مرکه د پښتو
کله چې د خپلواکۍ له ترلاسه کېدو وروسته د هېواد د هر اړخيز پرمختگ، تحول او بدلون لپاره پلانونه جوړ شول، ادارې رامېنځ ته شوې او قوانين راووتل. د پښتو ملي ژبې د روزنې، پالنې او رسمي کېدنې ضرورت هم احساس شو، د وخت ټولواک اعلی حضرت غازي امان الله خان له پښتو سره شخصاً زياته علاقه وښوده او سربېره پر دې چې په خپله يې په پښتو خبرې کولای شوې ويې غوښتل چې د هېواد دا ملي او لرغونې ژبې له درلودلو نه ناممکن دی، همدا وو چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې يې د پښتو مرکه چې «مرکه د پښتو» يې نوم پرې کېښود، جوړه او د پښتو مرکې فاضلو غړو د پښتو روزنې او پالنې له پاره ليچي وغړلې.
د پښتو مرکې بنسټ
[سمول]که څه هم د پښتو مرکې د تاسيسېدو ټاکلې نېټه نه ده معلومه خو د هغه وخت د اساسي تشکيلاتو نظامنامې ۳۵ څخه څرگندېږي چې دا مرکه د اماني دورې په لومړنيو تشکيلاتو کې شامله او د پوهنې وزارت له درې گونو رياستونو نه د يوه ځانگړي رياست په توگه رامېنځ ته شوې وه او همداراز «يوازينۍ پښتو» او «پښتو پښويه» کتابونه چې يو په ۱۳۰۱ ل. کال او بل په ۱۳۰۲ ل. کال خپاره شوي، څرگندېږي چې پښتو مرکې په دې کلونو کې په خبلو اساسي کارونو پيل کړی ؤ او د خپل کار لومړنۍ مېوه يې د يوازينۍ پښتو په نامه ټولنې ته وړاندې کړې ده.