Jump to content

مري مکلوډ بیثون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مري جین مکلوډ بیثون (زوکړه: د ۱۸۷۵ زکال د جولای ۱۰مه – مړینه: د ۱۹۵۵ زکال د می ۱۸مه) امریکايي ښوونکې، خیرغوښتونکې، بشرپالونکې، ښځو پالونکې او د مدني حقونو فعاله وه. بیثون په ۱۹۵۳ زکال کې د تورپوستو ښځو ملي شورا تاسیس او د دغه بنسټ لپاره یې د افریقايي الاصله امریکايي ښځو په نامه مجله جوړه کړه. نوموړې همدارنګه د رنګین پوستو مېرمنو د ملي ټولنې او د تورپوستو ځوانانو د ملي بنسټ په ګډون د افریقايي الاصله امریکايي ښځو د ګڼ شمېر بنسټونو د رئیسې یا مشرې په توګه خدمت وکړ. [۱][۲][۳][۴][۵]

نوموړې د ولسمشر فرانکلین ډي روزولټ د ملي سلاکارې په توګه وروسته له هغه وټاکل شوه چې د رنګین پوستانو د چارو اړوند یې فدرال شورا رامنځته کړه او دغه شورا د تورې کابینې په نوم پېژندل کېدله. نوموړې د فلوریډا په ډېټونا بیچ برخه کې د افریقايي الاصله امریکایانو لپاره د یو خصوصي ښوونځي په جوړولو شهرت وموند. دغه ښوونځي وروسته د بیثون – کوکمن په نامه د پوهنتون تر کچې پراختیا ومونده. بیثون یوازنۍ افریقايي الاصله امریکايي مېرمن وه چې د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور په جوړولو کې یې په رسمي بڼه په امریکايي پلاوي کې برخه لرله؛ سربېره پر دې نوموړې د الیس تروکمورتن مکلین له خوا د امریکايي ښځو د داوطلبه خدماتو په نامه جوړ شوي بنسټ کې د رهبرۍ ځایګی درلود. نوموړې د خپل فعالیت پر مهال د ۱۹۴۹ زکال په جولای میاشت کې د اېبنوی مجلې له خوا «د تور پوستې امریکايي لومړۍ مېرمنې» په توګه ونومول شوه او تور پوستو ته د اړوندو نشریاتو له خوا «ښځینه بوکر ټي واشنګټن» وبلل شوه. نوموړې د افریقایي الاصله امریکایانو لپاره د هوسا ژوند جوړولو په برخه کې د خپلې ژمنتیا له امله د «لومړنۍ مبارزې مېرمنې» په توګه پېژندل کېدله. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

بیثون د سویلي کارولینا په مایزویل کې له غلامو والدینو څخه وزیږېده او د پنځه کلنۍ په عمر باندې یې له خپلو والدینو سره په کرنیزو چارو لاس پورې کړ. هغې ډېر ژر له زده کړو سره لیوالتیا ومونده او د مرستندویه کسانو په مرسته هغه په دې هیله کالج ته ولاړه چې په راتلونکې کې په افریقا کې تکړه دیني مبلغه وګرځي. هغې د فلوریډا په ډېټونا بیچ کې د افریقايي الاصله امریکايي نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړ. دغه ښوونځی بیا وروسته د افریقايي الاصله امریکايي هلکانو له یو بل ښوونځي سره ادغام شو چې له دې وروسته د بیثون – کوکمن د ښوونځي په نوم پېژندل کېده. هغې په ښوونځي کې لوړ درسي معیارونه په پام کې ونیول او دغه ښوونځی یې د سیلانیانو او مالي ملاتړ کوونکو پر مټ مشهور کړ څو وښيي تحصیل یافته افریقايي الاصله امریکایان کومې چارې ترسره کولای شي. نوموړې له ۱۹۲۳ زکال څخه تر ۱۹۴۲ زکال او بیاځلي له ۱۹۴۶ زکال څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې د دغه کالج مشره وه. نوموړې دغه مهال په ټوله نړۍ کې یو له هغو کم شمېر ښځو څخه وه چې د کالج د مشرې په توګه یې خدمت کاوه.

بیثون د هوسا ژوندانه د جوړولو او نورو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې په پیاوړو مدني سازمانونو او ښځینه ډلو کې فعاله وه چې له امله یې په یوې ملي رهبرې باندې بدله شوه. هغې با ارزښتنه لیکنې کولې چې د نورو نشریاتو سربېره له ۱۹۲۴ زکال څخه تر ۱۹۲۸ زکال پورې په نېشنل نوټ، له ۱۹۳۷ زکال څخه تر ۱۹۳۸ زکال پورې په پیټزبورګ کوریر، له ۱۹۴۰ زکال څخه تر ۱۹۴۹ زکال پورې د افریقايي الاصله امریکايي مېرمنو په نامه مجله او له ۱۹۴۸ زکال څخه تر ۱۹۵۵ زکال پورې په شیکاګو ډیفینډر کې خپرې شوې. په ۱۹۳۲ زکال کې د فرانکلین ډي روزولټ په ولسمشریزو کمپاینونو کې له کار وروسته نوموړې ته د هغه د «تورې کابینې» د غړې په توګه بلنه ورکړل شوه. نوموړې روزولټ ته د افریقایي الاصله امریکایانو د اندېښنو اړوند مشورې ورکولې او مرسته یې وکړه چې د ولسمشر پیغامونه او لاسته راوړونې له هغو تور پوستو سره شریکې کړي چې د کورنۍ جګړې له مهال را وروسته په تاریخي بڼه د جمهوري غوښتونکو رایو ورکوونکو په کتار کې شامل شوي و. دغه مهال د پېړۍ له بدلون راوروسته په سویل کې ډیری تورپوستي په ټاکنو کې له ګډون محروم شوي و، له همدې امله هغې په ټول شمال کې له تورپوستو رایو ورکوونکو سره خبرې وکړې. مقاله لیکونکي لویس اي مارټین د هغې له مړینې وروسته وویل چې «هغې په داسې توګه خپل باورونه او هیلې وړاندې کړې چې ګویا درمل دي او خپله یې هم د یوې ډاکټرې رول ولوباوه». [۱۲][۱۳]

هغې ته په اړوندو ویاړونو کې په ډېټونا بیچ کې د یو تاریخي ځای په توګه د نوموړې د کور نومول، په واشنګټن ډي سي کې د ملي تاریخي سایټ په توګه د هغې د کور ثبت او همدارنګه د واشنګټن ډي سي په لینکولن پارک کې د هغې د یاد ساتونکې مجسمې جوړول شاملېږي. دغه ۱۷ فوټي برنزي مجسمه چې په ۱۹۷۴ زکال کې نندارې ته وړاندې شوه «هغه لومړنۍ یادګاري مجسمه ده چې د واشنګټن ډي سي په عمومي پارک کې یوې افریقايي الاصله امریکايي ښځې ته د درناوي په موخه جوړه شوه». د فلوریډا قانون جوړونکې شورا په ۲۰۱۸ زکال کې د مجسمو د ملي سالون په ټولګه کې نوموړې فلوریډا ته د اړوندو دوه مجسمو د یوې موضوع وګرځوله. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

لومړنی ژوند او زده کړې

[سمول]

مري جین مکلوډ په ۱۸۷۵ زکال کې د سویلي کارولینا مایزویل ته څېرمه د سامتر ښارګوټي د وریژو او پنبې د یوې کروندې په کوچني لرګین کور کې وزیږېده. نوموړې د سام او پاتسي (کورنی نوم یې مکنتاش) له اوولسو ماشومانو څخه پنځلسمه وه چې دواړه والدین یې پخوا غلامان پاتې شوي و. د دې ډیری خویندې او وروڼه د خپلو والدینو د غلامۍ پر مهال زیږېدلي و. د هغې مور خپل پخواني څښتن ته کار کاوه او پلار یې هم یوه لوی کور ته څېرمه چې «هومسټید» یې باله د پنبې کرونده لرله. [۱۹][۲۰][۲۱]

پلار او مور یې غوښتل خپلواکه ژوند ولري، له همدې امله یې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې کوچنۍ کروندې د پېرلو په موخه ځانونه قرباني کړي و. مري په ماشومتوب کې له خپلې مور سره کار کاوه او د سپین پوستو د کالیو له وینځلو وروسته به یې د هغو په لېږد کې ورسره مرسته کوله. هغې ته اجازه ورکړل شوه چې د سپین پوستو وړکتون ته ولاړه شي چې هلته یې د دغو ماشومانو د لوبو له وسایلو سره لیوالتیا پیدا کړه. یوه ورځ یې یو کتاب راواخیست او هغه مهال چې کتاب یې پرانیست یو سپین پوستي ماشوم ترې واخیست او ورته یې وویل چې ته یې نه شې لوستلی. مري له دې وروسته پرېکړه وکړه چې د سپین پوستو او تورپوستو ترمنځ یوازنی توپیر په لیک لوست کې دی. همدا و چې د زده کړو کولو الهام یې واخیست. [۲۲]

مکلوډ په مایزویل کې د ټرینټي میشن ښوونځي په نامه د تورپوستو یو ټولګي لرونکي ښوونځي ته ولاړه چې د آزادو شوو کسانو د پریسبتري پلاوي له خوا اداره کېده. هغه به هره ورځ ښوونځي ته د تګ راتګ په موخه پنځه مایله لار پیاده تله. نوموړې د خپلې کورنۍ یوازنۍ ماشومه وه چې ښوونځي ته تلله، همدا و چې هره ورځ به یې په خپل کور کې د کورنۍ نورو غړو ته د هماغې ورځې زده کړي شیان ورښوول. د هغې ښوونکې ایما جین ویلسون بیا وروسته د هغې د ژوندانه په مهمې لارښودې واوښته. [۲۳]

مکلوډ، سکوشیا روزنځای (اوس مهال باربر – سکوشیا کالج) ته ولاړه. ښوونکې یې له مکلوډ سره مرسته وکړه چې د همدغه روزنځای په تحصیلي بورس باندې زده کړې وکړي او پر مټ یې نوموړې له ۱۸۸۸ زکال څخه تر ۱۸۹۳ زکال پورې دلته زده کړې وکړې. راتلونکی کال هغې د کورني او بهرني ماموریت په برخه کې په ډوایټ ال موډي انستیتیوت (اوس مهال موډي بایبل انستیتیوت) کې په دې هیله زده کړې پیل کړې چې په راتلونکې کې په افریقا کې دیني مبلغه شي. هغې ویل چې تورپوستو مبلغینو ته اړتیا نشته او پلان لري چې تدریس وکړي ځکه چې د افریقايي الاصله امریکایانو زده کړې د هغې اساسي هدف و. [۲۴]

واده او کورنۍ

[سمول]

مکلوډ په ۱۸۹۸ زکال کې له البرتوس بثون سره واده وکړ. دوی دواړو د جورجیا ایالت ساوانا ته کډه وکړه او تر هغه مهاله یې په دغه ځای کې خپلو ټولنیزو چارو ته دوام ورکړ تر چې بیاځلي فلوریډا ته کډه شول. هغوی د البرت مکلوډ بیثون په نامه یو زوی درلود، هغه مهال چې پریسبتري وزیر کویډان هارولډ اوګامز له دوی سره ولیدل دغه جوړه یې متقاعده کړه څو د فلوریډا پالاتکا ته کډه وکړي او هلته یو ښوونځی اداره کړي. دوی په ۱۸۹۹ زکال کې هلته کډه شول، مري د ښوونځي اداره کولو ته مخه کړه او له بندیانو سره یې د اړیکو په جوړولو پیل وکړ. البرتوس په ۱۹۰۷ زکال کې خپله کورنۍ پرېښوده؛ هغه هېڅکله مري ته طلاق ورنکړ، خو له دغه ځایه سویلي کارولینا ته کډه شو. نوموړی په ۱۹۱۸ زکال کې د سل ناروغۍ له امله مړ شو. [۲۵][۲۶]

مړینه

[سمول]

بیثون د ۱۹۵۵ زکال د مۍ په ۱۸مه د زړه د سکتې له امله مړه شوه. د هغې د مړینې له امله په متحده ایالاتو کې ټولو افریقايي – امریکايي اخبارونو د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړل. د اوکلاهاما ښار بلک ډیسپچ نشریې څرګنده کړه چې نوموړې «د ټولو هغو کسانو لپاره لومړۍ نمبر لارښوده وه چې په امریکا او دیموکراتیکو بهیرنو یې باور درلود».

سرچينې

[سمول]
  1. "Mary McLeod Bethune". The Journal of Negro History. 40 (4): 393–395. October 1955. doi:10.1086/JNHv40n4p393. JSTOR 2715669. S2CID 199977187.
  2. McCluskey and Smith, Audrey Thomas and Elaine M. (2001). Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. Indiana University Press.
  3. Thomas, Audrey; Smith, Elaine M. (2001). Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. Indiana University Press.
  4. Bethune, Mary McLeod. McCluskey, Audrey Thomas (ed.). "Stepping Aside...at Seventy-Four". Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. pp. 189–192.
  5. McCluskey, Audrey Thomas; Smith, Elaine M. (2001). Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. Indiana University Press. pp. xii.
  6. McCluskey and Smith, Audrey Thomas and Elaine M. (2001). Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. Indiana University Press. pp. xii.
  7. McCluskey and Smith, Audrey Thomas and Elaine M. (2001). Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. Indiana University Press. pp. 5–6.
  8. McCluskey, Audrey Thomas; Smith, Elaine M. (2001). Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. Indiana University Press. pp. 5–6.
  9. Eleanor Roosevelt Paper Project: Mary McLeod Bethune.
  10. McCluskey and Smith, Audrey and Elaine (2001). Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. Indiana University Press. p. 3.
  11. "Women Leaders". Ebony. Vol. 4, no. 9. July 1, 1949. pp. 19–22.
  12. McCluskey and Smith, Audrey Thomas and Elaine M (2001). Mary McLeod Bethune: Building a Better World Essays and Selected Documents. Indiana University Press. p. 304.
  13. Martin, Louis E. (June 4, 1955) "Dope 'n' Data" Memphis Tri-State Defender; p. 5.
  14. National Park Service "Mary McLeod Bethune Council House". Retrieved on January 11, 2008.
  15. James Sheire (August 1974). [[[:کينډۍ:NHLS url]] "National Register of Historic Places Inventory-Nomination: Mary McLeod Bethune Foundation/Mary McLeod Bethune Home"]. National Park Service. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Check |url= value (help)
  16. "Mary McLeod Bethune Memorial". Archived from the original on January 3, 2004. Cultural Tourism DC website. Retrieved on January 11, 2008.
  17. Committee on Rules, Florida Senate (January 9, 2018). "Senate Bill 472 Analysis" (PDF). نه اخيستل شوی January 14, 2018.
  18. "Mary McLeod Bethune". statuesforequality.com. نه اخيستل شوی March 30, 2021.
  19. "Bethune Cookman College Founder's Biography". Archived from the original on September 29, 2007. Retrieved January 11, 2008.
  20. Landfall, Dolores and Sims, J. (Summer, 1976). "Mary McLeod Bethune: The Educator; Also Including a Selected Annotated Bibliography", Journal of Negro Education. 45 (3) pp. 342–359.
  21. "Mary McLeod Bethune". Archived from the original on September 27, 2007. University of South Carolina website. Retrieved January 11, 2008.
  22. Martins, Susan (2006). Mary McLeod Bethune. Wright Group.
  23. "Mary McLeod Bethune at Moody | Alumni | Moody Bible Institute". moody.edu. Archived from the original on December 4, 2022. نه اخيستل شوی November 8, 2022. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  24. "Mary McLeod Bethune at Moody | Alumni | Moody Bible Institute". moody.edu. Archived from the original on December 4, 2022. نه اخيستل شوی November 8, 2022. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  25. "Mary McLeod Bethune", Gale Encyclopedia of U.S. Economic History. Gale Group, 1999.
  26. Smith, Elaine. "Introduction." Mary McLeod Bethune Papers: The Bethune Cookman College Collection, 1922–1955. Black Studies Research Sources microfilm project. University Publications of America, 1995.