مخ پر ودې هېوادونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مخ پر ودې هېوادونه، د صنعت له پلوه لږ پرمختللي او د نورو هېوادونو په پرتله د انساني ودې د شاخص له مخې ټیټ ځایګي لرونکي خپلواک هېوادونه دي. په ورته مهال دغه تعریف ټولو ته د منلو وړ نه دی. په  دې اړه چې په دغې ډلبندي کې کوم هېوادونه شاملېږي، کومه څرګنده هوکړه نشته. د لږ او منځنۍ کچې عاید لرونکو هېوادونو (LMIC) اصطلاح، تر ډېره د دغې اصطلاح پر ځای کارول کېږي، چې یوازې د هېوادونو اقتصاد ته اړوندېږي. نړیوال بانک د سړي سر ناخالصه ملي تولیداتوله مخې، د نړۍ اقتصادونه په څلورو ډلو وېشي: لوړ، د منځنۍ کچې لوړ، د منځنۍ کچې ټیټ او ټیټ عاید لرونکي هېوادونه. لږ پرمختللي هېوادونه، په وچه کې بند مخ پر ودې هېوادونه او د کوچنیو ټاپوګانو مخ پر ودې هېوادونه، ټول د مخ پر ودې هېوادونو په جمله کې راځي. په مقابل لوري کې هېوادونه، بیا د لوړ عاید لرونکو هېوادونو یا پرمختللو هېوادونو په ډله کې راځي. [۱][۲][۳]

له دغې اصطلاح څخه د ګټنې اړوند د نظرونو اختلاف شته، یو شمېر احساس کوي چې، دا د "موږ" او د "هغوی" د منسوخ شوي مفهوم دوام ته لار برابروي. په ۲۰۱۵ ز کال کې نړیوال بانک څرګنده کړه چې، د مخ پر ودې برخو باندې د نړۍ وېش تر ډېره کم شوی او له همدې امله به، دوی د دغې توضېح کوونکي کارول په تدریج سره راکم کړي، چې پر ځای یې، په راپورونو کې د عاید لرونکو ډلو او سیمو شمېرې وړاندې کوي. " د نړیوال سویل" مفهوم هم، د یو شمېر نورو له خوا د مخ پر ودې هېوادونو لپاره کارول کېږي.[۴][۵][۶]

مخ پر ودې هېوادونه، د خپلې تاریخي مخینې او جغرافیې له مخې، یو شمېر مشترکې ځانګړنې لري. د بېلګې په توګه: د روغتیایي ګواښونو له پلوه، په عام ډول: د څښاک پاکو اوبو، کانالیزاسیون سیستم او حفظ الصحې؛ د انرژۍ په برخه کې بې وزلي (د نوې انرژۍ خدمتونو ته نه لاسرسی)، په لوړه کچه ککړتیا ( د هوا ککړتیا، د کور دننه د هوا ککړتیا، د اوبو ککړتیا)؛ په لوړ تناسب په مکروبي او د ګرمۍ له امله په ناروغیو د خلکو اخته کېدل ( د ګرمۍ له امله ناروغۍ له پامه غورځول شوې)، پر سړکونو د ټرافیکي پېښو لوړې شمېرې او په عام ډول کمزورې زیربناوې لري. په دغو هېوادونو کې تر ډېره په پراخه کچه بېوزلي، د جرمنو لوړه کچه، د زده کړو ټیټه کچه، د کورنۍ پلان خدمتونو ته لږ لاسرسي، نارسمي استوګن ځایونه، په ټولو دولتي سطحو کې فساد او سیاسي بې ثباتي شتون لري. نړیوال ګرمښت (اقلیمي بدلونونه) تر ډېره د پیاوړو هېوادونو په پرتله، په مخ پر ودې هېوادونو ډېراغېز کړی، ځکه هم په لوړه کچه " اقلیمي زیان منونکي" دي.[۷]

پراختیايي مرستې (پراختیايي همکاري) هغه مالي مرستې دي، چې د مخ پر ودې هېوادونو د اقتصاد، چاپېریال، ټولنې او سیاسې ودې نه د ملاتړ په موخه، د دولتونو او سازمانونو له خوا کېږي. د ملګرو ملتونو له خوا د تلپاتې ودې موخې هم، په دغو ستونزو باندې د برلاسي کېدو لپاره ترتیب شوې دي.

پېژند(تعریف)[سمول]

د هېوادونو په طبقه بندي کې کارېدونکي اصطلاحات[سمول]

د ودې د نابرابرو کچو له امله د هېوادونو د طبقه بندي په موخه له ګڼ شمېر اصطلاحاتو نه کار اخیستل کېږي. د هر هېواد طبقه بندي، د هغو د سرچینو له مخې توپیر مومي، ان ځینې وختونه، دغه طبقه بندۍ او یا هم له ځانګړې ترمینولوژۍ نه ګټه اخیستنه، ملنډې وهونکې بلل کېږي.

د عوایدو د ګروپونو له مخې[سمول]

نړیوال بانک، د نړۍ اقتصادونه د سړي سر خالصو ملي تولیداتو له مخې، هر کال د جولای په لومړۍ نېټه په څلورو ګروپونو وېشي:[۸]

  1. لږ عاید لرونکي هېوادونه ( د لږ پرمختللو هېوادونو په څېر)
  2. د منځنۍ کچې - لږ عاید لرونکي هېوادونه
  3. د منځنۍ کچې – لوړ عاید لرونکي هېوادونه
  4. لوړعاید لرونکي هېوادونه ( د پرمختللو هېوادونو په څېر)

له دغې ډلې درې هغه ګروپونه چې "لوړ عاید" نه لري، د "لږ او منځنۍ کچې عاید لرونکو هېوادونو" (LMICs) په توګه پېژندل کېږي. په دغه طبقه بندي د سړي سر ناخالصو ملي تولیداتو له مخې (د امریکايي ډالرو په حساب) د اتلس مېتود (Atlas method) له مخې کېږي، چې هر کال د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه تازه کېږي. د بېلګې په توګه: په ۲۰۱۹ ز کال کې لوړ عاید لرونکي هېوادونه، هغه هېوادونه وو چې د سړي سر ناخالصه ملي تولیداتو کچه یې له ۱۲۳۷۵ امریکایي ډالرو زیاته وه. په لږ عاید لرونکو هېوادونو کې بیا هغه هېوادونه راتلل، چې سړي سر ناخالصه ملي تولیداتو کچه یې له ۱۰۲۶ امریکايي ډالرو نه کمه وه.[۹]

د بازار او اقتصادي ودې له مخې[سمول]

د "هېواد" پر ځای د "بازار یا مارکیټ" د اصطلاح کارول، د هېوادونو د لوی اقتصاد پر ځای د پانګې په بازارونو د ځانګړي پام څرګندويي کوي.

  • پرمختللي هېوادنه او پرمختللي بازارونه
  • مخ پر ودې هېوادونه، د اقتصادي ودې او یا هم په بازار کې د پانګې د کچې په ترتیب دا دي:
    • نوي صنعتي شوي هېوادونه[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
    • نوي رامنځته شوي بازارونه
    • مخکښ بازارونه
    • لږ پرمختللي هېوادونه (یا له اقتصادي پلوه لږ پرمختللي هېوادونه)

د یو شمېرنورو معیارونو له مخې، د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) پر باور، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، " د لېږد په بهیر کې هېوادونه": د ختیځې او مرکزي اروپا هېوادونه (د مرکزي اروپا هغه هېوادونه په کې شاملېږي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې "د ختیځې اروپا ګروپ" اړوند وو). په مرکزي آسیا کې د پخواني شوروي اتحاد اړوند هېوادونه: (قزاقستان، ازبیکستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان) ، او منګولیا د پراختیا په منځنۍ کچه کې ځای لري. په ۲۰۰۹ ز کال کې د پیسو نړیوال صندوق، د نړیوال اقتصاد انځور وړاندې کوونکي (World Economic Outlook) راپور کې هېوادونه د " (۱) د سړي سر عاید، (۲) د صادراتو د تنوع – د نفتو صادرونکي هېوادونه چې سړي سر لوړ ناخالصه ملي تولیدات لري، د طبقه بندۍ پرمختللې کچې ته نه رسېږي ،ځکه د هغوی د ټولو صادراتو نږدې ۷۰ سلنه نفت جوړوي او (۳) له نړیوال مالي سیستم سره د همغږه کېدو" له پلوه، په پرمختللو، نوو رامنځته شوو او مخ پر ودې هېوادونو په توګه طبقه بندي کړل. [۱۴]

د جغرافیې له مخې[سمول]

مخ پر ودې هېوادونه، د جغرافیې له مخې طبقه بندي کېږي.

  • د وړو ټاپو ګانو مخ پر ودې هېوادونه ( د مخ پر ودې هېوادونو یو ګروپ دی چې واړه ټاپولرونکي هېوادونه دي او هڅه کوي چې د تلپاتې ودې پر وړاندې ورته(مشابه) خنډونه شریک کړي: کوچنی خو مخ پر ودې نفوس، محدودې سرچینې، لرې والی، د طبیعي پېښو پر وړاندې زیان منل، د بهرنیو شاکونو پر وړاندې زیان منل، له نړیوالې سوداګرۍ سره په زیاته کچه په تړاو کې پاتې کېدل او نازک چاپېریال).
  • په وچه کې را ایسار مخ پر ودې هېوادونه ( په وچه کې را بند هېوادونه، ډېری اقتصادي او نور زیانونه ویني).

اړوند اصطلاحات[سمول]

درېیمه نړۍ[سمول]

د شوري اتحاد له شیندل  کېدو او د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، په ورستیو څو لسیزو کې د درېیمې نړۍ اصطلاح، د مخ پر ودې هېوادونو لپاره کارول کېده، خو دغه اصطلاح، په وروستیو کلونو کې زړه او یا هم منسوخه شوه، ځکه نه شو یې کولای چې په سمه توګه د نړۍ اوسنی سیاسي اواقتصادي حالت څرګند کړي. د درېو نړیو ماډل، د سړې جګړې پر مهال له ناټو سره د همکارو هېوادونو (لومړۍ نړۍ)، له کمونېسټ بلاک سره (دویمه نړۍ، چې ډېره کمه کارېدونکې اصطلاح وه او هېڅ یو له دغو دوو (درېمه نړۍ) د هېوادونو د تعریف په موخه کارول کېده.[۱۵]

نړیوال سويل[سمول]

د "نړیوال سویل" اصطلاح، له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې ډېره کارېدونکې ده، چې په کې د بډایه شمالي هېوادونو بې وزله سویلي برخې هم شاملېږي. د نړیوال سویل اصطلاح، دغو هېوادونو ته اړوندېږي' " له استعمار او نیو امپریالېزم سره تړلو تاریخونو، په اقتصاد او ټولنو کې توپیرونه، چې له امله یې د ژوندانه په معیارونو، ژوند ته د هیلو لرلو او سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې، په پراخه کچه نابرابري رامنځته کوي". [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اړوند نظریات[سمول]

د ”مخ پر ودې هېوادونو“ له اصطلاح سره، ګڼ شمېر څېړنیزې نظریې اړوندېږي (په مهالي ترتیب سره):

  • د نوي کېدو نظریه (Modernization theory): په ټولنو کې د نوي کېدو بهیر تشرېح کوي.
  • د انحصار نظریه (Dependency theory) : دغه نظریه چې باور لري، سرچینې د بې وزله او مخ پر ودې هېوادونو له ”څنډې“ د بډایه هېوادونو تر ”شتمني“ پورې ځي او د لومړني په لګښت دویم بډایه کوي.
  • د ودې (پرمختګ) نظریه (Development theory) – د نظریو ټولګه، چې څه ډول په ټولنه کې مطلوب بدلونونه رامنځته کېدلای شي.
  • له ودې وروسته نظریه (Post-Development theory): دا څرګندوي چې، د ودې ټول مفهوم او ګامونه، په پاتې نړۍ کې د لویدیځ – شمال د برترۍ انعکاس دی.

سرچينې[سمول]

  1. O'Sullivan, Arthur; Sheffrin, Steven M. (2003). Economics: Principles in Action. Upper Saddle River, New Jersey 07458: Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼې 471. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-063085-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  2. "Composition of macro geographical (continental) region". United Nation s. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Should we continue to use the term "developing world"?". World Bank blogs. 16 November 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rosling, Hans; Rosling, Ola; Rosling Rönnlund, Anna (2018). "Chapter 1: The Gap Instinct". Factfulness: Ten Reasons We're Wrong About The World – And Why Things Are Better Than You Think. Sceptre. د کتاب پاڼې 353. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-250-10781-7. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The 2016 edition of World Development Indicators is out: three features you won't want to miss". blogs.worldbank.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Should we continue to use the term "developing world"?". World Bank blogs. 16 November 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Althor G, Watson JE, Fuller RA (February 2016). "Global mismatch between greenhouse gas emissions and the burden of climate change". Scientific Reports (په انګلیسي ژبه کي). 6 (1): 20281. Bibcode:2016NatSR...620281A. doi:10.1038/srep20281. PMC 4742864. PMID 26848052. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "New country classifications by income level: 2019-2020". blogs.worldbank.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "New country classifications by income level: 2019-2020". blogs.worldbank.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bożyk, Paweł (2006). "Newly Industrialized Countries". Globalization and the Transformation of Foreign Economic Policy. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-4638-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Guillén, Mauro F. (2003). "Multinationals, Ideology, and Organized Labor". The Limits of Convergence. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11633-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Waugh, David (2000). "Manufacturing industries (chapter 19), World development (chapter 22)". Geography, An Integrated Approach (الطبعة 3rd). Nelson Thornes Ltd. د کتاب پاڼي 563, 576–579, 633, and 640. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-17-444706-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mankiw, N. Gregory (2007). Principles of Economics (الطبعة 4th). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-324-22472-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Q. How does the WEO categorize advanced versus emerging and developing economies?". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Silver, Marc (4 January 2015). "If You Shouldn't Call It The Third World, What Should You Call It?". NPR. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Pagel, Heikie; Ranke, Karen; Hempel, Fabian; Köhler, Jonas (11 July 2014). "The Use of the Concept 'Global South' in Social Science & Humanities". Humboldt University of Berlin. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mitlin, Diana; Satterthwaite, David (2013). Urban Poverty in the Global South: Scale and Nature. Routledge. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415624664. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Braveboy-Wagner, Jacqueline Anne (2003). The Foreign Policies of the Global South: Rethinking Conceptual Frameworks. Lynne Rienner Publishers. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781588261755. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Dados, Nour; Connell, Raewyn (2012-01-01). "the global south". Contexts. 11 (1): 12–13. doi:10.1177/1536504212436479. JSTOR 41960738. S2CID 60907088. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)