مریم سلېمانخېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:مریم سلېمانخېل

مریم سلېمانخېل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو د ادارې د نړیوالو اړیکو مشره (رئیسه) ده.

لومړنی ژوند:[سمول]

مریم "سلېمانخېل" د حمیدالله سلېمانخېل لور او د نورمحمد سلېمانخېل لمسۍ ده، اصلي ټاټوبی یې لوگر دی او نیکونه يې له پکتیا څخه راغلي دي؛ هغه د امریکا په لاس انجلس کې زيږېدلې ده.

زده کړې:[سمول]

مریم خپلې منځنۍ زده کړې په کالیفرنیا کې د اگورا (Agora High School ) په ښونځي کې کړې. او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له پاریس ( Paris College) څخه د عامه اړیکو په برخه کې فارغه شوې ده. هغې دغه راز له CSLA پوهنتون څخه په ۲۰۱۳ کې د ارواپوهنې په برخه کې ډيپلومه هم تر لاسه کړې.

دندې:[سمول]

مریم سلېمانخېل په امریکا کې د خپل لومړني مالي گروپ The Fist Financing Group، د بنسټ اېښودو تجربه کړې. دغه راز په امریکا کې د افغانانو ایتلاف په نوم گوند مرستیاله وه. مریم سلېمانخېل د افغانستان د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په کمپاین کې د رسنیو سلاکاره وه.