محمد يوسف کاندهلوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Muhammad Yusuf Kandhlawi
زيږيدلو نېټه 20 March 1917 (1335 Hijri year)
وفات 2 April 1965 (1384 Hijri year)
د کار اصل موضوع Basic principles and practices of Islam, Dawah
لویه کار Spreading the word of Tablighi Jamaat all over the world (especially in the Indian subcontinent), Hayat Al-Sahabah, Muntakhab Ahadith, Six Points, Amani Al-Ahbar Fi Sharh Ma'ani Al-Athar
مؤثر کسان Muhammad Ilyas Kandhlawi, Khalil Ahmad Saharanpuri, Muhammad Zakariya Kandhlawi

محمد يوسف کاندهلوي چي حضرت جي هم ورته وايي (۱۹۱۷-۱۹۶۵) د هندوستان اسلامي عالم او د تبليغي جماعت دوهم امير وو

مخينه[سمول]

مولانا يوسف صاحب د ۱۳۳۵ هجري قمري کال د جمادى الاولى په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ چي د (۱۹۱۷/۳/۲۰ز)سره سمون خوري په کاندهله کي وزېږېد.هغه د په يوه علمي او دينداره کورنۍ کي زېږېدلى،او له ماشومتوبه له پر تقوى چاپيريال سره مخ شو.مولانا صاحب په لس کلنۍ کي قران کريم حفظ کړ،او د حديثو او اسلامي علومو زده کړي ته يې دوام ورکړ.د خپل وخت له علماوو سره يې قوي اړيكي لرلې او په خپله د وخت ستر عالم وو.کله چي په ۱۹۹۴ز کال کي د هغه پلار مولانا محمد الياس کاندهلوي وفات شو،هغه د شورا لخوا د تبليغي ډلي دوهم امير وټاكل شو.مولانا يوسف صاحب خپل زيات وخت په تبليغ او ديني ليکنو تېر کړى. دوه ډېر مشهور کتابونه يې يو هم حيات صحابه او منتخب احاديث دي.دغه کتابونه  د محمد سعد لخوا چاپ خپاره شوي دي.

کورنۍ [سمول]

د مولانا محمد يوسف پلرنى او مورنى نسب دواړه حکيم محمد شريف خان ته رسېږي،چي هغه د ازبکستان يو سني ډاکټر وو.هغه هند ته وکوچېد او د مغول باچا شاه عالم او د هغه د زوى اکبر ډاکټر وو.د مولانا صاحب کورنۍ خپله د نسب سلسله په اميرالمومنين ابوبکر صديق رض پوري تړي.دغه دواړه کورنۍ د هندوستان د اترپرديش ايالت د په کاندهله او جهينجانه په کلو کي اوسي. دوئ د تقوى او دينداري له امله مشهوري وې.

ماشومتوب او لومړنۍ زده کړي [سمول]

محمد يوسف په داسي ماحول کي زېږېدلى وو چېري چي د تقوى حصول د ټولي کورنۍ هدف وو. د الله تعالى ميني په  ټوله کورنۍ  کي ريښې کړي وې، دا د علماوو، حفاظو، او صوفيانو کورنۍ وه.ددې کورنۍ هر نارينه او زنانه ته د قران کريم حفظ عادي کار وو.د کور د ښځو کار د قران کريم تلاوت،لمونځ،د ديني کتابو مطالعه او د الله تعالى ذکر وو.

د يوه ماشوم په حيث محمد يوسف کاندهلوي راتلونكي ته خپله ژمنتيا وښودله، هغه په لس کلنۍ کي قران کريم ياد کړ. بيا خپلي لومړنۍ زده كړي مکملي کړې، صحاح سته يې له خپل پلار نه ولوستل. بيا يې د مظاهر العلوم له پېژندل شويو علماوو نه د حديثو په برخه كي تخصصي زده كړي ترلاسه کړې،چي دا د حديثود زده كړي يو ځانګړى ښوونځى وو، محمد يوسف صاحب په دغه ښوونځي کي له داخلي وروسته د محمد زکريا کاندهلوي له ښوونو نه ځانګړي ګټه واخيستله، څوك چي د شلمي پېړۍ د اسلامي نړۍ يوستر عالم وو. مولانا محمد يوسف صاحب له دغه ښوونځي نه د شل کلنۍ په عمر په ۱۳۵۵ هجري ۱۹۳۶ زېږديز کال فارغ شو. 

مولانا صاحب چي په کور کي کوم ښوونه او روزنه لرله داسي وه لکه د محمد صلى الله عليه وسلم په وخت کي د مسلمانو ښځو تربيه.په هغه کورنۍ کي هره ښځه دې ته تياره وه چي خپل زوى ته اسلامي تربيه ورکړي. په هغو کورونو کي به د پيريانو او ديبانو د نقلونو پر ځاى د محمد صلى الله عليه وسلم د اصحابو کيسې کېدلې. د ازادۍ د اتلانو لکه سيد احمد بريلوي او شاه اسماعيل شهيد واقعات په هغو کورو کي عامي کيسې وې. کله چي ابوالحسن ندوي د سيد احمد شهيد تفصيلي بيوګرافي وليکله، مولانا الياس کاندهلوي په هغه کي کوم نوى شى پيدا نه  کړ.

   خليل احمد سهارنپوري چي د رشيد احمد ګنګوهي رح خليفه او د الياس کاندهلوي او زکريا کاندهلوي استاد وو، ماشوم محمد يوسف کاندهلوي ته به يې ډېره توجه کوله. که څه هم د سهارنپوري د وفات پر مهال محمد يوسف د لسو کلو وو، دوئ په خپل منځ کي عجيبه مينه لرله. يوسف به سهارنپوري صاحب ته ابا ويلي. يو ځلي، يوسف له دې نه انکار وکړ چي د سهارنپوري صاحب د خدمتګار د لاس پخه شوي ډوډۍ وخوري، سهارنپوري صاحب په خپله پخلنځي ته لاړ ډوډۍ يې پخه کړه او يوسف ته يې په خپل لاس ورکړه.

په تبليغ کي قرباني[سمول]

د هغه پلار مولانا محمد الياس کاندهلوي داسي مرکز جوړ کړی وو چي د اسلام لور ته به يې خلك رابلل. ددې ډلي غړو خپل قيمتي  وخت ددې لپاره قرباني کړى وو تر څو مختلفو سيمو ته لاړ شي او مسلمانان د ايمان په برخه كي وروزي. دوئ کوشش کاوه تر څو اسلام نورو ته تشريح کړي. دې ډلي ته تبليغي ډله وايي، چي د نړۍ په زياتو هيوادو كي پيروان لري. 

شيخ محمد يوسف كاندهلوي علمي كارونه له تدريس او تالیف نه پيل کړل. د تبليغي جماعت له مشرانو سره تر مشورې وروسته مولانا الياس رح دا پرېكړه وکړه چي مولانا محمد يوسف د تبليغي ډلي امير وټاكي. کاندهلوي صاحب همدې کار ته ځان وقف کړی وو. هغه د هند نيمي وچي ټولو سيمو ته لاړ او دا هڅه يې وکړه چي مسلمانان په دې پوه کړي تر څو بيرته اصلي اسلام خپل کړي.

د محمد يوسف کاندهلوي په نظر عرب بايد تل د تبليغ رهبري وکړي ځكه دوئ د الله تعالى لخوا دې کار ته خوښ کړل شوي دي، ددې لپاره يې هڅه وکړه چي خپل فعاليت عربي هيوادو ته پراخ کړي.

هغه همدارنګه ويل چي ددې کار لپاره غوره مرکز مکه مکرمه او مدينه منوره دي، ځكه د ټولي نړۍ مسلمانان ددې ځايونو ليدلو ته راځي.

ددې لپاره هغه هندي او پاکستاني حاجيانوروزني  ته ځانګړي پاملرنه کوله.

هغه به دوئ ته د حج طريقه ورښودله، او دوئ به يې د تبليغ په اړتيا پوهول. له حاجيانو به يې ډلي جوړولې چي دغو ډلو به بيا په مکه مکرمه او مدينه منوره کي نورو حاجيانو ته تبليغ کاوه، دغه کار د نورو هيوادونو د حاجيانو د تشويق سبب شو هغو له کاندهلوي صاحب نه وغوښتل چي ددوي سيمو ته ګروپونه ولېږي، کاندهلوي صاحب ددوي غوښتنه ومنله. په دې ډول د تبليغ کار په مختلفو عربي هيوادو كي پيل شو.

هغه د تبليغ د بيا راژوندي کولو لپاره زيات سفرونه وکړل. د عربي عالمانو سره يې وليدل او له هغو سره يې د اسلام د خپرېدلو او تبليغ په هکله خبري وکړې، هغه همدارنګه پاکستان ته سفرونه وکړل هلته يې د نړۍ د مختلفو هيوادو له عالمانو سره وليدل. 

علمي کارونه [سمول]

که څه هم مولانا يوسف صاحب زياتره وخت د تبليغ په کار بوخت وو، هغه د تاليف په برخه کي هم کار کړى ده. د هغه ليکني په حديث او سيرت کي د هغه د پراخي پوهي څرګندونه کوي. په ليکنو کي يې دوه کتابونه ډېر مشهور دي لمړى يې اماني الاحبار في شرح معاني الاثار کوم چي د امام احمد بن حنبل د کتاب شرح ده دا کتاب په څلور جلده ده. 

بل کتاب يې حيات صحابه ده چي ډېر زيات مشهور ده، او د هغه چا لپاره يو مهم کتاب ده چي غواړي په اسلامي طريقه ژوند کول زده كړي. په دې کتاب کي د محمد صلى الله عليه وسلم او د هغه د اصحابو سيرت بيان شوى ده.

وفات[سمول]

 په ۱۹۶۵  ز کال کاندهلوي صاحب بنګلدېش او پاکستان ته پراخ سفرونه وکړل ټولو ايالتو ته ولاړ ستري غونډي يې وکړې، خلكو ته يې اوږده بيانونه وکړل. که څه هم د سفر له پيله دده روغتيايي حالت ښه نه وو خو مولانا صاحب خپلي روغتيا ته پاملرنه ونه کړه. د سفر په وروستيو ورځو کي يې پلان ونيو چي په لاهور کي يوې ستري جلسې ته وينا وکړي. 

د بيان په پاى کي په بېړني ډول روغتون ته يوړل شو. مګر هغه په لاره کي وفات شو. د هغه جسد په شپه کي ډېلي ته يوړل شو، چېرته چي د هغه په جنازه کي په زرګونو خلګو برخه واخيستله.مولانا صاحب د ۱۳۸۴ هجري كال د ذوالقاعدي په ۲۹ چی د (١٩٦٥/٤/٢ز) سره سمون خوري د جمعي په ورځ په ٢:٥٠ دقيقي د ٤٨ كالو په عمررحلت وكړ.

دا هم وګورئ [سمول]

سرچينې [سمول]

بهرنۍ تړني[سمول]