محمد عمر خطابي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شخصي معرفت: نوم مولوي محمد عمر خطابي بن مرحوم حاجي خیر محمد بن مرحوم حاجي مهردل رحمهم الله تعالی.

قوم: الکوزی. د تذکرې له مخي یې د زیږېدو نیټه: ۱۳۴۱ هـ ش – ۱۹۶۳ میلادي. د زیږېدو ځای: د الکوزو کوڅه، دوهمه ناحیه، کندهار.

د کورنۍ شغل: تجارت. د کورنۍ مشهوره څیره: مرحوم حاجي مهردل چي د خپل وخت د مشهورو او لویو تجارانو او مخورو شخصیتونو څخه وو ، پر نا وسه کسانو ډېر مهربان د مېړاني ، سخاوت او نورو ښو صفاتو څښتن وو.

عصري زده کړه: شپږ کاله ابتدائیه مکتب په کندهار کي.

دیني زده کړه: ابتدائي دیني زده کړي په کندهار کي په مروجه طریقه، اتمام یې په پاکستان کي.

د فراغت ځای: الجامعة الاسلامیة للعلامة السید محمد یوسف البنوري رحمه الله تعالی، کراچي پاکستان.

د فراغت سنه: ۱۴۱۲ هـ ق موافق ۱۹۹۲ میلادي.

د فراغت سند: د پاکستان د وفاق المدارس شهادة العالمیة کومه چي د پاکستان د لوړو زده کړو د وزارت لخوا رسما د شپاړسم پاس یعني د لیسانس معادل ګڼل کیږي.

تدریبي لنډ مهاله دوره: جامعة الازهر الشریف، قاهره، مصر ۱۵/مارچ/۲۰۱۲.

ژبي: مورنۍ ژبه پښتو، تفاهم په دري، عربي، اردو او انګلیسي ژبو.

بهر ته لومړنی سفر: لومړنی بهرنی سفر د ۱۳۵۸ کال تخمینا د قوس په میاشت کي د کمونسټ حفیظ الله امین د سل ورځني حاکمیت په دور کي په قاچاکي ډول کله پیاده کله پر حیوانانو د ارغسان او بالا ژړي د لاري د توبې پر لوړو ژورو د پاکستان سرحدي ښارګوټي چمن ته.

لومړنی تجارتي سفر: د پاکستان څخه لومړنی تجارتي سفر د ۱۳۵۸ کال تخمینا د جدي په میاشت کي د کراچي څخه د هندوستان بمبيي ( ممبایي ) ښار ته سوی دی، هم هلته ممبايي کي وو چي د ۱۳۵۸ کال د جدي پر ۶ مه نیټه د روسانو سره لښکر افغانستان ته داخل سول، د خلق د کمونسټ ګونډ مشر حفیظ الله امین یې وواژه او د پرچم د کمونسټ ګونډ مشر ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.

د هجرت ځای: کراچي پاکستان.

لیدلي هیوادونه: پاکستان، هندوستان، ایران، سعودي عربستان، امارات، کویټ، عمان، سریلانکا ،هانګ ګنګ ( اوس د چین برخه ) ، ټایلنډ، جنوبي کوریا، مصر، جرمنی، انګلستان، امریکا، کاناډا په یادو هیوادنو کي زیاتو ته یې څو څو ځلي د تجارتي مقاصدو لپاره سفرونه سوي دي. د تعلیمي مراکزو تاسیس:

د ابوحنیفه اسلامي مدرسه: د ابوحنیفه اسلامي مدرسه، ۲مه ناحیه کندهار د تاسیس کال یعني لومړنی تعلیمي کال: شوال میاشت ۱۴۱۳هـ ق کال موافق ۱۳۷۱هـ ش موافق ۱۹۹۳ میلادي.

د حضرت عمر فاروق مدرسه: د حضرت عمر فاروق مدرسه، ۵ مه ناحیه د مخابراتو د کلپ تعمیر ( اوسنی نظم خاص ) د تاسیس کال: ۱۴۱۵ هـ ق موافق ۱۹۹۴ میلادي .

یادونه: د ابوحنیفه رحمه الله تعالی مدرسه او ښاخ یې د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه مدرسه د زرګونو طالبانو تربیت ځای وو، دابو حنیفه مدرسې اساس او تعلیمي فعالیت په ډېر منظم ډول پداسي اړین وخت کي پیل سوی دی چي د توپک سالارانو ترخه او پاچاهي وه، مدارسو او مکاتبو فعالیت نه لاره، ماشومان ایله په کوڅو کي ګرځېدل، خو متاسفانه په ۲۰۰۱ کال کي د امریکایي یرغل د ګوډاګي نظام د حامیانو لخوا دواړي مدرسې وتړل سوې خو د همدې مدرسې ښې خاطرې یې اوس هم د طالبانو، استاذانو په ذهنونو کي پاته دي او ډېر نهالګي یې ثمر ته رسېدلې، د دین او وطن لپاره د خدمت مصادر ګرځېدلي دي.

مدرسة عایشة للبنات: مدرسة عایشة للبنات د کندهار په دوهمه ناحیه کي، د طالبانو د حاکمیت په دوران کي پرانستل سوه، همدا مدرسه تقریبا د یوه کال څخه زیاته مده فعاله وه ، د ښځینه استاذانو لخوا یې سلونو نجونو ته په خپل غېږ کي دیني تربیت ورکاوه خو متاسفانه د ځینو ستونزو لکبله بنده سوه.

سیدنا حمزه دار الحفاظ: د سیدنا حمزه دار الحفاظ په ۶مه ناحیه کي د سټوډیم جنوب غرب ته په ۱۳۸۰هـ ش موافق ۱۴۲۲ هـ ق موافق ۲۰۰۲ تاسیس سو، وروسته ابتدائیه صنفونه هم پکښي پیل سول د سیدنا حمزه مدرسې په نامه ونومول سوه، الحمد لله اوس هم فعالیت لري. سبل السلام دار الحدیث: د سبل السلام په نامه په ۶مه ناحیه کي د سټوډیم جنوب غرب ته د شهید محمد ابراهیم په مسجد جامع کي د مکملي لویي دورې د احادیثو تدریس د بنده لخوا پیل سو، د همدې دورة الحدیث لومړنۍ دوره پر ۱۰مه د شوال د ۱۴۲۵ کال موافق ۳ قوس ۱۳۸۳موافق ۲۰۰۴ میلادي پیل سوه لله الحمد و هو ولي التوفیق اوس هم د نورو استاذانو په ملتیا په جامعة الخیر الاسلامیة کي ادامه لري البته په منځ کي یې دوې وقفې هم راغلي دي.

تعلیم الاسلام للبنات: تعلیم الاسلام للبنات یا تعلیم الاسلام د نجونو مدرسه دوې څانګي لري په هره څانګه کي یې دوې دورې درس ویل کیږي ، یو شمېر نجوني د سهار څخه تر غرمې او یو شمېر نوري بیا د غرمې څخه تر مازیګره درسونه پکښي وایي.

لومړي څانګه یې د میرویس روغتون او د ډنډ د چوک د تقاطع قبلې خوا ته موقعیت لري او دوهمه څانګه یې د تعلیم الاسلام راډیو د کوڅې په پای کي موقعیت لري ، د اولي څانګي تعلیمي فعالیت پر ۱۲مه د شوال ۱۴۳۷ موافق ۲۸ سرطان ۱۳۹۵پیل سوی دی او د دوهمي څانګي تعلیمي فعالیت پر ۲۵ / دلوه / ۱۳۹۶ پیل سوی دی، اوس هم الحمد لله د دواړو مدرسو تعلیمي او ادارې چاري د ښځینه استاذانو لخوا په ډېر منظم ډول مخته ځي د ابتدایې څخه مخکي روضة الاطفال یعني د اماده ګی دوره لري، ابتدائيه دوره یې څلور کاله ده ، تر هغه وروسته تر فراغت پوري شپږ کاله عربیه درجات لري، کوم کتابونه چي ښځینه استاذاني یې نسي تدریس کولای هغه د تعلیم الاسلام راډیو د ځانګړو سټوډیوګانو څخه د نارینه استاذانو لخوا د پروجکټر په ذریعه ورته تدریس کیږي.

جامعة الخیر الاسلامیة: جامعة الخیر الاسلامیة د تعلیمي کال پیل : ۲۵ شوال ۱۴۳۸ موافق ۲۸ سرطان ۱۳۹۶.

په جامعة الخیر الاسلامیة کي عربیه درجات د اولی درجې څخه تر دورة الحدیث او همدا راز تخصص في الفقه تدریس کیږي. د جامعة الخیر الاسلامیه د جدید تعمیر چي د کندهار د محکمې شاته موقعیت لري د بشپړ کېدو څخه وروسته به هلته ان شاء الله تعالی د درجاتو او تخصص في الفقه سره سره ابتدائیه او یو شمېر نور تخصصات لکه تخصص في الحدیث ، تخصص في التفسیر ، معهد اللغة العربیة ، د صحافت او ژورنالیزم کورسونه او لنډ مهاله تکاملي دورې هم شروع سي، د یادوني وړ ده چي د جامعة الاخیر الاسلامیة د دورة الحدیث درسونه د کمپوټري سافټ ویر په ذریعه د تعلیم الاسلام للبنات دار الحدیث ته انتقالیږي او سږ کال (۱۴۴۱هـ ق ) به ان شاء الله تعالی د نارینه فاضلانو تر څنګ ښځینه فاضلاني هم ولرو.

تعلیم الاسلام انلاین مدرسه: ۱۴۴۰ هـ ق موافق ۱۳۹۹ هـ ش موافق ۲۰۱۹ میلادي. taleemulislam.online.fl3@gmail.com

د رسنیو تاسیس:

د تعلیم الاسلام راډیو کندهار (FM 89.70) - د تاسیس کال: ۱۳۸۷ هـ ش موافق ۲۰۰۸ م .

تعلیم الاسلام راډیو هلمند (FM 89.50)- د تاسیس کال: ۱۱/ اسد / ۱۳۹۱هـ ش موافق ۲۰۱۲ م .

تعلیم الاسلام راډیو ارزګان ( FM 88.20)- د تاسیس کال: ۲۴ /اسد/ ۱۳۹۲هـ ش موافق ۲۰۱۳ م.

تعلیم الاسلام راډیو ننګرهار ( FM 91.50)-د تاسیس کال: ۵/ سنبله/ ۱۳۹۳هـ ش موافق ۲۰۱۴ م.

د ننګرهار د څانګي فعالیت د اقتصادي او اداري مشکلاتو له کبله پر ۱۰/عقرب/۱۳۹۶ هـ ش موافق ۲۰۱۷ م بند سو.

تعلیم الاسلام راډیو فراه ( FM 89.60) د تاسیس کال: ۲۱/ دلوه /۱۳۹۴ هـ ش موافق ۲۰۱۵ م.

تعلیم الاسلام راډیو زابل (FM 89.30) د تاسیس کال: ۱۵/ قوس / ۱۳۹۵هـ ش موافق ۲۰۱۶ م.

تعلیم الاسلام راډیو بولدک ( FM 88.90)- د تاسیس کال: ۸/ جدي/ ۱۳۹۵ هـ ش موافق ۲۰۱۶ م.

تعلیم الاسلام راډیو نیمروز ( FM 88.20) - د تاسیس کال:۸ /سرطان/۱۳۹۶هـ ش موافق ۲۰۱۷ م.

تعلیم الاسلام راډیو موسی قلعه (FM 88.80)-د تاسیس کال:۸/ جوزا /۱۳۹۹هـ ش موافق ۲۰۲۰ م.

مجله: د تعلیم الاسلام مجلې د تاسیس کال: ۱۵ / ۱ / ۱۳۸۷هـ ش موافق ۲۰۰۸ م کال. همدا اوس یې ۲۷مه ګڼه په لاس کي لری.

ویب پاڼه: په پښتو ، دري، عربي، اردو، انګلیسي ژبو د تعلیم الاسلام ویپ پاڼه : www.taleemulislam.net

تعلیم الاسلام دار الافتاء : خلک کولای سي د تعلیم الاسلام دار الافتاء څخه د ور پېښو مسایلو جواب د راډیو ادارې ته په ورتګ تر لاسه کړي یا یې هم د تعلیم الاسلام ویب پاڼي څخه انلاین تر لاسه کړي.

چاپی اثار: طلایي لړۍ پنځه رسالې: د تکفیر لاملونه. حنفي او غیر حنفي . د دعوت بهیر. د فضیلت پګړۍ .د چا مرید سم؟

د اول صنف کتابونه : اسلامیات، ادبناک هلک/ ادبناکه نجلۍ . تعلیم القران . د لیک مشق. حساب .

د دوهم صنف کتابونه: هدایة الاطفال. تادیب الاطفال . د لیکني مواعظ . حساب .

نور تدریسي کتابونه: تمهید الصرف . فقه المبتدي : اول جلد عبادات ، دوهم جلد مناکحات، دریم جلد معاملات. معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث. (پښتو)

د مطالعې کتابونه: د حج ښه ملګری ( پښتو ) همسفر حج ( دري )

جهادي او نظامي فعالیتونه: د شوریانو د اشغال د تور تاریخ په مهال د دیارلسوه شپېتمي لسیزي (۱۳۶۰مي لسیزي) په اوایلو کي د متعددو کلونو لپاره بنده ته د جهاد شرف حاصل سوی دی او د جهادي دورې په وروستیو کي یې د جبهې د عمومي قوماندان د معاون په صفت چاري انجام کړي دي.

د طالبانو د اسلامي امارت په دور کي چي د کندهار څخه تښتېدلي توپک سالاران د هرات د عمومي توپک سالار په حمایه تر ګرشک راورسېدل ، ویره پیدا سوه چي کندهار به یې هم په ولکه کي راسي د تېر په شان به بیا چور چپاول ، وحشت او ګډوډي را منځ ته کړي ، د توپک سالارانو د یرغل د تمبولو په موخه د ابوحنیفه رحمه الله د مدرسې د استاذانو او طالبانو او نورو مخلصو کسانو څخه د بنده په هڅو یوه نظامي قطعه تشکیل سوه د اسلامي امارت د نورو جبهاتو تر څنګ د ګرشک په لور یې حرکت وکړ، شینډنډ ته په رسیدو د تحریک د اول معاون ملا محمد رباني لخوا د یوشتمي (۲۱) فرقې مسؤلیت بنده ته وسپارل سو، په داسي حالت کي چي د شینډنډ دهوايي ډګر مسؤلیت د ملا اختر محمد منصور پر ذمه وو، د شینډنډ په شاوخوا او لیري ولسوالیو کي د مخکنیو قوماندانانو د خلع سلاح کولو او په ۲۱مه فرقه کي یې د سل ګونو سپکو او درنو وسلو د ډېپو کولو څخه وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د بنده استعفاء منظور کړه څو خپل د مدارسو اداري او تدریسي چارو ته فارغ او په احسن طریقه د تعلیم او تربیت دروند مسولیت انجام کړای سي.

د یادوني وړ ده چي په یادو خدماتو کي ډېر مخلص با استعداده ملګري په هر ‌ډګر کي ور سره مل پاته سوي دي او د ستایني وړ ، نه هیرېدونکي همکاري یې کړي ده جزاهم الله احسن الجزا‌ء.

دا حقیقت ټولو ته څرګند دی چي د موجوده عصر ضرورت دا ایجابوي چي باید د دعوت او تعلیم خدماتو ته توسیع ورکول سي ، کیفیت یې ورځ تر بلي لوړ سي ، د اوسنیو او هم وروسته د را پیدا کېدونکو تخنیکي وسایلو څخه د دین د اشاعت لپاره په مشروع ډول استفاده وسي نو د همدې کبله د بنده سره ډېر نور پلانونه هم سته چي د تعلیم الاسلام ادارې لخوا به ان شاء الله تعالی د الله تعالي په توفیق تحقق پیدا کوي ، د همدې جملې څخه یو هم د تعلیم الاسلام په نامه د داسي تلویزون پرانستل دي چي د شرعیت په حدودو کي دننه د تعلیم او دعوت په ډګر کي استفاده ځني وسي او د فحشاء د نشرونکو تلویزونونو په مقابل کي د مسلمانانو لپاره یو ښه بدیل وګرځي . و الله هو الموفق و نعم الوکیل. تعلیم الاسلام اداره