مراد کورناز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مراد کورناز (چې د ۱۹۸۲ کال د مارچ به ۱۹ زیږېدلی دی) یو ترکي تبعه او د آلمان قانوني اوسېدونکی دی چې د افغانستان په قندهار پوځي اډه او د کیوبا  د ګوانتانامو خلیجګي د سمندري ځواکونو په زندان کې د متحده ایالاتو له خوا  د ۲۰۰۱ کال له سپټمبر راهیسې له محکمې پرته په توقیف کې ساتل شوی و. نوموړی په دواړو ځایونو کې شکنجه شوی و. د ۲۰۰۲ کال په لومړیو کې، د متحده ایالاتو او آلمان استخباراتي چارواکي دې پایلې ته ورسېدل چې د کورناز په وړاندې تورونه بې بنسټه دي. [۱][۲][۳][۴]

د بي بي سي د یو راپور له مخې، هغه مهال که څه هم امریکا د هغه د خوشې کولو وړاندیز وکړ، خو جرمني یې له منلو انکار وکړ. نږدې پنځه کاله نور هم کورناز په ګوانتانامو زندان کې توقیف او له ناوړه چلند سره مخ شو. نوموړي د (زما د ژوند پنځه کاله: په ګوانتانامو کې یو بې ګناه سړی) در سرلیک لاندې په ۲۰۰۷ کال کې خپلې خاطرې په جرمني ژبه ولیکې چې ورپسې انګلیسي او نورو اروپايي ژبو ته وژباړل شوې. هغه په ۲۰۰۸ کال کې د متحده ایالاتو د کانګرس د شکایتونو د اورېدو پرمهال، په زندان کې د زندایانو سره د چلند په اړه شاهدي ورکړه. نوموړی له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې ژوند کوي. [۵][۶][۷][۸]

په پاکستان کې نیونه[سمول]

مراد کورناز د آلمان په برمن ښار کې زیږېدلی او هلته لوی شوی. هغه د ترکيې تبعه ګڼل کېده ځکه چې مور او پلار یې کډوال و، خو کلونه په جرمني کې اوسېدل او کار یې کاوه. نوموړی د آلمان قانوني اوسیدونکی و او هلته یې له یوې ترکۍ ښځې سره واده کړی و. کورناز د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې، د ۱۹ کلنۍ په عمر له جرمني څخه په دې هیله پاکستان ته سفر وکړ، چې په منصوره مرکز کې زده کړې وکړي (چې هغوی هم رد کړ)؛ او راتلونکې دوه میاشتې یې د تبلیغي په توګه تېرې کړې. د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر میاشت کې، کله چې کورناز جرمني ته د راستنېدو په موخه په بس کې هوايي ډګر ته روان و، پاکستاني پولیسو د تلاشي په یو پاټک کې ونیو. هغوی له څو ورځو پوښتنو ګروېږنو وروسته نوموړی امريکايي عسکرو ته وسپارو. وروسته، کورناز پوه شو چې د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته، متحده ایالاتو په پاکستان کې اعلانونه ویشلي وو او ژمنه کړې وه چې د شکمنو ترهګرو په بدل کې به "د خبر ورکوونکو د پاتې ژوند لپاره د دوی کورنۍ، کلي، قوم د غوره پاملرنې لپاره کافي پیسې" د انعام په توګه ورکوي. کورناز وايي " چې په پایله کې په ګوانتانامو کې یو لوی شمېر خلک په بد وضعیت کې راټول شوي وو." په ګوانتانامو کې د کورناز یوه مستنطق (پوښتونکي) ومنله چې هغه د ۳۰۰۰ ډالرو انعام په بدل کې "پلورل شوی" دی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د افغانستان په کندهار کې شکجنه[سمول]

له خوشې کیدو وروسته، بلآخره کورناز په ګوانتانامو کې د خپلو کلونو خاطرات ولیکل، چې په ۲۰۰۷ کال کې په جرمني ژبه او په ورپسې کال کې په انګلیسي ژبه خپاره شول. په لاندې برخو کې د هغه له خاطراتو زیات مواد راوړل شوي دي: هغه وایي چې کندهار ته د الوتنې پر مهال له نورو بنديانو سره د یوې الوتکې په غولي په زنځیرونو تړل شوی و او د امريکايي عسکرو له خوا وهل او ټکول شوی و. هغه زیاتوي چې له رسېدو سره سم، که څه هم د نوموړي سر په کڅوړه کش شوې وه، خو پوهېده چې سرتېري د دوی فلم او عکسونه اخلي. په داسې حال کې چې کورناز او ټول بنديان تازه له پاکستانه را وړل شوي وو، امريکا د افغانستان د جګړې په ډګر کې د هغه د نيولو عکسونه د "ثبوت" په توګه په رسنيو کې خپاره کړل. [۱۳][۱۴]

امریکايي پوځیانو کورناز بربنډ کړ او له څه کم شلو نورو بندیانو سره یې بهر په یو سیم خارداره قفس کې وغورځاوه. بندیان په سړه هوا، باران او واوره درول کېدل. سرتیرو به تیاره ډوډۍ د دیوالو له شا ور اچوله چې وازه شوې به وه او زیاتره توکي به یې خراب شوي وو. کورناز وایي چې دوی به هره ورځ له ۶۰۰ څخه لږ کالوري ترلاسه کوله؛ په داسې حال کې چې انسانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره شاوخوا ۱۵۰۰ کالوري ته اړتیا لري. [۱۵][۱۶]

امریکایي سرتېرو به د ګروېږنو په ترڅ کې داسې یوه پوښتنه کوله چې "اسامه چېرته دی؟" او کله به چې هغه وویل چې نپوهېږم، په مخ به یې په سوک وواهه. کورناز د خپلو یادښتونو په یادونه کې وایي: "ساعت په ساعت، به دوی ورته پوښتنې تکرار کړې چې په سوکانو او لغتو به مل کېده." تحقیق کوونکو به د هغه د بې ګناهۍ په څرګندونو باور نه کاوه. هغه اوه تنه سرتېري لیدلي چې د ټوپک په قنداقونو يې يو بل بندي تر مرګه ډبولی. د کورناز په وړاندې ناوړه چلند شدید شوی و او د هغه د پښو په تلو کې یې د برقی میلو ټکان هم ور زیات کړی و، ترهغه به برق ورکول کېده چې د نه زغملو درد به د ضعف لامل شو. د هغه سر په مکرر ډول د اوبو په سطل کې تر هغه غوټه کېده چې د اکسیجن د کمښت له امله به هغه تور شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

نوموړی یوې ودانۍ ته یووړل شو، چې په پښو یې له چت څخه په یوه څرخک (پولي) ځړولی و،  لاسونو یې شاته ولچک وو او یو ساعت یې ځوړند پرېښئ و. هرکله به چې هغه ښکته کېده، یو یونیفورم لرونکي افسر چې د هغه په ​​سینه به "ډاکتر" لیکل شوی و.  هغه یې معاینه کاوه، نبض یې لېدو، او ویل به یې چې "ښه" دی، او سرتېرو به هغه بېرته ځوړند کړ. هغوی به نوموړی له شا په داسې ډول هم ځړولو چې لاس به یې شاته تړلي وو. کورناز په دې نه پوهېده چې څومره وخت له مټو ځړول شوی و، خو نورو بندیانو ورته ویلي و چې پنځه ورځې ځوړند و. وروسته پوه شو چې دې ډول ځړولو د بګرام په اډه کې بندیان وژلي دي. هغه په دې باور دی چې د هغه په څنګ کوټه کې یې یو زنداني په مټو د ځړولو له امله مړ شوی و. [۲۰][۱۸][۲۲][۲۳]

ځینې سرتېري چې په یونیفورمونو یې د آلمان بیرغ لګېدلی و، او ځانونه یې د آلمان د KSK، یا ځانګړو ځواکونو غړي معرفي کول، د هغه څخه د پوښتنو په موخه راغلل. کورناز هیله درلوده چې دوی به یو راپور ترتیب کړي، او جرمني چارواکو او بالاخره د هغه کورنۍ ته خبر ورکړي چې نوموړی په ​​کندهار کې توقیف شوی دی.  [۲۴]

د کیوبا په ګوانتانامو کې شکنجه[سمول]

یو سهار وخته، کورناز ته نوې نارنجي جامې ورکړل شوې، او سر یې د ګاز ضد په ماسک کې وتړل شو، غوږونه یې د غږ ضد په ګوشکیو وپوښل شول، سترګې یې  په  ډبلو تورو چشمو پتې شوې او لاسونه یې  په دستکشو وپوښل شول. په پټو سترګو او لاسونه یې دومره کلک وتړل شول چې د وینې جریان پرې شو، په مخ په سوکونو ووهل شو، په تناسلي غړو کې په لغتو ووهل شو او په ځمکه پرېښودل شو. څو ساعته وروسته کورناز او نور زندانیان په زنځيرونو یوځای تړل شوي او الوتکې ته سپاره شول. د اوږدې الوتنې په لړ کې، بندیانو ته د خوب اجازه نه ورکول کېده: "سرتېرو موږ د ویښ پاتې کېدو لپاره وهلو." د روښانه لمر او سخت تودوخې احساس هغه پوه کړ چې بل هېواد ته رسېدلی. [۲۰][۲۵][۲۶]

له الوتکې څخه د زندان تر قفسونو پورې په بس کې سرتېرو د بندیانو وهلو ته دوام ورکړ او سپي یې د هغوی داړلو ته پرېښودل. کورناز یوې خیمې ته یوړل شو، چې هلته یې د ګوتو نښې او د DNA نمونه واخیستل شوه او وروسته یې یو قفس ته چې د اوسپنیزې جالۍ  څخه جوړه شوې و، واچو. دا کوچنۍ اوسپنیزې کوټې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هغه کور و، چې زیاتره عمر یې په یو داسې قفس کې تېر کړ دری نیم په دری نیم فوټو کې ځای یې درلود. [۲۵][۲۷][۲۸]

کورناز پوه شو چې د کندهار او ګوانتانامو ترمنځ توپیر "څلورویشت ساعته عظمي فشار" ، سپکاوی او وحشت دی، خو د معلوماتو د را ایستلو لپاره باید بندیان ژوندي ساتل شوي وی. د نوموړي دڅرګندونو پر بنسټ، شپږ تنه بنديان په يوه شپه کې مړه شول:  د دری تنو یې دمه ایساره شوه، او دری نور ظاهراً په دوا د لړل شوې  ډوډۍ له امله مسموم شول. (د متحده ایالاتو چارواکو وروسته ادعا وکړه چې ټولې شپږ قضیې ځان وژنې وې.)  [۲۹]

په ګوانتانامو کې، کورناز په مکرر ډول د سرغړونو لپاره، لکه په غلط وخت کې د پروتو یا ودرېدو، په یوال لاس وهلو، خبرې کولو یا چوپ پاتې کېدو، ساتونکي ته د کتلو یا ساتونکي ته د نه کتلو له امله ډبول کېده او د مرچکو سپری او اوښکې بهونکی ګاز به  ورشیندل کېده. د پوښتنو ګروېږنو پر مهال هم نوموړی وهل شوی دی. د څیړونکو یوې ډلې تل ورته پوښتنې کولې، د هغه په ځوابونو یې باور نه کاوه، او کله چې د ستړیا له امله به ضعف شو، نو په مخ او سر به یې ټکو، ځګه "دوی زما د ویښ ساتلو لپاره بله کومه غوره لاره په اند کې نه درلوده." وهل او د څو ورځو لپاره  په خم حالت کې تړلی شوی پرېښودل د ناوړه چلد له عامو ډولونه وو. [۳۰][۳۱][۳۲]

د سنډمین عملیاتو په اوږدو کې، سرتېرو هر یو یا دوه ساعته د قفسونو بدلولو لپاره کورناز ویښ کاوه، هغه یې اړ ایسته چې په ورځ کې ۲۴ ساعته ودریږي یا په ګونډو شي، او هغه یې د دریو اونیو لپاره له خوب څخه محروم کړی و. په پای کې، نوموړی نیم-هوښیار حالت (نیمه آګاه) کې و او د تګ توان یې نه درلود او دوی اړ وو چې یو قفس نه یې بل ته کش کړي. کورناز همدارنګه په انفرادي بې کړکیو یخدان کې اچول شوی و او یخ وهلی و. هغه د کیوبا په ګرم لمر کې په سخته ګرمۍ  کې په کانتینر کې اچول شوی او په یو کوچني هوا بند صندوق کې وتړل شو چې دمه یې د ساعتونو او ورځو په اوږدو کې په کراره ایساره شي. هغه یا وږی ساتل کېده یا په زور ډوډی ورکول کېده؛ هغه د جنسي سپکاوي سره مخ شوی؛ او په دوامداره توګه وهل شوی. [۳۳][۳۴][۳۵]

بندیان د خپلو ملګرو سره د چلند په واسطه ډارول کېدل. یو پوځي ډاکتر د عبدالرحمن په نوم د سعودي  د یوه بندي دواړه پښې د یخ وهلو له امله پرې کړې. کورناز د ګاونډۍ پنجرې څخه یو بې پښو کس په داسې حال کې ولیده چې سرتېرو له جالی څخه د هغه وتلې ګوتې په داسې حال کې وهلې چې په کمود یې د کیناستلو هڅه کوله. هغه به په ځړېدلو ورنونو د ګروېږنو لپاره را کش کېده او د وهلو له امله په وینو سور مخ به راوړل کېده.د  یو بل یوه ګوته یخ وهلې وه او یو پوځي جراح یې ټولې ګوتې پرې کړې او یوازې د هغه غټې ګوتې پاتې وې. دریم کس د غاښ له درد څخه شکایت وکړ او د غاښونو ډاکټر یې روغ غاښونه وایستل. زخمونه او مات شوي غړي، د څېړنو په اوږدو کې د مات شوو ګوتو، درملنه  نه کېدله. د کورناز روغتیا د کلونو په اوږدو کې خرابه وه، خو هغه "هڅه وکړه چې په هر قیمت ډاکټر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي. "ما غوښتل چې خپل غاښونه، ګوتې او پښې وساتم." [۳۶][۳۷][۳۸]

د ۲۰۰۲ کال په لومړیو کې د امریکا او آلمان استخباراتي ادارې دې نتیجې ته رسېدلي وې چې کورناز په ترهګرۍ کې له هر ډول ښکیلتیا څخه بې ګناه و. خو هغه د ګوانتانامو زندان په دې شرایطو کې وساتل شو  او تر ۲۰۰۷ کال پورې د پنځو نورو کلونو لپاره له وحشیانه چلند سره مخ شو .  [۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. "AlterNet: Rights and Liberties: Disappeared: Five Years in Guantanamo". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Murat Kurnaz (په 7 January 2012 باندې). Notes from a Guantánamo Survivor. New York Times.
  3. "Christian Science Monitor: Guantánamo ex-detainee tells Congress of abuse". The Christian Science Monitor. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Anton Dankert (په 26 September 2002 باندې). Interrogation team has just reported in by telephone from the base in Washington.
  5. Stephen Mulvey, "CIA flights controversy here to stay", BBC News, 16 February 2007; accessed 13 October 2017
  6. "Turk Was Abused at Guantanamo, Lawyers Say", Washington Post, 25 August 2006
  7. "Meeting Murat Kurnaz: A Visit with a Man Wrongly Detained at Guantanamo", Der Spiegel
  8. "Guantanamo ex-detainee tells Congress of abuse", Christian Science Monitor, 22 May 2008, accessed 24 January 2013
  9. Murat Kurnaz (په 7 January 2012 باندې). Notes from a Guantánamo Survivor. New York Times.
  10. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 47.
  11. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 33.
  12. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 25.
  13. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 48.
  14. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 50.
  15. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 56.
  16. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 64.
  17. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 70.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Kurnaz, Five Years 2007، ص. 72.
  19. Murat, Five Years 2007، ص. 69.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ Kurnaz, Five Years 2007، ص. 58.
  21. Murat, Five Years 2007، ص. 58.
  22. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 76.
  23. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 75.
  24. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 80.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Kurnaz, Five Years 2007، ص. 93.
  26. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 92.
  27. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 95.
  28. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 156.
  29. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 215.
  30. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 101.
  31. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 146.
  32. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 163.
  33. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 164.
  34. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 179.
  35. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 178.
  36. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 109.
  37. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 110.
  38. Kurnaz, Five Years 2007، ص. 111.
  39. Murat Kurnaz (په 7 January 2012 باندې). Notes from a Guantánamo Survivor. New York Times.