مذهبي جګړه
مذهبي جګړه یا د دین جګړه، چې کله ناکله د مقدسې جګړې په نوم هم یادیږي هغه جګړه ده چې په اصل کې د مذهب د توپیر له امله رامنځته کېږي. په اوسنۍ دوره کې پرله پسې بحثونه کېږي چې په یوه جګړه کې تر کوم کچې مذهبي، اقتصادي، قومي او د جګړې نور اړخونه واکمن دی. هغه درجې چې یوه جګړه مذهبي وګڼل شي په ډېرو بنستیزو پوښتنو پورې اړه لري، لکه د مذهب تعریف د مذهبي جګړې تعریف (د تاوتریخوالی په اړه مذهبي دودونه لکه 'مقدس جنګ' په پام کې نیول). د دې پوښتنو ځوابونه په پراخه کچه په دې پایلې اغېزه کوي ،چې تر کوم کچه د جګړو د نورو ډولونو په څېر مذهبي جګړې څومره واکمنې دي.
د جیفري برټن رسل په څېر د پوهانو په وینا، تاوتریخوالي ممکن په مذهب کې ریښې ونه لري او پرځای یې کېدای شي، چې د سیکولري ځواک د ساتلو لپاره وي او یا هم قومي، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي لاملونو ولري. نور پوهانو بیا داسې استدلال کوي، چې تش په نامه «مذهبي جګړې» تر ډېره حده د «لوېدېځ دوه اړخیزه» او د تېرو څو پېړیو عصري اختراع ده. همدارنګه استدلال کوي چې ټولې هغه جګړې چې مذهبي بڼه لري زیاتره سیکولري (اقتصادي یا سیاسي) لاملونه لري. په ځینو شخړو کې لکه د اسراییلو او فلسطین جګړه، د سوریې کورنۍ جګړه او په افغانستان او عراق کې د جګړو په شمول مذهبي عناصر په ښکاره توګه شتون لري، خو په بېلابېلو ډولونو د بنسټپالنې یا مذهبي افراطیت په توګه تشریح شوي. په هر حال د دې قضیو په اړه څیړنې ډېری وختونه دې نتیجې ته رسیدلي، چې توکمیز یا قومي دښمنۍ د ډېری جګړو لامل دې.[۱][۲][۳][۴][۵]
د جګړو د دایرت المعارف پر بنسټ د ټولو ۱،۷۶۳ پېژندل شوو او ثبت شوو تاریخي جګړو نه ۱۲۱یا ۶.۸۷ سلنې یې مذهبي لاملونه درلود. د میتیو وایټ چې د وحشتناکو شیانو لوی کتاب دې د نړۍ د ۱۰۰ ترټولو سترو ظلمونو نه د ۱۱ اصلي لامل مذهب په ګوته کوي.[۶][۷][۸]
په مذهبي عقایدو کې د مقدسې جګړې مفهوم
[سمول]عیسویت
[سمول]د تاریخ پوه اډوارډ پیټرز په وینا له ۱۱ پېړۍ نه دمخه عیسویانو د مقدسې جګړ ې (bellum sacrum) مفهوم نه پېژنده، نو جګړه پخپله د توقیف او روحاني عمل په توګه ګڼل کیده. د ۹ او ۱۰ پېړیو په اوږدو کې ډېری یرغلونه وشول چې ځینو سیمو د خپل ځان د دفاع لپاره پوځونه جوړ کړل او دا ورو ورو په ۱۱ پېړۍ کې د صلیبی جګړو د «مقدس جګړې» مفهوم او نورو اصطلاحاتو لکه «د خدای دښمنان» د رامنځته کېدو لامل شول. [۹][۱۰][۱۱]
د صلیبی جګړو په لړ کې ځینې صلیبیان چې د خدای په نوم جنګیدل د سرتېرو یا د مسیحي اتلانو په نوم پېژندل کېدل. صلیبی جګړې د مسلمانانو د فتوحاتو په وړاندې د مبارزې لړۍ وه، چې د ۱۱ پېړۍ له وروستیو نه تر ۱۳ پېړۍ پورې دوام درلود. په اصل کې د صلیبیانو موخه له مسلمانانو نه د بیت المقدس او سپېڅلې خاورې بېرته نیول و او له ځپل شوي عیسوي بیزانسي امپراتورۍ نه ملاتړ و، چې په کوچنۍ اسیا او په ځانګړې توګه اروپا کې د مسلمان سلجوقیانو پر وړاندې مبارزه روانه کړې وه تر څو یادو سیمو کې مسلمانان پراختیا و نه مومي، خو وروسته صلیبی جګړې د نورو موخو یا د مذهبي دلایلو لپاره پیل شوې لکه د البیژن صلیبي جګړې، شمالي صلیبي جګړې یا د سیاسي تاوتریخوالو له امله لکه د اراګونیز صلیبي جګړې. [۱۲][۱۳]
مسلمانانو
[سمول]د مسلمانانو فتوحات په بې ساري توګه نظامي پراختیا وه، چې د محمد (ص) په ژوند کې پیل شوې او په اروپا کې د عثماني جګړو پورې پېړۍ پېړۍ دوام درلود. تر دیارلسمې پیړۍ پورې د مسلمانانو فتوحات د یوې لږې یا ډېرې همغږې امپراتورۍ پورې اړه درلوده، خو د مغولو له يرغلونو نه وروسته په ختيځ کې د مغولو امپراتورۍ او په لوېديځ کې د عثماني امپراتورۍ تر وروستي سقوط پورې چې د عصري دور پيل و پراخوالى په ټولو محاذونو کې د بلې نيمې پېړۍ لپاره دوام وکړ.
د مسلمانانو تر منځ ځینې کورنۍ جګړې دورې هم وې، چې د فتنې په اصطلاح پېژندل شوي او ډېری یې د اسلام په لومړیو دورو له ۷مې پېړۍ نه تر ۱۱ پېړۍ پورې دوام درلود، چې دا د خلافت له ړنګېدو او وروسته د بېلابېلو اسلامي امپراتورۍ له راټوکېدو نه مخکې و.
د پوځي جهاد لومړنۍ بڼه له مکې نه مدینې ته د محمد (ص)او د هغه د پیروانو د یوې کوچنۍ ډلې له هجرت او د ښار د یو شمېر اوسیدونکو اسلام ته له منلو وروسته رامنځته شوه. [۱۴][۱۵][۱۶]
عصري دوره
[سمول]د اسراییل او فلسطین شخړه
[سمول]د اسراییل-فلسطین شخړه په ابتدايي توګه د دوو ګوندونو ترمنځ د توکمیز شخړې په توګه لیدل کیدی شي، په کوم کې چې یو اړخ اکثرا د یو واحد توکمیز-مذهبي ګروپ په توګه انځور شوی چې یوازې د یهودي اکثریت نه جوړ دی او غیر یهودي اقلیت له پامه غورځوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
په ۱۹۴۷زکال کې د فلسطین واک د وېشلو لپاره د ملګرو ملتونو پریکړه د اسراییلو او اردن د دولتونو د رامنځته کېدو لامل شوه، چې لوېدیځه غاړه یې د خپل برخه ضمیمه کړه او په دې ډول دا سیمه له هغه وخت راهیسې د شخړو سره مخ ده. په ۱۹۴۸ زکال کې د فلسطینیانو اخراج چې د نکبا (عربي: النكبة) په نوم هم یادیږي، هغه وخت رامنځ ته شو کله چې د ۱۹۴۸ زکال د عرب – اسرائیلو د جګړې او مخکینۍ کورنۍ جګړې په ترڅ کې د اټکل له مخې له ۷۱۱۰۰۰ نه تر ۷۲۶۰۰۰ فلسطینیان له خپلو کورونو نه وتښتیدل. که څه هم د کره شمېره په اړه اختلاف شتون لري، خو د فلسطیني کډوالو او د دوی د بېځایه شوو ماشومانو شمېر چې د UNRWA سره ثبت شوي له ۴.۳ میلیون نه ډېر دي او لاملونه یې هم د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د بنسټیزو اختلافونو موضوع ده. یهودان او فلسطینیان دواړه په دې خاوره قومي او تاریخي دعوې لري او یهودیان هم مذهبي دعوې لري.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
د پاکستان او هند شخړه
[سمول]ال انډیا مسلم لیګ (AIML) په ۱۹۰۶ز کال کې په ډاکا کې د مسلمانانو له خوا رامنځته شو، چې د هندو اکثریت هندي ملي کانګرس باندې شکمن وو. دوی شکايت کاوه چې مسلمان غړي د هندو غړو په څېر برابر حقوق نه لري او په دې ډول په لومړي ځل چا چې د جلا دولت غوښتنه وکړه لیکوال او فیلسوف علامه اقبال و، چې د مسلم لیګ ۱۹۳۰ز کال کنوانسیون ته یې په خپله صدارتي وینا کې وویل چې د هندوانو تر واکمنۍ لاندې برصغیر کې د مسلمانانو لپاره یو جلا ملت اړین دی.
په ۱۹۴۷ز کال کې د برتانوي راج له منځه تللو وروسته برتانوي هند په دوو نوو خپلواکو هېوادونو هند او پاکستان ووېشل شو. د ۱۹۴۷ او ۱۹۴۸ز کلونو تر منځ د هند او پاکستان د جګړې په پایله کې تر ۱۲.۵ میلیونو پورې خلک بې ځایه شوو او د اټکل له مخې له څو سوه زرو نه تر یو میلیون پورې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دې ډول هند د یو سیکولر هندو اکثریت هېواد په توګه او پاکستان د یو اسلامي جمهوریت په توګه د اکثریت مسلمان نفوس په توګه رامنځته شو.[۲۷][۲۸][۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Russell, Jeffrey Burton (2012). Exposing Myths about Christianity. Downers Grove, Ill.: IVP Books. pp. 56. ISBN 9780830834662.
- ↑ Cavanaugh, William T. (2009). The Myth of Religious Violence : Secular Ideology and the Roots of Modern Conflict. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-538504-5.
- ↑ Morreall, John; Sonn, Tamara (2013). 50 Great Myths of Religion. Wiley-Blackwell. pp. 39–44. ISBN 9780470673508.
- ↑ John Entick, The General History of the Later War, Volume 3, 1763, p. 110 Archived 17 February 2020 at the Wayback Machine..
- ↑ Omar, Irfan; Duffey, Michael, eds. (22 June 2015). "Introduction". Peacemaking and the Challenge of Violence in World Religions. Wiley-Blackwell. p. 1. ISBN 9781118953426.
This book does not ignore violence committed in the name of religion. Analyses of case studies of seeming religious violence often conclude that violence is strongly driven by ethnic animosities.
- ↑ Axelrod, Alan; Phillips, Charles, eds. (2004). Encyclopedia of Wars (Vol.3). Facts on File. pp. 1484–1485 "Religious wars". ISBN 0816028516.
- ↑ Matthew White (2011). The Great Big Book of Horrible Things. W.W. Norton & Company. p. 544. ISBN 978-0-393-08192-3.
- ↑ Andrew Holt, Ph.D. Religion and the 100 Worst Atrocities in History. https://apholt.com/2018/11/08/religion-and-the-100-worst-atrocities-in-history/ Archived 10 October 2020 at the Wayback Machine.
- ↑ Peters, Edward (1998). "Introduction". The First Crusade: The Chronicle of Fulcher of Chartres and Other Source Materials (2 ed.). Philadelphia, PA: University of Pennsylvania Press. ISBN 0812216563. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 August 2021. بياځلي په 10 September 2017.
- ↑ Levine, David. "Conflicts of Ideology in Christian and Muslim Holy War". Binghamton University. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 June 2016. بياځلي په 2 June 2016.
- ↑ Abels, Richard. "Timeline for the Crusades and Christian Holy War". US Naval Academy. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 June 2016. بياځلي په 2 June 2016.
- ↑ Tyerman, Christopher. The Crusades: A Very Short Introduction. Oxford University Press, London, 2004. PP. 63.
- ↑ "Christian Jihad: The Crusades and Killing in the Name of Christ". Cbn.com. خوندي شوی له the original on 9 July 2008. بياځلي په 20 October 2014.
- ↑ James Turner Johnson, The Holy War Idea in Western and Islamic Traditions, Pennsylvania State University Press, 1997, ISBN 9780271042145, chapter 1, esp. pp. 20–25 Archived 7 January 2016 at the Wayback Machine..
- ↑ Khadduri, Majid (1955). War and Peace in the Law of Islam. Johns Hopkins Press. pp. 55–56.
- ↑ William M. Watt: Muhammad at Medina, p.4; q.v. the Tafsir regarding these verses
- ↑ https://www.ft.com/content/365747cc-07c4-11e6-a623-b84d06a39ec2 Archived 3 January 2018 at the Wayback Machine. Financial Times - Samaritans form bridge of peace between Israelis and Palestinians
- ↑ http://journals.openedition.org/bcrfj/5911 Archived 3 January 2018 at the Wayback Machine. In search of a lost time, construction of identity in the Circassian diaspora in Israel p.24
- ↑ https://www.huffingtonpost.com/jonathan-adelman/the-druze-of-israel-hope-_b_8265050.html Archived 1 March 2017 at the Wayback Machine. The Druze of Israel: Hope for Arab-Jewish Collaboration
- ↑ https://english.alarabiya.net/en/perspective/profiles/2013/04/24/Bedouin-army-trackers-scale-Israel-social-ladder-.html Archived 2 April 2019 at the Wayback Machine. Al Arabiya - Muslim Arab Bedouins serve as Jewish state's gatekeepers
- ↑ Segev, Tom (1999). One Palestine, Complete. Metropolitan Books. pp. 295–313. ISBN 0-8050-4848-0.
- ↑ Stern, Yoav. "Palestinian refugees, Israeli left-wingers mark Nakba" Archived 23 July 2008 at the Wayback Machine., Ha'aretz, Tel Aviv, 13 May 2008; Nakba 60 Archived 12 June 2008 at the Wayback Machine., BADIL Resource Center for Palestinian Residency and Refugee Rights; Cleveland, William L. A History of the Modern Middle East, Boulder, CO: Westview Press, 2004, p. 270. ISBN 978-0-8133-4047-0
- ↑ "The United Nations and Palestinian Refugees" (PDF). Unrwa.org. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 23 April 2021. بياځلي په 20 October 2014.
- ↑ Pedahzur, Ami; Perliger, Arie (2010). "The Consequences of Counterterrorist Policies in Israel". In Crenshaw, Martha (ed.). The Consequences of Counterterrorism. New York: Russell Sage Foundation. p. 356. ISBN 978-0-87154-073-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 April 2021. بياځلي په 12 October 2015.
- ↑ Carter, Jimmy. Palestine: Peace Not Apartheid. Simon & Schuster, 2006. ISBN 0-7432-8502-6
- ↑ McDowall, David; Claire Palley (1987). The Palestinians. Minority Rights Group Report no 24. p. 10. ISBN 0-946690-42-1.
- ↑ Metcalf & Metcalf 2006, pp. 221–222
- ↑ "Census of India : Religious Composition". Censusindia.gov.in. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 April 2016. بياځلي په 20 October 2014.
- ↑ [۱] Archived 22 December 2010 at the Wayback Machine.