محمد قسیم باور مراد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

څېړنپوه پوهاند محمد قسیم باور مراد په 1356 لمریز کال د مراد علي له لېسې فارغ دی. نوموړی په 1356 کال کې د کانکور ازموینې څخه وروسته د کابل پولیتخنیک ته بریالی شو، چې د شته ذکاوت او لیاقت له مخې بیا د لوړو زده کړو د بشپړولو په موخه پخواني شوروي اتحاد ته واستول شو او په 1365 لمریز کال کې د فزیکي کېمیا په څانګه کې ماسټري واخېسته او په 1367 لمریز کال کې د روسي ژبې د ادبیاتو په برخه کې د ډېپلوم له اخېستلو وروسته هېواد ته راستون شو. ښاغلی پوهاند همدې کال په عقرب (17/8/1367) کې د ننګرهار پوهنتون د انجنیرۍ په پوهنځي کې د نوماند پوهنیار په علمي رتبه د استاد په توګه په دنده وګومارل شو او د 1371 کال د لیندۍ تر میاشتې يې هلته استاد و. له 1371 کال څخه تر 1373 لمریز کال پورې د کابل پوهنتون د طبیعي علومو په پوهنځي کې او له 1373 – 1395 د علومو اکاډمۍ د طبیعي علومو په برخه کې په علمي- څېړنیزو چارو بوخت و. نوموړی د علومو اکاډمۍ د اصولو او مقرراتو سره سم د علمي- څېړنیزو پروژو په بشپړولو سره بېلابېلې علمي رتبې ترلاسه کړي دي چې په پای کې په 1389 لمریز کال کې یې د څېړنپوه (پوهاند) د علمي رتبی ویاړ ترلاسه کړ. څېړنپوه محمد قسیم باور د علومو په اکاډمۍ کې د ډېپارټمېنټ آمر، د کېمیا، بیولوجي او زراعت مرکز د علمي منشي او د کېمیا د انسټېټیوټ د مشر په توګه دندې سرته رسولي دي،همدارنګه یې د علومو اکاډمۍ د (طبیعت) په نوم د علمي مجلې او د پوهنې وزارت د عرفان مجلې دکتنپلاوي غړیتوب هم درلود. د پوهاند باور تر (40) ډېر علمي- څېړنیز اثار چې کتابونه او علمي مقالې دي؛ د علومو اکاډمۍ په علمي مجلو او له اکاډمۍ څخه بهر په نورو مجلو کې چاپ شوي او په ګڼ شمېر علمي سېمینارونو او کنفرانسونو کې يې فعاله ونډه اخېستې ده. د څېړنپوه باور تر علمي لارښوونې لاندې د علومو په اکاډمۍ کې یو شمېر علمي پروژې بشپړې او د یو شمېرو نورو کار يې تر لاس لاندی دی. څېړنپوه باور سږ د رنځورۍ له امله کورناستی شو، خو په اوسني وخت کې يې هم له قلم او علمي لیکنو څخه مخ نه دی اړولی او د بېلابېلو دولتي او نادولتي مؤسسو سره اړیکې ساتي. پوهاند باور مراد د یو علمي کاله روڼ ستوری دی، د سا ینسي پوهې او ماسترۍ سره سره د پښتو، پاړسو او روسي ادبیاتو سره نږدې دی، او سیا سي پوهه او وطنپاله او قامپالنه یې هم درنه او ښېرازه ده. پوهاند باور مراد د خادم بابا رح لاروی دی.

زوکړه[سمول]

زده کړې[سمول]

لیکنې[سمول]

       سر محقق محمد قسیم مراد  

عضومرکزعلمی کیمیا، بیولوژی وزراعت


فرسا یش فلزات وطرق جلوگیری

    فرسايش يا خوردگي معمولاٌ به فلزات ارتباط داده ميشود، اما سنگ،چوب،موادپوليمیري وغيره نیز درمعرض فرسايش قرار مي گيرند.
    فرسايش فلزات طبق قوانين طبيعت صورت مي گيرد وبه همين اساس ازبين بردن کلی آن ممكن نيست، اما ممكن است جلو پيشرفت سريع آن گرفته شود.
    پرابلم جلو گيري از فرسايش فلزات ازهمان آغاز استفاده از آنها عرض وجود مینماید. در ابتداء مردم تلاش مي كردند با استفاده از چربي هاي مختلف فلزات را از تأثيرات ناگوار اتموسفير محافظت نمايند،اما به مرور زمان آهسته آهسته تجربه وفهم مردم بيشترشده وشيوه هاي ديگرجلوگیری ازفرسایش چون ملمع کاری و پوشش آنها توسط فلزات مانند قلعی،مس، المونیم وغیره رايج شده است.
  مواد فلزی نظربه محیط ماحول ازاثرتعامل کیمیاوی مورد تخریب خود بخودی قرارمیگیرند که این عملیه بنام Corrosion (کلمهٔ لاتینی “Corrodere” خورده شدن یا فرسایش) یاد میشود.  
        فرسايش عبارت ازتعامل كيمياوي فلزات با محيط ماحول است كه سبب تخريب آنها ميشود. درعمليه فرسايش فلزات، اكسيد يشن هتروجني فلز به وقوع مي پيوند د كه سبب ارجاع آنها ميگرد د(5).
       فرسایش فلزات یا خوردگی پدیدهٔ خوبخودی است که انسان ازبدوپیدایش فلزات با آن روبرواست.
      پد یدهٔ فرسایش خود بخودی فلزات به مفهوم ترمود ینامیکی آن درجهتی پیش میــرود تا فلزراکاملاتخریب نماید. اگرآهن دراتموسفیرهوا قرار داده شود، سطح  خارجی آنرا زنگ می زند یعنی درنتیجهٔ عملیهٔ اکسید یشن ،اکسا ید آهن تشکیل می گردد که یک نوع خوردگی یا زنگ آهن است وپديده خود بخودی میباشد.
   هرعملیهٔ خود بخودی درصد د میبا شد تا به حالت اولیهٔ خود بازگردد، زیرا بازگشت به حالت اولیه یک مسیرخود بخودی و طبیعی است، اما عملیهٔ غیرخود بخودی مانند استخراج فلزات مختلف از معادن مربوطه نیاز به صرف انرِژی، هزینه ومواد ویژه دارد. پس فلزات استخراج شده میل دارند  تا به حالت اصلی و اولی خود بازگردند. 
    انواع عمده  فرسايش فلزات عبارت از فرسايش درگازات (فرسايش گازي) وفرسايش درمحلول هاي الكتروليت (فرسايش الكتروکیمیاوی) است.
      فرسايش يا خوردگي فلزات درنتيجه تعاملات كيمياوي والكتروکیمیاوی فلزات با محيط ماحول صورت میگیرد.
    فرسايش كيمياوي عبارت ازتعامل سطح فلزبا محيط ماحول است كه درسطح جدائي فاز باعث به وجود آمدن پروسه هاي الكتروکیمیاوی نمي گردد. نمونه ساده فرسايش كيــــمياوي عبارت ازتعامل آهن با اكسيجن است كه تحت درجه معين حرارت صورت مي گيرد وباعث تشكيل اكسايد مربوطه ميشود:
   2  Fe2O3 .2H2O	4 Fe  +3 O2 +2H2O 
      اكسايد تشكيل شده آهن (2Fe2O3.2H2O)  عبارت از زنگ آهن یا خورده شدن آهن به شكل پودر داراي رنگ روشن نصواري مي باشد. اكثرفلزات درمحیط ماحول توسط پردۀ ضخيم از اكسايد مربوط پوشا نیده  ميشوند كه مانع نفوذ اكسيجن هوا و آب به عمق فلز ميگردد و به اين وسيله از اكسيد يشن بعدي آنها جلو گيري به عمل مي آيد (2). 
     فرسایش فلزات درمحیط تیزابی ازاثر به وجود آمدن عنصرگالوانيكي رخ مي دهد،که این يكنوع تخريب الكتروکیمیاوی است.اگر دو فلز داراي پوتنسيال متفاوت اكسيد يشني- ريدكشني دريك محلول الكتروليت مانند آب باران داراي كاربن داي اكسايد منحل باهم درتماس قرارگیرند،دراين صورت عنصرگالوانيكي يا عنصر فرسايشي به وجود مي آيد.
  عنصر فرسايشي نه تنها درصورت تماس دوفلز جداگانه به وجود مي آيد، بلكه درصورتیكه ساختمان سطح خارجي عين فلز يكسان نباشد، نيز تشكيل ميگردد.
      فرسايش الكتروکیمیاوی شامل فرسايش هاي هايدروجني واكسيجني ميباشد. اگر آيون هاي H3O+ و يا ماليكول آب (H2O) ارجاع شوند ، دراين صورت گفته ميشود كه فرسايش هايدروجني رخ داده است. پروسه ارجاع شدن آيون هاي ياد شده طبق شيماي ذيل صورت مي گيرد:

2H3O+ + 2e- 2H2O + H2 2H2O +2e- 2OH- + H2 يا

   هایدروجن درمحيط هاي خنثي يا قلوي قوي آزاد نمي گردد، بلكه اكسيجن ارجاع میشود. دراين صورت گفته ميشود كه فرسايش اكسيجنی به وقوع پيوسته است. شيماي آن قرارذيل است:

O2 +2H2O + 4e- 4OH-

  فرسايش گازي در حرارت هاي بلند، هنگامي كه تراكم رطوبت به سطح فلز ناممكن باشد، صورت مي گيرد.پوشش داش ها،پرزه هاي انجن هاي احتراق داخلي وغيره درمــــــعرض فرسايش گازي قرارميگيرند(3).
  فلزاتي كه ازاثرحرارت موردتغیيرشكل قرارميگيرند نيزبه فرسايش گازي مواجه ميشوند. درنتيجه فرسايش گازي درسطح فلزات مركبات مربوطه مانند اكسايد ها،سلفايدها وامثال آنها تشكيل ميشوند.
   موارد فرسايش درمحلول هاي آبي ارتباط به فرسايش الکتروکیمیاوی دارد.به طورمثال، قسمــت هاي زيرآب كشتي ها، ديگ هاي بخار، نل هاي زيرزميني وغيره مورد فرسايش الكتروکیمیاوی قرارمي گيرند. فرسايش فلزات دراتموسفيرمرطوب نيزازجمله فرسايش الكتروکیمیاوی است.درنتيجه فرسايش الكتروکیمیاوی اكسيد يشن فلز ميتواند باعث تشكيل محصولات غيرمنحل( مانند زنگ) و يا انتقال فلز به محلول به شكل آيونها شود.
     فرسايش در آبهاي طبيعي، محلول ها، فرسايش اتموسفيري، فرسايش درخاك وفرسايش تماسي (كانتكتي) ازجمله مهمترين موارد فرسايش الكتروکیمیاوی اند (1).
    فرسايش پديده نا مطلوب است واگر ازآن جلوگيري نگردد، زيان هاي بزرگ اقتصاد ي را درقبال خواهد داشت.اخرين ارقام موجود نشان ميدهدكه مخارج سالانه مبارزه با فرسايش فلزات درايالات متحده امريكا 3‚1% ودركشورآ لمان اين رقم 8‚2% عايد ملي راتشكيل مي دهد.درمجموع مخارج مبارزه با خوردگي فلزات دركشورهاي پيشرفته صنعتي از2الي 4% عايدات ملي شان رااحتوا میکند.
    برآوردي كه درمورد اضرار فرسايش فلزات صورت گرفته، نشان مي دهد كه هزينه آن درسطح جهان سالانه بالغ برپنج ميليارد دالراست(4). 
          ضايع شدن نفت ياگازازلوله هايیكه درمعرض فرسايش قرارگرفته اند، گنديدن مواد خوراكي،ازدست رفتن صحت و در برخی حالات حيات انسانها وغيره مواردي اند كه علت آنرا فرسايش فلزات تشكيل ميدهد، لذا مبارزه  دربرابر فرسايش يك امرمهم اقتصاد ملي كشورها راتشكيل داده واز همين جهت براي مبارزه با پديده فرسايش مصارف هنگفت مالي صورت مي گيرد.                                                
          فرسايش فلزات سبب كاهش اطمینانيت كارپرزه جات،دستگاه ها،تأسيسات بزرگ صنعتي،وسايل وتجهيزات عرصه هاي صنايع خفيفه ,ثقیله وغيره ميشود. خوردگي فلزات همچنان باعث بروز ناخالصي ها درمحصولات توليدي شده  واز كيفيت آنها مي كاهد.
   درنتيجه فرسايش فلزات سالانه 1,5—2%  ذخاير جهاني فلزات ازدست ميروند. چنانچه درسال 1974 درشوروي سابق 14 ميلياردروبل ودرسال1975  درايالات متحده امريكا مبلغ 15 ميليارد دالر به منظورجلوگيري ازفرسايش فلزات به مصرف رسيده است(7).
        بيشترين ضررفرسايش هزينه هاي است كه براي جلو گيري ازآن تحميل ميشود.بناءٌ فرسايش فلزات صدمه بزرگ را برپيكر اقتصاد جهاني وارد مي نمايد وبراي كاهش اضرار آن لازم است مساعي دوامدار به خرچ داده شود.
    طرق متعد د مقابله با فرسايش يا خوردگي فلزات وجود دارد كه برخي از آنها مختصراٌ تذكر داده مي شود:

 ساده ترين راه مقابله با خوردگي پوشش فلزات توسط يك لايه رنگ است. با استفاده ازرنگها به صورت استر و رويه ارتباط فلز با محيط تا اندازه اي قطع ميگردد و در نتيجه موجب محافظت عناصر فلزي ميشود.  پوشش هاي فاسفاتي وكروماتي وسيله ديگري اســـــت كه ازفرسايش فلزات جلوگيري ميكند.چون فسفات ها وكروماتها غيرمنحل اند،لذا با استفاده ازمحلول هاي مثل تیزاب گوگــــــردبامقدارمعين ازنمك هاي فسفات يا كرومات قسمت سطحي فلزرا تبديل بــــه فسفات يا كرومات آن فلز مي كنند.درنتيجه فسفاتهاوكرومات ها به سطح فلز چسپيده و به حيث پوشش هاي محافظوی در محيط هاي خنثي ميتوانند كارائي داشته باشند.

  پوشش هاي فسفات و كرومات بيشتر به اين دليل فراهم ميشوند كه بالاي آنها بتوان پوششهاي رنگ رابرروي قطعات فلزي به كاربرد.پس پوششهاي متذكره به عنوان استر نيزمورد استفاده قرار گرفته ميتوانند، زيرا كه وجود اين پوشش ها ارتباط رنگ را با فلز محكمتر مي سازد. نا گفته نبايد گذاشت كه رنگ ها كم وبيش داراي تخلخل اند و اگر این مطلب مد نظرگرفته نشود، دسترسي به هدف جلو گيري ازخوردگي برآورده نمی شود.

 نشكيل اكسايد هاي بعضي فلزات برسطح آنها نيزازخوردگي جلو گيري ميكند. به طور مثال اكسايد المونيم برروي فلز المونيم مي چسپد كه مانع تأ ثيرات اتموسفير بالاي آن ميشود و مقاومت خوب در مقابل خوردگي دارد. همچنين توسط عمليه الكتروليز آهن رابه اكسايد آهن سياه رنگ تبديل مي كنند كه در برابر خوردگي مقاومت بیشتر دارد.  پوشش قلعي نيزبراي جلوگيري از خوردگي درصنعت مورداستفاده قرارميگيرد،زيرا قلعي از جمله فلزاتي است كه به آساني اكسيد يشن شده واز طريق ايجاد اكسايد آن در مقابل تأثيرات اتموسفيراز خود مقاومت نشان مي دهد ودرمحيط هاي بسيارمـــــخرب ( تيزابي وقلوي) پايداري قابل ملاحظه دارد.به همين سبب درمواردي خاصي كـــــــه فرسايش قابل كنترول نباشدازپوششهاي قلعي استفاده ميشود. پوشش هاي قلعي عمدتاٌ در صنعت كنسروسازي بر روي ظروف آهني به كار برده ميشوند.  يكي ازراه هاي مؤثر مقابله با فرسايش وارد كردن تغیيرات درمحيط فرسايشي است . اين شيوه زماني به كاربرده ميشودكه جسم دفاع شونده درحجم محدودمايع قراربگيرد. موادیكه دراينصورت به محيط علاوه ميگردد،سرعت عمليه خوردگــي يا فرسايش را كاهش ميدهد.اين مواد كه به نام انگيبيترها (بطي كننده ها يا سد کننده ها) ياد ميشوند، به مقداركم هم ميتوانند درمحيط هاي گوناگون تعاملات كيمياوي راكند ويا حتا متوقف سازند.

  پروسه فرسايش فلزات كه يكي ازانواع تعاملات كيمياوي است،ممكن است به وسيله بطي كننده هاتحت تأثيرقرارگرفته وازسرعت آن كاسته شود. تصورات معاصرحاكي ازآن است كه بطي كننده هابالاي سطح فلزجذب گرديده وباعث كندي پروسه فرسايش ياخوردگي فلزات ميشوند. بادرنظر داشت ماهيت فلزومحلول ازبـــــــطــــي كننده هاي مختلف مانند سود يم نايترايد،پتاشيم كروميت يا داي كروميت،سوديم فاسفيت،بعـــضي مواد پوليميري وغيره استفاده  صورت میگیرد. ارقام سال 1980 نشان مـــي دهد كه تعدادبطي كننده هاي تعاملات كيمياوي كه درمواردگوناگون مورداستفاده قرارميگيرند بالغ بر5000 است(6).

به عنوان نتيجه نكات آتي قابل تذكر است:

- فرسایش یاتخریب فلزات یک پدیدۀ خود بخودی است وبشر از بدوپیدایش فلزات به این پدیده روبرو است. درنتیجۀ فرسایش از کیفیت فلزات کاسته شده وکارائی لازم را ازدست مید هند. - فلزات به طورعمده مورد فرسایش کیمیاوی و الکتروکیمیاوی قرار می گیرند. - ازفرسایش فلزات به مثابۀ پدیدۀ نامطلوب باید جلوگیری گردد. - سالانه مبالغ هنگفت عواید ملی کشورها بالخصوص کشورهای پیشرفتۀ صنعتی صرف مبارزه بافرسایش فلزات می گردد. - راه ها وطرق گوناگون جلوگیری ازخوردکی فلزات موجود است ونظر به شرایط و امکانات میتوان مؤثرترین آنرا انتخاب نمود.

   از اینکه فرسایش یا خوردگی فلزات یکی ازپرابلمهای مهم اقتصادی کشورها بوده ایجاب مینماید تا با مساعی مشترک راه ها وطرق موجود جلو گیری از آن تکمیل و شیوه های جد ید و مؤثرتری جستجو گردد.
 مآ خذ

1- مستمندي،عبدالله، محمد ظفرهمكار، فتح محمد پنجشيري و ديگران. كــــيمياي عمومي. جلد دوم، وزارت تحصيلات عالي ومسلكي جمهوري افغانستان، پوهنتون كابل، 592 ص.



2- http://www.alhimikov.net/himerunda/korrosion.html 3- http://www.ru.wikipedia.org/wiki/ Коррозия 4- com.fablog.babak- cran 5- http://www. Omidhasnavi.blogfa.com/post-440.aspx 6- http://www.n-t.ru/kk/hm13.htm.Кэшированная страница 7- Химический Энциклопедический Словарь. ,, Советская энциклопедия,, Москва, 1983, 790 СТР.


   نویسنده: سرمحقق محمدقسیم  مراد (باور)

کود سبز، تهیه وفواید استعمال آن در مزارع

         افغانستان  کشور زراعتی است، اما زراعت آن بنا بر عوامل گوناگون مانند؛ پیشبرد  زراعت به شیوه های سنتی، عدم دسترسی زارعین به کود های کیمیاوی  و تخم های اصلاح شدۀ نباتات بذری، نبود امکانات استفاده از تکنالوژی معاصر در زراعت و بالاخره کافی نبودن تحقیقات علمی در این عرصه باعث گردیده تا کشور ما با وجود داشتن زمین های زراعتی کافی، آب فراوان و اقلیم مناسب برای بذر نباتات مختلف  از نگاه تولید محصولات زراعتی بالخصوص تولید غله جات خود کفا نباشد . متأسفانه همه ساله سرمایۀ هنگفت ملی برای خریداری غله جات مورد نیاز اعم از گندم، برنج وغیره به مصرف میرسد. ایجاب می نماید تا از امکانات فعلی موجود برای بدست آوردن محصولات بیشتر استفادۀ همه جانبه صورت گیرد. یکی از راه های افزایش محصولات زراعتی استفاده معقول از کودهای مختلف و از آنجمله کود سبز است. در این بحث مختصراً  در بارۀ کود سبز، تهیه و فواید استعمال آن در مزارع  پرداخته میشود.
    طوری که معلوم است  حاصلخیری خاک و برداشت محصول  کافی از زمین های زرعتی طور متداوم باید از طریق غنی ساختن خاک از نگاه مواد غذایی تأمین شود. در زمان های قدیم که کود های کیمیاوی تولید نگردیده بود، زمینداران و دهاقین برای برداشت محصولات بیشتر در مزارع شان صرف از کود های حیوانی و سبز استفاده می نمودند و نتایج مطلوب بدست می آوردند. در حال حاضر استعمال کودهای کیمیاوی که دارای عناصر مهم غذایی(نایتروجن، فاسفورس و پوتاشیم) اند به جمع کودها علاوه گردیده است. البته این بدان معنی نیست که کودهای حیوانی و سبز مؤثریت کمتر دارد     
     کود سبز عبارت از تحت خاک نمودن نباتات سبز در مزارع بمنظور افزودن عناصر ضروری  و مواد عضوی در خاک است.  کود سز باعث اصلاح خواص فزیکی خاک میگردد. منحیث کود سبز از نباتات لگیومی(پلی دار) که باعث ازدیاد نایتروجن درخاک می شود، استفاده می گردد.      .
      کود سبزعبارت از برگرداندن نباتات خاندان باقلات (پلی دار) به خاک است که قبل از کشت محصول اصلی در مزرعه زرع می گردد، البته بدون اینکه از این نباتات محصول برداشته شود. در اصل کود سبز یک تناوب زراعتی است که محصول ندارد و برای حاصلخیزی خاک مورد استفادۀ محصول بعدی  قرار می گیرد. قبل از تولید کودهای کیمیاوی استفاده از باقلات در تناوب زراعتی در حاصلخیزی خاک به مثابۀ یک شیوۀ رایج  افزایش محصولات زراعتی نقش مهم را ایفا نموده است.
    کود سبز یک روش  دیرینۀ زراعت است که استفاده از آن دارای فواید زیاد می باشد. کود سبزدر تأمین احتیاج مواد عضوی خاک نقش مؤثر دارد.  زمان که کود حیوانی کافی در دسترس نباشد و یا بقایای نباتی به جا مانده در زمین به حدی نباشد که بتواند مقدار هوموس خاک را در حد مطلوب نگاه  دارد. پس در این صورت بعد از برگرداندن کود سبز به خاک طوری که هم قسمت های هوایی و هم ریشه های آن پوسیده شده و بدینوسیله مواد عضوی خاک را افزایش می دهد. کود سبز در زمین های سبک(شنی) چسپندگی را به وجود آورده و در زمین های سنگین (رسی) خاک را پوک و سبک می سازد(4).
     یک هکتار کود سبز معمولاً از 25 الی 50 تن شاخ،برگ و انساج نباتی تازه را تولید می کند و اگر این بقایا به خاک برگردانده شود معادل 10 الی 20 تن کود حیوانی بوده که این مقدار تقریباً 1 تا 2 تن هوموس به خاک می افزاید و نفوذ پذیری خاک را افزایش می دهد. کود سبز از دو طریق بالای میزان تلفات ناشی از آب شویی تأثیر می گزارد؛ یکی از طریق انتقال آب از خاک به اتمسفیر در اثر تعرق  و دیگری از طریق جذب عناصر غذایی از محلول خاک. تعرق باعث کاهش نفوذ آب به پایین تر از محدودۀ ریشه شده  و بدین ترتیب کود سبز باعث کاهش میزان تلفات ناشی از آب شویی می شود.
      از جمله فواید کود سبز یکی هم افزایش مقدار نایتروجن در خاک است البته این در مورد صدق می کند که نبات مورد استفاده از خاندان لگیوم باشد. نایتروجن  بمثابۀ عنصرمهم غذایی برای رشد هر نبات لازم است. سالانه 110 میلیون تن نایتروجن برای تولید غذا در جهان استفاده می شود، اما حصۀ کوچک از این مقدار توسط کودهای کیمیاوی  در خاکهای زراعتی نصب می شود. نباتات لگیومی تنها نباتاتی اند که می توانند نیاز خاک را به نایتروجن با توجه به منبع نامحدود آن که همانا اتمسفیر است رفع نماید. کود سبزنباتات لگیومی نه تنها مواد عضوی خاک را افزایش می دهد، بلکه ساختمان خاک را نیز بهبود بخشیده و علف های هرزۀ آنرا کاهش می بخشد و همچنان باعث حفاظت خاک در مقابل فرسایش نیز می شود(3).
  کود سبز مناسب دارای خصوصیات ذیل میباشد:

- نباتات که بمنظور تولید کود سبز بذرمی گردد باید دارای رشد سریع باشند.

- نباتات مورد بحث دارای شاخ وبرگ فراوان و پر آب باشد.
- نباتات که برای تولید کود سبز بذر می گردد در خاک های فقیر به آسانی رشد کرده بتوانند.
 - انساج این نباتات باید از لحاظ داشتن مواد غذایی غنی باشند.
      کود سبز قشر فوقانی خاک را نرم ساخته و از نگاه داشتن هوا آنرا  را غنی می سازد. موجودیت کود سبز در خاک زمینۀ جذب بعضی عناصر کیمیاوی مانند؛ پوتاشیم، مگنیزیم و کلسیم را آسان ساخته و از شستن خاک جلوگیری می نماید. کود سبز روند عملیات مایکرو بیولوزیکی و کیمیاوی را در خاک تقویت می بخشد(1).
    برگرداندن کود سبز با وجود اینکه نباتات خود آبدار میباشند، زمان مؤثر است که  آب کافی در دسترس باشد تا پوسیدگی آن در خاک به سرعت صورت گیرد، زیرا در شرایط کم آبی تجزیۀ مواد عضوی بطی بوده و یا اصلاً صورت نمی گیرد(4). 
             کود سبز که در زمین های شالیزار استفاده میشود معمولاً  از کشت شفتل ویا رشقه و همچنان ازسایر نباتات که با شرایط رشد و نمو برنج سازگار باشد ، بدست می آید.  تجربۀ یکی از کشورهای افریقایی نشان میدهد که به واسطۀ استعمال کود سبز که از نبات  (sisbania  rostrata) به دست آمده  حاصلات برنج را از 2 تن به 6 تن در فی هکتار افزایش داده است. (2). غده های جذب کنندۀ نایتروجن هم در ریشه و هم در قسمتی از ساقۀ این نبات وجود دارد. نبات مذکور را  50  روز قبل از کاشتن شالی بذرمینمایند و بعداً خاک را با ساقه، برگ و ریشۀ نبات مخلوط نموده و شخم می زنند و سپس نهال های شالی را روی آن می کارند. با استفاده از این روش مقدار کافی نایتروجن که مورد نیاز نبات برنج است به خاک اضافه می گردد که تهیه نمودن این  مقدار نایتروجن با استفاده از کودهای کیمیاوی  ایجاب هزینۀ گزاف را می نماید .
             کاشتن کود سبز را که باعث بهبود شرایط فیزیکی و بیولوژیکی خاک میشود  در تمام خاک ها ممکن و مفید است به استثنای نواحی خشک، زیرا این نباتات به آب فراوان ضرورت دارند و اگر آب زیاد به این نباتات داده نشود از رشد لازم بازمانده و ازمؤثریت آن کاسته میشود.
            از آنچه در مورد کود سبز تذکر داده شد به این نتیجه میرسیم که این کود برای حاصلخیزی خاک نهایت مفید بوده و درمناطق که دارای آب کافی اند ، تولید آن ارزان و استعمال آن افزایش محصولات زراعتی را تأمین می نماید.  بناءً به زمینداران و دهاقین کشورپشنهاد میگردد تا برای برداشت محصولات بیشتر از زمین های شان یکجا با کود کیمیاوی از کود سبزنیزاستفاده نمایند. 
  مآخذ:

1- حسینی سکندر. زراعت آبی. پوهنتون کابل، 1366، 587ص. 2- امیر مسعود طایفه. کارشناس زراعت و اصلاح نباتات 3-http//vista,ir/article/340062/ 4- WWW.negin koodebasir.ir


 د څېړنپوه محمد قسیم باور مراد لیکنه

محمد موسی شفیق د هېواد په آسمان کې ځلانده ستورې

         ټول قومونه او ملتونه د خپلو تیرو نسلونو له کړو وړو څخه د تاریخ له زرینو پاڼو الهام اخلي چې پر بنسټ ئې راتلونکې تګلورې ټاکل کېږې او سرمشق ئې ګرځي.  له نیکه مرغه زمونږ ګران هېواد هم د ملی او نړیوالو مشاهیرو ټاټوبې له دی امر څخه ممستثنی نه دی. افغانستان په خپله غېږ کې ډیر شمېر پوهان، لیکوالان، شاعران، ادیبان او نامتو سیاستوال روزلي دي چې محمد موسی شفیق یو له هغو وتلو څېروڅخه دی.
  محمد موسی شفیق د نامتو عالم مرحوم  مولوی محمد ابراهیم کاموی زوی په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د زرشویی کلی په یوه متدینه او منوره کورنۍ کې زیږیدلې دی. پلار ئې د خپل وخت د جیدو علماوو څخه و. د موسی شفیق مورنۍ ژبه دری او پلارنۍ ژبه ئې پښتو وه ، خو هغه په عربی، فرانسوی او انګریزي ژبو هم پوره مسلط و.
  موسی شفیق خپلې لومړنۍ زده کړی د ننګرهار د کامې او کا بل په ښوونځیو کې تر سره کړی او وروسته بیا د پلار په اراده د ننګرهار ولایت په نجم المدارس کې شامل شو. دوه کاله وروسته د کابل په دارالعلوم کې شامل او له فراغت وروسته په ښاهی دارالتحریرکې په دنده و ګمارل شووروسته له څه مودې  له هغه ځایه د پوهنې وزارت له خوا د مصر هېواد د الازهر پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره واستول شو.هلته ئې په اسلامی حقوقو کې د لسانس د بری لیک ترلاسه کولو وروسته په عربي چارو کې هم ماستری واخسته. وروسته ئې د امریکی متحده ایالاتو د کولمبیا پوهنتون کې په مقایسوی حقوقو کې دوېمه ماستری هم ترلاسه کړه. هېواد ته په راستنیدو سره ئي بېلابېلې دندي؛ د عدلیي وزارت د قوانینو مدیر، د تفتیش رئیس، د عدلیې وزارت معین، د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم په توګه په بشپړه ایماندارۍ او صداقت  سرته رسولی دي.
  موسی شفیق په یونان او لاهور کې په ترتیب سره د حقوق پوهانو او مستشرقینو په نړیوالو کنفرانسونو کې په فعال ګډون سره د  خپل هېواد استازیتوب وکړاو د ذروی وسلو نه لرونکو هېوادونو کنفرانس د مشرتابه پر مهال ئې په علمی ډګر کې د خپل هېواد شمله هسکه کړه. اروا ښاد شفیق د یو وتلی او ځیرک دپلومات په توګه د هېواد په سیاسي افق کې د روڼ ستوری په توګه وځلید. هغه د ناپېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې د افغان پلاوی د مشر په توګه د نا پېلتوب په غورځنګ کې د استقامت په جوتولو سره د ګډونوالو پام راوګرځاوه او په جده کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وینا واوروله. ښاغلی شفیق چې د ملګرو ملتو د عمومي ټولنې د ۲۷ غونډې مشری ئې په غاړه وه د درېمې نړۍ د هېوادونو په ننګه  له شوره ډکه وینا وکړه. 
  استاد د ین محمد ګران د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنڅی استاد چې د یاد پوهنځی رئیس هم دی د موسی شفیق د اغیزمن شخصیت په هکله داسی وايي: " په هغه وحت کې چې انورالسادات د مصر جمهور و موږ د الازهر په پوهنتون کې په تحصیلاتو بوخت وو. هغه وخت د الازهر په پوهنتون کې د علامه سید جمال الین افغان د کلیزی د لمانځلو لپاره ستر او پراخه ترتیبات نیول شوی وو.غونډه د ارواښاد موسی شفیق په وینا چې په هغه وخت ګې په مصر کې د افغانستان سفیر و، پرانستل شوه.  ښاغلی شفیق په خپلی عالمانه او جذابی وینا سره د غونډی ټول برخه وال تر خپلې اغېزی لاندی راوستل، د غونډی اختتام د مصر د مرستیال جمهور رئیس حسین شافعی په واسطه وشو، هغه په خپله وینا کې څومره چې د سید جماالدین افغانی ستاینه وکړه، په همغه اندازه ئې موسی شفیق هم وستایلو، هغه حاضرینو ته په خطاب کې وویل: " افغانستان  په نړۍ کې یو مرد خیزه او نابغه زیږونکې هيواد دی. په افغانستان کې د علامه سید جمال الدین افغان په شان ډیر شخصیتونه تیرشوی ، اوس هم موسی شفیق دی چې دوه ساعته مخکی ئې ستاسی په وړاندی  خپله وینا واوروله، آیا دا په افغانستان کې  یو بل سید جمال الدین نه دی؟". په رښتیا چې موسی شفیق د علم، پوهې، سیاست او ژوندی دموکراسۍ پیاوړی شخصیت و.
  موسی شفیق د څو بعدي شخصیت په لرلو سره، نامتو عالم، شاعر، ادیب، لیکوال، وتلې سیاستوال او پیژندل شوې دپلومات و اوتل ئې د ګاونډیو هېوادونو سره د ملی ګټو پر بنسټ په سوله کې د ګډ ژوند هیله درلوده. هغه تل د ګاونډیو سره د ښو اړیکو پلوی کوله او په دې عقیده و چې ګاونډیانوته ښايي یو دبل مشروع ګټو ته درناوې وکړي. ښاغلی محمد موسی شفیق د ټولو ورسپارل شوو دندو په اجرا کې پوره بریالی و له همدې کبله د  اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له خوا په ۱۳۵۱ لمریز کال کې  د صدارت لپاره و نومول شو  او د افغانستان لومړنی صدراعظم و چې په دوه ورځو کې د ملی شورا د اعتماد رایه ترلاسه کړه.
 د دشهید موسی شفیق د کارنامو او یاد په درناوي د جمهوری ریاست د عالی مقام په حکم د جدی د میاشتې په ۲۱ نیټه په کابل کې دوه ورځينی نړیوال سیمینار جوړ شو په کوم کې چې څېړونکو، پوهانو،ادیبانو سیاستوالو او دولتی چارواکو د هغه د ژوند، کار او فعالیت او د پلوماسۍ په هکله هراړحیزی ویناوی وکړی او په دې توګه د دې نومبالی سیاستوال د ۹۰ می کلیزی درناوی وشو. په یاد سیمینار کې د افغانستان جمهور رئیس  محمد اشرف غنی د هغه  د نورو کړنو د ستاینې ترڅنګ وویل:" د شهید موسی شفیق له ډیرو مهمو کارونو څخه یوهم د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند په اړه د اوبو تړون دی چې دهغه د صدارت په وخت کې لایلیک شو. موسی شفیق د ایران سره د هلمند د اوبو د مسألي پر سر چې تر سل کالو زیاته موده لاینحله وه د ملی ګټو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره موافقی ته ورسید او یاد تړون د شورا له تصویب وروسته د محمد ظاهرشاه په واسطه توشیح شو. د ده د صدارت په لنډه موده کې په هېواد کې د ۲۰۰ میلونو افغانیو په لګښت  لس فابریکې جوړې شوې او د بهرنیو په مرسته بانکونه پرانستل شو. په کابل کې  د پوځي ۴۰۰ بستریز روغتون   د کابل د خواجه رواش او بګرام هوایی ډګرونه دهغه د عمراني او پرمختیایی لاسته راوړنو یېلګې دي .  د هلمند داوبو تړون چې د شهید موسی شفیق  له مهمو کارونو څخه شمېرل کېږی په راتلونکې کې به په مفصل ډول مینه والو ته وړاندی شي.

(نوربیا)



 ډ څېړنپوه محمد قسیم باور مراد په قلم

دهلمند د اوبو تړون

      په یوې جغرافیی کې د طبیعي زیرمو شتون د خدای تعالی هغه لورېنه ده چې زموږ ګران هېواد  ورڅخه په پراخه کچه برخمن دی. د افغانستان په طبیعي زیرمو او سرچینوکې د ګڼ شمېرجامدو موادو کانونه ( اوسبنه، مس، نکل، کوبالت، یورانیم، ۰۰۰)، طبیعي ګاز، نفتي مواد، بهاند سیندونه او نور ګډون لري، چې د هېواد د هر اړخیزی ودې لباره ئې لازم شرایط چمتو کړي دي.  
      د طبیعی زیرمو په ډله کې اوبه چې ژوند ورڅخه رامنڅته شوی دی په طبیعت ګې د ټولو ژوتدیو موجوداتو د پايښت او ودې لپاره وروسته له آکسیجن څخه اړینه ماده ده. اوبه هغه اقتصادي ماده ده ، چې شتون ئې د هېوادونو د زراعت، صنعت او هراړخیزې پراختیا سره نه شلېدونکې تړاو لري. له اوبو څخه مناسبه او معقوله ګټه اخستنه ددې لامل کېږی چې هېوادونه د ترقۍ او پرمختګ په لور کوټلي ګامونه اوچت کړي. دي موخې ته د رسیدو لپاره د اوبو هراړخیز او سالم مدیریت ځانګړی پاملرنه غواړي، ترڅو د اوبو له شتو سرچینو څخه په ګټې اخستنې سره مو هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږی او په کور دننه د بېلابېلو کرنیزو او صنعتي محصولاتو له پلوه چې اوبه  ئې د تولېد لپاره اړیني دي، جوګه شو.
     لکه د مخه چې ورته اشاره وشوه افغانستان د قیمتي ډبرو، تیلو، طبیعی ګاز، اوسپنې او نورو طبیعی کانونو او زیرمو ترڅنګ د مست او بهاند سیندونو درلودونکی هېواد دی. د افغانستان له لویو سیندونو څخه یو هم د هلمند سیند دی چې د اوبو او برښنا وزارت د پخوانیو معلوماتو له مخی د اوبو حجم ئې  ۴۵۹۰۰۰۰متر مکعبه دی چې ترټولو زیاته ګټه ایران ورڅخه اوچتوی. د هلمند سیند د پغمان له اوونۍ درې نه سرچینه اخلي او له ۱۱٥۰ کیلومټرو تګ نه وروسته ایران ته اوړي او د ۲۷ مترو په اوږودوالی د ایران په خاوره کې بهېږی.
     دهلمند سیند د افغانستان له دوو لویو اوبیزو سرچینو څخه یو دى چې په لومړی سرکې په خورا چټکتیا سره بهېږی او په پای کې ئې د هلمند هامون سره حرکت ورو کیږی. د هلمند سیند د اضافي اوبو د زېرمه کولو په موخه زمونږ په هېواد کې آبګردان بندونه نه دي جوړې شوي چې له امله یې تیرکلونه ډیرې اوبه ضایع شوي او اوس ئې هم ډیره برخه د ایران په خاوره کې تویږی.
    د هېوادونو طبیعي زیرمی، د هغوئ جغرافیایی موقعیت  ته په کتنې سره تل  له ګواښ سره مخ وي. افغانستان چې په وچه کې راګیرهېواد دی په بېلابېلو وختونو کې هم د خپلو بډایو طبیعی زیرمو له امله ئې راز راز ستونزی ګاللی او اوس هم ورسره لاس په ګریوان دی. 
  د تاریخ په اوږدو کې افغاانستان څوڅو ځل کله د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه د حراست او ساتلو له امله  اوکله هم د طبیعي زیرمو د شتون له امله د نړیوالو ښکیلاکرو، د وخت د زبرځواکونو او ګاونډیو پام ځانته را اړولې. دلته د بېلګی په توګه د ایران هېواد سره  اړیکو ته ځغلنده کتنه کوو:
   د تاریخ له پاڼو څرګندیږی چې د ۱۹ پیړۍ له نیمایی راهیسی د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکی د بيلابېلو عواملو له کبله چې اصلی لامل ئې د هلمند د اوبو د ویش مسأ له وه، کړکیچنی وی. په ۱۹ پېړۍ کې د سیستان ولایت چې د پخواني (خراسان او آریانا) او اوسني افغانستان تاریخي ښار و د روسيې او برتانوی استعمار پاملرنه له دی کبله چې د افغانستان، بلوچستان، هندوستان او ایران د لارو پر سر پرته سیمه وه ، ځانته جلب کړه .
     په ۱۸۶۶ زېږديز کال کې د ایران حکومت د سیستان په سیمه چې د افغانستان خاورې پورې تړلی وه یرغل وکړاو د دواړو هېوادونود ترمنځ شخړه اوجګړه پیل شوه. د دی جګړې ختمولو لپاره د برتانیی له لوري یو پلاوی چې مشري ګولډ سمټ کوله او د پالک په نامه یې یو تن غړی درلود شخړې د حل لپاره و ګمارل شو. په دی وخت کې ایران د برېټانیې تر نفوذ لاندې و او د ایران د هغه وخت لومړی وزیر سپاه ­سالار میرزا حسن خان د انګلیس سیاستونو پلوی کوله په داسی حال کې چې د افغانستان پاچا امیر شېر علي خان د انګلیس له سیاستو سره په ټکر کې وو، نو طبیعي خبره ده، چې انګلیسي پلاوي به هم خپله پرېکړه د ایران په ګټه کوله.
    د دې شخړې د حل لپاره د افغانستان له لوري سید نور محمد شاه خان او د ایران له لوري مرزا معصوم خان او وروسته مرزا ملکم خان د استازو په توګه و ټاکل شول. له ډېرو هڅو څخه وروسته انګلیسي پلاوي په ۱۸۷۲ زېږديز کال د اګسټ په ۱۸ نېټه خپله پرېکړه صادره کړه. د پریکړې په ډېری برخو کې له سیستان څخه د افغانستان خاورې په توګه یادونه شوې ده؛ خو په پایله کې سیستان د انګلیسي پلاوي له لوري په دوو برخو وویشل شو. هغه برخه یې، چې ډېر وګړي په کې مېشت وو  او ښېرازه سیمه وه ایران ته ورکړشوه، خو د چخانسور کم وګړي سیمه او همدا راز د نادعلي کلا او تر کوهک بندره پورې د هلمند سیند دواړه خواوې افغانستان ته پرېښودل شوې. په هغه وخت کې دا پرېکړه د افغانانو د منلو وړ نه وه او د سید نور محمد شاه تر جدي نیوکې لاندې هم راغله.
     ستنونزه دلته پای ته و نه رسېده؛ بلکې په ۱۸۹۶ زېږدیز کال کې د هلمند د سیند مجرا، چې له نادعلي څخه تېرېده او په مستقمه توګه مخ په شمال روانه وه مسیر یې د طبیعي حوادثو له امله بدلون و موند، چې له امله د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د وېش پر سر بیا ځلي شخړې رامنځ ته شوې.
     دا ځل د شخړې حل لپاره د سرهنري مک مهان په مشري یو ځل بیا د انګلیس پلاوی وټاکل شو، چې د مک مهان د پرېکړې په پایله کې د هلمند سیند نیمايي اوبه ایران ته وبښل شوې، چې بیا هم د افغانسان له لوري دا پریکړه په کلکه رد شوه. تردی وروسته ایران د هلمند د سیند څخه د ۳۰ مترمکعبه اوبوڅخه د ګټې اخستنې غوښتنه درلوده ، خود تړون په مسوده کې ۲۲مترمکعبه اوبه په پام کې نیول شوی وی. په دی اړوند ایران لوری ته د ښه نیت څرګندونې لپاره د اعلیحضرت محمد طاهرشاه په سپارښتنه د ۸ مترمکعبه اوبو تفاوت په نیمایی توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ وویشل شو او په پایله کې په تړون کې ایران ته په هره ثانیه کې د هلمند له اوبو حځه   د ۲۶ متر مکعبه اوبو اندازه درج شوه.  
     شهید موسی شفیق د خپل صدارت په دوره کې ډیر مؤفقیتونه ترلاسه کړه د ایران سره د هلمند د اوبو موافقی ت ورسید، د پښتونستان مسأله چې په هغه وخت کې ډیره توده شوی وه په ډیر مهارت او تدبیر سره سړه کړه، د غربي هېوادونو سره په بېلابېلو موضوعاتو کې مفاهمی ته ورسید. له همدی کبله د امریکی جمهور رئیس ریچارد نکسن د ده د مؤفقیتونو په باب د مبارکۍ پیغام را واستاوه په کوم کې چې د موسی شفیق د پراخ نظر ستایینه شوی وه. 
     د هلمند د اوبو ستونزه چې له کلونو کلونو شخړو او د دواړو هېوادنو ترمنځ د پلاوو له لېږلو او رالېږلو څخه وروسته بالاخره د ۱۹۷۳ زېږدیز کال د مارچ میاشتې په ۱۳ د افغانستان د لومړي وزیر محمد موسی شفیق او د ایران صدراعظم امیر عباس هویدا ترمنځ دواړو خواوو ته د منلو وړ تړون په لاسلیک کولو سره حل شوه او په دي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر سل کلنو شخړو او ناندریو ته د پای ټکې کیښودل شو. د دې تړون پر بنیاد ایران ته حق ورکړ شوی چې په ثانیه کې د ۲۶ متر مکعب اوبو څخه په دری نقطو کې ګټه پورته کړی خو اوس مهال ایران عملاْ د تړون برخلاف له ۳۰ تر ۴۰ سیمو څخه اوبه اخلي. د یاد تړون د پنځمی مادی پر بنسټ ایران د هلمند د سیند له اوبو څخه له هغې کچې پورته چې په تړون کې تثبیت شوی ده د هیڅ ډول ادعا حق نه لري.  سربیره پر دی د یاد تړون په هیڅ ماده کې د افغان لوری داسی ژمنتیا چې ایران ته به د سیستنان، بلوچستان او زاهدان ځمکو خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبه د هلمند له سیند څخه ورکول کېږي ، نه تر سترګوکېږي . د استاد ډاکتر محمد اعظم په وینا ایران مکلف شوی و چې د چابهار بندر څخه د افغانستان لپاره د ګټې اخستنې شرایط برابرکړی او همدارنګه دننه په افغانستان کې د هلمند  په سیند د دری لویو بندونو جوړولو لګښت افغان لوری ته ورکړي. له بده مرغه د دي تړون له لاسلیک څخه وروسته لومړی په افغانستان او بیا په ایران کې په پرله پسی توګه بدلونونه رامنځته شول او د دواړو هېوادونو حکومتونو د یاد تړون پلی کېدو ته شاکړه او له دی فرصت څخه ایرانی لوری ډیره ګټه پورته کړه چې په اوس وخت کې هم ایران د تړون د اصولو پرخلاف له ۳۷ ملیون متر مکعب اوبو څخه ګټه اخلي او د ایرا ني لوری مکلفیتونه چې په تړون کې درج وو یوازی د کاغذ پرمخ پاتی شوي دي او په بېلابېلو پلمو د بخش آباد بند  د جوړیدو مخه نیسی. دا په داسی حال کې ده چې د هلمند د اوبو ستونزه د مرحوم ظاهرشاه په وخت کې حل شوی ده.اوس چې د هلمند د سیند اوبه د وچکالیو له امله د پخوا په پرتله کمی شوی دی ایرانی لوری غواړی چې په یاد تړون له سره غور وشی،خو افغان چارواکو ته پکارده چې د شهید موسی شفیق په واسطه د هلمند د اوبو  لاسلیک شوی تړون د ځان لپاره  سره کرښه وبولی او د ملی ګټو په خوندی ساتلو سره د هېواد  د روانو اوبو مدیریت په سالمه توګه پرمخ یوسی.
      ګاونډی هېوادونه د یو شمېر نورو ستراتیژیکو مسایلو ترڅنګ د افغانستان اوبه د ځان لپاره یوه ډیره مهمه بولي، چې له کبله ئې ایران او پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو له رامنځته کېدو څخه اندیښنه لری. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی په کابل کې د شهید موسی شفیق د کارنامو په اړه په جوړشوی دوه ورځنی نړیوال سیمینار کې د هلمند د سیند په هکله د لاسلیک شوی تړون د پنځمی مادی په استناد وویل:" کاشکی شهید موسی شفیق څو کاله نور هم ژوندی وای چې د افغانستان ټولی اوبه انسجام شوی وای". د جمهور رئیس مجمد اشرف غنی دا څرګندونې دهلمند د اوبو په هکله لاسلیک شوی تړون ته چې د ملی ګټو سره بشپړ سمون لری اوپه هېواد کې د سولې اوثبات په ګټه دی ژمنتیا ده ، چې بشپړپلی کول ئې د ملی یووالی حکومت د چارواکو ځنډ نه منونکی دنده ده. د ملی یووالی حکومت پکار ده چې د غازی امان الله خان په واسطه پیل شوی اصلاحات چې د شهید موسی شفیق په واسطه ئې دوام موندلې په خپل سهم تعقیب او په دې توګه د هېواد په ترقۍ او پرمختګ کې خپل تاریخی رسالت ترسره کړی ترځو راتلونکی نسلونه مو يه ځان بسیا  او د  ویاړه ډک ژوند څخه برخمن وی.
   د هلمند اوبو تړون نه یوازی د افغانستان ملی ګټې خوندی کړی، بلکی په نړیوالو اړیکو کې د فعالی دپلوماسۍ چې د پیاوړی سیاستوال شهید موسی شفیق له خوا تمثیل شوه ،څرګنده بېلګه ګڼل کېږی.
 


څېړنپوه محمد قسیم مراد(باور)

د پولیمیرونو اهمیت

  پولیمیرونه هغه کیمیاوی مرکبونه دي چې د ځانګړو خواصو په درلودلو سره ئې کارول ورځ تربلې پراختیا مومي. پولیمیرونه له هغو غټو مالیکولونو څخه عبارت دي چې هر مالیکول  يې د کوچنیو یا یو شان بېلا بېلو واحدونو څځه  چې مونومیرونه ورته وائې،جوړشوی وی. پولیمیر له دوو یونانی کلمویانی (Polys) د څو په مانا او(Mer) د واحد په مفهوم دی، اخستل شوی دی.
      که د یو پولیمیر د تشکیلیدو لپاره یو ډول مونومیر و کارول شی هومو پولیمیر ئې بولی او که د پولیمیری مرکب ځنځیر له دوه ډوله مونومیری واحدونو څخه جوړ شوی وي  په دی صورت کې لاسته راغلې پولیمیرد کو پولیمیر په نوم یا دیږی. یا په بل عبارت هغه پولیمیرونه چې له یو ډول مونومیرونو څخه تشکیل شوی وي د هومو پولیمیر (Himipolymer) په نوم او هغه چې د ډول ډول مونومیرونو څخه تشکیل شوی وي د کوپولیمیر (Copolymer) په نوم او که په یو پولیمیری ځنځیر کې دوه ډوله مونو میرونه موجود وی د ترپولیمیر په نوم یادیږي(513:1).  

مونومیرونه د کوولانسي اړیکې په واسطه یو له بل سره وصلېږی او اوږده ځنځیرونه جوړوی. مونو میرونه بوله بل سره تعامل کوی اوخطی ځنځیرونه یا دری بعدی شبکه جوړوی، چې دا عملیه د پولیمیرایزیشن په نوم یادیوی.

          پولیمیرونه په عمده توګه په دری ډلو ویشل کیږی:

- بیو پولیمیرونه یا طبیعی پولیمیرونه هغه دي چې د څو قیمته قندونو(نشایسته او سلولوز)، پروتئینونو، نوکلیک اسیدونو، انزایمونو، وریښمو او طبیعی ربړ څخه جوړ شوي وي. - کاني پولیمیرونه له الماس، ګرافیت، د ګڼ شمیر فلزاتو له اکسایدونو او نورو څځه عبارت دي. - مصنوعی یا سنتری پولیمیرونه هغه دي چې د مونومیرونو منشأ ئې خام نفت او د ډبرو سکرو قطران وی. د مصنوعی پولیمیرونو ځنی خواص د طبیعی پولیمیرونو په پرتله غوره دي، ځکه د نننی تخنیک یو شمیر ستونزی چې د طبیعی موادو په مرسته د حل وړ نه وې د مصنوعی پولیمیرونو په واسطه ئې د حل لاره موندل شوی ده. مصنوعی پولیمیرایزیشن په دوه ډوله جمعی او تراکمی توګه صورت مومی. که د پولیمیرونو واحدونه(مونومیرونه) سره یو ځای شی په دی صورت کې حاصل شوي پولیمیرونه د جمعي پولیمیرونو په نوم یادیږی. که د پولیمیرایزیشن په عملیه کې د مونومیرونو ترمنځ د تعامل په پایله کې د ځنو مرکبونو کوچني مالیکولونه لکه H2O او نور بهر شي دا ډول پولیمیرایزیشن تراکمی بلل کېږي. د نشایستی او سلولوزپه تولېد کې د NH 3 او ګلوکوزله پولیمیرایزیشن څخه اوبه خارجیږی. په متراکمو پولیمیرونو کې د مونومیرونو یوه برخه ګډون نه لری او تجزیه کېږي.(7).

 پولیمیرونه په لاندی دوو طریقو سره  پلاس راوړل کېږي:

لومړی - د پولیمیرایزیشن تعامل: د کوولانسی رابطی په واسطه د ساده مرکبونو(مونومیرونو) د وصلیدو په نتیجه کې د غټی کتلې لرونکی مرکب چې بولیمیر ورته وایی، تشکیلیږی.

دوییم- د پولی کاندنسیشن تعامل:  ددې عملیی په ترڅ کې د دوو یا ډیرو وظیفوی ګروپونو درلودونکو مرکبونو څخه پولیمیری مرکب پلاس راځی . په دی عملیه کې له یادو ګروپونو څخه ځینی مواد لکه اوبه، امونیا او نور آزادیږی. نشایسته او سلولوز چې د مونو سکرایدونو د لومړنیو ساختمانی پاتی شونو  څخه لاسته راځی د طبیعی پولیمیرونو بېلګی دی.(256:2).
کاغذ، لرګي، پلاسکو(ملامین ) لوښي، غوښه، وړۍ وریښم او نور هغه ماکرومالیکولونه دي چې انسانان ورڅخه په ورحنی ژوند کې ګټه پورته کوی. پولیمیرونه د الیاف، طنابونو، جامو جوړولو ¸د پلاستیک جوړولو په صنعت، د کنګل شوو غذایی موادو په بسته بندۍ، پلاستیکی کڅوړو، د برقی وسایلو په جوړولواو په بی شمېره نورو برخو کې په پراخه کچه کارول کېږی.
  د پلاستیک جوړولو د صنعت تاریخچه د انګلیسی پوه ډاکتر مونتګومری  (Montogomery) د 1843 زیږدیز کال له فعالیتونوسره سمون خوری، چې دیرش کاله وروسته له هغه د پلاستیک له جنسه د بلیارد لومړنې توپ جوړ شو. په 1924ز. کال کې په آلمان کې سلوفان (Cellophane) تولېد او ګټه اخستنه ورڅخه پیل شوی ده. دا نوم د سلولوز (Cellolose)کلمی د اولې نیمایی او د (diaphane)  له وروستۍ نیمایی څخه چې د روڼ مانا ورکوی ، اخستل شوی او عمومی فارمول ئې {C6H10O5]دی(183:1). لومړنې صنعتی پولیمیر په1909   ز. کال کې چې رزین فینایل فارم الدیهاید ؤ د بلژیکی عالم په واسطه چې داکتر لئوهندریک نومیده تولېد او سوداګریز نوم ئې (Baklit) ایښودل شوی دی او له هماغه وخته راهیسی د غوره مادی په توګه په اړوندو محصولاتو کې په پراخه کچه کارول کيږي. د پلاستیک په تولېد کې چې د پولیمیرونو ټاکلې ترکیب دی د پام وړ بدلون په 1920 ز. کال کې کله چې د پلاستیک د صنعت د پراختیا په موخه سلولوز استات (Cellulose) چې د جوړښت له مخې سلولوز نایتریت ته ورته والې لری، هم ورګډ شو(6).
   پلاستیکونه په هغو کې د موجودو برخو د شتون له مخی په ساده( هغه چې له یوی برخې څخه لکه ستیرول او بولی ایتیلین) او پیچلو( هغه چې له څو برخو څخه تشکیل شوی وی لکه فلوروپلاستونو، فینو پلاستونو او تکستولیتون) باندی ویشل کېږی.
   به پلاستیکونو کې د بېلابيلو ځانګړتیاوو د ترلاسه کولو په موخه سربیره پر طبیعی او مصنوعی کنډو ځينې نور مواد هم علاوه کوی( 320:2 ).
 یوشمیر ضروری مواد بلاستیک ته د څانګړی خواصو ورکولو په موخه علاوه کیږی:
 - سریښ لرونکي مواد چې د پلاستیکی ذرو نښلولو لپاره اړین اوشته والی یی په پلاستیک کې د ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی.
 - د غیر پلاستیکي موادو  جامدې او کوچنۍ ذري لکه ګرافیت، تالک، کاولین، ازبست او یا ځینی عضوی مواد لکه د اری بور، کاغذ اونورچې د پلاستیک په فزیکی او میخانیکی خواصو باندی اغیزه ښیندی، هم علاوه کوی.
 - رنګونه پلاستیکی محصولاتو ته ښکلا ورکوی. پلاستیک د نورو طبیعی عضوی موادو په څېر له غټو مالیکولونوڅخه جوړشوی دي چې د کاربن شتون پکي حتمی وی.
  ټول مصنوعی مواد چې د پلاستیک په جوړولو کې کارول کېږی د سانتی ګرید له90  درجې تودوخې څخه تر 200 درجو پوری مخلوط کوی او شکل ورکول کېږی. له همدی کبله د غوره الاستیکي خواصو په درلودلو سره پلاستیک نومیږی(93:4).
  پلاستیک یو مهم پولیمیر دی او هغه عضوی مواد دي چې مخصوص وزن ئې لږ دی. په بل عبارت پلاستیک هغه مواد دي چې د نورو عناصرو سره د کیمیاوی موادو د پولیمیرایزیشن څخه لاسته راځي. پلاستیک د مصنوعی پولیمیرونو له ډلې څخه دی او په حقیقت کې هغه مواد دي چې د لومړی ځل لپاره د انسان په واسطه جوړ شوی دی.د پلاستیکی موادو جوړښت د ځنو کیمیاوی عناصرو لکه؛ کاربن، هایدروجن، آکسیجن، کلورین او سلفر پر بنسټ ولاړ دی. پولیمیری مواد له نفتو، غاز، ډبرو سکارو او حتا له نباتاتو څخه لاسته راځی. پلاستیک هغه مقاوم مواد دي چې په آسانۍ سره نه تجزیه کېږی او که بی ځایه و غورځول شي له منځه نه ځي، لاری سیندونه اوسمندرونه ککړوی او د بحری حیواناتو د ژوند لپاره ستر ګواښ رامنځته کوي.
  په طبیعت کې د پلاستیکی موادو تجزیه په لاندی ډول صورت مومي:

1- پلاستیکي کڅوړی له 10 څخه تر 20 کلنو په موده کې تجزیه کېږی. 2- پلاستیکي لوښي له 50 څخه تر 60 کلنو په موده کې تجزیه کېږی. 3- د جوسونو پلاستیکی بوتلونه لږ تر لږه د 450 کلنو په موده کې تجزیه کېږی.

 د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوی لپاره چې د نورو کارول شوو مصنوعی پولیمیرونو څخه منځته راځی یوه لار يي له هغوی څخه د پلاستیک جوړول دي. د کارول شوو پولیمیری موادو د ضرر د مخنیوی بله طریقه د هغوی سوځول دي چې انرژی ورڅخه تولېدیږی خو باید له پامه و نه غورځول شي چې  د پولیمیرونو له سوځولو څخه  یو شمیر زهری مواد لکه؛ کاربن ډای اکساید (CO2)، کاربن مونو اکساید (CO)، سلفر ډای اکساید(SO2)، او HCl تولېدیږی او هر یو ئې په خپل وار د هوا د ککړتیا سبب کېږی چې ددی ډول ککړی هوا تنفس کول د انسان د روغتیا لپاره ګواښ دی(4).
  پلاستیک د نننې تخنیک د ودانیزو توکو مهمه برخه جوړوی. له هغه څځه د راز راز ماشینونو جوړولو په صنعت، الکتروتخنیک، زراعت، طبابت او نورو برخو کې په پراخه کچه ګټه اخستل کېږی.
 مصنوعی الیاف هم  د پولیمیرونو له ډلې څخه دي او د سلولوز سره د تعامل په نتیجه کې لاسته راځي. د سلولوز څخه په زیاته اندازه  الیاف د ټوټو، کاغذ، مقوا جوړولواو نورو لپاره لاسته راځي.همدارنګه د یولړ کیمیاوی تعاملاتو په نتیجه کې ورڅخه یو شمیر نور محصولات لکه؛ پلاستیک، لاک، هغه باروت چې لوګی نه لری، ایتایل الکول  او نور استحصالېږی(248:2).
      اړینه ده چې د کارول شوو پلاستیکونو څخه د هغه د بیا تولید په اړوند  هم په لنډه توګه یادونه وشي. بلاستیک له نفتی موادو څخه لاسته راځي او ډیر ځله ئې بروسس د چاپیریال د ککړتیا سبب کېږی.پلاستیک په ورو ډول تحزیه کېږی او کله چې چاپیریال ته لار و مومی نو د اوږدی مودی لپاره د هغه د ککړتیا لامل ګګرخي. د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوی په موخه بکار ده چې کارول شوی او باطله پلاستیکونه چې په چاپیریال کې موجود وی، پروسس کول او بیا تولید ئې نه یوازی د چاپیریال د ککړتیا کچه را ټیټوی، بلکی له اقتصادی پلوه هم خوذا ګټور دی. په مارکیټونو، لارو او سرکونو کې  د کارول شوو پلاستیکونو او نورو پولیمیری موادو بېلابېل ډولونه لکه پولی اتیلین (Polyethelen)، پولی وینیل کلوراید (Poly  vinyl  chloride) یا PVC، پولی ستیرین (Polysterene)، پولی پرو بیلین (Polypropylene) او نور شتون لری(5). د دی موادو څخه د پلاستیک د بیا ځل تولېدولو لپاره اړینه دی چې هغوی د پولیمیرونو د ډولونو له مخی یو له بل څخه جلا او وروسته ورڅخه د یو لړ کیمیاوی عملیو په بشپړولو سره پلاستیک او نور اړین مواد تولېد شي(153:3).  پولی وینیل کلوراید د وینیل کلوراید له پولیمیرایزیشن څخه په لاس راځی چې د ترموستاتیک له ډلې څخه دی مالیکولی وزن ئې له 10 \څخه تر50 زرو پوری دی. د پولی وینیل کلوراید کثافت په یوه سانتی مترمکعب کې له 1.35 څخه تر 1.43 گرامو پوری او د ویلی کيدو ـټکې ئې د سانتی گراد له 150 څخه تر 220درجو پوری دی. پولی وینیل کلوراید د سانتی گراد په 120 درجو تودوخه کي تجزیه کېږی او پولیمیری خواص له لاسه ورکوی. پولی وینیل کلوراید د نلونو د پوښ، لوښو او همدارنګه د لوبو د سامان جوړولو، جامو، ډول ډول لاسی بکسونو، پردو، د ریاکتورونو دنننی پوښونو، د سیمانو د پوښولو او نورو لپاره کارول کېږی(515:1).
  سربیره پر دی اوس مهال پولیمیرونه  د غوره میخنیکی خواصو په درلودلو او هم له دی کبله چې د برښنا او تودوخې عایق دی د ژوند په ټولو چارو کې له ودانیو څخه نیولی بیا تر هوایی سفینو پوری په پراخه کچه کارول کېږی. د بېلګې په توګه پولی وینیل کلوراید (PVC) یوه ارتجاعی کتله ده چی د تیزابونو او القلی په وړاندی ډیر مقاومت لری. پولی وینیل کلوراید د نلونو په پوښلو، د مصنوعی څرمنې په جوړولو او ډیرو نرو برخو کې کارول کېږی. 
   په نتیجه کې ویلای شو چې د پولیمیرونو تولېد او کارونې په وروستیو پنڅوس کلونو کې په بیساری توګه پراختیا موندلی ده. مصنوعی پولیمیرونه هم په ورځنی ژوند او هم د صنعت په بېلا بېلو برخو کې ډیر کارول کېږي. اوس مهال په ډیرو حالاتو کې د فلزاتو، ښیښو، سرامیکو او لرګیو پر ځای له پولیمیرونو څخه کار اخستل کېږی. د پولیمیرونو د کارونې ساحی پراختیا ته په کتنې سره  د نړۍ په ګڼ شمیر هېوادونو کې د پولیمیرونو تولېد او کیفیت ته پاملرنه کېږی. په دی اساس وړاندیز کېږی چې په هېواد کې د راز راز پولیمیرونو تولېد ته  ځانګړی پاملرنه  وشی او ملی پانګوالو ته شرایط چمتو شی تر څو په دی برخه کې په ډاډمنه توګه پانګونه وکړی او هېواد ته  د پولیمیرونو د وارداتو په کچه کې په تدریجی توګه کموالی راشی. 

سرچینی: 1- - دایرة المعاف اریانا، جلد دوم، اکادمی علوم، ریاست دایرة المعارف، مطبعۀ نبراسکا، کابل- افغانستان، تعداد صفحات961. 2- مستمندی، عبدالله، محمدظفر همکار، فتح محمدپنجشیری و غلام صیدیق ذهیب. کیمیای عمومی جلد دوم، وزارت تحصیلات عالی و مسلکی ج- ا، پوهنتون کابل، ص592. 3- بررسی پلاستیک ها. ریاست نشرات اکادمی علوم، مجله طبیعت ،مطبعۀ بهیر، شماره شانزدهم، سال 1389، ص11. 4- پروسس مجدد پلاستیک از زباله ها. ریاست اطلاعات و ارتباط عامۀ اکادمی علوم، شمارۀ مسلسل31، سال 1393، ص7. 5- بازگردانی مواد باطله و زاید و امکانات استفادۀ مجدد از آنها. ریاست اطلاعات و ارتباط عامۀ اکادمی علوم، شمارۀ مسلسل31، سال 1393، ص7. 6- رقیب، نوریه. کیمیای پولیمیر. پوهنځی علوم طبیعی، پوهنتون تعلیم و تربیه، کابل، 1392،ص71.

7- www.ekimia.com/?section=articles&q=57  


   سرمحقق محمد قسیم مراد(باور)

نقش تکنالوژی در توسعه و انکشاف

      زندگی انسانی همیش یک روند تغیر پذیر و پیشرونده بوده که قرن بیستم را دراین زمینه  میتوان  دوران تغییرات انقلابی و جهشی نامید. دراین مدت درکشورهای مختلف همزمان با تغییرات  سیاسی، اجتماعی و اقتصادی در زندگی مردم  تغییرات سریع و بی سابقه یی در عرصۀ علوم و تکنالوژی تغییر به میان آمده است  که درآستانه و شروع قرن بیست و یکم به اوج خود رسیده و رشد سریع آن هنوز هم دوام دارد. چون تلیفون، فکس، تلگرام، تلویزیون، وسایل گوناگون ترانسپورتِی  وغیره  دست آورد های آشکار تلاش های انسانی است.  همراه با رشد بی سابقۀ علوم تغییربنیادی درتخنیک وتکنالوژی سابقه دست آورد های علمی و تکنالوژیکی جدید مانند انترنت، تلیفون های سیار و صد ها دستاورد  دیگر بالای آن آفزود گردیده است.  این دست آورد های شگفت انگیز درعرصه های علمی و تخنیکی روابط بین انسانها را  خیلی وسیع، آسان و مفید ساخته است و بدون شک میتوان گفت که جهان امروزی از نگاه تامین ارتباطات به یک دهکده تبدیل شده است
      پیشرفت تکنالوژی عامل اساسی توسعه و انکشاف اجتماعی است که به آسانی میسرهم نبوده ونیاز به تلاش خستگی ناپذیر وکسب مهارت های جدید داشته و دارد. تجارب نشان داده که استفاده از تکنالوژی جدید و بکاربرد تخنیک های عصری و مدرن کمیت و کیفیت  تولید را افزایش بخشیده است. 
     درعصرحاضر پیشرفت جوامع بشری ارتباط مستقیم به انکشاف علوم و فنون در تمام عرصه ها دارد و پیشرفت جوامع متمدن ارتباط ناگسستنی به این دارد که یک جامعه درعرصۀ ساینس و تکنالوژی درکدام سطح ترقی و مدارج عالی خود قرار دارد. زنده گی کنونی حاکی از آن است که انسانها بصورت عام در تمام عرصه ها بخصوص در رشته های زیر بیشتر از تکنالوژی کار میگیرند:
  - در تولید نعمات مادی؛
  - درعرصۀ خدمات اجتماعی و رفاه عامه؛
  - در عرصۀ آموزش و پرورش؛
  - در عرصۀ تحصیلات عالی؛
  - در عرصۀ صحت عامه؛
  - در عرصۀ خدمات بانکداری و تجارت؛
  - در عرصۀ مصؤنیت و امنیت؛ 
  - در عرصۀ تحقیقات علمی؛
  - در عرصۀ تأمین انرژی و برق رسانی(24:1).
     با درنظرداشت تذکرات فوق می توان تکنالوزی را به صورت جامع چنین تعریف کرد:" تکنالوژی مجموعۀ متشکل ازاطلاعات، ابزار ها و تخنیک های که از علم و تجربۀ عملی نشأت کرده باشد و در توسعه، طراحی و به کارگیری محصولات  و عرضۀ خدمات برای رفاه و آسایش بشر مورد استفاده قرار گیرد، است".
     طوریکه قبلاً اشاره گردید تکنالوژی و استفاده از آن در عرصه های گوناگون زندگی برای ترقی و توسعه جوامع بشری به یک امر ضروری مبدل گردیده است. تکنالوژی در توسعۀ اقتصادی، اجتماعی، سیاسی، فرهنگی و نطامی نقش تعیین کننده را ایفا می کند و بسیاری کشورها توانسته اند با بکاربرد تکنالوژی جدید به سطح بلند رفاه و آسایش دست یابند. با استفاده از تکنالوژی جدید میتوان به تمام اسرار طبیعت پی برد و آنرا برای رفاه بشریت بکار بست. 
      تکنالوژی شامل زیر ساخت های  ضروری برای طراحی، توليد، اجرا و تعمیر محصولات فنی از زمان طراحی تا به کار گیری  و ارایۀ خدمات بعد از توليد آنها است. تکنالوژی  حاصل ترکیب مهندسی و علم است. به همین ارتباط تعریف جامع تکنالوژی ازمجموعۀ از اطلاعات، ابزارها و تخنیک های که از علم و تجربه عملی نشأت کرده باشد و در توسعه، طراحی ، توليد و به کار گیری محصولات و سایر خدمات مورد استفاده قرار میگیرد، در نظر گرفته می شود.
    به طورکلی مردم کشورهای درحال توسعه می توانند درسهای پرارزشی از تجربۀ مؤفقیت آمیز بعضی از کشورهای صنعتی و تازه صنعتی شده بخصوص کشورهای واقع درشرق آسیا و آمریکای لاتین درامر توسعه تکنالوژی و صنعتی شدن کشورهای خود بگیرند. تجربه موفقیت آمیزاین کشورها نشان داده است که فراگیری و انتقال گسترده تکنالوژی های مناسب و مدرن به این کشورها، آنها را قادرساخته تا بر بهره وری خود بیفزایند و درنتیجه به توسعه سریع صنعتی این کشورها منجر گردد . به عنوان مثال ، کشورهایی نظیر کوریای جنوبی، تایوان، برازیل و مکسیکو بیشتر ازطریق واردات و انتقال تکنالوژی خارجی به عنوان کشورهای تازه صنعتی شده در شرق آسیا و آمریکای لاتین مطرح شدند. به طورکلی عوامل مؤفقیت این کشورها به دوعامل درونی و بیرونی مربوط بوده که دردرون این کشورها، عزم ملی برای توسعه تکنالوژی درسرلوحه همه برنامه ریزی ها و اقدامات قرارگرفته و کلیه بسترها و ساختارهای لازم برای تحقق این امر آماده شده است.
     وظیفۀ اصلی تکنالوژی این است که در وقت کم توليد بیشتربه بار آورده و به هر اندازۀ که پیشرفت تکنالوژی سریع باشد به همان مقیاس تغییرات سریعتر بوقوع میپیوندد. 
    خودکفایی درعرصه تکنالوژی معلوماتی می تواند اساس استقلال کشور را در زمینه های اقتصادی، نیروی بشری، تقویت و رشد نسل جوان، سهم گیری زنان و افراد  دارای معلولیت در زمینه های مختلف، تشکیل داده و سایر بخش های زنده گی مردم ما را تغییر دهد(3).

تکنالوژی و توسعه سازمان ها

     سازمان ها که می توان آنها را شبکه ها و نهاد های عملی کنندۀ تغییر و انکشاف تولید و انجام خدمات در یک اقتصاد دانست وقتی می توانند وظایف خود را به درستی انجام دهند که متناسب به تغییرات علمی و تکنالوژیکی متحول شوند. 
     مهمترین دلیل نقش تکنالوژی در توسعۀ سازمانها و کشورها سهل شدن انتقال اطلاعات از یک سازمان یا کشوربه سازمان ها و کشورهای دیگر است که آنها میتوانند به ساده گی ارتباطات خود رابا هم دیگر برقرارنماید. استفاده ازتکنالوژی در سازمانها امروزی به نیاز جدی تبدیل شده است وپیشبرد امور مربوط  را به مراتب سهل نموده است به این معنی که درجهان امروز تقریباً همه انسانها به نحو با هم وصل گردیده اند. ازبرکت تکنالوژی در روابط تجارتی بین کشورها و حتی براعظم ها سهولت های چشمگیری رونما گردیده چناننچه وصل شرکت های تجارتی و کمپنی های بزرگ جهانی را باهم وصل نموده وبدین ترتیب تجارت راه خود را به کمک تکنالوژی جدید به سوی جهانی شدن میپیماید.
    نقش قابل توجه تکنالوژی درعرصۀ تعلیم و تحصیل حایز اهمیت فوق العاده است، زیرا در صورت موجودیت خدمات انترنتی دیگر نیاز نیست که دانشجویان به منظور حصول معلومات درعرصه های مختلف وقت زیاد خود را به  هدربدهد بلکه با استفاده از تکنالوژی جدید بخصوص انترنت درکمترین فرصت میتوانند از دستآوردهای جدید علوم از پوهنتون ها و مراکز علمی- تحقیقی شناخته شده درهرگوشۀ جهان کار بگیرند. 
      دستاورد دیگرتکنالوژی درانتقال مسافرین وحمل و نقل اموال تجارتی توسط انواع مختلف وسایل ترانسپورت هوایی، بحری و زمینی( طیاره، کشتی، ریل و سایر انواع ترانسپورت زمینی) است که به نوبۀ خود درتأمین و گسترش روابط اقتصادی، اجتماعی، سیاسی، نظامی، کلتوری و فرهنگی نقش مهم را ایفا نموده است. زمانیکه از تکنالوژی حرف زده میشود، نمیتوان عرصه طبابت را از نظر دور داشت. درعصرحاضر بشر درعرصۀ طبابت و معالجۀ امراض پیشرفت های چشمگیری دارد که محصول فهم تخصصی در عرصۀ طب و بکاربرد تکنالوژی جدید در این عرصه میباشد. عرضۀ خدمات طبی با استفاده از تکنالوژی مربوط پیشرفت قابل ملاحظه نموده و معالجۀ امراض متعدد بدون اجرای عملیات ها انجام میشود. آموزش از راه دور، اجرای عملیات ها از راه دور، ساختن دستگاه های ستلایت، سفینه های هوایی، نوآوری ها درعرصۀ نظامی و صدها مورد دیگر نمونه های بارزاز دست آوردهای تکنالوژی در توسعه و انکساف میباشد(2).
    از آنجائیکه استفاده و به کارگیری تکنالوژی جز زنده گی روزمره شده و می توان از دستاورد های آن  برای انکشاف متداوم کار گرفت  لذا نسل جوان می تواند این امر را به خوبی انجام دهد. پس لازم است که جوانان ما خود متوجه این امر بوده و مسؤلین و ادارات مربوط هم شرایط لازم را برای آنها فراهم نمایند تا اینکه درهربخش آن با استفاده ازمنابع جدید علمی به طورمستمر پرداخته شود.عقیده دارم که نسل جوان کشوربا دسترسی نسبتاً مناسب به تکنا لوژی جدید در این راستا رسالت خود را ادا خواهد نمود تا کشورخود را درجایگاه لازم و شایستۀ آن قرار دهد.

منابع:

 1- مجموعۀ مقالات سیمینارعلمی- تحقیقی.ارزیابی مؤثریت تکنالوژی معلوماتی در انکشاف اجتماعی- اقتصادی کشور، اکادمی علوم، افغانستان- کابل، 1391 خورشیدی، ص 171

www.taand.com/archives/66128 2-http://

 3- http://www.shahidtawana.com/?p=18416 


 څېړنپوه محمد قسیم مراد (باور)

ډ ښیښې جوړولو لنډه تاریخچه

    طبیعی زیرمی د یوهېواد هغه  لویه شتمنی وی، چې ګټه اخستنه ورڅخه د خلکو په اقتصاد او په ټولیزه توګه د هغه هېواد په اقتصادی غوړیدنی باندی بریکنده اغیزه ښیندي. ځکه همدا طبیعی زیرمی دي چې د هېوادونو تګلوری د ترقۍ او پرمختیا په لورپرانیزی او د خلکو هوساینه تأمینوی. افغانستان د طبیعی زیرمو درلودلو له پلوه خورا شتنمن هېواد دی خو د بېلابېلو عواملو پربنسټ  له دی زیرمو څخه ګټه نه اخستل کېږی. داسی ویل کېږی چې په  افغانستان د ځمکی لاندی طبیعی موادو زیرمو ارزښت له دری تریلیونو امریکایی ډالروهم ډېردی. په دی طبیعی زیرمو کې بېلابېل کاني مواد لکه لاجورد، زمرد، سره زر، سپین زر، اوسپنه، یورانیم، مس، لیتیم، سلیکان،طبیعی ګاز، نفت او ډېر شمیر نور ګډون لری.
  دلته د ښیښې د تاریخچې اوپه هېواد کې د هغې د کانی موادو په هکله په لنډه توګه رڼا اچول کېږی. 
    ښیښه د کانی موادو هغه ټولګه ده چې د تودوخې په ټاکلی درجه کې ویلی او په ځانګړو شرایطو کې وروسته له سړیدو څخه  د امورف، رڼې اوکلکی، خو ماتیدونکی مادی په څیربدلېږی. په بل عبارت ښیښه د طبیعی یا مصنوعی موادو هغه مخلوط دی چې د یولړ تکنالوژیکی عملیو په پلی کولو سره وروسته له کیمیاوی او فزیکی بدلونونو څخه لاسته راځی. له تخنیکی پلوه ښیښه ډیره سریښناکه او بی شکله مایع چې ظاهری بڼه ئې جامده وی، ده. ښیښي معمولاْ شفافی، خو یو شمیر ئې(هغه چی ویلی شوی مواد ئې په ورو ډول ساړه شوی وی) نیمه شفافی یا مکدری هم وی. 
   انسنانو ښیښه  له پخوا راهیسی پیژندلی او کارول ئې لرغونې تاریخ لري. د مصر هېواد له میلاد څخه دمخه( ۳۰۰- ۱۵۰۰) کلونو کې د ښیښو جوړولو مرکز و. وروسته چینایانو دسینګار لپاره د ښیښه یی ګاڼو په جوړولو لاس پوری کړ. په اسلامي هېوادونو کې مسلمانانو ښیښي جوړول د سکندريي او سوريي له هنرمندانو څخه زده کړی  چې وروسته ئې دمشق او حلب صنعتي مرکزونه ګرځیدلی دی. په ۱۱ او ۱۲ زیږدیزو پیړیو کې  په مسلمانانو کې د ښیښو جوړولو صنعت اوج ته ورسید. د ۱۲ میلادی پیړۍ په وروستیو کې په غربی اروپا کې په کلیساګانوکې د رنګه ښیښو کارول رواج و موند. په ۱۶۸۸ ز. کال کې په فرانسه کی لومړني ښیښه یی لوښي جوړ شو او اوږده کلونه  یاد هېواد د ښیښو په جوړولو کې لومړی ځای درلودلی دی. د ۱۷ زیږدیزی پیړۍ په وروستیو کې په انګلستان کې د ښیښو جوړول پیل شو چې په هغو کې د سربو د ځنو ترکیبونو د شته والی له امله ښیښو ځانګړی روڼتیا او ځلیدنه و موندله. په ۱۶۰۸ ز. کال کې د امریکی په متحده ایالاتو کې د ښیښو جوړولو لومړنی کارځای جوړ او په ۱۸۲۷ ز. کال کې د ښیښې د پرس کولو لومړنې ماشین هم په امریکا کې اختراع شو. سره له دی چې د ماشینی ښیښو په جوړولو کې ډیر پرمختګونه شوی دی، خو تراوسه هم د انسان په لاس جوړو شوو ښیښو خپل  ځانګړی اهمیت او ارزښت ساتلی دی(899:2) .   
      زمونږ په هېواد کې د ښیښې جوړول هم لرغونې تاریخ لری، چې د کوشانیانو، تیموریانو او غزنویانو د واکمنۍ په دورو کې ئې په هېواد او په ځانګړی توګه د هرات په ولایت کې رواج موندلې و. داسی نښي نښانی ترلاسه شوی چې کوشانیانو په ښيښو کې انځورونه کښل او ځرنګه چې ښیښي د لېږدونې په وخت کې د ماتیدو خطر لري نو د کوشانی چارواکو په غوښتنه  ددی هنر کارپوهانو له یوی سیمی څخه بلی سیمی ته سفرونه کړی او هلته هم د ښیښو جوړولو صنعت رواج موندلی دی. ښیښي جوړول نه یوازی صنعت او هنر دی، بلکی د یو هېواد  د فرهنګ ښکارندوی هم دی. اوس مهال هم په هرات کې د ښیښې جوړولو صنعت په دودیزډول شتون لری او ددی ښیښه یی توکو پیرودونکي اکثراْ بهرني سیلانیان دي، چې له ځانه سره ئې د یادګارپه توګه خپلو هېوادونو ته انتقالوی. هیره دی نه وی چې تراوسه زموږ په هېواد کې ښیښې جوړول د لاس پواسطه صورت مومی او د تولېد فابریکه ئې شتون نه لری.   

له نیکه مرغه زمونږ هېواد د ودانیزو اومو موادو کانونو د درلودلو له پلوه خورا شتمن دی. دا کانونه په بغلان ، سمنګان ، بلخ، تخار، بدخشان ، کابل، بامیان، او د هېواد په ډیرو نورو سیمو کې شتون لري. د بېلګی په توګه د البرز د غرونو له کان څخه چې دبلخ په ولایت کې دی، یادونه کوو . دا کان دچشمه شفا په سیمه کې پروت دی او د ډبرو ترکیب يي له کو ارتزی شګو چې د ښیښې جوړولو اساسی ماده ده، تشکیل شوي دی، مساحت ئې ۴۰۰۰متر مربع او پنډوالی ئې لس متره دی. ددی کان کیمیاوی ترکیب په لاندی ډول ښودل شوی دی: په سلو کې له ۸۶ څخه تر ۹۱ برخو پوري SiO2- په سلوکې له ۰،۴۵ څخه تر ۱،۴۱ برخوپورې AL2O3- په سلوکې له ۱،۵ څخه تر ۲،۵ بر خو پورې Fe2O3- په سلوکې له ۳،۵۳ څخه تر ۴،۷ سلنې پورېNa2O+ K2O- په سلوکې له ۱،۲۱ څخه تر۱،۹۶برخو پورې CaO - په سلوکې له ۰،۲۳ څخه تر ۱،۷۵ برخو پورې(9:1) MgO-

 پورتني مواد  د ودانیو ښیښو اوهمدارنګه د ښيښه ئې بوتلونو ، مرتبانونواونورو ښیښه یی لوښو جوړولو کې په پراخه کچه کارول کېدای شی. ددې کان دزیرمو ټولیزه اندازه ۱۱۰ زره ټنه اټکل شوي ده(4). په بامیانو کې دحاجی ګک کان هم د ۵ مترو په پنډوالی دشګلنو کوارتزی ډبرو بډای زیرمی لري چې د ښیشې جوړولو لپاره لومړنۍ اساسی اومه ماده ده. په دې کان کې د سلیکان ډای اکساید SiO2) مقدار له ۹۳،۶۶ څخه تر ۹۷،۳۱ سلنې پوری دی او د زیرمو اندازه ئې ۶۵۰ زره ټنه اټکل شوی ده(3 ). 
     ددې ډول کانونوشمیر په هېواد کې له لس ګونو څخه ډیردی. دا بېلګی په ډاګه کوی چې افغانستان د ډول ډول ودانیزو توکو لکه خښتو ، سرامیکو (کاشی)، ښيښو  اونورو اړینو ودانیزو توکو د تولید لپاره داومو موادو پراخي او په زړه پورې زیرمي لري. 
 لکه دمخه چې ورته ګوته ونیول شوه د ښیښې جوړولو لپاره دننه په هېواد کې د اومو موادو زیرمی موجودې دی، خو ددی صنعت د ودې او پراختیا لپاره تر ټولو لومړې سوله ایز شرایط  او همدارنګه مادی- تخنیکي امکانات چې برښنا ئې په سرکې ده، اړین دي. 
     په هېواد کی د سراسري سولی په رامنځته کېدو د ښیښي جوړولو صنعت  د  او پراختیا لپاره  له طبیعی زیرمو څخه د گټی اخستنی په موخه په لومری گام کی علمی او مسلکی کادرونو ته چی د ملی اقتصاد په ټولو برخو کی لازمه مسلکی پوهه او تخصص ولری، اړتیا ده. پکار ده چی د یاد صنعت د رامنځته کولو او پراختیا لپاره د مسلکی کادرونو روزلو ته چی د معاصری تکنالوژی سره بشپړه آشنایی ولری، ځانګړی پاملرنه وشي.همدارنګه اړینه ده چې د ښبښی جوړولو او نورو ودانیزو توکو د تولېد لپاره د ځایی اومو موادو کانونه يوځل بیا په دقیقه توګه سروی او و ارزول شی او د اقتصادی اغیزمنتیا په صورت کې ئې د استخراج کار په فنی او مسلکی توګه په ممکن فرصت کې ترلاس لاندی ونیول شی. په دی توګه  به د هېواد  د اقتصادی ودی او غوړیدنې لپاره  رغنده ګام اوچت  او د بنسټیزو تاسیساتو په رامنځته کېدو سره به مو هېواد د صنعتي کېدو په لور لاره خپله کړی. 
  سرچینی:
 1- احمدی، رحمت گل. تجزیه و تحلیل مواد خام محلی معادن ۰۰۰، اکادمی علوم، سال 1384، ص87.

2- دایرة المعارف اریانا، جلد دوم، اکادمی علوم، ریاست دایرة المعارف، مطبعۀ نبراسکا، کابل- افغانستان، تعداد صفحات961.

 3- archive.mashal.org/content.php?c=helmi&id...

4- www.rta.org.af/index.php/.../19-2014-02-09-12-13-03


نویسنده: سرمحقق محمد قسیم مراد

           عضوعلمی اکادمی علوم

پروسس ونگهداری محصولات زراعتی ونقش آن درتجارت

      غذا وتغذیه به مثابه عمده ترین نیازمندی های اند که موجودات زنده ازآغاز تا ختم حیات به آنها سروکار دارند.  ازهمین سبب انسانها تمام فعالیت های فکری و فزیکی شانرا درقدم نخست جهت تهیه ، تدارک وبهبود بخشیدن غذا و تغذیه متمرکزنموده تا صنعت مواد غذائي مطابق ضرورت و مقتضیات زمان رشد نماید که بشریت را کمبود ونبود مواد غذائی تهدید ننماید.
   درحال حاضرکه کشورما با به پشت سرگذاشتن بیش ازسه دهه بی ثباتی پا به عرصه بازسازی وعمران مجدد میگذارد، در زمان یاد شده شیرازه اقتصاد ملی شدیداٌ ضعیف شده وضربات پیهم برپیکر نا توان آن وارد گردیده است. لازم است همزمان به عطف توجه به اعمارمنازل، بازسازی و احداث سرک ها وپلچک ها، تأ مین آب، برق وغیره به افزایش محصولات زراعتی نیز توجه مبذول گردد تا برای ایجاد وتوسعه صنعت مواد غذایی زمینه مساعد ونیازمندی های مردم کشور ازاین رهگذر مرفوع گردد. بناٌ بدین منظوررشد صنایع خفیفه وخاصتاٌ صنعت مواد غذایی درشرایط کشورما ازالویت خاص برخوردار میشود. 
          کشورما که مردم آن عمدتاٌ مصروف امورزمینداری است ، ازبرکت لطف خداوند متعال دارای اقلیم مناسب برای کشت و پرورش نباتات مختلف اعم ازغله جات، میوه جات وسبزیجات میباشد. لذا ایجاب مینماید تا به افزایش کمی و بهبود کیفیت این محصولات توجه خاص مبذول گردد.
سبزی و میوه جات که بهترین منابع مواد معدنی، منرالی و ویتامین ها اند، برای انسانها درحفظ سلامتی بدن اهمیت ویِژه دارند. اما این مواد باارزش غذایی عمرکوتاه داشته وبعضی ارآنها به زودی فاسد شده وغیرقابل استفاده میگردد. لذا ضرورت مبرم است تا میوه جات وسبزی های تولید شده جهت استفاده طویل المدت مطابق معیارهای بین المللی پروسس، بسته بندی و نگهداری گردد. پروسس محصولات زراعتی نه تنها جلوگیری ازفساد وضایع شدن آنها است، بلکه به ارزش وعمرآنها نیز می افزاید.
    طوریکه قبلاٌ تذکرداده شد تهیه و تدارک مواد غذایی برای انسانها درالویت قراردارد. کثرت روزافزون نفوس جهان و رفع نیازمندی های بشرازنگاه مواد غذایی ازیکسو ایجاب مینماید تا ازدست آورد های علوم عصری بالخصوص تکنالوِی جدید برای افزایش محصولات زراعتی ومالداری مورد استفاده وسیع قرارگیرد. ازجانب دیگربلند بردن کمیت وبهبود کیفیت مواد غذایی بستگی به سعی وتلاش دایمی کارکنان سکتورزراعت و مواظبت پیگیردولت ازطریق فراهم ساختن تسهیلات اعم ازبه د سترس گذاشتن تخم های اصلاح شده غله جات، کود های کیمیاوی ، ادویه ضد امراض وآفات نباتات دارد. تولید مواد غذایی که نیازمندی های مردم جهان را مرفوع سازد نه تنها مستلزم افزایش است، بلکه پروسس حفظ ونگهداری مواد غذایی تولید شده بخصوص محصولات زراعتی به شیوه ها وطرق مختلف نیز از اهمیت فوق العاده برخوردار است.
    پروسس مواد غذائی عبارت ازعملیه کمپلکسی است که به منظورنگهداری مواد غذائی انجام میشود و شامل مراحل متعدد میباشد. به عبارت دیگرپروسس محصولات زراعتی عملیه ای است که به عملی شدن آن محصول تغیرشکل نموده، حجم آن کم، کیفیت آن بهترو به اسانی قابل دسترس میباشد. بعضی میوه جات مانند زیتون به شکل خام وبدون پروسس قابل استفاده نمی باشد. درتیجه پروسس میوه زیتون محصولات باارزش به شکل کنسرو تیل زیتون که یکی ازبهترین روغن های خوراکی است و دربازارهای داخلی وخارجی علاقمندان زیاد دارد بدست می آید. طرق نگهداری محصولات زراعتی خشک کردن توسط شعاع افتاب، مربا ساختن، قطی کردن، کنسروکردن، پاستوریزه کردن، اچارکردن، سرد ساختن، با اشعه گاما معامله کردن وغیره را دربر میگیرد. هدف تمام طرق ذکرشده جلوگیری از فعالیت میکروارگانیزم های است که سبب فاسد شدن مواد غذایی میشوند. مواد غذایی خاصتاٌ سبزی ها ومیوه جات که پروسس ونگهداری میگردد، علاوه براینکه جلو ضایع شدن آنها گرفته میشود، جهت استفاده مردم درفصول مختلف سال به کیفیت خوب عرضه میگردد. مراحل پروسس مواد غذائی عبارت است ازبدست آوردن موادخام، شستن، مخلوط کردن، حرارت دادن، غلیظ ساختن، میده کردن، سورت کردن و ذخیره کردن. عملیه پروسس مواد غذائی بادرنظرداشت  خصوصیات مواد خام و محصول مورد نیاز به کمک بعضی عملیات کیمیاوی مانند تخمر، هایدرولیز، اکسید یشن و ارجاع صورت میگیرد. پروسس ونگهداری مواد غذایی اززمان های قدیم معمول بوده که باگذشت زمان شیوه های متنوع آن متناسب با فهم ودرک انسان به وجود آمده و مورد استفاده قرارگرفته است. 
     درکشورما سبزیجات فراوان چون بادنجان رومی، زردک، گلپی، شلغم ، بادنجان سیاه وغیره و میوه جات مانند سیب، انار، انگور، خربوزه، زیتون وسایرمیوه جات وجود دارد که همه آنها به شیوه های مختلف قابل پروسس، حفظ ونگهداری اند. ناگفته نباید گذاشت که انواع مختلف میوه ستروس (نارنج ، مالته، لیمو، سنتره ، چکوتره وغیره) ازجمله میوه های باارزش است که به بطورخام و پروسس شده استعمال وسیع دارد. میوه های ستروس درکشورهای استرالیا، برازیل، ارجنتاین ، مکسیکو ، جاپان وغیره به پیمانه وسیع پروسس میگردد. ازپوست میوه  های ستروس روغن مخصوص استحصال میگردد که درکلچه سازی مورد استفاده قرارمیگیرد. علاوه براین ازیروسس پوست های میوه جات ستروس در ساختنمشروبات غیرالکولی وصنعت صابون سازی استفاده بعمل می آید. پروسس میوه جات ستروس درایالات متحده امریکا رشد فوق العاده نموده وازجمله میوه جات ستروس 70٪ مالته و40٪ الی50٪ لیمو به شکل شربت، جوس و اچار پروسس میگردد. نسبت نبود سردخانه های مناسب میوه جات وسزیجات کشورما اکثراٌ به قیمت نازل به کشورهای همسایه صادر ودرآنجا بعد ازپروسس وبسته بندی معیاری به اروپا وسایرکشورهای جهان انتقال داده میشود. همچنان صدورپیازوکچالو به کشورپاکستان بعد ازجمع آوری آنها ازیکسوبه سود دهاقین ومصرف کنندگان درداخل کشورنیست وازجانب دیگر ورود دوباره آنها بعد ازپروسس ونگهداری از پاکستان دروقت ضرورت به قیمت گزاف عرضه میشود پذیرفتنی نیست.
     برای اینکه میوه جات وسبزی های تولید شده هم درداخل کشورمورد استفاده قرارگیرند وهم برای تجارت مناسب باشد، به پروسس ونگهداری آنها که به طریقه های مختلف عملی میشود، ضرورت است.

پروسس ونگهداری محصولات زراعتی اعم ازسبزی ها ومیوه جات ازیکسواز ضایع شدن آنها جلوگیری مینماید وازجانب دیگرجلو فراراسعارکه برای وارد کردن دوباره آنها صورت میگیرد، گرفته میشود.

     طبق آماروارقام موجود درسال 1356 خورشیدی افغانستان ازنگاه تولید محصولات زراعتی نه تنها خودکفا گردیده بود ونیازبه ورود آنها نداشت، بلکه برعکس بعضی اقلام راجهت بدست آوردن اسعارو تقویه اقتصاد ملی به کشورهای مختلف صادرمینمود. ازاثرنا امنی ها و عدم ثبات درکشوربه تمام عرصه های اقتصاد ملی بخصوص زراعت زیان ها وخسارات بزرگ وارد گردیده که جبران آن مدت زمان طولانی را دربرخواهد گرفت.
    برای نگهداری محصولات زراعتی ایجاب مینماید تا سرد خانه های بزرگ درنقاط مختلف کشورحسب ضرورت ایجاد گردد تا ازضایع شدن میوه جات وسزیجات تولید شده جلو گیری گردد. همچنان لازم است تا دولت یکجا باسکتورخصوصی به پروسس میوه جات وافردرکشور( ساختن جوس ها، مربا، جیلی وغیره ) اقدام عملی نماید. ایجاد فابریکه های کوچک وبزرگ پروسس باعث خواهد شد که درورود این محصولات کاهش بعمل آید و ازجانب دیگرزمینه کاریابی برای عده ای ازهموطنان مساعد خواهدشد. پروسس و بسته بندی معیاری محصولات زراعتی بخصوص میوه جات که درکشوربه شکل تجارتی تولید میگردد زمینه رافراهم میسازد تا دربازارهای جهانی جایگاه لازم را احراز نموده وبه متقاضیان آن افزوده شود  که بد ون شک ازاین رهگذر عواید قابل ملاحظه بدست خواهد آمد.
    نیازمبرم است تا ارگان های ذیربط دولتی درتشویق وترغیب متشبثین خصوصی برای سرمایه گذاری دراین عرصه مساعی لازم بخرچ دهد وازآنها حمایت همه جانبه نماید، زیرا ایجاد وگسترش سردخانه ها وپروسس محصولات گوناگون زراعتی نه تنها نیازمندی های داخلی را مرفوع خواهد ساخت، بلکه دررونق گرفتن تجارت این محصولات درعرصه بین المللی نیز تاثیرات مثبت بجا خواهد گذاشت. 
    منابع:
    1-  حسینی، سرمحقق دکتورسکندر. پروسس ونگهداری میوه و سبزی ها.  بخش نشرا ت " صبا" پشاور، 1379،  ص83
    2- حسینی،  سرمحقق دکتورسکندر. په نیمه استوائی سیمو کی د ځینو نیالګیو او باغونو روزل . د انسانی مرستو د برابرولو اداره، ‍پیښورَ ۱۳۷۸، ۱۸۰ مخونه
   3- شیرزاد ، بازمحمد. د میوو اوسبو سمون اوساتنه. دکابل پوهنتون خپرونی، کابل 1366، 370 مخونه

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]