Jump to content

محمد نبي حبیبي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد نبي حبیبي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو ادارې د نړیوالو اړیکو ریاست د بهرنیو اړیکو او نړیوالو مرستو د همغږۍ آمر دی.

لومړنی ژوند:

[سمول]

محمد نبي حبيبي داورنگ مومند زوی، په ۱۳۵۶ کې د ننگرهار ولایت د شینوارو ولسوالي په گولايي کلي کې نړۍ ته سترگې غړولې دي.

زده کړې:

[سمول]

منځنۍ زده کړې یې په عمرو بن حزم لېسه کې (۱۹۹۳- ۱۹۸۱) کړې، د ساینس او ټکنالوجۍ اسلامي پوهنتون کې یې په شریعت او اسلامي مطالعاتو کې زده کړې دي. لسانس یې په سیاسي علومو او د شخړو په حل کې د مالیزیا له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه تر لاسه کړې. د شخړو په حل (حل منازعات) کې يې د کاناډا دویپینگ - منیتوبا له مینونټس پوهنتون څخه سند تر لاسه کړی. د منیتوبا/IIUM مالیزیا پوهنتون څخه د دکترا په کچه لوړې زده کړې تعقیبوي.

دندې:

[سمول]

له (CCPD) سره په کابل کې د منازعاتو د بدیل حل متخصص پاتې شوی په کاناډا کې د منټيوبا د ادیانو کډوالو شورا کې د پالیسي سلاکار پاتې شوی د کاناډا له منیټوبا کډوالو ملاتړ ادارې سره یې د مشر سلاکار په توگه هم کار کړی. په (YMCA-Training) اداره کې د وړتیاوو د روزنې د متخصص په توگه پاتې شوی. او د مالیزیا په کولالامپور کې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې د کېس برخې مدیر په توگه يې هم کار کړی.

په انگلیسي، ملایو، عربي، پښتو، دري او اردو ژبو خبرې کوي.