مستقيمه ديموکراسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مستقيمه ديموکراسي يا خالص ديموکراسي د ديموکراسۍ يوه بڼه ده، چې ټاکنيزه حوزه په کې د استازو په توګه له ټاکل شويو استازو څخه پرته د سياست د نوښتونو په اړه پرېکړه کوي. دا بڼه د ډېری هغه رامنځته شويو شته ديموکراسيو سره توپير لري، چې د استازي ديموکراسۍ دي. د مستقيمې ديموکراسۍ نظريه او عمل او د عمومي ځانګړتيا په توګه يې ګډون د زياتره نظريه ورکونکو (تيورېستانو)، فيلسوفانو، سياستپوهانو او ټولنيزو منتقدينو د کار بنسټ و، چې له ډلې يې تر ټولو مهم ژان ژاک روسو “Jean Jacques Rousseau”، جان سټوارټ مېل “John Stuart Mill” او جي ډي ايچ کول “G. D. H. Cole” دي. [۱]

کتنه[سمول]

په مستقيمه ديموکراسۍ کې خلک له منځګړي يا استازي څخه پرته د سياستونو په اړه پرېکړه کوي، په داسې حال کې چې په استازې ديموکراسۍ کې خلک استازو ته رايه ورکوي، چې هغوی بيا د پاليسۍ يا سياست نوښتونه پلي کوي. د کارونې پر ځانګړي سيستم د تکيې له مخې مستقيمه ديموکراسي ښايي د اجرائيه پرېکړو تصويب، د پچه اچونې کارول، د قوانينو جوړونه، په مستقيم ډول د چارواکو ټاکل يا ګوښه کول او د محاکمو تر سره کول راونغاړي. د مستقيمې ديموکراسۍ دوه مخکښې بڼې د ګډون ديموکراسي او سلاکاره يا مشورتي ديموکراسي دي. [۲]

نيمه مستقيمه ديموکراسۍ چې استازي په کې ورځنۍ حکومتولي اداره کوي، مګر خلک يا اتباع په کې خپلواک پاتې کېږي، درې ډوله نامتو عمل ته لاره هواروي: ټولپوښتنه، نوښت او بېرته اخېستل يا له منځه وړل. لومړۍ دوه بڼې يانې ټولپوښتنه او نوښتونه د مستقيمې قانون جوړونې بېلګې دي. تر ۲۰۱۹ز کال پورې دېرش هېوادونو ټولپوښتنو ته اجازه ورکړه، چې په ملي کچه د نفوس له لورې تر سره شوه. [۳][۴]

د زور يا اجباري ټولپوښتنه هغه قانون جوړونه چې د سياسي اشرافو له لورې تسويد شوی دی، د نامتو اجباري رايې تابع کوي. دا د مستقيمې قانون جوړونې خورا عامه بڼه ده.

يوه نامتو ټولپوښتنه وګړو ته دا ځواک ورکوي، چې د دوی له لورې د رايې اړوند قانون جوړونې د شتون غوښتنه وکړي. ځيني بنسټونه د يوې اتباري يا قانوني غوښتنې لپاره د وخت چوکاټ او اړين شمېر لاسليکونه مشخص کوي او ښايي د لږه کيو د ګټو د خونديتوب په موخه له ډول ډول ټولنو څخه د لاسليکونو غوښتنه وکړي. د مستقيمې ديموکراسۍ دا ډول د رايه ورکونکو عوامو ته په ګټور ډول د هغو قوانينو پر بنسټ د ويټو حق ورکوي، چې د ټاکل شويو قانون جوړونکو له لورې تصويب شوي دي. لکه: سويس کې. [۵]

د اتباعو له لورې پيل شوې ټولپوښتنه (چې د خلکو په مستقيمو رايو د قانون جوړولو يا په کې د بدلون راوستلو حق هم ورته وايي)، عمومي وګړو ته ځواک ورکوي، چې د غوښتنې له لارې حکومت ته ځآنګړي قانوني معيارونه يا اساسي سمونونه وړانديز کړي او لکه د نورو ټولپوښتنو په څېر رايه ښايي اجباري يا په ساده ډول مشورتي وي. د خلکو په مستقيمو رايو د قانون جوړولو يا په کې د بدلون راوستلو حقونه ښايي مستقيم يا نامستقيم وي: په مستقيمو حقونو سره يو بريالی وړانديز په مستقيم ډول د پټې رايې لپاره د رايې تابع کېږي (لکه د کليفورنيا د سيستم په څېر). په نامستقيمو حقونو سره يو بريالی وړانديز مقننه قوې ته د هغوی د غور په موخه وړاندې کېږي؛ که څه هم که چېرې د وخت له يوې پلان شوې يانې معلومه دورې څخه وروسته د منلو وړ کوم عمل تر سره نه شي، نو وړانديز مستقيمې نامتو رايې ته ځي. په سويس، لختنشتاين يا يوروګوای کې د اساسي قانون تعديلونه د خلکو په نامتسقيمو رايو د قانون جوړونې يا تعديل له حق څخه تېرېږي. [۶]

سلاکاره يا مشورتي ټولپوښتنه هغه ده، چې د موخه ييز بنسټيز پلان له لارې د قانون جوړونې عمل کې د خلکو (عامه) سلا زياتوي.

د له منځه وړلو واک خلکو ته د دې ځواک ورکوي، چې د ټاکل شوې معياري دورې له پای ته رسېدلو څخه وړاندې، ټاکل شوي چارواکې له خپلو دندو څخه لرې کړي. [۷]

تاريخچه[سمول]

لرغونتوب[سمول]

د فکر يوه برخه مستقيمه ديموکراسي په معاصره بڼه د دولت له رامنځته کېدلو څخه وړاندې ټولنو کې عامه او غوړېدلې ګڼي. [۸][۹]

ويل کېږي چې تر ټولو لومړنۍ مستنده مستقيمه ديموکراسي له ميلاد څخه مخکې د ۵ پېړۍ د اتن ديموکراسي ده. په ياده ديموکراسۍ کې اصلي برخې مجلس، بول “boule” او د قانون محکمې وې، چې مجلس له نارينه اتباعو څخه جوړ شوی و، بول له ۵۰۰ تنو اتباعو څخه او قانوني محکمې د پچه اچونې له لارې د غوره شويو پراخه شمېر منصفه هئيتانو څخه جوړې شوې وې او قاضيان يې نه درلودل. لرغونې اتيکا “Ancient Attica” يوازې نږدې ۳۰۰۰۰ تنه اوسېدونکي درلودل، مګر له ډلې يې څو زره تنه هر کال په سياسي ډول فعال وو او زيات شمېر يې د کالونو لپاره په بشپړ منظم ډول پای ته رسېدلي. د اتن ديموکراسي يوازې په دې معنا مستقيمه نه وه، چې راټولو شويو خلکو په کې پرېکړې کولې، مګر په دې معنا هم مستقيمه وه، چې خلکو د مجلس، بول او قانوني محکمو له لارې ټول سياسي بهير اداره کاوه او د خلکو يوه لويه برخه په ثابت ډول دولتي چارو کې ښکېل وه. ډېری عصري ديموکراسۍ مستقيمې نه دي او د استازولۍ په بڼه دي، چې د اتن له سيستم سره ورته والی نه لري. [۱۰]

د لرغوني روم تاريخ هم د مستقيمې ديموکراسۍ د تاريخ اړوند دی، په ځانګړي ډول د رومي جمهوريت پر مهال، چې له ميلاد څخه مخکې نږدې ۵۰۹ کال کې په دوديز ډول رامنځته شوی و. روم د رومي پاچاهۍ له دورې څخه د رومي سترواکۍ تر زوال پورې د مستقيمې او غيرمستقيمې ديموکراسۍ ډېر اړخونه څرګند کړل. په داسې حال کې چې د روم د سنا مجلس د تاريخي اوږد ژوند په درلودلو سره اصلي برخه وه، چې له رومي پاچاهۍ څخه په ۴۷۶ز کال کې د لويديځ رومي سترواکۍ د ړنګېدو تر وروستيو پورې يې دوام وکړ، مګر په خالص ډول ديموکراتيک چلند ته يې بڼه ورنکړه، د وروستي جمهوريت پر مهال له پخوانيو ټاکل شويو چارواکو څخه جوړ شوی و او د قانون جوړونې پر ځای يې يوازې سلا ورکوله. د اساسي قانون ديموکراتيک اړخ په رومي نامتو جرګو کې و، چې خلک په کې د جرګې له مخې په سل کسيزو ډلو يا قبيلو کې تنظيم شول او د ټاکنو او قوانينو په ګډون د بېلابېلو مسائلو په اړه رايه کاروي، چې د دوی پر وړاندې د خپلو ټاکل شويو قضائيه يا اجرائيه مشرانو له لورې وړانديز شوه. ځينو لرغونپوهانو استدلال کړی دی، چې د روم جمهوريت د بالغو نارينه وګړو لپاره د طبيعي رايې حق د درلودلو، نامتو خپلواکۍ او د دولتي چارو د روڼ غور او فکر په درلودلو سره د «ديموکراسۍ» د پېژند مستحق دی. زياتره تاريخپوهان د جمهوريت پای د “Titia” په نوم قانون سره په نښه کوي، چې له ميلاد څخه مخکې د ۴۳ کال د نومبر په ۲۷ نېټه تصويب شو او د څارنې ډېری مقررات يې له منځه وېوړل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

معاصره دوره[سمول]

د معاصرې دورې د اتباعو قانون جوړونه له ۱۳ پېړۍ څخه د سويس په ځينو برخو کې پېښېږي. سويس په ۱۸۴۷ ز کال کې په خپل ملي اساسي قانون کې «د قانون [بنسټليک] ټولپوښتنه» ورزياته کړه. دوی ډېر ژر وموندل چې يوازې د پارلماني قوانينو د وېټو کول ځواک بسنه نه کوي. په ۱۸۹۱ ز کال کې دوی «د اساسي قانون د تعديل نوښت» هم اساسي قانون کې شامل کړ. له ۱۸۹۱ زکال راهيسې د سويس سياست په ملي کچه د اساسي قانون د تعديل نوښت په درلودلو سره نړۍ ته د ازمايښت يو ارزښتناک بنسټ ورکړی دی. په تېرو ۱۲۰ کالونو کې ټولپوښتنو کې له ۲۴۰ څخه زيات نوښتونه ځای په ځای شوي دي. زياتره نامتو نوښتونه له ټولپوښتنې څخه وړاندې د پارلمان له لورې بحث او تاييد شوي دي. د هغو پاتې کېدونکو نوښتونو څخه پرته چې ټولپوښتنې ته ځي، يوازې نږدې ٪۱۰ يې د رايه ورکونکو له لورې تاييد شوي دي؛ د دې تر څنګ رايه ورکونکي زياتره وخت د نوښت د هغې نسخې ټاکنه کوي، چې د حکومت له لورې بيا ليکل شوې وي. [۱۷]

معاصره مستقيمه ديموکراسي په “Crow Nation” کې هم پېښېږي، چې د امريکا په متحده ايالتونو کې يوه اصلي امريکايي قبيله ده. ياده قبيله د يوې عمومي شورا شا او خوا تنظيم شوې ده، چې د رايه ورکونې د عمر له ټولو غړو څخه جوړه شوې ده. ياده عمومي شورا د ټولپوښتنو له لارې په قانوني ډول د اجباري پرېکړو کوول واک لري. عمومي شورا په لومړي ځل د “Crow” قبيلې د ۱۹۴۸ز کال اساسي قانون کې توشېح شو او د ۲۰۰۲ ز کال له اساسي قانون سره تاييد او بيا نافذ شو. [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 181. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Budge, Ian (2001). "Direct democracy". In Clarke, Paul A.B.; Foweraker, Joe (المحررون). Encyclopedia of Political Thought. Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415193962. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Popular or citizens initiative: Legal Designs - Navigator". www.direct-democracy-navigator.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Smith, Graham (2009). Democratic Innovations: Designing Institutions for Citizen Participation (Theories of Institutional Design). Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Smith, Graham (2009). Democratic Innovations: Designing Institutions for Citizen Participation (Theories of Institutional Design). Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Smith, Graham (2009). Democratic Innovations: Designing Institutions for Citizen Participation (Theories of Institutional Design). Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Fishkin 2011, Chapters 2 & 3.
  8. Cherkaoui, Mohamed (29 October 2019). "Islam and Democracy: Comparative Analysis of Individual and Collective Preferences". Essay on Islamization: Changes in Religious Practice in Muslim Societies. Leiden: Brill (نشر 2019). د کتاب پاڼې 201. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004415034. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. [...] individuals, Muslims and non-Muslims, Greeks, Arabs, Berbers, Africans and Amerindians, have lived according to the principles of a type of direct democracy in their societies. [...] In the West, since the great revolutions, from the English in the 17th century, the American and French of the end of the 18th century, elites and then all the people have gradually experimented with a liberal democracy whose principles are indisputably different from those of tribal democracy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Compare: Glassman, Ronald M. (19 June 2017). "The Emergence of Democracy in Bands and Tribes". The Origins of Democracy in Tribes, City-States and Nation-States. 1. Cham, Switzerland: Springer (نشر 2017). د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319516950. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Raaflaub, Ober & Wallace 2007, p. 5
  11. Cary & Scullard 1967
  12. Abbott, Frank Frost (1963) [1901]. A History and Descriptions of Roman Political Institutions (الطبعة 3). New York: Noble Offset Printers Inc. د کتاب پاڼي 157–165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lintott, Andrew (2003). The Constitution of the Roman Republic. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-926108-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gruen, Erich S. (2000). "Review of 'The Crowd in Rome in the Late Republic'". Classical Philology. 95 (2): 237. doi:10.1086/449494. ISSN 0009-837X. JSTOR 270466. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Cary & Scullard 1967
  16. Lintott 2003، ص. 43.
  17. Kobach 1993
  18. "Crow 2002 Constitution" (PDF). Indian Law. April 16, 2002. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)