مستخرج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مستخرجات د مستخرج معنی څه ده هغې پېژندگلو؟

يو مصنف چي د حـديثو په یو کتاب کي داحاديثو تخريج په خپلوشخصي سندونو سره وکړي او د اصل مؤلف پيروي نه کوي، خو د هغه دا سندونه د اصل مؤلف له استاد يا پورته کومې طبقې سره پيوست شي (نودیته مستخرج ویل کیږي ژباړن)

ب- دصحيحينومستخرجات :

  1. المستخرج (علی البخاری) لابی بکرالاسماعيلی .
  1. المستخرج (علی مسلم) لابی عوانة الاسفرائينی .
  1. المستخرج(علی البخاری ومسلم)لابی نعيم الاصبهانی .
  1. ايادمستخرجاتوليکوالانوله صحيحينوسره په الفاظو کي دموافقت التزام کړی؟

ددې پوښتنې ځواب دادی چي هغوله سره ترپايه دالفاظو موافقت ته پاملرنه نه ده کړې،ځکه چي دهغوئ نقل شوي الفـــاظ ددوئ دخپلواستادانـــوروايت شوي الفاظ دي له همدې کبلـــه نوپه ځينوځايونوکــي دالفاظواختلاف ليدل کيږي .

دقديم دورمؤلفین بيهقي،بغوي اونورپه خپلوخپلو تصانيفو کي رواه البخاري اورواه مسلم وايي،خوځای ځای دالفاظوله اختلاف سره سره په معنی کي هــم يوڅه توپيروي نـــود هغوئ له دې قول څخه مراداصل مضمون وي نه الفاظ .

  1. اياله مستخرج اونوروڅخه په نقل کولوداصل لورته د هغه نسبت صحيح دی؟

پورتني تفصيل ته په پام دانه ده صحيح چي له يو مستخرج يادصحيحينوله کوم ذیلي کتاب څخه په نقل يوحديث ته رواه البخاري يارواه مسلــم وويل شي، مگرکه په دې دوو شيانوکي يوشی موجودشي .

  • ۱ ــ رانقل شوی حدیث له اصل سره پرتله شوی وي .
  • ۲ ــ يادمستخرج ليکوال اوياکوم بل چاپه ډاگه کړې وي چي : اخرجه بلفظه يعني هوبهودهماغه په الفاظوروايت شوی دی .

هـ- دمستخرجاتوگټې :

دصحيحينومستخرجات څوگټې لري،امـــام سيــوطي په تـــدريب الراوي کي نـــژدې لـــس بللـي دي په هغوکي درې ارزښتمنې يې دادي :

  • ۱ ــ دسندکره والی :

ځيني وختونه دمستخرج دليکوال سندتراصل مصنف کره وي .

  • ۲ ــ دحدیث دصحت اطمنان :

په دې صورت کي ځيني وختونه دحديث په مضمون کي يوڅـــه زائدالفاظ اوزياتې خبرې راوړل کيږي،چي په علم

کي دزيادت اودحديث په اړه دلااطمنان سبب گرزي .

  • ۳ ــ دحديث تقويه :

کله چي په څوسندونونقل شوی وي نودادهغه دتقويې سبب گرزي همدارازدمعارضې په صورت کي دترجېح گټه هم لري .