مسعود احمد عزيزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د كورنيو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین مسعود احمد عزیزی د حاجی عبدالعزیز زوی په ۱۳۶۲ هـ ش (۱۹۸۳) میلادی کال د کندهار ولایت د ۳ ناحیې په یوه دینداره او روشنفکره کورنۍ کې زېږیدلی دی. د عزیزی پلار د خپل وخت سیاسی او قومی مشر او په ټولنه کې با رسوخه شخصیت وه، په خپله سیمه کې یې د یو ځایی مشر په توگه د خپلې وسې خدمتونه سرته رسولی، چې مسعود احمدعزیزی هم د خپل پلار او کورنۍ د نورو غړیو لخوا همېشه علم او تعلیم ته هڅول شوی او همدا وجه ده چې نوموړی تل د علم سره مینه پاللی او په داخل او خارج کې یې زده کړې سرته رسولي دي. زده کړې: لومړنې زده کړې یې کندهار کې سرته رسولی او د کندهار د مشرقی لېسې څخه فارغ دی، د سیاسیت او سیاسی علومو سره د زیاتې مینې په خا‌طر د کانکور په ازمویینه کې د ننگرهار پوهنتون د حقوق او سیاسی علومو پوهنځي ته بریالی شو. لومړنۍ ماستری یې د پیښور پوهنتون څخه په سیاسی علومو کې واخېسته. او دوهمه ماستري یې د انگلستان د (Warwick) پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو (نړیوالو اړیکو تیوری، د نړیوال امنیت تیوری او مفهوم، حکومتداری، نړیوال کېدل او پرمختگ) کې ترلاسه کړه. لنډ مهالې زده کړې: • په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د ادارې او تجارت انستیتوت- کابل د ادارې(منجمنټ) لنډمهاله زده کړه. • په ۱۳۸۹ هـ ش کال په جرمني هېواد کې د ستراتیژیک مطالعاتو په اړه لنډه مهاله زده کړه. • په ۱۳۹۰ هـ ش کال د چاپان د توکیو د (Autonomy College) څخه د حکومتدارۍ او عامه پالیسۍ په اړه لنډمهاله زده کړې. • په ۱۳۹۲ هـ ش کال د رومانیا هېواد د خارجه وزارت لخوا د (له جنگ څخه وروسته حالاتو مطالعه) لنډمهاله زده کړه. دندې: کله چې په هېواد کې د ولسمشر حامد کرزی په مشرۍ اداره رامنځته شوه مسعود احمد عزیزی دنده پيل کړه، تر دې چې په ۱۳۸۳ هـ ش کال د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کې مقرر شو، د څه مودې دندې ترسره کولو وروسته د کندهار ولایت د دفتر ريیس او او ځانگړی همکار شو چې تر ۱۳۸۶ هـ ش کال پورې په همدې دنده پاتې شو. بیا د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د مستقل کمیسیون له لارې د ازاد رقابت او د جمهور ريیس په ځانگړی فرمان د ننگرهار ولایت مقام د دفتر ريیس مقرر شو، او تر ۱۳۹۲ هـ ش کال په همدې دنده بوخت وه، چې په ترڅ کې یې د ننگرهار ولایت د خلکو او ولایت مقام ترمنځ همغږۍ رامنځته او همدراز په ننگرهار ولایت کې د کوکنارو کرل د نولس زره(۱۹۰۰۰) هکتاره څخه صفر ته راښکته شو. لاسته راوړنې او کنفرانسونه: • د غازی میرمسجدی خان طلایی مډال چې په ننگرهار ولایت کې د کوکنارو د لمنځه وړلو، د کوکنارو د نه کرلو او دحکومت او خلکو ترمنځ د همغږۍ کولو په نتیجه کې د جلالتمآب د افغانستان ولسمشر لخوا ورکړل شوې ده. • اوله درجه تقدیر نامه، چې د ښه حکومت دارۍ او له ځانه د وړتیا ښودلو په پایله کې د جمهوری ریاست له لورې ورکړل شوې ده. • د ۱۳۸۶ هـ ش کال څخه تر ۱۳۹۲ هـ ش کال پوری د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مختلف داخلی او خارجی کنفرانسونو کې اشتراک او بیانیه. • په ۱۳۸۹ هـ ش کال د جرمنی او بروکسل د ناټو پوهنتونونو کې اشتراک او لکچر. • په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د امنیتی مسؤلیتونو د انتقال کنفرانس کې فعاله ونډه اخېستل. • په ۱۳۹۱ هـ ش کال د کوکنارو د لمنځه وړلو او نه کرلو په اړه کنفرانس کې فعاله ونډه اخېستل. • په ۱۳۹۱ هـ ش کال د (مصالحه او ادغام مجدد) کنفرانس کې فعاله ونډه اخېستل. • په ۱۳۹۱ هـ ش کال د ماسترۍ مونوگراف(Tribal Mechanism in Afghanistan) چې د انگلستان د (Warwick) څخه نشر شو. • د افغانستان او پاکستان په مشورتی لویه جرگه کې يې غړیتوب درلود. • د ښه حکومتدارۍ، دتروریزم سره دمبارزې او د کوکنارو د لمنځه وړلو او نه کرلو په اړه يې ډېری مضامین لیکلی، او په مختلفو مطبوعاتو کې نشر شوی دی. مسعود احمدعزیزی د خپلو دندو پرمهال په رسمی او غیر رسمي سفرونو د امریکا، اروپا او اسیا ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړی دی او په ترڅ کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې. نوموړی د هېواد د دواړو رسمی ژبو پښتو او دری سربیره په انگلیسی، اردو او هالنډی ژبو باندې هم بشپړ تسلط لری. د کورنیو جگړو پرمهال نوموړی به زده کړو بوخت وه او همدا و جه ده، چې تر اوسه د کوم سیاسی گوند غړیتوب نه لری. په ۱۳۹۲ هـ ش کال د جلالتمآب ولسمشر حامد کرزی په ځانگړی فرمان د ملکی رتبې څخه د مل پاسوال(بریدجنرال) په ځانگړې رتبه تعدیل رتبه او د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال وزیر وټاکل شو او اوس په نوموړی وزارت کې خپله دنده پرمخ بیایي. رسمی ټویټر: https://twitter.com/MasoodAAzizi د كورنيو چارو وزارت رسمي پانه کې د ژوندلیک تړونی:http://moi.gov.af/fa/page/5722/5726 Archived 2014-09-26 at the Wayback Machine.