Jump to content

مذهبي زغم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مذهبي زغم ښايي د مسلط/غالب دین د لارویانو له خوا  نورو شته دینونو ته د مذهبي زغم او اجازې پرته نور څه نه وي، ان که د هغوی له نظره ناسم یا زیان‌رسوونکي او سپک وګڼل شي. له تاریخي پلوه د مذهبي زغم اړوند ډېری پېښې او لیکنې د اقلیت وضعیت او د یو غالب دولتي مذهب پر وړاندې مخالف لیدلوري ښيي. په هر حال مذهب هم ټولنپوهنه ده او همدارنګه د زغم تمرین هم تل سیاسي اړخ لري.     [۱][۲][۳]

د زغم تاریخچې او هغه بېلابېلو فرهنګونو ته په کتو سره چې زغم په کې تمرین شوی، هغه لارې چې دا ډول متناقض مفاهم يې یو کس ته د لارښوونې لپاره رامنځته کړي، په سیاسي، ټولنیز، مذهبي او قومي توګه د هغو معاصره کارونه روښانوي چې د هم‌جنس پالانو او ګڼو نورو اقلیتونو او اړونده مفاهمو لکه انساني حقوقو لپاره پلي کېږي.   

په لرغونې دوره کې[سمول]

مذهبي زغم د فارس هخامنشي امپراتورۍ د پام وړ ځانګړنې په توګه تشرېح شوی دی. لوی کوروش په بېلابېلو ښارونو کې د سپېڅلو ځایونو په بیا رغونه کې مرسته وکړه. په یو زاړه وصیت لیک کې راغلي چې کوروش له میلاد څخه مخکې د ۵۳۰ - ۵۳۹ کلونو تر منځ یهودیان د بابلیانو له اسارت څخه ازاد کړل او اجازه یې ورکړه چې خپلې خاورې ته ستانه شي.[۴][۵]

د سکندریې هېلنستیک ښار چې له میلاد څخه مخکې په ۳۳۱ کال کې رامنځته شو، چې د مصریانو  او یونانو له برابر نفوس سره د یهودیانو یوې لويې ټولنې په سوله کې په کې ژوند کاوه. د مایکل والزر په وینا دې ښار د څوګوني کلتور د امپراتورۍ په توګه ښایي هغه څه چې موږ په پام کې لرل وړاندې کړي.[۶]

مخکې  له دې چې عیسویت د روم دولتي کلیسا ته ورسېږي مغلوب/ اسیر شوي وګړي یې پرېښودل چې د خپلو خدایانو عبادت ته دوام ورکړي. د روم د تبلیغاتو اړینه برخه د فتحه شویو سیمو د خدایانو بلنه وه چې په امپراتورۍ کې له عبادت څخه  ګټه واخلي. یهودیان د روم له پانتیزم (pantheism) څخه د سرغړاوي او  د خدای په توګه امپراتور ته د نه درناوي او  نه منلو له امله له زور زیاتی او ځورونې سره مخ شول. له  میلاد څخه مخکې په ۳۱۱ کال کې د روم امپراتور ګېلاریوس د عیسویت د زغم یو عمومي فرمان د لیسینیوس، لومړي کنستاتین (چې کال وروسته عیسوی شو) او په خپل نوم صادر کړ.[۷][۸][۹]

بودیزم[سمول]

بودیزم د نورو مذهبونو لپاره د پام‌وړ زغم ښودلی:

بودایايي زغم له دغې پېژندنې څخه سرچینه اخلي چې د انسانانو روحي او معنوي اړتیاوې خورا متنوع دي چې د هېڅ یوې واحدې ښوونې سره یې نه شو احاطه کولی او په دې اساس اړتیا ده چې د مذهبي بڼو بېلابېل ډولونه په طبعي توګه تشرېح شي.   [۱۰]

جېمز فریمن کلارک په خپل کتاب (لس لوی دینونه) چې په ۱۸۷۱ کې خپور شوی وویل:

بودایانو هېڅ یو عقیدوي تفتیش نه دی رامنځته کړی؛ هغوی هغه غیرت له زغم سره ترکیب کړی چې پاچاهۍ يې بدلولې، چې زموږ لویدیځو تجربو ته نږدې د نه منلو وړ دي. [۱۱]

د اشوکا فرمانونه د لویې اشوکا د پاچا په واسطه (له میلاد څخه مخکې ۲۳۱-۲۶۹) چې یو بودایی و صادر شول، چې مذهبي او نژادي زغم یې اعلام کړ. د هغه فرمان له میلاد څخه مخکې په درېیمې پېړۍ کې د ګېرنار (Girnar) د ډبرو په دوولسم اصلي لیک کې داسې بیانوي: «پاچاهانو مذهبي زغم ومانه او امپراتور اشوکا په دې باوري و چې هېڅوک به ځان له نورو څخه غوره نه ګڼي او د نورو مذهبونو اصل ته د لاس‌رسي له لارې یې د وحدت لار څارله»[۱۲]

په هر حال بوداییزم هم د مذهبي زغم په اړه مناقشې لرلې، پر دې سربېره د بودایانو تر منځ د مذهبي زغم د احتمالي نشتوالي پوښتنه د پاول‌فولر(Paul Fuller) له خوا په ځانګړي ډول په میانمار او سریلانکا کې د مسلمانان پر وړاندې مطرح شوې ده.   [۱۳]

عیسویت[سمول]

د اېګزودوس/ Exodus (دویم سپېڅلی کتاب چې د موسي ع په لارښوونه له مصر څخه د بني اسرائیلو د وتلو کیسه بیانوي)، تورات او ډیوترونومي/Deuteronomy  (وروستی تورات چې د یهودیانو په وینا موسي ع لیکلی) په کتابونو کې هم له پردیو/بیګانه سره د چلند ورته څرګندونې یادې شوې. د مثال په ډول د اېګزودوس په ۲۲:۲۱ کې ویل شوي: «پردي مه ځورئ او پر هغو ظلم مه کوئ، ځکه چې تاسو هم د مصر پر خاوره پردي وی». دا متنونه په مکرر ډول پر هغو کسانو د شفقت او زغم لپاره په خطبو کې کارول شوي چې زموږ سره توپير لري او لږ ځواکمن دي. جولیا کرېسټیوا /Julia Kristeva (یوه بلغاريي- فرانسوي فلیسوفه، فېمېنسته او ادبي کره کتونکې) د پردیو په توګه زموږ د ټولو د متقابلې پېژندګلوۍ پر اساس د سیاسي او مذهبي زغم فلسفه روښانه کړه.   [۱۴][۱۵]

د تارېس د نوې وصیت نامې پارابل چې د حاصلاتو له وخت څخه مخکې له زیان رسوونکو وښو څخه د غنمو د توپیر په اړه خبرې کوي او د مذهبي زغم د ملاتړ په اړه هم پرې تکیه شوې. له چالوز څخه بیشاپ ریګور (Bishop Roger) ته په خپل لیک کې د ليېج  بېشاپ وازو/ Bishop Wazo of Liege (۹۸۵ -۱۰۴۸) پر پارابل تکیه وکړه او استدلال یې وکړ چې "کلیسا باید له اورتودوکسۍ سره اختلاف ته وده ورکړي تر هغو چې رب راشي د دوی منځ قضاوت وکړي او دوی سره جلا کړي.[۱۶][۱۷]

ریګور وېلیمز دا پارابل په نړۍ کې د ټولو زیان رسونکو بوټو "بدعتیانو" پر وړاندې د دولتي زغم په ملاتړ وکاروه. ځکه مدني زور زیاتی په ناببره توګه "غنمو" (معتقدانو) ته هم زیان رسوي. په بدل کې وېلیمز باوري و چې په پای کې قضاوت کول د خدای دنده ده نه د بنده. دغه پارابل د کلیسا او دولت تر منځ د جلاوالي د دیوال په اړه و ېلیمز د باور ډېر ملاتړ وکړ، لکه څنګه چې نوموړي په ۱۶۴۴ کال کې په خپل کتاب ( د ځورونې  خونړۍ خیمه) کې تشرېح کړي.[۱۸]

منځنۍ پېړۍ[سمول]

په منځنۍ پېړۍ کې له خاصو ډلو سره د مذهبي زغم پېښې شته وې. په لاتین کې د زغم (تولېرینتیا/ tolerantia ) مفهوم د منځنۍ پېړۍ په اکادمیکو الهیاتو او شرعي قانون کې خورا پرمختللی سیاسي او قضایي مفهوم و.  زغم "د بهرنیانو لکه کافرانو، مسلمانانو او یا یهودیانو د مدني ځواک پر وړاندې د خپل ځان د زغم څرګندولو" لپاره کارېده. خو همدارنګه د مدني ډلو لکه فاحشو او جزامانو پر وړاندې هم کارېده. الحادیان/ بدعتګران لکه کاتري (Cathari)،  والډېنسین (Waldensians)، جان هوس (Jan Hus)، او د هغه لارویان او هوستیان (Hussites) له زور زیاتي سره مخ وو. وروستیو روحانانیانو/ دین پوهانو چې له پروسټاټي سمونونو سره يې تړاو درلود یا یې پر وړاندې غبرګون ښوده، د هغو شرایطو په اړه بحث پیل کړ چې په ترڅ کې يې مخالف مذهبي افکار باید مجاز وی. زغم په عیسوي هېوادونو کې د " دولت له خوا د تصویب شوي عمل په توګه " هغه احساس چې د دې پديدې په اړه ډېر بحثونه پرې تکیه دي  له ۱۶ پېړۍ څخه مخکې نه دی تائید شوی.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ونام سنکتام او اېکسترا اېکلېزیم نولا سالوس[سمول]

د نورو دینونو په پرتله د رومي کاتولیکانو د پېړیو نه زغم د اونام سنکتام په واسطه یوه پاپي لیکنه ده، چې د ۱۳۰۲ کال د نوامبر په ۱۸ د اتم پاپ بونیفېس له خوا صادره شوه. لیکنې د کاتولیک کلیسا د یوالي په اړه عقیدوي وړانديزونه وړاندې کړل او د ابدي روحي ارامتیا لپاره د هغې سره د تړاو اړتیا (Extra Ecclesiam nulla salus) د پاپ موقف د کلیسا د عالي مشر په توګه، له کلیسا څخه روحي ارامتیا تر لاسه کول د هغه ځای اړوند چارو د تسلیمېدلو لپاره درېدل و. لیکنه پای ته رسي، «پر دې سربېره موږ، غږ پورته کوو، موږ اعلام کوو چې روحي ارامتیا/رستګارۍ ته د رسېدو لپاره په مطلق ډول اړینه ده چې هر ژوندی انسان باید د روم د پاپ تابع وي».

سرچینې[سمول]

  1. Perez Zagorin, How the Idea of Religious Toleration Came to the West (Princeton: Princeton University Press 2003) ISBN 0691092702, pp. 5–6, quoting D.D. Raphael et al.
  2. Joachim Vahland, 'Toleranzdiskurse', Zeno no. 37 (2017), pp. 7–25
  3. Gervers, Peter; Gervers, Michael; Powell, James M., سمونګران (2001). Tolerance and Intolerance: Social Conflict in the Age of the Crusades. Syracuse University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780815628699. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. "Book of Ezra | King James Bible". Kingjamesbibletrust.org. د اصلي آرشيف څخه پر May 10, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه March 21, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Walzer, Michael (1997). On Toleration. New Haven: Yale University Press. مخونه 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0300076004. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Witte, John Jr. and Johan D. van de Vyver, Religious Human Rights in Global Perspective (The Hague: Kluwer 1996) p. 74 ISBN 9041101764
  8. Logan, Donald F., A history of the church in the Middle Ages (New York:Routledge, 2002) ISBN 0415132894, p. 8
  9. "Valerius Maximianus Galerius", Karl Hoeber, Catholic Encyclopedia 1909 Ed, retrieved 1 June 2007.
  10. Bhikkhu Bodhi, "Tolerance and Diversity". Access to Insight, 5 June 2010. Accessed March 6, 2011
  11. Tweed, Thomas, The American Encounter with Buddhism, 1844–1912 (Chapel Hill: University of North Carolina Press 2000) p. 101 ISBN 0807849065
  12. Kristin Scheible, "Towards a Buddhist Policy of Tolerance: the case of King Ashoka" in Neusner, Jacob, ed. Religious Tolerance in World Religions (West Conshohocken, PA, Templeton Foundation Prsss 2008) p. 323
  13. "The Face of Buddhist Terror". Time. July 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. February 5, 2008 posting by Rabbi David Kominsky ...For You Were Strangers in the Land of Egypt. Accessed January 25, 2011
  15. Walzer, Michael On Toleration (New Haven: Yale University Press 1997) pp. 80–81
  16. Richard Landes (2000). "The Birth of Heresy: A Millennial Phenomenon". Journal of Religious History. 24 (1): 26–43. doi:10.1111/1467-9809.00099. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Jeffrey Burton Russell, Dissent and Order in the Middle Ages: The Search for Legitimate Authority (New York: Twayne Publishers 1992), p. 23
  18. James P. Byrd (2002). The challenges of Roger Williams: religious liberty, violent persecution, and the Bible. Mercer University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0865547711. لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Walsham 2006: 234.
  20. Ellwood, Robert S. and Gregory D. Alles, eds. (2007), The Encyclopedia of World Religions, New York, p. 431
  21. Fudge, Thomas A. (2013), The Trial of Jan Hus. Medieval Heresy and Criminal Procedures, Oxford University Press, New York
  22. Drake, H.A. (November 1996). "Lambs into Lions: Explaining Early Christian Intolerance". Past & Present. 153 (153): 3–36. doi:10.1093/past/153.1.3. JSTOR 651134. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)