مري آمدور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مري آمدور
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ فبروري ۱۹۲۱
د مړينې نېټه 16 فبروري 1998 (77 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دندې هروارد پوهنتون[۱]
د نيويارک پوهنتون[۱]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ماري آمدور (Mary Ochsenhirt Amdur؛ زوکړه: د ۱۹۲۱ زکال د فبروري ۱۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۸ زکال د فبروروي ۱۶ مه) د مسمومیت او عامې روغتیا په برخه کې امریکايي څېړونکې وه چې په پیل کې یې د هوا په ککړتیا کار وکړ. نوموړې په ۱۹۴۸ زکال کې د دونورا دود پر اغېز باندې څېړنه وکړه او په ځانګړې توګه یې په ګینه یي خوګانو باندې د سلفوریک اسید د تنفس کولو اغېزې وڅېړلې. د سلفوریک اسید د تنفسي اغېزو اړوند د هغې موندنې د نوموړې د ګواښونې، د بودیجې د له لاسه ورکولو او همدارنګه په ۱۹۵۳ زکال کې د هاروارډ د عامې روغتیا له کالج څخه د هغې د اخراج لامل وګرځېدې. له دې سره نوموړې په هاروارډ کې د دندې پر مهال او ورپسې په MIT او په نیویارک پوهنتون کې له بېلابېلو نورو لارو چارو څخه په ګټنې خپلو دغو څېړونو ته دوام ورکړ. د نوموړې د لومړنیو چارو څخه د هغو پر وړاندې د رامنځته شوو ننګونو سربېره د هوا د ککړتیا لپاره په معیار جوړولو کې کار واخیستل شو او د خپل ژوند په وروستیو کې یې ګڼ شمېر ویاړونه او جوایز ترلاسه کړل.

لومړنی ژوند[سمول]

مري آمدور په ۱۹۲۱ زکال کې د پنسلوانیا په پیتسبورګ کې وزېږېده. په ۱۹۴۳ زکال کې یې له پیتسبورګ پوهنتون څخه د کیمیا په څانګه کې د لیسانس سند ترلاسه او له هغې وروسته د بیوشیمي په برخه کې د ماسټرۍ په کچه د زده کړو لپاره کارنل پوهنتون ته ولاړه. نوموړې په ۱۹۶۴ زکال کې د بیوشیمي په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه او د خپلې دوکتورا پای لیک یې «د صحرایي موږکانو د هډوکو په جوړېدو کې د منګنیز او کولین د ونډې» تر عنوان لاندې بشپړ کړ. هغې له خپل مېړه بنجامین آمدور سره هغه مهال چې په پیتسبورګ پوهنتون کې یې د لیسانس په کچه زده کړې کولې لیدلي و. دوی دواړو د ۱۹۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې د نیویارک په روچسټر کې له یوبل سره واده وکړ. د دوکتورا له ترلاسه کولو وروسته وړاندې له دې چې په ۱۹۴۹ زکال کې د هاروارډ د عامې روغتیا په ښوونځي کې د فیلیپ ډرینکر له ډلې سره مل شي؛ د ماساچوستس د سترګو او غوږونو په روغتون کې یې کار وکړ. مري او بنجامین آمدور د ډېوېډ په نامه یو زوی درلود چې په ۱۹۶۱ زکال کې وزېږېد. [۲][۳]

څېړنه[سمول]

د مسو د زوب او مسي توکو جوړولو امریکايي شرکت (ASARCO) په ۱۹۴۸ زکال کې ډرینکر ته مالي بودیجه برابره کړه څو د دونورا دود اړوند څېړنه وکړي هغه هم له دې امله چې دغه شرکت لیوالتیا لرله څو وښيي د دوی له خوا تولید کوونکي د هوا زیانمونکي دودونه (سلفوریک اسید او سلفر ډای اوکساید) په پام وړ توګه د هوا په ککړتیا کې رول نه لري. د ۱۹۵۳ زکال په نیمايي کې آمدور او د هغې مېړه بنجامین داسې یوه کړنلار غوره کړه څو په مرطوبه هوا لرونکې کوټه کې د ګینه یي خوګانو په سږو باندې د پاشل کېدوني سلفوریک اسید او سلفر ډای اکساید اغېزې وڅېړي. دوی دواړو د خپلې دغې کوچنۍ ازمایښتي پروژې لپاره ګینه يي خوګان  وپېرل او د جولای د څلورمې اونۍ پای ورځې یې په خپلو څېړنو ولګولې. [۴]

آمدور د خپلې ازموینې پایلې د ۱۹۵۳ زکال په ډسمبر میاشت کې د علومو د پراختیا د امریکايي ټولنې (American Association for the Advancement of Science) په کلنۍ ناسته کې وړاندې کړې چې څرګندوله یې دغه ترکیبي دود په تنفس، د وزن په کمښت او د سږو د ناروغیو په رامنځته کېدو پام وړ اغېز لري. له دې وروسته نوموړې په ۱۹۴۸ زکال کې په انساني داوطلبو نمونو باندې د کمې کچې سلفوریک اسید د اغېزو د ازموینې اړوند یوه توهین کوونکې مقاله ولیکله. دغې مقالې او د امریکا د صنعتي حفظ الصحې د ټولنې د موندونو د وړاندې کولو لپاره د هغې هڅو نوموړې ته ګڼ شمېر ستونزې راوپارولې. په آمدور باندې د دغې ټولنې د ۱۹۵۴ زکال د کلنۍ غونډې په ورځ په لیفت کې د دوه کسانو له خوا برید وشو او هغه یې وګواښله. خو له دې سره هم هغې خپلې موندنې وړاندې کړې. له دې امله چې ډرینکر له ASARCO بودیجه ترلاسه کوله دغه شرکت فکر کاوه چې کولای شي په هغه څه چې خپرېږي واک ولري. هغه مهال چې آمدور له دغې ناستې راستنه شوه، ډرینکر ترې وغوښتل نوم یې له دغې مقالې پاک او همدارنګه په لنکست طبي مجله کې دغه مقاله خپره نه کړي، په داسې حال کې چې وړاندې یې دغه چاره منلې وه. آمدور د ډرینکر غوښتنه وه نه منله او له دې امله یې د ډرینکر په ډله کې خپله دنده له لاسه ورکړه او اړ شوه څو د نوې دندې په لټه کې شي. دغه مقاله هېڅکله خپره نه شوه. [۵][۶]

نوموړې په ډېرې چټکتیا سره له جیمز ویټنبرګر سره نوې څېړنیزه دنده ومونده چې د هاروارډ د عامې روغتیا د ښوونځي د ښوونکي، ډاکټر جر مېډ سره یې کار کاوه. هغې د هوا په ککړتیا خپلې څېړنې ته چې د ډرینکر تر نظارت لاندې یې پرې کار پیل کړی و؛ تر هغه مهاله دوام ورکړ کله یې په ۱۹۷۷ زکال کې دغه ښوونځی پرېښود. هغه هم تر یوه بریده په هاروارډ کې دې او د دې همکار شلډن مورفي ته د دندې د ستونزمن والي او هم له دې امله چې اړتیا یې لرله له یو شمېر انجینرانو سره کار وکړي چې ورته په کافي ډول احتراقي مواد برابر کړي؛ همدا و چې نوموړې همدلته نږدې د ماساچوستس د ټکنالوژۍ انستیتیوت ته خپله څېړنه انتقال کړه او هلته یې د ښوونکې په توګه دنده ومنله او د خپلو څېړنو لپاره یې د ۱۲ کلونو لپاره بودیجه برابره کړه. له دې وروسته نوموړې د سلفوریک اسید په تنفس کې د فلزاتو او ګازونو په تعامل تمرکز وکړ. هغه چې په MIT کې د خپلو څېړنو له پایلو ناخوښه وه په ۱۹۸۹ زکال کې یې د مخکښې څېړنیزې ساینس پوهې په توګه په نیویارک پوهنتون کې د چاپېریالي روغتیا انستیتیوت ته کډه وکړه او په ۱۹۹۶ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله همالته پاتې شوه. [۷]

ویاړونه[سمول]

په ۱۹۵۳ زکال کې آمدور د عامې روغتیا اړوند د دلتا اومیګا په نامه افتخاري ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. په ۱۹۷۴ زکال کې نوموړي د امریکا د صنعتي حفظ الصحې له ټولنې څخه د ډونالډ اي. کامېنګز د یادونې جایزه چې د خپل عمر په اوږدو کې یې په دغه لار کې خپل ژوند لګولی و ترلاسه کړه. د امریکا د صنعتي حفظ الصحې د شورا اکاډمي په ۱۹۸۴ زکال کې نوموړي ته د صنعتي حفظ الصحې په برخه کې د څېړنیزو اړتیاو د موندلو او پوره کولو له امله د هنري. اف سمیټ جونیز جایزه ورکړه. په ۱۹۸۶ زکال کې یې د مسمومیتونو له ټولنې څخه په تنفسي برخه کې د کاري لاسته راوړونو له امله ځانګړې جایزه ترلاسه کړه. په ۱۹۸۹ زکال کې د امریکا د دولتي صنعت د حفظ الصحې د پلویانو په کنفرانس کې ورته د هربرت اي. سټاکینګر جایزه ورکړل شوه. په ۱۹۸۸ زکال کې نوموړې د منځني اتلانتیک د مسمومیت پوهنې د سفیرې جایزه خپله کړه. ورپسې یې په ۱۹۹۷ زکال کې له همدغې ټولنې څخه د خپل ژوند په اوږدو کې د مسومیتونو په پېژندو کې د خپلو بې دریغه هڅو له امله د مریټ (وړ توب) جایزه ترلاسه کړه. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مړینه او میراث[سمول]

آمدور د ۱۹۹۸ زکال د فبروري په ۱۶ مه په هاوايي کې د رخصتیو تېرولو څخه د بېرته راګرځېدو پر مهال د زړه د سکتې له امله مړه شوه. لږ تر لږه درې ټولنو د هغې د مړینې خبرتیا ولیکله او د مسمومیت پېژندنې یو کتاب هم د هغې په یاد وړاندې شو. د توکسیکولوژي ټولنې د هغې په نوم یوه جایزه چې د هغې زده کوونکو او همکارانو تنظیم کړې وه وټاکله. د ماري آمدور د زده کوونکو په نامه دغه جایزه هر کال د تنفس او استنشاق په تخصصي ناسته کې مستحق کس ته ورکول کېږي. نوموړې د «دودونو د څېړنو د مور» په نامه بلل کېږي او د هغې چارو د هوا د ککړتیا لپاره د معیار ټاکلو په برخه کې پام وړ اغېز درلود. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://web.archive.org/web/20160109132909/http://news.harvard.edu/gazette/1998/02.26/MaryAmdurFormer.html
  2. Marquis Who's Who, LLC (1976). Who's who of American women. Marquis Who's Who. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780837904092. مؤرشف من الأصل في January 29, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 23, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Musil, Robert, K. (2014). "2. Don't harm the people: Ellen Swallow Richards, Dr. Alice Hamilton, and their heirs take on polluting industries". Rachel Carson and her sisters: Extraordinary women who have shaped America's environment. Rutgers University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813571768. مؤرشف من الأصل في January 13, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Costa, Daniel; Gordon, Terry (March 3, 2000). "Mary O. Amdur". Toxicological Sciences. 56 (1): 5–7. doi:10.1093/toxsci/56.1.5. PMID 10869448. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Amdur, Mary (1954). "Effect of a combination of SO2 and H2SO4 on guinea pigs: A preliminary report". Public Health Reports. 69 (5): 503–506. doi:10.2307/4588810. JSTOR 4588810. PMC 2024354. PMID 13167274. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Davis, Devra (2002). When smoke ran like water: tales of environmental deception and the battle against pollution (الطبعة Pbk.). New York: Basic Books. د کتاب پاڼي 69–75. د کتاب نړيواله کره شمېره 0465015220. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Costa, Daniel; Gordon, Terry (March 3, 2000). "Mary O. Amdur". Toxicological Sciences. 56 (1): 5–7. doi:10.1093/toxsci/56.1.5. PMID 10869448. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په February 26, 1998 باندې). Mary Amdur, former toxicologist at School of Public Health, dies.
  9. "AIHA awards and honors: Donald E. Cummings memorial award". American Industrial Hygiene Association (AIHA). د اصلي آرشيف څخه پر January 22, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Donald E. Cummings memorial award". American Industrial Hygiene Association (AIHA). د اصلي آرشيف څخه پر January 28, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "National membership list". Delta Omega Honorary Society in Public Health. د اصلي آرشيف څخه پر February 1, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Henry F. Smyth Jr. award". American Industrial Hygiene Association. د اصلي آرشيف څخه پر January 23, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 1987 باندې). The twenty-sixth year of the society. Society of Toxicology
  14. Costa, Daniel (1998). "In memoriam: Mary O. Amdur, Ph.D" (PDF). Society of Toxicology Communique: 14–16. مؤرشف (PDF) من الأصل في March 4, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 2007 باندې). SOT honor and award descriptions. Society of Toxicology
  16. Linkov, Igor; Wilson, R. (2012). Air pollution in the Ural mountains: environmental, health and policy aspects (الطبعة Illustrated). Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789401152082. مؤرشف من الأصل في January 31, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Klaassen, Curtis D., المحرر (July 27, 2001). Casarett & Doull's toxicology: the basic science of poisons (PDF) (الطبعة 6th). McGraw-Hill Professional. د کتاب پاڼې 10. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 21, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په October 30, 2007 باندې). Endowment fund resolution approval: Creation of Mary Amdur Student Award Fund. Society of Toxicology
  19. (په February 26, 1998 باندې). Mary Amdur, former toxicologist at School of Public Health, dies.
  20. Costa, Daniel; Gordon, Terry (March 3, 2000). "Mary O. Amdur". Toxicological Sciences. 56 (1): 5–7. doi:10.1093/toxsci/56.1.5. PMID 10869448. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Costa, Daniel (1998). "In memoriam: Mary O. Amdur, Ph.D" (PDF). Society of Toxicology Communique: 14–16. مؤرشف (PDF) من الأصل في March 4, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)