مدافعتي نظام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مدافعتي نظام يوه بيالوژيکي پروسه ده چې يو ژوندی موجود له ناروغيو ساتي. دا نظام د پيتوجينونو (ناروغوونکو) پراخ انواع کشف او ورته ځواب وايي، له وايرسونو نيولې بیا تر پرازيتي چینجيو پورې، تر څنګ يې د سرطان حجرو او شیانو پورې لکه د لرګریو خلکي، دوی د ژوندي موجود د خپلو صحي نسجونو څخه جلا کوي. ډيری انواع دوه ډوله د مدافعتي نظام ستر فرعي نظامونه لري. پيدايښتي مدافعتي نظام د حالاتو او محرکاتو پراخه ډلو لپاره له مخکې څخه جوړ شوی غبرګون او ځواب ويل وړاندې کوي. تطبيقي مدافعتي نظام د مالیکونو پېژندل زده کوي او د هر محرک په وړاندې مناسب غبرګون ښيي، له کوم سره چې له مخکې مخ شوی وي. دواړه د خپلو فعالیتونو د تر سره کولو لپاره له مالیکولونو او حجرو څخه کار اخلي.

نږدې ټول ژوندي موجودات يو ډول مدافعتي نظام لري. باکتریا د انزایمونو په بڼه لومړنی مدافعتي نظام لري چې د وايرس له ککړتیا يې ساتنه کوي، نو مدافعتي لارې چارې په لرغونو بوټو او ژويو کې منځ ته راغلې او د دوی په اوسني زوزات کې پاتې دي. په دې لارو چارو کې «فاګوسيتوز» (پردي شیان ويجاړونکې حجرې)، د ميکروبونو ضد «پپټيدونه» چې «ديفينسنس» يې بولي او بشپړيز نظامونه شامل دي. د انسانانو په ګډون د ژامې لرونکي ملا تير والا ژوي ډېر پېچلی مدافعتي ترتيبونه لري، په کومو کې چې په ډېر اغېزناک ډول د «پيتوجينز» د پېژندلو وړتيا وي. تطبيقي مدافعتي نظام (يا تر لاسه شوی) مدافعتي يادښت جوړوي، د کوم په پايله کې چې وروسته له «پيتوجين» سره د مقابلې په وړاندې ځواب ويلو کې زياتوالی راځي. د تر لاسه شوې مدافعې دا پروسه د واکسين بنسټ دی.

شونې ده چې د مدافعې په نظام کې وظيفي خرابي د خپل سري مدافعي ناروغيو، التهابي ناروغيو او سرطان لامل وګرځي. مدافعتي زیان هغه وخت منځ ته راځي، کله چې مدافعتي نظام له معمول څخه کم فعال وي، په پايله کې بيا بيا پېښېدونکي او ژوند ګواښونکې ناروغۍ منځ ته راځي. په انسانانو کې، مدافعتي زيان شونې ده چې د «جينياتي» ناروغيو پايله وي، لکه سخت شريک مدافعتي زيان، تر لاسه شوي حالات يې لکه HIV/AIDS، يا د مدافعې ځپونکو درملو کارول دي. د خپل سري مدافعتي قوت پايله د يو ډېر زيات مدافعتي نظام څخه منځ ته راځي، کوم چې په عادي نسجونو بريد کوي، په داسې ډول لکه دا چې بهرني موجودات وي. په عامو خپلسرو مدافعتي ناروغیو کې «هاشيموتو ټيرويديټونه» (د ستوني مرغړي)، «ارتريت روماتيود» (روماتيزم د بندونو پړسېدل)، د «شوګر ميليتس ۱» نوع او منظم «اريتماتوز» شامل دي. ايمونولوژي د مدافعتي نظام د ټولو اړخونو مطالعه په ځان کې رانغاړي.

ګڼ پوړيزه دفاع[سمول]

مدافعتي نظام خپل کوربه د مخ پر وده خصوصيت ګڼ پوړيزې دفاع په مرسته له جراثيمو څخه ژغوري. جسماني خنډونه د «پيتوجينز» په څېر باکترياوې او وايرس په جسم کې له داخلېدو څخه منع کوي. که چېرې يو پيتروجين له دې خنډونو څخه تېرېږي، نو يو پيدايښتي مدافعتي نظام په سملاسي ډول، يو ناځانګړی ځواب واي. پيدايښتي مدافعتي نظامونه په ټولو ژويو کې موندل کېږي. که چېرته پيتوجينونه د پيدايښتي ځواب څخه خوندي کېږي، نو د ملا تير لرونکي د خونديتابه يو بل پوړ لري، کوم ته چې تطبيقي مدافعتي نظام وايي او دا بيا د پيدايښتي ځواب په مټ فعاليږي. په دې ځای کې مفداعتي نظام د عفونيت پر مهال د دې رد عمل خپلوي، څو د پيتوجين څخه خپله پېژندنه زياته کړي. دا غوره ځواب يا غبرګون د پيتوجين له ختميدو وروسته، د يو ايمونولوجيکي يادښت په ډول په خپل ځای پاتې کيږي، او کله چې له پيتوجين سره مخامخ کېږي، تطبيقي مدافعتي نظام ته د چټکو او پیاوړو بريدونو اجازه ورکوي.[۱][۲][۳]


د مدافعتي نظام اجزاء


پيدايښتي مدافعتي نظام


تطبيقي مدافعتي نظام


ځواب يې مشخص نه دی


د پيتوجين او انټيجين ځانګړی غبرګون


د مخامخ کېدو پر مهال تر ټولو زیات سملاسي غبرګون لامل ګرځي


د مخامخ کېدو او زيات ځواب ويلو ترمنځ توپيري وخت


د حجرو منځګړيتوب او د بدن د مايعو اجزاوو ځواب


د حجرو منځګړيتوب او د بدن د مايعو اجزاوو ځواب


د خونديتابه یادښت نه شتون


مخامخ کېدل د خونديتابه يادښت منځ ته راوړي


د ژوند په نږدې ټولو بڼو کې موندل کېږي


يواځې په هغو موجوداتو کې موندل کېږي چې ژامې او د ملا تير لري


پيدايښتي او تطبيقي مدافعتي نظام دواړه د خپلو او پرديو ماليکيولونو تر منځ د توپير په وړتيا پورې اړه لري. په ایمونولوژي کې، خپل ماليکولونه د يوه ژوندي موجود د جسم هغه اجزاوې دي چې د مدافعتي نظام په مټ يې له بهرنيو مادو سره توپير کېدای شي، خو له بلې خوا، پردي مالیکونه هغه دي چې د بهرنيو ماليکولونو په توګه پېژندل شوي دي. د پرديو ماليکونو يوې ډلې ته انټيجين ويل کېږي (په اصل کې د بدن مدافعتي نظام توليدولو له امله دا نوم ورکړل شوی) او په دې ډول تعريف شوي چې دا هغه مادي دي چې د ځانګړې دفاع تر لاسه کوونکو پورې اړه لري او مدافعتي ځواب ويل منځ ته راوړي.[۴][۵]

سطحي خنډونه[سمول]

د ميخانيکي، کيمياوي او بيالوژيکي خنډونو په ګډون، ډېری خنډونه اوموانع شته چې ژوندي موجودات له جراثيمو ساتي. د ډېرو پاڼو مومي پوستکی، د خځنده ګانو بهرنی جسمي جوړښت، په بهرني ډول جمع شوې هګیو پوښ او پوټکی او پوستکی د ميخانیکي خنډونو بېلګې دي، کوم چې د جراثيمو په وړاندې لومړۍ مدافعتي کرښه ده. ژوندي موجودات په بشپړ ډول د خپلو چاپيريالونو څخه نه شي پټيدای، په همدې بنسټ نظامونه د بدن د پرانيستونکو د خونديتابه لپاره کار کوي، لکه سږي، کولمې او د متيازو دستګاه ګانې. په سږوکې، ټوخی او پرنجی پيتوجينونه او نور محرکات له تنفسي ماشين څخه په ميخانيکي ډول راباسي. د اوښکو او متيازو پاکوالی هم په ميخانيکي ډول پيتوجينونه بهر ته وباسي، په داسې حال کې چې د معدې او ساه د نالۍ له لارې وتونکي بلغم مايکروجينزمونه د ايسارولو او نيولو په توګه دنده تر سره کوي.[۶][۷]

کيمياوي موانع هم د عفونت په وړاندې ساتنه کوی. پوستکی او تنفسي نالۍ د ميکروب ضد «پپتيدونه» لکه β-defensins بهر ته وباسي. ناړې، اوښکې او د سينې شيدو کې لايسوزيم او فاسفوليپيس A2 په څېر د باکتریا ضد دي. د ښځينه تناسلي الې رطوبت له مياشتينۍ ناروغۍ وروسته د کيمياوي خنډ په توګه کار کوي، کله چې تر یو بريده تيزابيت خپلوي، په داسې حال کې چي په مني کې پيتوجينز د وژلو لپاره ډيفينسنس او «زنګ» موجود وي. په معده کې، د خېټې تيزاب د تېرو شويو پيتوجينونو په وړاندې د کيمياوي دفاع کار کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د تناسلي دستګاه او معدې په ناليو کې، «کامنسل فلورا» د خوراک او ځای لپاره د پيتوجينيک باکټرياوو سره د مقابلې له لارې د بيالوژيکي خنډونو په توګه کار کوي، او په ځينو حالاتو کې، د دوی په چاپيريالونو کې حالات بدلوي، لکه pH يا شته اوسپنه. د پايلې په توګه د دې شونتيا کمېږي چې پيتوجينونه به پوره شمېرې ته ورسېږي چې د ناروغۍ لامل وګرځي.[۱۴]

پيدايښتي مدافعتي نظام[سمول]

کوچني ژوندي موجودات يا سموم چې په برياليتوب سره په ژونديو موجوداتو کې داخليږي ،له حجرو او پيداښتي خونديتابه نظام له تګلارو سره مخامخ کېږي. پيدايښتي غبرګون هغه مهال پيل کيږي، کله چې ميکروبونه د نمونې پېژندونکو تر لاسه کوونکو سره مخامخ کېږي، کوم چې هغه اجزا پېژني چې د کوچنيو ژونديو موجوداتو د پراخو ډلو په منځ کې پېژندل شوي دي، يا هغه مهال کله چې له منځه ولاړ شي، زخمي شي يا ترفشار لاندې حجرې د خبرداري نښې واستوي، ډېری يې د همدې تر لاسه کوونکو په مټ د هغو په څېر پېژندل کېږي، کوم چې پيتوجنيونونه پېژني. پيدايښتي يا ذاتي مدافعتي مشخص نه دی، دا معنا چې دا نظامونه پيتوجينونو ته په عمومي طريقو ځواب وايي. دا نظام د يو پيتوجين په وړاندې د اوږدې مودې دفاع نه وړاندې کوي. پيدايښتي خونديتابه نظام په ډېرو ژونديو موجوداتو کې د کوربه دفاع غالب نظام دی او په بوټو کې یواځينی دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د خونديتابه احساس[سمول]

په ذاتي مدافعتي نظام کې حجرې د نمونې د پېژندونکو تر لاسه کوونکو څخه کار اخلي، څو د مالیکولونو هغه جوړښت وپېژني، کوم چې د پيتوجينونو له خوا توليد شوي وي. دا پروتين دي چې په بنسټيز ډول د پيداښتي مدافعتي نظام د حجرو په مټ پېژندل کېږي، لکه «ډينټريک» حجرې (درې بڼه ييزې)، مايکروفيجز، مونوسيټ، نيوتروفايل او اپيتيال حجرې، تر څو د ماليکولونو دوه ډلې وپېژني چې هغه دا دي: د پيتوجين اړوند مالیکولي نمونې (PAMPs)، کومې چې د ميکروبي پيتوجينونو اړوند دي او د زيان اړوند  ماليکولي نمونې (DAMPs)، کومې چې د کوربه حجرو د اجزاوو اړوند دي، کومې چې د حجرې د زيان يا مړينې پر مهال خوشې کېږي.[۱۹][۲۰][۱۹][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lineage relationship of effector and memory T cells"]. Current Opinion in Immunology 25 (5): 556–63. October 2013. doi:10.1016/j.coi.2013.09.003. PMID 24148236. 
  2. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Memory B cells"]. Nature Reviews. Immunology 15 (3): 149–59. March 2015. doi:10.1038/nri3802. PMID 25677494. 
  3. Sompayrac 2019، ص. 1.
  4. Sompayrac 2019، ص. 146.
  5. Sompayrac 2019، ص. 11.
  6. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pulmonary defences to acute respiratory infection"]. British Medical Bulletin 61 (1): 1–12. 2002. doi:10.1093/bmb/61.1.1. PMID 11997295. 
  7. Alberts او نور 2002، sec. "Pathogens Cross Protective Barriers to Colonize the Host".
  8. "Phospholipase A(2) in rabbit tears: a host defense against Staphylococcus aureus". Investigative Ophthalmology & Visual Science 42 (10): 2347–54. Sep 2001. PMID 11527949. http://iovs.arvojournals.org/article.aspx?articleid=2200058. 
  9. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lysozyme in human body fluids"]. Clinica Chimica Acta; International Journal of Clinical Chemistry 57 (3): 205–09. Dec 1974. doi:10.1016/0009-8981(74)90398-2. PMID 4434640. 
  10. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Host antimicrobial defence peptides in human disease"]. Current Topics in Microbiology and Immunology 306: 67–90. 2006. doi:10.1007/3-540-29916-5_3. ISBN 978-3-540-29915-8. PMID 16909918. 
  11. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prostatic antibacterial factor. Identity and significance"]. Urology 7 (2): 169–77. Feb 1976. doi:10.1016/0090-4295(76)90305-8. PMID 54972. 
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Antibacterial properties of the sperm-binding proteins and peptides of human epididymis 2 (HE2) family; salt sensitivity, structural dependence and their interaction with outer and cytoplasmic membranes of Escherichia coli"]. The Biochemical Journal 372 (Pt 2): 473–83. Jun 2003. doi:10.1042/BJ20030225. PMID 12628001. 
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The role of gastric acid in preventing foodborne disease and how bacteria overcome acid conditions"]. J Food Prot 66 (7): 1292–1303. 2003. doi:10.4315/0362-028X-66.7.1292. PMID 12870767. 
  14. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lactic acid bacteria and human health"]. Annals of Medicine 22 (1): 37–41. Feb 1990. doi:10.3109/07853899009147239. PMID 2109988. 
  15. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Reconstructing immune phylogeny: new perspectives"]. Nature Reviews. Immunology 5 (11): 866–79. Nov 2005. doi:10.1038/nri1712. PMID 16261174. 
  16. "The danger model: a renewed sense of self". Science 296 (5566): 301–05. Apr 2002. doi:10.1126/science.1071059. PMID 11951032. Bibcode2002Sci...296..301M. http://www.scs.carleton.ca/~soma/biosec/readings/matzinger-science.pdf. 
  17. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Recognition of microorganisms and activation of the immune response"]. Nature 449 (7164): 819–26. Oct 2007. doi:10.1038/nature06246. PMID 17943118. Bibcode2007Natur.449..819M. 
  18. Iriti 2019، ص. xi.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ Alberts او نور 2002، Chapter: "Innate Immunity".
  20. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The inflammasomes"]. Cell 140 (6): 821–32. March 2010. doi:10.1016/j.cell.2010.01.040. PMID 20303873. 
  21. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pathogen recognition by the innate immune system"]. International Reviews of Immunology 30 (1): 16–34. February 2011. doi:10.3109/08830185.2010.529976. PMID 21235323. 
  22. Sompayrac 2019، ص. 20.