مرسته شوې کډوالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مرسته شوې کډوالي (په انګریزي: Assisted migration) «د تاریخي محدودې له پولو هاخوا د اقلیمي بدلون په یوه دوره کې د یوې نوعې د نفوسو یا میټا نفوسو عمدي ځای پر ځای کولو ته ویل کېږي څو هغوی د ژوندانه لپاره مناسب استوګن ځایونه ومومي...». له همدې امله دا د طبیعت ساتنې یوه کړنلار ده چې پر مټ یې بوټي او حیوانات په قصدي بڼه د اقلیمي اغېزو د تحمل په موخه داسې مناسبو ځایونه ته لېږدول کېږي چې د هغوی د ژوندانه راتلونکې اړتیاوې پوره کولای شي – دغه چاره له دې امله ترسره کېږي ځکه چې دوی په خپله مناسبو سیمو ته د کډوالۍ یا تګ وړتیا نه لري. [۱]

دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ زکال کې د خوندیتوب د بیالوژي څانګې ته په اړوندو لیکنو کې را څرګنده شوه. دا د نوعو د ځای پر ځای کولو د هغه ډول څرګندويي کوي چې موخه یې د اقلیمي بدلون له امله د نوعو د تلفاتو کمښت دی. د انقراض له حالت سره د مخ نوعو د مدیریت په برخه کې مرسته شوی استعمار (۲۰۰۷ زکال) او پلان شوې ځای پر ځای کېدنه (۲۰۰۹ زکال) ډیر ژر د هغو د مترادفو اصطلاحاتو په توګه وړاندې شول – دویمه اصطلاح یې د دواړو څانګو د ۲۲ مشترکو لیکوالانو په لیکنو کې کارول شوې. [۲][۳][۴][۵][۶]

په ځنګل پوهنې او د هغو په مدیریت کې، مرسته شوې کډوالي دغې څانګې ته په اړوندو علمي مجلو کې د خوندیتوب د بیالوژي پوهانو له خوا د بېلابېلو نظریاتو پر مټ تر بحث لاندې نیول شوې. دا تر ډېره بریده له دې امله ده چې لرغوني چاپېریال پوهان له دې وړاندې دې پایلې ته رسېدلي و چې د یخبندان د عصر څخه په زرګونو کاله وروسته هم شمالي امریکا ته د ځنګلي پوښ کوونکو ونو (canopy trees) په حرکت کې پام وړ ځنډ شتون لرلی. په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د ځنګل ساتنې څېړونکو د ونو د نوعو د توزیع د موډلونو اړوند هڅو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو څخه په کار اخیستو پیل وکړ چې د هغو په پایلو کې د احتمالي فاصلو په راتلونکې کچه کې توپیرونو پام ځانته جلب کړ. ورته مهال د ځای پر ځای کولو ترمینولوژي د ځنګل دارۍ په برخه کې د څېړونکو ترمنځ بحث پارونکې نه وه، ځکه چې کډوالي هغه معیاري اصطلاح وه چې لرغونې چاپېریال پوهنې ته په اړوندو جیولوژیکي سوابقو کې د ونو د ثبت شوو نوعو د طبیعي حرکتونو په موخه کارول شوې وه. د ځنګل دارۍ د لارو چارو او د خوندیتوب د بیالوژي ترمنځ یو بل کلیدي توپیر دا دی چې لومړنی یې لزوما «د تخمي انتقال د کړنلارې» په واسطه هدایت شوی، هغه مهال چې د لرګیو یا د کاغذ د موادو راغونډونه د ځنګلونو د بېرته کرلو پر مټ رامنځته شوه. په کاناډا کې د بریتېش کلمبیا ایالتي اداره لومړنی بنسټ و چې په دغه برخه کې یې خپلې کړنلارې «د اقلیم پر بنسټ د تخم د لېږد» تر نامه لاندې تازه یا اپډېټ کړې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ټولیزه توګه د ځنګلدارۍ په چارو کې د مرسته شوې کډوالۍ د اخلاقو اړوند بحث لنډ مهالی او تر ډېره چپ و، په داسې حال کې چې د خوندیتوب په بیالوژي کې غالب بحث و. له همدې امله د ویکیپیډیا پوهنغونډ هم په شمالي امریکا کې د ځنګلونو د مرسته شوې کډوالۍ تر عنوان لاندې یوه جلا مقاله په ۲۰۲۱ زکال کې خپره کړه چې له اقلیم سره د سازښت او د ځنګل دارۍ په مسلک کې د پرېکړه کولو په برخه کې په یوې لارښودې وسیلې واوښته.[۱۵][۱۶][۱۷]

له همدې امله د دغې مقالې پاتې برخه د خوندیتابه د بیولوژي په اډانه کې د مرسته شوې کډوالۍ پر موضوع او په ځانګړې توګه د ګواښ سره د مخ نوعو د مدیریت په برخه کې پر کړنلارو راڅرخي.

مخینه[سمول]

اټکل کېږي چې اقلیمي بدلون به ډیری نوعې له خپلې اوسنۍ محدودې بهر او همدارنګه به ورته په نورو ځایونو کې د مناسبو برخو د جوړولو لامل وګرځي. د نوعو د نفوسو د کمښت او انقراض څخه د مخنیوي په موخه اړتیا ده څو هغه سازښت او یا هم د نویو سیمو استعمار ته مخه کړي. د موډل سازۍ له یوې خاصې کړنلارې څخه په ګټنې پوهانو وړاندوینه کړې چې په دغه پېړۍ کې به د منځنۍ کچې اقلیمي بدلون سره نه سازښت او یا هم د هغو په خاطر د نه کډوالۍ له امله د نړۍ د ټولو نوعو یو پر څلورمه برخه له مړینې سره مخ شي. د نړۍ په ډېرو برخو کې د ډیری نوعو د تیتوالي کچه په استوګنځایونو کې د وړاندوینه شوو بدلونونو سره د همغږي کېدو له کچې څخه په پام وړ کچه لږ ده. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

له تاریخ وړاندې اقلیمي بدلونونه د لویو نړیوالو انقراضونو لامل ګرځېدلي، همدارنګه په نږدې راتلونکي کې د اټکل شوې تودوخې چټکتیا د تېرو۱۰۰۰۰ کلونو د بدلونونو د چټکتیا په پرتله څو چنده زیاته ده. د انساني فعالیتونو له امله د رامنځته شوي اقلیمي بدلون سره د غبرګون په موخه د کډوالۍ په برخه کې د نوعو ناتواني لامل ګرځېدلې چې یو شمېر پوهان او د ځمکو مدیران مرسته شوې کډوالي د نوعو له انقراض څخه د مخه نیونکې وسیلې په توګه په پام کې ونیسي. ورته مهال په ۲۰۲۳ زکال کې د مرسته شوې کډوالۍ ډېرې لږ نمونې د اجرا په حالت کې دي: یوه بیا کتونکې مقاله څرګندوي، «مرسته شوې کډوالي د بوټو (په ځانګړې توګه د ونو) په برخه کې دود وه، له هغو وروسته الوتونکو مرغانو ځای درلود او ډیر لږ د نورو نوعو اړوند اجرا کېده».[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

حکومتي پالیسۍ[سمول]

د نړیوال خوندیتوب پالیسي[سمول]

په ۱۹۸۹ زکال کې د ساینس په نامه ژورنال کې، « انتقال د نوعو د خوندیتوب وسیله: وضعیت او ستراتیژي» تر عنوان لاندې خپرې شوې مقالې له ۱۹۷۳ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې په متحده ایالاتو، هاوايي، کاناډا، اسټرالیا او نیوزلنډ کې د کمیابو نوعو (الوتونکو او تي لرونکو) د ځای پر ځای کولو موارد توضېح کړي و. د استوګنځایونو تخریب، د استوګنځایونو بشپړ له منځه تګ او ښکار په دغه مقاله کې د نوعو د کمښت له اصلي لاملونو څخه ګڼل شوي و. دغې مقالې اقلیمي بدلون د اندېښنې وړ لامل په توګه نه و یاد کړی. [۳۰]

درې لسیزې وروسته د طبیعت څخه د خوندیتوب نړیوالې اتحادیې (IUCN) راپور خپور کړ چې «اوس مهال اقلیمي بدلون د دغه اتحادیې په سره لېست کې تر ګواښ لاندې ۱۰۹۶۷ نوعې تر اغېز لاندې راولي». په ۲۰۲۱ زکال کې د دغې اتحادیې بل راپور څرګنده کړه چې اقلیمي بدلون د خوندي انتقال د تخصصي سازمان په ۳۵۵ پاڼیز راپور کې ۲۰ ځله یاد شوی دی؛ خو «مرسته شوی استعمار» په کې یوځل د یو انطباقي غبرګون په توګه یاد شوی دی.[۳۱][۳۲]

په ۲۰۲۲ زکال کې د بیولوژیکي تنوع اړوند د ملګرو ملتونو کنوانسیون، «اقلیمي بدلون» د ژوندیو موجوداتو د نړیوالې تنوع پر وړاندې د دریم لوی ګواښ په توګه په رسمیت وپېژنده. په دغه کنوانسیون کې «د ځمکې او سمندر څخه په ګټنه کې بدلونونه» د «ارګانېزمونو له مستقیم استثمار» سره یوځای د لویو ګواښونو په توګه یاد شوي وو. له دې امله چې دغه هوکړه د «موخو» او «اهدافو» په کچه وه، د خوندیتوب لارو چارو لکه ځای پر ځای کولو او له اقلیم سره د سازښت (مرسته شوې کډوالي) هېڅ مورد ته په کې اشاره نه وه شوې. [۳۳]

په متحده ایالاتو کې له ګواښ سره د مخ نوعو قانون[سمول]

د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې د متحده ایالاتو د کبانو او وحشي حیواناتو بنسټ په فدرال ریجسټر نومي ورځپاڼه کې د یو قانون وړاندیز خپور کړ چې د ګواښ سره د مخ نوعو د قانون د ۱۰مې (جې) برخې مقررات یې په کې اصلاح کړي و، څو مرسته وکړي چې د دوی له خوا ثبت شوې نوعې د هغوی د ژوندانه له تاریخي محدودې بهر مناسبو استوګنځایونو ته ولېږدول شي. دغه وړاندیز شوي بدلون په راتلونکو لسیزو کې مرسته کوله چې د ګواښ سره د مخ نوعو د قانون له خوا د نوملړ شوو نوعو خوندیتوب زیات او د هغو په شمېر کې وده رامنځته شي. ځکه چې مخ پر زیاتوالي اقلیمي بدلونونه او پر هغو برید کوونکې نوعې لامل ګرځي هغوی خپلې تاریخي محدودې ته اړوند استوګنځایونه بدل کړي او د هغوی د استوګنې لپاره شرایط نامناسب شي». د دغه وړاندیز اړوند د نظر ورکولو دوره د ۲۰۲۲ زکال په اګست میاشت کې پای ته ورسېده او اړوند یې ۵۰۰ موافق یا مخالف نظریات په انلاین بڼه ترلاسه شول. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ زکال په جون میاشت کې د یاد قانون د ۱۰مې برخې د اصلاح په موخه خپله پرېکړه اعلان کړه چې په هغو کې یې د یو پارامتر په توګه «تاریخي محدودې» ته ارجاع لغو او د «ازمایښتي نفوسو» د ځای یې وویل چېرې چې د نوعو د ځای پر ځای کولو اجازه شتون لري. دغې پرېکړې په موثره بڼه د ګواښ سره مخ بوټو او حیواناتو د کډوالۍ اجازه ورکړه. [۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. Allaby, Michael (2010). A Dictionary of Ecology. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199567669. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Barlow, Connie. "Assisted Migration or Assisted Colonization: What's In a Name?: Chronological History of the Debate on Terminology". Torreya Guardians. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Wild Earth Forum: Assisted Migration for an Endangered Tree" (PDF). Wild Earth. Winter 2004. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. IUCN (2013). Guidelines for Reintroductions and Other Conservation Translocations (PDF). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-8317-1609-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hunter, M. L. (2007). "Climate Change and Moving Species: Furthering the Debate on Assisted Colonization". Conservation Biology. 21 (5): 1356–1358. doi:10.1111/j.1523-1739.2007.00780.x. PMID 17883502. S2CID 8050923. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Richardson, David M; et al. (June 2009). "Multidimensional evaluation of managed relocation". Proc Natl Acad Sci. 106 (24): 9721–9724. doi:10.1073/pnas.0902327106. PMC 2694035. PMID 19509337. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Davis, Margaret B (October 1989). "Lags in vegetation response to greenhouse warming" (PDF). Climatic Change. 15 (1–2): 75–82. Bibcode:1989ClCh...15...75D. doi:10.1007/bf00138846. S2CID 154368627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Davis, Margaret B; Shaw, Ruth B (27 April 2001). "Special Reviews: Range shifts and adaptive responses to Quaternary climate change". Science. 292 (5517): 673–679. Bibcode:2001Sci...292..673D. doi:10.1126/science.292.5517.673. PMID 11326089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Petit, Remy J; et al. (August 2004). "Review: Ecology and genetics of tree invasions: from recent introductions to Quaternary migrations". Forest Ecology and Management. 197 (1–3): 113–137. doi:10.1016/j.foreco.2004.05.009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Seliger, Benjamin J; McGill, Brian J; Svenning, Jens-Christian; Gill, Jacqueline L (November 2020). "Widespread underfilling of the potential ranges of North American trees". Journal of Biogeography. 48 (2): 359–371. doi:10.1111/jbi.14001. S2CID 228929332. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Aitken, Sally N; Yeamam, Sam; Holliday, Jason A; Wang, Tongli; Curtis-McLane, Sierra (25 January 2008). "Adaptation, migration or extirpation: Climate change outcomes for tree populations". Evolutionary Applications. 1 (1): 95–111. doi:10.1111/j.1752-4571.2007.00013.x. PMC 3352395. PMID 25567494. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Halleaux, Savannah (6 April 2023). "Traveling trees: Assisted migration for climate resilience". U.S. Forest Service. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Climate-based seed transfer". Managing our forest resources. British Columbia government. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. McKenney, Dan; Pedlar, John; O'Neill, Greg (March 2009). "Climate change and forest seed zones: Past trends, future prospects and challenges to ponder". The Forestry Chronicle. 85 (2): 258–266. doi:10.5558/tfc85258-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Pedlar, John H; et al. (September 2012). "Placing Forestry in the Assisted Migration Debate". BioScience. 62 (9): 835–842. doi:10.1525/bio.2012.62.9.10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Williams, Mary I; Dumroese, R Kasten (4 July 2013). "Preparing for Climate Change: Forestry and Assisted Migration". Journal of Forestry. 111 (4): 287–297. doi:10.5849/jof.13-016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Brodie, Jedediah F; et al. (30 April 2021). "Policy Forum: Global policy for assisted colonization of species". Science. 372 (6541): 456–458. doi:10.1126/science.abg0532. PMID 33926936 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 233448828 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Heller, N. E.; Zavaleta, E. S. (2009). "Biodiversity management in the face of climate change: A review of 22 years of recommendations". Biological Conservation. 142: 14–32. doi:10.1016/j.biocon.2008.10.006. S2CID 3797951. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Thomas, C. D.; Cameron, A.; Green, R. E.; Bakkenes, M.; Beaumont, L. J.; Collingham, Y. C.; Erasmus, B. F. N.; De Siqueira, M. F. D.; Grainger, A.; Hannah, L.; Hughes, L.; Huntley, B.; Van Jaarsveld, A. S.; Midgley, G. F.; Miles, L.; Ortega-Huerta, M. A.; Peterson, A.; Phillips, O. L.; Williams, S. E. (Jan 2004). "Extinction risk from climate change" (PDF). Nature. 427 (6970): 145–148. Bibcode:2004Natur.427..145T. doi:10.1038/nature02121. PMID 14712274. S2CID 969382. د اصلي (Full free text) آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  20. Zhu, K.; Woodall, C. W.; Clark, J. S. (2012). "Failure to migrate: Lack of tree range expansion in response to climate change". Global Change Biology. 18 (3): 1042. Bibcode:2012GCBio..18.1042Z. doi:10.1111/j.1365-2486.2011.02571.x. S2CID 31248474. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Davis, M. B.; Shaw, R. G. (2001). "Range Shifts and Adaptive Responses to Quaternary Climate Change". Science. 292 (5517): 673–679. Bibcode:2001Sci...292..673D. doi:10.1126/science.292.5517.673. PMID 11326089. S2CID 20302257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Warren, M. S.; Hill, J. K.; Thomas, J. A.; Asher, J.; Fox, R.; Huntley, B.; Roy, D. B.; Telfer, M. G.; Jeffcoate, S.; Harding, P.; Jeffcoate, G.; Willis, S. G.; Greatorex-Davies, J. N.; Moss, D.; Thomas, C. D. (2001). "Rapid responses of British butterflies to opposing forces of climate and habitat change" (PDF). Nature. 414 (6859): 65–69. Bibcode:2001Natur.414...65W. doi:10.1038/35102054. PMID 11689943. S2CID 4426671. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. McLachlan, J. S.; Clark, J. S.; Manos, P. S. (2005). "Molecular Indicators of Tree Migration Capacity Under Rapid Climate Change". Ecology. 86 (8): 2088. doi:10.1890/04-1036. S2CID 3064162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Menendez, R.; Megias, A. G.; Hill, J. K.; Braschler, B.; Willis, S. G.; Collingham, Y.; Fox, R.; Roy, D. B.; Thomas, C. D. (2006). "Species richness changes lag behind climate change". Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences. 273 (1593): 1465–70. doi:10.1098/rspb.2006.3484. PMC 1560312. PMID 16777739. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Karl, T. R.; Trenberth, K. E. (2003). "Modern Global Climate Change". Science. 302 (5651): 1719–1723. Bibcode:2003Sci...302.1719K. doi:10.1126/science.1090228. PMID 14657489. S2CID 45484084. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 12 December 2022 باندې). Can Australia Save a Rare Reptile by Moving It to a Cooler Place?. New York Times.
  27. St George, Zach (27 October 2022). "Last Resort: Moving Endangered Species in Order to Save Them". Yale Environment 360. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. McLachlan, Jason S; Hellmann, Jessica J; Schwartz, Mark W (26 March 2007). "A Framework for Debate of Assisted Migration in an Era of Climate Change". Conservation Biology. 21 (2): 297–302. doi:10.1111/j.1523-1739.2007.00676.x. PMID 17391179. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Twardek, William M; et al. (February 2023). "Review: The application of assisted migration as a climate change adaptation tactic: An evidence map and synthesis". Biological Conservation. 280. doi:10.1016/j.biocon.2023.109932. S2CID 257225019 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Griffith, B.; Scott, J.M.; Carpenter, J.W.; Reed, C. (1989). "Translocation as a species conservation tool: status and strategy". Science. 245 (4917): 477–480. Bibcode:1989Sci...245..477G. doi:10.1126/science.245.4917.477. PMID 17750257. S2CID 45514129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Issues brief: Species and climate change". IUCN. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. IUCN SSC Conservation Translocation Specialist Group (CTSG). "Global conservation translocation perspectives (2021): Case studies from around the globe" (PDF). IUCN. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Convention on Biological Diversity (2022)" (PDF). U.N. Environment Program. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. U.S. Fish and Wildlife Service (June 6, 2022). "Press release (6 June 2022): Department of the Interior Proposes Expanding Conservation Technique as Climate Change Threatens Greater Species Extinction". fws.gov. U.S. Fish and Wildlife Service. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 27 October 2022 باندې). Last Resort: Moving Endangered Species in Order to Save Them. Yale Environment 360
  36. "Rulemaking document: Endangered and Threatened Wildlife and Plants; Designation of Experimental Populations". Regulations.gov. U.S. Government. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Shirey, Patrick D; Lamberti, Gary A (2010). "Assisted colonization under the U.S. Endangered Species Act". Conservation Letters. 3 (1): 45–52. doi:10.1111/j.1755-263X.2009.00083.x. S2CID 49565853. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. U.S. Department of Interior (June 30, 2023). "Press release: Interior Department Takes Action to Strengthen Endangered Species Protections". fws.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)