محور ځواکونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محور ځواکونه (Axis powers)، چې په اصل کې د روم-برلین محور بلل کېده، یو پوځي ائتلاف و چې دویمه نړیواله جګړه يې راپيل کړې وه او د متفقینو (Allies) پر وړاندې وجنګېدل. د محور اصلي غړي نازي جرمني، د ایتالیا پاچهي او د جاپان سترواکي وه. محور د متفقینو پر وړاندې د مخالفت له امله سره یولاس شول، کنه دوی د پرتلې وړهمغږي او ايډیالوژیک انسجام نه درلود. [۱]

محور د ۱۹۳۰مې ز لسیزې په نیمايي کې هغه مهال لاوده وکړه چې جرمني، ایتاليې او جاپان د خپلو پراختیاپالو ګټو د خوندي ساتلو په موخه دیپلوماتيکې هڅې پیل کړې. لومړی ګام د جرمني او ایتالیی تر منځ د ۱۹۳۶زکال په اکتوبر میاشت کې د پروتوکول لاسلیک کېدل و او ورپسې د ایتالیی مشر بېنیتو موسیایتالیني اعلان وکړ چې نور ټول اروپايي هېوادونه ښايي چې له دې وروسته د روم-برلین محور باندې راتاو شي، نو ځکه يې د "محور" اصطلاح  رامنځته کړه. د همدې کال په نومبر میاشت کې د جرمني او جاپان تر منځ د کمېنټرن ضد تړون (Anti-Comintern Pact) په نامه د کمونستي ګوندونو ضد معاهده لاسلیک کړه. ایتالیا  له دې تړون سره په  ۱۹۳۷ز او ورپسې هنګري او هسپانیه په ۱۹۳۹ ز کې یوځای شول. په ۱۹۳۹ز کال کې "د پولادي تړون Pact of Steel" تر نامه لاندې د "روم-برلین محور" پوځي تړون رامنځته شو او د ۱۹۴۰ ز کال د درې اړخیز تړون له مخې د جرمني، ایتالیې او جاپان، او وروسته د نورو هېوادونو پوځي موخې مدغم شوې. دې درېیو تړونونو د محور تړون بنسټ جوړ کړ.[۲][۳][۴]

په ۱۹۴۲ز کال کې د محور د اوج پر مهال، دې ځواکونو د اروپا، شمالي افریقا او ختیځې آسیا په ډېری سیمو د اشغال، الحاق او لاسپوڅو دولتونو له لارې څارنه کوله. د متفقینو برعکس، دوی درې اړخیزې سرمشریزې نه درلودې، همکاري او همغږي په ټيټه کچه وه، په داسې حال کې چې، د محور د سترو ځواکونو ګټې ان له یو بل سره په ټکر کې وې. په ۱۹۴۵ز کال کې د محور ځواکونو په ماتې او د دوی د اتحاد په له منځه تللو سره جګړه پای ته ورسېده. د متفقینو په څېر د محور غړیتوب هم اسان و، نو ځکه هېوادونو اړخونه بدلول او د جګړې په اوږدو کې يې د خپلو ځواکونو د ښکېلتیا کچه بدلوله. [۵][۶]

په ځانګړې توګه په اروپا کې دننه د "محور" اصطلاح، لومړی د ايټاليې او جرمني د اتحاد لپاره وکارول شوه، خو له اروپا نه بهر داسې درک کېږي چې جاپان هم په دې کې ورشامل و.

مبادي او خلقت[سمول]

د "محور" اصطلاح په لومړي ځل د ایتالیا-جرمني د اړیکو لپاره د ۱۹۲۳ز کال په سپتمبر میاشت کې د ایټالوي لومړي وزیر بینیتو موسیایتالیني له خوا هغه مهال وکارول شوه چې ده د رابیرتو سوسټر د جرمني جمهوریت خپرونې په سریزه کې وایتاته ولیکل چې: "په دې کې هېڅ شک او شبه نشته چې د اروپايي تاریخ د محور دا شېبه له برلین نه تېرېږي" (non v'ha dubbio che in questo momento l'asse della storia europea passa per Berlino). په هغه وخت کې، دی د هیوم آزاد دولت (Free State of Fiume) پر سر د شخړې له امله د یوګوسلاویا او فرانسې پر وړاندې د وایمار جمهوریت سره د اتحاد په لټه کې و. [۷][۸]

دا اصطلاح، د هنګري د لومړي وزیر ګیولا ګومبوس له خوا د ۱۹۳۰مې ز لسیزې په لومړیو کې هغه مهال وکارول شوه چې، ده د جرمني او ايټاليې سره د هنګري د اتحاد لپاره منډې ترړې کولې. د ګومبوس هڅو پرایتالیا-هنګري روم پروتوکولونو اغېز درلود، خو په ۱۹۳۶ز کال کې په مونیخ کې له جرمني سره د مذاکراتو پر مهال د هغه ناڅاپي مړینې او د هغه د ځایناستي په توګه د کالمان داراني (Kálmán Darányi) راتګ په درې اړخیز محور کې د هنګري ښکېلتیا ته د پای ټکی کېښود. د ایتالیا د بهرنیو چارو وزیر ګاایتالیازو سیانو او د جرمني د سفیر اولریچ وان هسیل تر منځ د جنجالي مذاکراتو پایله نولس-ماده يي پروتوکول و چې سیانو او د هغه آلماني سیال کوسنتانتین وان نیورات له خوا په ۱۹۳۶زکال لاسلیک شو. کله چې موسولویني د نومبر په لومړۍ نېټه په عام محضر کې د دې پروتوکول لاسلیک کول اعلان کړل، هغه د روم-برلین محور جوړېدو ناره وکړه. [۹]

د جرمني-ایتالیا اتحاد لومړنۍ طرحې[سمول]

د ۱۹۲۰مې ز لسیزې له لومړیو نه د دوس بېنیتو موسیایتالیني په مشرۍ د ایتالیا هېواد له جرمني سره د فرانسې پر ضد د ستراتیژیک اتحاد په لټه کې و. وړاندې له دې چې موسیایتالیني د دولت رئیس شي، هغه د ایتالیا د فاشسیت غورځنګ د مشر په توګه وروسته له هغه له ماتې خوړلي جرمني سره د اتحاد غږ پورته کاوه چې، د ۱۹۱۹-۱۹۲۰ ز د پاریس سولې کنفرانس لومړۍ نړیوالې جګړې ته د پای ټکی کېښود. هغه باور درلود چې ایتالیا کولای شي، د فرانسې پر ضد له جرمني سره د اتحاد له لارې په اروپا کې خپل اغېز پراخ کړي. د ۱۹۲۳ز کال په لومړیو کې، جرمني ته د نېک نیت ښودلو د یوه اقدام په توګه، ايټاليې په پټه د جرمني پوځ ته وسلې واستولې، چې بیا د دې کار له امله د ورسای تړون د احکامو له مخې په ستره کچه بدلون رامنځته شو. [۱۰]

د ۱۹۲۰مې ز لسیزې نه راپه ديخوا، ایتالیې پتېیلې وه چې په ۱۹۳۵ز کال کې به د فرانسې په وړاندې د جګړې چمتووالی نیسي، ځکه په ۱۹۳۵ز کال کې د ورسای تړون له مخې د جرمني وجیبې پای ته رسېدلې وې. په ۱۹۲۴ز کال کې د ایټالوي جنرال لوئيګي کاپېلو او د جرمني د پوځ کلیدي څېرو، لکه:  وان سیکټ او ایریک لودیندورف تر منځ په برلین کې لېدنې وشوې او دوی د جرمني او ایتالیې تر منځ په پوځي همکارۍ وغږېدل. [۱۱][۱۲]

په هغه وخت کې موسیایتالیني له جرمني سره د اتحاد د هلو ځلو په بهیر کې پر دغه یوه ټکي ډېر ټینګار کاوه چې: ایتالیا"باید دوی...له ځان سره وتړي، نه دا چې دوی یې په ځان پورې وتړي." د ایتالیا د بهرنیو چارو وزیر دینو ګراندي د ۱۹۳۰مې ز لسیزې په لومړیو کې د فرانسې او جرمني تر منځ د ایتالیا  د اړیکو په تړاو " دبرخلیک ټاکونکي وزن decisive weight " پر اهمیت ټینګار وکړ، ځکه دی پوهېده چې ایتالیا په هغه وخت کې یو ستر ځواک نه و، خو ایتالیا په اروپا کې یوه اړخ یا بل اړخ ته د خپل ملاتړ ورکولو او د درېیو واړو هېوادونو تر منځ د اړیکو توزان په اړه  د سیاسي حالت د بدلون لپاره پوره او پياوړی اغېز لري. [۱۳][۱۴]

دانیوب اتحاد، د اطریش پر سر شخړه[سمول]

اډولف هټلر او د جرمني ولس فوهرر (مشر) او د جرمني صدراعظم ۱۹۳۳-۱۹۴۵ز


په ۱۹۳۳ز کال کې اډولف هټلر او نازي ګوند په جرمني کې واک ته ورسېدل. د ۱۹۲۰مې ز لسیزې راهیسې هټلر د جرمني او ایتالیې تر منځ د یوه اتحاد لپاره ناره پورته کړې وه. لږ وروسته له هغه چې دی د هند صدراعظم وټاکل شو، هټلر موسیایتالیني ته یو شخصي پيغام واستاوه، هغه ته يې د درناوي او تعظیم مراتب وړاندې کړل او په ډاګه يې کړه چې د جرمني-ایتالیې ملګري او ان اتحاد انتظار کوي. هټلر پوهېده چې د ایتالیا اندېښنه لري، هسې نه چې جرمني په سویلې تیورول (South Tyrol) د ملکیت دعوه ونه کړي، نو ځکه يې موسیایتالیني ته ډاډ ورکړ چې، جرمني د سویلي تیورول په اړه لېوالتیا نه لري. هټلر په خپل کتاب (زما جګړه کې )په ډاګه کړې  ده چي : د جرمني-ایتالیې اتحاد نه ترلاسه کېدونکې ګټو ته په کتو سره، سویلي تیورول کومه مسئله نه ده. کله چې هټلر واک ته ورسېد، د ایتالیا د څلورو ځواکونو ریاست (Four Power Directorate) طرحه د بریتانیې د پام وړ وګرځېده.   [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. Goldberg, Maren; Lotha, Gloria; Sinha, Surabhi (24 March 2009). "Rome-Berlin Axis". Britannica.Com. Britannica Group, inc. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cornelia Schmitz-Berning (2007). Vokabular des Nationalsozialismus. Berlin: De Gruyter. د کتاب پاڼې 745. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-019549-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Axis". GlobalSecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cooke, Tim (2005). History of World War II: Volume 1 - Origins and Outbreak. Marshall Cavendish. د کتاب پاڼې 154. د کتاب نړيواله کره شمېره 0761474838. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tucker, Spencer; Roberts, Priscilla Mary (2005). Encyclopedia of World War II A Political, Social and Military History. ABC-Clio. د کتاب پاڼې 102. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781576079997. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Momah, Sam (1994). Global strategy : from its genesis to the post-cold war era. Vista Books. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789781341069. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. D. C. Watt, "The Rome–Berlin Axis, 1936–1940: Myth and Reality", The Review of Politics, 22: 4 (1960), pp. 530–31.
  8. Martin-Dietrich Glessgen and Günter Holtus, eds., Genesi e dimensioni di un vocabolario etimologico, Lessico Etimologico Italiano: Etymologie und Wortgeschichte des Italienischen (Ludwig Reichert, 1992), p. 63.
  9. Sinor 1959، ص. 291.
  10. MacGregor Knox. Common Destiny: Dictatorship, Foreign Policy, and War in Fascist Italy and Nazi Germany. Cambridge University Press, 2000. p. 124.
  11. MacGregor Knox. Common Destiny: Dictatorship, Foreign Policy, and War in Fascist Italy and Nazi Germany. Cambridge University Press, 2000. p. 125.
  12. John Gooch. Mussolini and His Generals: The Armed Forces and Fascist Foreign Policy, 1922–1940. Cambridge University Press, 2007. p. 11.
  13. Gerhard Schreiber, Bern Stegemann, Detlef Vogel. Germany and the Second World War. Oxford University Press, 1995. p. 113.
  14. H. James Burgwyn. Italian foreign policy in the interwar period, 1918–1940. Wesport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, 1997. p. 68.
  15. Christian Leitz. Nazi Foreign Policy, 1933–1941: The Road to Global War. p. 10.
  16. H. James Burgwyn. Italian foreign policy in the interwar period, 1918–1940. Wesport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, 1997. p. 75.
  17. H. James Burgwyn. Italian foreign policy in the interwar period, 1918–1940. Wesport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, 1997. p. 81.
  18. H. James Burgwyn. Italian foreign policy in the interwar period, 1918–1940. Wesport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, 1997. p. 82.