مخکې تر زېږون هورمونونه او جنسي لېوالتیا
د جنسي لېوالتیاوو په تیوري کې باور پر دې دی چې، څرنګه چې د ځینو ځانګړو هورمونونو پر وړاندې واقع کېدل د جنین په جنسي توپیروالي کې رول لوبوي، دغه حالت پر هغو جنسي لېوالتیاوو باندې هم اغېزه لري چې وروسته په ځوانۍ کې راڅرګندېږي. مخکې تر زېږون هورمونونه کېدای شي په ځوانۍ کې د جنسي لېوالتیا مشخص کوونکي ستر لامل او یا د جېنونو، بیولوجیکي لاملونو او یا د چاپېریالي او ټولنیزو شرایطو یو ګډ لامل په توګه وانګېرل شي.
جنسي ډوله چلند
[سمول]د جنسي لېوالتیا او جنسیتي پېژندګلوي په هورموني تیوري کې باور پر دې دی چې، څرنګه چې د ځینو ځانګړو هورمونونو پر وړاندې واقع کېدل د جنین په جنسي توپیروالي کې رول لوبوي، دغه حالت پر هغو جنسي لېوالتیاوو او یا جنسیتي پېژندګلوي باندې هم اغېزه لري چې وروسته په ځوانۍ کې راڅرګندېږي. باور پر دې دی چې، د ماغزو په جوړښت کې د توپیرونو شتون، چې د ماغزو پر ودهکوونکو حجرو باندې د اغېزناکو کېمیاوي پیغامرسوونکو او جېنونو لهامله رامنځته کېږي، د جنسي لېوالتیا په شمول، د بېشمېرو چلندونو د جنسي توپیرونو بنسټ دی. مخکې تر زېږون لاملونه، چې پر ودهکوونکو ماغزو باندې د دغو هورمونونو پر تعامل یا مداخلې باندې اغېزه پرېږدي، د ماشومانو راتلونکي جنسي ډوله چلندونه هم اغېزمنولای شي. دغه فرضیه، پر تيلرونکو ژویو باندې د بېشمېرو ترسره شویو تجربي مطالعاتو لهمخې رامنځته شوې ده؛ سره لهدې، هغه ادعا، چې ګنې سره ورته اغېزې د انسان په عصبي-چلندي وده کې تر سترګو کېږي، د څېړونکو ترمنځ یو لانجمن بحث دی. د دې ترڅنګ، وروستیو مطالعاتو، د ماشومانو پر جنسي چلندونو باندې د اغېزناکو مخکې تر زېږون اندروجن د تایید لپاره شواهد وړاندې کړي دي.[۱][۲]
د جنین هورمونونه کېدای شي د ځوانۍ پر جنسي لېوالتیا باندې د سترې اغېزې او یا له جېنونو او یا چاپېریالي او ټولنیزو شرایطو سره د تعامل کوونکي ګډ لامل په توګه وانګېرل شي. سربېره پر دې، ګارسیا-فالګوېراس او ډیک سواب موافق نهدي چې ګنې ټولنیز شرایط، په لوړه کچه، پر جنسي لېوالتیا باندې اغېزه پرېږدي. څرنګه چې په کوچنیو ماشومانو او همدا راز په وِروېت او رېزوس بیزوګانو کې لېدل کېږي، د لوبو د سامان په خوښولو کې د نارینهوو او ښځینهوو جنسي چلند توپیر لري، چې ښځینه نانځکې او نارینه د لوبو توپونه او موټر خوښوي؛ دغه غوراوي ان په ۳ تر ۸ میاشتنیو ماشومانو کې هم لېدل کېږي. له اندروجن سره د مخ شویو انجونو د جنسي لوبو په هکله د بحث کولو پر مهال، ناشونې ده چې ټولنیز چاپېریال یا د جنسیت په هکله د ماشوم ادراکي پوهاوی په بشپړه توګه رد کړو. په برعکس ډول، ماشومان هغو وسایلو ته، چې د هغوی د جنسیت لپاره ځانګړي شوي دي او یا د لوبو هغو سامان ته، چې ځان ته ورته جنس ماشوم یې له هغو سره د لوبېدلو پر مهال لېدلی وي، لېوالتیا ښیي.[۲]
د ګارسیا-فالګوېراس او سواب لهخوا د اندوکرینولوجي یوې مطالعې لهمخې، فرض پر دې دی چې، «د انسانانو په هغه ستر میکانیزم کې، چې د جنسي پېژندګلوي او لېوالتیا دنده لري، پر ودهکوونکو ماغزو باندې د تستسترون یوه مستقیمه اغېزه شتون لري». د دې ترڅنګ، د هغوی مطالعه ښیي چې د رحم دننه د هورمونونه پر وړاندې واقع کېدل تر ډېره بریده تعیین کوونکی رول لري. لیکوالان د داسې یوې ادعا په مطرح کولو سره، چې په لنډه توګه دلته بیانېږي، وایي چې په لومړي سر کې جنسي غړي او وروسته له هغې ماغزه «په پراخه توګه، د ماغزو پر ودهکوونکو حجرو باندې د تستسترون، استروجن او پروجسترون په څېر د جنسي هورمونونو تر اغېزې لاندې او همدا راز د بېلابېلو جېنونو د شتون لهامله…» له جنسي پلوه توپیر مومي. «په دغه پړاو کې رامنځته کېدونکي بدلونونه دایمي دي. …د ماغزو جنسي توپیروالی یوازې د هورمونو لهامله نهرامنځته کېږي، که څه هم دغه هورمونونه د جنسیتي پېژندګلوي او جنسي لېوالتیا لپاره ډېر مهم دي».[۱]
تنظیمي اړخونه
[سمول]د جنین جنسي غدې په اصل کې د اندروجن هورمونونو، په تېره بیا د تستسترون، ديهایدروتستسترون (DHT) او اندروستندیون د شتون یا نهشتون پر بنسټ وده کوي؛ د حمل له ۶ تر ۱۲مې اوونۍ پورې د تستسترون تولید او ديهایدروتستسترون ته د هغه بدلون، د نارینه جنین د تناسلي آلې، خصیو کیسې او پروستات په تولید کې کلیدي لاملونه بلل کېږي. له بل پلوه، په ښځینه جنین کې د اندروجن د دغو کچو د نهشتون د ښځینه تناسلي غړو د ودې لامل ګرځي. وروسته لهدې، د ماغزو جنسي توپیروالی پېښېږي؛ جنسي هورمونونه پر ماغزو باندې تنظیمي اغېزې لري چې په بلوغ کې فعاله کېږي. د دغو دوو پروسو په پایله کې، چې په جلا توګه پېښېږي، د تناسلي غړو نارینهوالي کچه، هرومرو، د ماغزو له نارینهوالي سره اړیکه نهلري. د ماغزو جنسي توپیرونه په ګڼشمېر جوړښتونو، په تېره بیا هایپوتلاموس او امیګدالا کې موندل شوي دي. سره لهدې، لږشمېر دغه موارد چلندي جنسي توپیرونو ته اړوند ګڼل شوي دي او ساینسپوهان لا تراوسه په لټه کې دي ترڅو د لومړنیو هورمونونو، د ماغزو ودې او چلند ترمنځ کلکې اړیکې ومومي. کېدای شي د مخکې تر زېږون هورمونونو د تنظیمي تیوري مطالعه ستونزمنه وي، ځکه چې څېړونکي، له اخلاقي پلوه، د هغه جنین هورمون چې په وده کې دی، بدل کړي؛ د دې پرځای، څېړونکي باید د هغو بېقاعده پېښو لهمخې ځوابونه وړاندې کړي چې په طبیعي توګه رامنځته کېږي.[۳][۴]
تر ټولو پراخه برخه، چې د هورمونونو په تنظیمي اغېزو کې مطالعه شوې ده، د پښتورګو پورتنۍ غدو مورزادي هایپرپلازیا (CAH) ده. CAH یوه جنتیکي ناروغي ده چې د امېدوارۍ په لومړیو کې، په لوړه کچه د اندروجن د افرازاتو لامل ګرځي. په CAH اخته انجونې، د نارینهوو له تناسلي غړو سره زېږېږي، چې که چېرې ژر تر ژره عملیات شي، معالجه یې شونې ده. له هغه ځایه چې په CAH اخته کسان له هغو کسانو سره چې دغه ناروغي نهلري، پرتله کولای شو، نو CAH د طبیعي ازمایښتونو لپاره زمینه برابروي. سره لهدې، «CAH یو بشپړ ازمایښت نهدی»، ځکه چې، کېدای شي «د نارینهتوب تناسلي غړو یا لاملونو ته ټولنیز غبرګونونه، چې له خپلې ناروغۍ سره اړیکه لري» د ازمایښت پایلې ګډې وډې کړي. خو بیا هم، څوګونو مطالعاتو ښودلې ده چې CAH پر جنسي لېوالتیا باندې څرګنده، خو نه تعیین کوونکې اغېزه لري؛ په ټوله کې، په CAH اخته ښځې د نورو ښځو په پرتله، لږشمېر بلجنسپاله دي.[۵][۶]
له هغه ځایه چې یوازې هورمونونه جنسي لېوالتیا او د ماغزو جنسي توپیروالی نهټاکي، د پلټنو لړۍ نورو لاملونو او د SRY او ZFY په څېر هغو جېنونو ته رسېدلې چې پر جنسي لېوالتیا باندې اغېزه لري.[۷]
د پرلهپسې وروڼو زېږېدل
[سمول]د څوګونو مطالعاتو لهمخې، چې د څو لسیزو په لړ کې ترسره شوې دي، همجنسپاله نارینه، په منځنۍ توګه، لا زیات مشر وروڼه لري او دا ښکارنده «د پرلهپسې وروڼو د زېږېدلو اغېزې» په نامه یادېږي. ویل کېږي، هرڅومره چې د مشر وروڼو شمېر زیات وي، جنین د لوړې کچې اندروجن پر وړاندې واقع کېږي. په ښځو کې د پرلهپسېوالي زېږون هېڅ کوم اغېزه تر سترګو شوې نهده. په دغه تیوري کې، باور پر دې دی چې د پرلهپسې وروڼو د زېږېدلو اغېزه د مور د معافیتي سیسټم د یوه غبرګون پایله ده. دغه غبرګون په هغه صورت کې رامنځته کېږي او کچه یې لوړېږي چې مور په پرلهپسې توګه هلک وزېږوي. د بوګارت د فرضیې لهمخې، ادعا کېږي چې، «د معافیتي غبرګون هدف کېدای شي د نارینه جنین د ماغزو د حجرو پر سطح باندې د نارینهوو ځانګړي مالیکولونه وي (د بېلګې په توګه: هغو کې چې ړومبنی هایپوتلاموس لري). د نارینه جنین ضد انټيبادي کېدای شي دغو مالیکولونو سره یوځای شي او وروسته بیا په طبیعي جنسي توپیروالي کې د بدلون لامل وګرځي او په پایله کې داسې هلک وزېږېږي چې د ښځو په پرتله، نارینهوو ته ډېر تمایل ولري. ګارسیا فالګوېراس او سواب بیانوي چې، «د پرلهپسې وروڼو د زېږېدلو اغېزه، په تېروتنې سره، معافیت ته اړوند یوه غبرګون لهلارې بیانېږي، چې د دغه غبرګون په ترڅ کې مور د زامنو زېږولو لپاره یو مقدار Y کروموزوم تولیدوي. د نارینهوو فکټورونو ته د دغه معافیتي غبرګون د احتمال کچه د هرې هغې امېدوارۍ په پایله کې، چې هلک زېږېږي، لوړه ځي».[۸][۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Garcia-Falgueras, A; Swaab, DF (2010). "Sexual hormones and the brain: an essential alliance for sexual identity and sexual orientation". Endocr Dev. Endocrine Development. 17: 22–35. doi:10.1159/000262525. ISBN 978-3-8055-9302-1. PMID 19955753.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Hines, Melissa (October 2010). "Sex-related variation in human behavior and the brain". Trends in Cognitive Sciences. 14 (10): 448–456. doi:10.1016/j.tics.2010.07.005. PMC 2951011. PMID 20724210.
- ↑ Bao, Ai-Min; Dick F. Swaab (18 February 2011). "Sexual differentiation of the human brain: Relation to gender identity, sexual orientation and neuropsychiatric disorders". Frontiers in Neuroendocrinology. 32 (2): 214–226. doi:10.1016/j.yfrne.2011.02.007. PMID 21334362. S2CID 8735185.
- ↑ Berenbaum, Sheri A.; Adriene M. Beltz (April 2011). "Sexual differentiation of human behavior: Effects of prenatal and pubertal organizational hormones". Frontiers in Endocrinology. 32 (2): 183–200. doi:10.1016/j.yfrne.2011.03.001. PMID 21397624. S2CID 205776417.
- ↑ Hines, Melissa (2011). "Prenatal endocrine influences on sexual orientation and on sexually differentiated childhood behavior". Frontiers in Neuroendocrinology. 32 (2): 170–182. doi:10.1016/j.yfrne.2011.02.006. PMC 3296090. PMID 21333673.
- ↑ Berenbaum, Sheri A.; Adriene M. Beltz (April 2011). "Sexual differentiation of human behavior: Effects of prenatal and pubertal organizational hormones". Frontiers in Endocrinology. 32 (2): 183–200. doi:10.1016/j.yfrne.2011.03.001. PMID 21397624. S2CID 205776417.
- ↑ Ngun, Tuck C.; Negar Ghahramani; Francisco J. Sanchez; Sven Bocklandt; Eric Vilain (October 2010). "The genetics of sex differences in brain and behavior". Frontiers in Neuroendocrinology. 32 (2): 227–246. doi:10.1016/j.yfrne.2010.10.001. PMC 3030621. PMID 20951723.
- ↑ Bogaert, Anthony; Ray Blanchard; Lesley Crothswait (October 2007). "Interaction of Birth Order, Handedness, and Sexual Orientation in the Kinsey Interview Data". Behavioral Neuroscience. 121 (5): 845–853. doi:10.1037/0735-7044.121.5.845. PMID 17907817.
- ↑ Garcia-Falgueras, A; Swaab, DF (2010). "Sexual hormones and the brain: an essential alliance for sexual identity and sexual orientation". Endocr Dev. Endocrine Development. 17: 22–35. doi:10.1159/000262525. ISBN 978-3-8055-9302-1. PMID 19955753.