټول نفوس: ۱۰/۳ میلیونه- مسلمانان: ۰/۴ میلیونه تنه ( ۴ سلنه )

ډنمارک ټول نفوس: ۵/۴ میلیونه- مسلمانان: ۲۷۰ زره تنه ( ۵ سلنه ) فرانسه ټول نفوس: ۶۲/۳ میلیونه- مسلمانان: پنځه تر شپږو میلیونو پورې المان ټول نفوس: ۸۲/۵ میلیونه- مسلمانان: ۳ میلیونه ( ۳/۶ سلنه ) صربستان او مونتنگرو ټول نفوس: ۱۰/۸ له کوزوو سره- مسلمانان: صربستان او مونتنگرو: ۴۰۵ زره تنه، کوزوو: ۱/۸ میلیونه ایټالیا ټول نفوس: ۸۵/۴ میلیونه- مسلمانان: ۸۲۵ زره تنه ( ۱/۴ سلنه ) هالنډ: ټول نفوس: ۱۶/۳ میلیونه- مسلمانان: ۹۴۵ زره تنه ( ۵/۸ سلنه ) هسپانیا ټول نفوس: ۴۳/۱ میلیونه- مسلمانان: ۱ میلیون تنه ( ۲/۳ سلنه ) سويډن ټول نفوس: ۹ میلیونه- مسلمانان: ۳۰۰ زره تنه ( ۳ سلنه ) سویس ټول نفوس: ۷/۴ میلیونه- مسلمانان: ۳۱۰/۸۰۰ تنه ( ۴/۲ سلنه ) ترکیه ټول نفوس: ۶۸/۷ میلیونه- مسلمانان: ۶۸ میلیونه ( ۹۹ سلنه ) انگلیس ټول نفوس: ۵۸/۸ میلیونه- مسلمانان: ۱/۶ میلیونه ( ۲/۸ سلنه ) یادونه: دا ارقام د ۲۰۰۵ کال د دسمبر په میاشت کې لاس ته راغلي دي