مري ايډوارډز واکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مري ايډوارډز واکر
مري ايډوارډز واکر
مري ايډوارډز واکر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ نومبر ۱۸۳۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 21 فبروري 1919 (87 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماري ايډوارډز واکر “Mary Edward Walker”، ډاکتره (۱۸۳۲ ز کال، نومبر، ۲۶ – ۱۹۱۹ ز کال، فبروري، ۲۱) چې په عمومي ډول ورته ډاکتر مري واکر وايي، يوه امريکايۍ وه چې د غلامۍ د له منځه وړلو او شرابو څښلو د مخنيوي پلوې، د جګړې بندۍ او جراحي ډاکتره وه. هغه يوازينۍ ښځه ده، چې د وياړ انعام يا مډال “Medal of Honor” يې تر لاسه کړ. [۶][۷]

نوموړې په ۱۸۵۵ زکال کې د نيويارک ښار په “Syracuse” طبي پوهنځي کې خپل د طب سند تر لاسه کړ، واده يې وکړ او د طب برخه کې عملي کار يې پيل کړ. د امريکا د کورنۍ جګړې په پيل کې يې د اتحاديې لښکر “Union Army” سره د يو ځای کېدلو هڅه وکړه، مګر غوښتنه يې ونه منل شوه. واکر مخکې له دې چې د اتحاديې د لښکر له لورې وګومارل او په لومړيو کې د کمبرلېنډ لښکر او وروسته په ۵۲ اوهايو پلي نظام “52nd Ohio Infantry” کې دنده ورکړل شي، د واشنګټن ډي سي په يو لنډ مهاله روغتون کې يې د جراحي ډاکترې په توګه خدمت وکړ، چې په دې سره د متحده ايالتونو په لښکر کې لومړنۍ ښځينه جراحي ډاکتره شوه. څخه د ملکي ټپيانو د درملنې په موخه د دښمن له پولو څخه له تېرېدلو وروسته د کانفیدریسوني ځواکونه له لورې د ځرې (جاسوسې) په توګه ونيول شوه. هغه د ويرجينيا رېچمونډ “Richmond, Virginia” ته د جګړې د بندۍ په توګه واستول شوه، چې په پای کې د بنديانو په تبادله کې خوشې کړای شوه. [۸][۹]

واکر له جګړې څخه وروسته په جګړه کې د ټپيانو د درملنې او د جګړې پر مهال د دښمن له ليکو څخه د تېرېدونې برخو کې د هڅو له امله د وياړ انعام يا “Medal of Honor” ته ومنل شوه. د يادونې وړ ده، چې ياد انعام په څرګند ډول هغه وخت کې په عمل کې د زړه ورتيا لپاره نه و ورکول شوی او په حقيقت کې د کورنۍ جګړې پر مهال یوازينی فوځي سينګار و. نوموړې يوازينۍ ښځينه او د يوازې اته ملکي وګړو له ډلې يوه وه، چې ياد انعام تر لاسه کوي. د هغې نوم په ۱۹۱۷ ز کال کې له ۹۰۰ تنو نارينه “MOH” تر لاسه کوونکو په ګډون، د فوځي انعام د وياړ له لېست “Army Medal of Honor Roll” څخه لرې کړای شو؛ که څه هم په ۱۹۷۷ ز کال يو ځل بيا په ياد لېست کې وګڼل شوه. نوموړې له جګړې څخه وروسته يوه لېکواله او ښوونکې وه، چې په ۱۹۱۹ ز کال د خپلې مړينې تر وخته يې د ښځو د رايې کارونې حق خوځښت ملاتړ کاوه.

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

مري ايډوارډز واکر د نيويارک ښار د اوسويګو ښارګوټي “Town of Oswego” کې د ۱۸۳۲ ز کال د نومبر پر ۲۶ نېټه زېږېدلې ده. پلار يې الوا “Alvah” او مور يې ويسټا “Vesta” نومېده. واکر د اوه ماشومانو تر ټولو کوچنۍ هغه وه، چې پينځه خويندې او يو ورور يې درلود. الوا او ويسټا خپل زوی او لورګانې په يوه داسې مخ پر وده دود سره وروزل، چې د هغې وخت لپاره اوښتونيز يا انقلابي و. د دوی غير دوديز پلارولۍ او مورولۍ د مري د خپلواکۍ روحيه عدالت حس وروزه، چې نوموړې په خپل ټول ژوند کې په فعال ډول ورته اشاره وکړه. په داسې کې دوی عيسويان ځانګړي شوي وو، مګر د کورنۍ مشران غړي يې ازاد فکره وو، چې خپل ماشومان يې داسې وروزل، چې د بېلابېلو واکونو يا حاکميتونو مقررات او بنديزونه تر پوښتنې لاندې راولي. د واکر مور او پلار هم کروندې ته نږدې د کار شريکولو ته په پام سره خپلو کوچنيانو ته د جنډر نادوديزې ونډې وروښودلې. د واکر مور ويسټا زياتره وخت په دروند کار کې ګډون وکړ، په داسې حال کې چې الوا “Alvah” د کور په عمومي کارونو کې برخه واخيسته. واکر د يوې کوچنۍ په توګه د خپلې کورنۍ په کرونده کې کار وکړ. کرونده کې د کار پر مهال يې ځکه ښځينه کالي وانه غوستل، چې ياده چاره يې خورا محدودونکې ګڼله. مور يې د واکر دا نظريات پياوړي کړل، چې د کرست (د ښځو نس بند) او د تړلو وندونه روغتيا ته تاوان لري.[۱۰][۱۱]

د واکر لومړنۍ زده کړې په سيمه ييز يا ځايي ښوونځي کې ګډون و، چې مور او پلار يې پيل کړی و. د واکر کورنۍ پرېکړه کړې وه، چې د زوی غوندې به يې لورګانې هم په ښه ډول زده کړې کوي، نو د همدې لپاره يې د ۱۸۳۰ ز لسيزې په وروستيو کې په اوسويګو “Oswego” کې لومړنی وړيا ښوونځی جوړ کړ. د لومړني ښوونځي له پای ته رسولو څخه وروسته مري او دوه مشرانو خويندو يې د نيويارک په فلټون “Fulton” کې د فالي په نوم دارالعلوم “Falley Seminary” کې ګډون وکړ. فالي يوازې د لوړو زده کړو بنسټ نه و، مګر هغه ځای و چې د جنډر په ونډو، زده کړو او د روغتيا ساتنې پوهه کې پر معاصر ټولنيز سمون يې ټينګار وکړ. د يادې ادارې نظريات او لارو چارو د عدالت د يو اصل له مخې له دوديزو ښځينه معيارونو څخه د کرکې يا مخالفت کولو په موخه د مری ټينګ عزم يا پرېکړه نوره هم پياوړې کړه. نوموړې په خپل اوزګار وخت کې د اناتومي او فزيالوژي برخو کې د خپل پلار طبي متنونو باندې فکر او غور کاوه، چې په طبابت کې لېوالتيا يې د کوچنيوالي په عمر کې طبي ادبياتو ته د نوموړې ميلان ته منسوبېدلی شي. هغې د يوې ځوانې ښځې په توګه د نيويارک د مېنيټو “Minetto” سيمې په يو ښوونځي کې تدريس وکړ، چې په پای کې یې د “Syracuse Medical College” له لارې د خپل مسلک د اداينې په موخه پوره پيسې ګټلې. سيراکيوس طبي پوهنځی هغه ځای و، چې نوموړې ورڅخه د خپل ټولګې د يوازينۍ ښځينه زده کړيالې په توګه په ۱۸۵۵ ز کال کې د طبي ډاکترې په توګه په وياړ سره فارغه شوه. [۱۰]

نوموړې د ۱۸۵۵ ز کال د نومبر پر ۱۶ نېټه ۲۳ کلنۍ عمر ته له رسېدلو څخه لږه موده وروسته د البرت مېلر “Albert Miller” په نوم د طبي ښوونځي له ملګري زده کوونکي واده وکړ. واکر لنډه لمن او ترې لاندې پتلون اغوسته، له خپلو ژمنو څخه يې سرغړونه وکړه او خپل وروستی نوم (تخلص) يې وساته، چې دا ټول د نوموړې د سرزورې نابرابرۍ ځانګړتيا ده. دوی د نيويارک په روم کې يو ګډ تمرين جوړ کړ، مګر ځکه ونه غوړېده چې هغه وخت پر ښځينه ډاکترانو باندې په عمومي ډول باور يا ورته احترام نه کېده. دوی وروسته د مېلر د خيانت يا کفر له امله له يو بل څخه بېل (طلاق) شول. [۱۰][۱۲][۱۳][۱۴]

واکر د لږې مودې لپاره د “Iowa” په هوپکېنټون کې په ۱۸۶۰ ز کال په “Bowen Collegiate Institute” (چې وروسته يې نوم “Lenox College” شو) کې ګډون وکړ. د نوموړې ګډون د ښوونځي د بحث کولو ټولنې څخه د استعفا نه ورکولو تر وخته پورې وځنډول شو. يادې ټولنې د واکر تر يو ځای کېدلو پورې يوازې نارينه غړي درلودل.

د جامو سمون[سمول]

واکر چې د روغتيايي موخو لپاره د خپل مور او پلار د جامو اغوستلو له ناانډوله يا غير عادي معيار څخه يې الهام اخيستی و، د دوديزو ښځينه جامو پر وړاندې د مخالفت کولو له امله بدنامه وه. نوموړې وليکل: « تر ټولو لوی غمونه چې نن ورځ ورڅخه ښځې کړېږي، هغه فزيکي، اخلاقي او ذهني غمونه دي، چې د هغوی د جامو اغوستلو له غير روغتيايي چلند له امله رامنځته کېږي». نوموړې له جامو لاندې لمنو ګډون د ښځو د اوږدو لمنو سخت مخالفت وکړ، چې لاملونه يې د نوموړو جامو ناراحتي، د تګ پر مهال خنډ رامنځته کول او د دوړو او ګردونو راټولول او خپرول وو.  هغې د يوې ځوانې ښځې په توګه د اوږدوالي له مخې د بېلابېلو لمنو ازمايل پيل کړل، چې ټول يې ترې لاندې د نارينه پرتوګونو يا پتلونونو په اغوستلو سره وو. په ۱۸۶۱ ز کال کې د واکر نمونه يي جامې پتلون و، چې ورسره يې له زنګون څخه لاندې د جرابو يا شلوار بند، تنګ جاکټ او پوره لمن اغوستله. [۱۴]

په داسې حال کې چې واکر د خپلې کورنۍ له لورې هڅول شوې وه، مګر د جامو ټاکنې زياتره وختونه له نيوکې سره مخ وې. يو ځل هغه وخت چې د ښوونځي ښوونکې وه او له دندې کور ته تلله، د يو ګاونډي بزګر او يو ډله هلکانو له لورې پرې بريد وشو، چې هغه يې وڅارله او په هګيو او نورو وېشتونکو شيانو سره يې پرې بريد وکړ. په طبي ښوونځي کې ښځينه همکارانو يې پر ټاکنو باندې نيوکې وکړې او ناروغانو ډېری وخت هغې ته په ځير کتل او ويې ځوروله. واکر له دې سره سره بيا هم د ښځو د جامو د سمون په موخه خپل ماموريت باندې ټينګار وکړ. د هغې دا نظر چې د ښځو جامې بايد «شخص خوندي يا پټ کړي او د حرکت او ګرځېدلو ازادۍ ته اجازه ورکړي او اغوستونکی د ځان غلام نه کړي، د نوموړې ژمنتيا د شرابو د څښاک د مخنيوي پر وړاندې د هغې د لېوالتيا په اندازه لويه کړه. نوموړې په نامتو ډول د ښځو ژورنال ته د «جادوګره ښځه: د ټولنې د ذوقونو، تېروتنو او سبک يا فيشنونو بيا کتنه» تر سرليک لاندې د ښځو د جامو اغوستلو د ډول (فېشن) پر وړاندې د خپلې مبارزې په اړه وليکل، چې د نورو شيانو تر څنګ يې روغتيا ته د هغې د زيان رسولو، د هغې د لګښت او د ودونو په له منځه وړلو کې د هغې د ونډې په اړه په کې يادونه وکړه. د واکر ادبياتو د هغه د نظريو په خپرولو کې مرسته وکړه او هغې يې د ښځو د حقونو نورو پلويو ښځو او ښځينه ډاکترانو په منځ کې نامتو څېره جوړه کړه. [۱۰][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Mary-Edwards-Walker — subject named as: Mary Edwards Walker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6wm245r — subject named as: Mary Edwards Walker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/23089 — subject named as: Mary Edwards Walker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Collective Biographies of Women ID: http://cbw.iath.virginia.edu/women_display.php?id=12494 — subject named as: Dr. Mary Edwards Walker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Collective Biographies of Women
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=walkerm — subject named as: Mary Edwards Walker
  6. Harness, Cheryl (2013). Mary Walker wears the pants : the true story of the doctor, reformer, and Civil War hero. Chicago: Albert Whitman & Co. OCLC 794306404. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807549902. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په June 4, 1977 باندې). The Case of Dr. Walker, Only Woman to Win (and Lose) the Medal of Honor. The New York Times.
  8. Pennington, Reina (2003). Amazons to Fighter Pilots - A Biographical Dictionary of Military Women (Volume Two). Westport, Connecticut: Greenwood Press. د کتاب پاڼي 474–475. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-313-32708-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Spiegel, Allen; Suskind, Peter (June 1, 1996). "Mary Edwards Walker, M.D. A Feminist Physician a Century Ahead of Her Time". Journal of Community Health. 21 (3): 211–35. doi:10.1007/BF01558000. PMID 8726211. S2CID 35944111. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ Harris, Sharon M. (2009). Dr. Mary Walker: American Radical, 1832–1919. Piscataway, NJ: Rutgers University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-4611-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Graf, 2010, page 11
  12. Graf, 2010, p. 91
  13. Walker, 2010, pp. 26–27
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Leonard, Elizabeth D. (1994). Yankee Women: Gender battles in the Civil War. New York: W.W. Norton & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-393-31372-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Mary Edwards Walker M.D. (Author) (2003-08-01). Hit: Essays on Women's Rights (Classics in Women's Studies): Mary Edwards Walker M.D.: 9781591020981: Amazon.com: Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 1591020980. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)