مداومه جګړه
مداومه جګړه، چې د شوروي او فنلنډ د دویمې جګړې په نوم هم یادیږي، د دویمې نړیوالې جګړې د یوې برخې په توګه له ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۴ کلونو پورې د شوروي پر وړاندې د نازي المان او فنلنډ جګړه وه. دا جګړه د شوروي په تاريخي لیکنو کې د فنلنډ جبهې د لویې هېوادنۍ جګړې په نوم یاديږي. المان په سیمه کې خپل عملیات په ختيځه جبهه کې خپلې ټولیزې جنګي هڅې ونومولې او فنلنډ ته يې د اقتصادي مرستو په ګډون خپلې بنسټیزي مادي او پوځي مرستې ولېږلې. [۱]
دوامداره جګړه تر ژمنۍ جګړې ۱۵ میاشتې وروسته پیل شوه، چې هغه هم د فنلنډ او شوروي اتحاد تر منځ جګړه وه. د فنلنډ د یر غل تر شا بېلابېل دلیلونه وړاندیز شوي چې د ژمنۍ جګړې په بهیر کې د لاسه ورکړل شویو خاورو بېرته خپلول یې تر ټولو عام لامل و. د نښتې لپاره نور لاملونه له لوی فنلنډ څخه د فنلنډي ولسمشر ریستو ریټي لیدلوری او د ختيځې کارلیا د ضمیمه کولو لپاره د پوځ د لوی درستیز کارل ګوسټاف ایمېل مانیرهېم هيله وه. د برید پلانونه په ګډه توګه د ورماخت او د فنلنډ د پوځي او سیاسي مشرانو د ډلګۍ لهخوا جوړ شول او نور دولت بېخبره پاتې شو. په نښته کې له همکارۍ سره سره، فنلنډ هېڅکله درېاړخیزه تړون لاسلیک نه کړ، که څه هم د انټي-کمېنټرېن تړون (کمونیست ضد تړون) یې لاسلیک کړ. د فنلنډ مشرتابه له المان سره خپل اتحاد له خپل ځان څخه د دفاع په توګه توجه کړه.
د ۱۹۴۱ کال د جون په ۲۲مه المان پر شوروي اتحاد خپل یرغل پیل کړ. درې ورځې وروسته شوروي اتحاد د فنلنډ پر ښارونو یو هوايي برید ترسره کړ چې له امله يې فنلنډ د جګړې اعلان وکړ او په فنلنډ کې مېشتو الماني سرتېرو ته يې د بریدګرې جګړې د پیل اجازه ورکړه. د ۱۹۴۱ کال په سېپټمبر کې فنلنډ له شوروي اتحاد سره تر ژمنۍ جګړې وروسته خپل امتیازات چې د کارلين تنګۍ او لاډوګا کارلیا وو بېرته واخیستل. لهدې سره فنلنډي پوځ د ختيځې کارلیا د فتحې په بهیر کې له ۱۹۳۹ پولې څخه هاخوا برید ته دوام ورکړ او روسي ښار پتروزاوډېسک يې پهکې شامل کړ او یوازې د لنينګراډ له مرکز څخه نږدې ۳۰-۳۲ کیلومتره (۱۹ تا ۲۰ مایله) لرې يې برید ودراوه. تر ۱۹۴۴ کال پورې يې د شمالي تدارکاتي لارو له تړلو او خندقونو له کېندلو سره ښار په محاصره کې ساتلی و.
په لاپلانډ کې د المان او فنلنډ ګډو ځواکونو ونه شو کولی چې مومانسک فتحه کړي یا هم د کیروف (مومانسک) د رېل پټلۍ چې د شوروي د تجهیزاتو لپاره یوه ترانزیتي لار وه پرې کړي. دا جګړه یوازې له کوچنیو نښتو سره تثبیت شوه تر هغه چې د جګړې څپه د المان لور ته وروګرځېده او د ۱۹۴۴ کال په جون کې د شوروي د ویبورګ-پټروزاووډسک ستراتيژيک برید پيل شو. دې برید فنلنډیان له ډېری هغه سیمو څخه وشړل چې د جګړې په بهیر کې يې ترلاسه کړې وې خو د فنلنډ پوځ د ۱۹۴۴ کال په اګست کې خپل برید ودراوه.
د فنلنډ او شوروي اتحاد تر منځ دوښمني له اوربند سره پای ته ورسېده چې د ۱۹۴۴ کال د سېپتمبر په پنځمه دواړه لوري راوبلل شول او د ۱۹۴۴ کال د سېپټمبر په ۱۹مه د مسکو د اوربند په نوم په رسمي ډول لاسلیک شو. د دې تړون له شرطونو څخه یو هم د الماني پوځیانو بې وسلې کول یا اخراجول و چې د فنلنډ په خاوره کې د فنلنډ او المان تر منځ د لاپلانډ د جګړې لامل شول.
د فنلنډ او کوچني محوره هېوادونو لپاره دويمه نړیواله جګړه په رسمي ډول په ۱۹۴۷ کال کې د پاریس د سولې تړونونو له لاسیک سره پای ته ورسېده. چې د ۱۹۴۴ کال د اوربند ارضي شرایط يې ومنل: چې د مسکو د ۱۹۴۰ کال د سولې تړون پر بنسټ د پولو بېرته ستنول، د پتسامو ښار (په روسي ژبه: Пе́ченгский райо́н, Pechengsky raion) ورکول او شوروي ته د پورکالا ټاپو په اجاره ورکول وو. پردې سربېره فنلنډ مکلف و چې شوروي اتحاد ته ۳۰۰ میلیون امریکايي ډالره (چې په ۲۰۲۱ کال کې د ۸ میلیارده ډالرو معادل دي) جنګي غرامت ورکړي او د جګړې له جزي مسؤلیت منلو سره دا هم ومني چې د المان متحد و. د شوروي اتحاد د فشار له امله فنلنډ اړ شو چې د مارشال پلان (له بهرنیو مرستو څخه په معقول ډول د ګټې اخیستنې پرګرام) مرستې رد کړي. [۲][۳]
په تلفاتو کې ۶۳۲۰۰ فلنډيان او ۲۳۲۰۰ المانیان مړه یا لادرکه شول د جګړې په بهیر کې ۱۵۸۰۰۰ فنلنډیان او ۶۰۴۰۰ المانیان ټپیان شول. د شوروي د تلفاتو په اړه داسې اټکل کېږي چې ۲۵۰۰۰۰ تر ۳۰۵۰۰۰ کسان مړه او ۵۷۵۰۰۰ کسان ټپیان یا ناروغ شوي وي.
مخینه
[سمول]ژمنۍ جګړه
[سمول]د ۱۹۳۹ کال په اګست کې شوروي اتحاد او المان د مولوتوف-ریبنټروپ تړون لاسلیک کړ چې په هغه کې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د فنلنډ، استونیا، لېتوانیا، پولنډ او رومانیا خپلواک هېوادونه د خپلې خوښې پر نفوذي سیمو ووېشي او فنلنډ د شوري نفوذي سیمه شي. یوه اونۍ وروسته جرمني پر پولنډ برید وکړ چې د المان پر وړاندې د فرانسې او بریتانیا د جګړې د اعلان لامل شو. شوروي اتحاد د سېپټمبر په ۱۷مه د پولنډ پر ختيځ برید وکړ. مسکو خپل پام بالتیک هېوادونو ته وروګرځاوه او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د شوروي یوې پوځي اډې جوړولو ته اجازه ورکړي او پوځيان يې د هغوی پر خاوره مېشت شي. بالتیک دولتونو دا غوښتنه ومنله او د سېپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې يې هوکړهلیکونه لاسلیک کړل. [۴][۵][۶]
د ۱۹۳۹ کال په اکتوبر کې شوروي اتحاد له فنلنډ سره د مذاکرې هڅه وکړه تر څو د فنلنډ په خاوره کې د کارلي تنګۍ او د فنلنډ خليج ټاپوګانو هغوی ته پرېږدي او د فنلنډ پلازمينې هلسېنګي ته څېرمه د شوروي د یوې پوځي اډې جوولو ته اجازه ورکړي. د فنلنډ دولت دا غوښتنې ونه منلې او سره پوځ د ۱۹۳۹ کال د نوامبر په ۳۰مه پر فنلنډ برید وکړ. شوروي اتحاد د ملګرو ملتونو له ټولنې څخه وويستل شو او د دغې ناقانونه برید له امله د نړیوالې ټولنې لهخوا محکوم شو. فنلنډ د بهرني ملاتړ ژمنه ترلاسه کړه خو په حقیقت له سویډن پرته ډېره لږ مرسته ورسره وشوه. د مسکو د سولې تړون ۱۰۵ ورځنۍ ژمنۍ جګړه پای ته ورسوله او لنډمهاله سوله يې پيل کړه. د دې تړون د ګټې په توګه فنلنډ د خپلې خاورې ۹ سلنه ملي برخه او ۱۳ سلنه خپل اقتصادي ظرفیت شوروي اتحاد ته وسپاره. له ورکړل شویو سیمو څخه نږدې ۴۲۰۰۰۰ کډوال بیامېشت کړای شول. فنلنډ د شوروي لهخوا د ټول هېواد له فتحې څخه ډهډه وکړه او خپل حاکمیت يې خوندي کړ. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
تر جګړې مخکې د فنلنډ بهرنی سیاست د اروپا د شمال هېوادونو او د ملګرو ملتونو د څو اړخیز ملاتړ د تضمین پر بنسټ و خو دا پالیسي ناکامه بلل کېده. تر جګړې وروسته د فنلنډ عامه افکار د فنلنډ د کارلیا د بیا فتحه کولو پلوي وو. دولت ملي دفاع خپل لومړتوب وبلله او پوځي لګښتونو نږدې د عمومي لګښتونو نیمايي برخه جوړوله. فنلنډ د ژمنۍ جګړې په بهیر کې او تر هغه لږ ځنډ وروسته جنګي تجهیزات ترلاسه او وپېرل. په همدې توګه د فنلنډ مشرتابه غوښتل په خپل ټول هېواد کې د یوالې روحیه چې د ژمنۍ جګړې په بهیر کې محسوسېده خوندي کړي. د سپین ګارد د بېلوالي دود د مې مياشتې په ۱۶مه د فنلنډ د کورنۍ جګړې له بریا سره پای ته ورسېد. [۸][۱۵][۱۶]
شوروي اتحاد د فنلنډ په سویلي سمندرغاړو کې پلازمېنې هلسینګي ته نږدې د هانکو سمندري اډه ترلاسه کړې وه، چېرته چې له ۳۰۰۰۰ څخه زیات شوري پوځي پرسونل مېشت و. د فنلنډ او شوروي اتحاد اړیکې د سولې د یواړخیز تړون تر لاسلیک وروسته خړې پاتې شوې او د دې تړون د پلي کېدو په اړه اختلافات موجود وو. فنلنډ د شوروي اتحاد لهخوا د ډېرو ارضي یرغلونو پر وړاندې د امنیت په لټه کې و او ناروې او سويډن ته يې د بېلابېلو متقابلو دفاعی تړونونو وړاندیز وکړ، خو دا نوښتونه د مسکو لهخوا خنثی شو. [۸][۱۷][۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ "RG 84: Finland". National Archives. 15 August 2016. لاسرسينېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Treaty of Peace With Finland". 1947. مخونه 229. لاسرسينېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Tallgren, Immi (2014). "Martyrs and Scapegoats of the Nation? The Finnish War-Responsibility Trial, 1945–1946". Historical Origins of International Criminal Law. 2 (21): 512. لاسرسينېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Vehviläinen 2002، م. 33.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 31.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 30.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 70.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Vehviläinen 2002، م. 75.
- ↑ Kirby 2006، م. 215.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 69.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 65.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 49.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 44.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 39.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 76.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 74.
- ↑ Kirby 2006، م. 216.
- ↑ Vehviläinen 2002، م. 77.