محمد کريم براهوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له محمد کریم براهوي نه مخ گرځېدلی)

محمد کريم براهوي د افغانستان داسلامي جمهوريت دکډوالو دبېرته راستنېدونکو چارو وزير دی.

ژوندليک[سمول]

محمد کريم براهوي په ۱۳۳۴ هجري لمريز کال کې د نيمروز په ولايت کې زېږېدلی، خپلې لوړې زده کړې یې دلېسانس په سويه دتخنيک په اکاډمۍ کې دپلو ځواکونو د وسلو د تخنيک په برخه کې بشپړې کړې او له ۱۳۵۵ هجري لمريز کال څخه تر ۱۳۵۷ هجري لمريز کال پورې ېې دملي دفاع وزارت په اړونده جزوتامونو کې دافسر په توگه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلی براهوي له ۱۳۵۷ هجري لمريز کال وروسته دجهاد له ليکو سره يو ځای شو او په ۱۳۷۱ هجري لمريز کال کې دنيمروز دوالي او ددغه ولايت دڅلورمې سرحدي لوا دقوماندان په توگه او ددوهم ځل لپاره دموقتې ادارې په جوړېدو سره ددغه ولايت دوالي په توگه د۱۳۸۳ هجري لمريز کال دجدي تر مياشتې پورې يې دنده ترسره کړه.

محمد کريم براهوي په ۱۳۸۳ او ۱۳۸۷ هجري لمريزو کلونو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت په کابينه کې دقومونو، قبايلو او سرحدونو چارو دوزير په توگه دنده ترسره کړې او د۱۳۸۷ هجري لمريز کال په نيمايی کې دکډوالو دبېرته راستنېدونکو چارو دوزير په توگه ولسي جرگې ته دباور درايې دترلاسه کولو په خاطر وروپېژندل شو چې تر دې مهاله پردغه څوکۍ کار کوي.

ښاغلی براهوي په بلوڅي، پښتو او دري ژبو تسلط لري.