محمد علي پاشا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد علي پاشا (په انګلیسي: Muhammad Ali؛ پیدایښت: ۴-مارچ-۱۷۶۹، مړینه: ۲-اګوسټ-۱۸۴۹) له ۱۸۰۵ څخه تر ۱۸۴۸ز کال پورې د عثمانیانو آلبانیایي حاکم او دفاکتو واکمن ؤ او د نومهاله مصر بنسټګر ګڼل کېږي. هغه د خپل حکومت په اوج کې د مصر، سوډان، حجاز، نجد، شام، کرت او د یونان پر ځینو سیمو واکمن ؤ. [۱]

هغه د عثمانیانو ځواک یو آلبانیایي نظامي قوماندان او د ناپلیون تر واک لاندې د فرانسې له اشغال څخه د مصر بېرته نیولو په موخه استول شوی ؤ. د ناپلیون له شاتګ وروسته، محمد علي د یو لړ سیاسي مانورونو له‌لارې واک ترلاسه کړ، په ۱۸۰۵ز کال کې د مصر والي په توګه ونومول شو او د پاشایي رتبه یې ترلاسه کړه.

د والي په توګه، علي هڅه وکړه په نظامي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د پراخو اصلاحاتو راوستلو له‌لارې عصري کړي. همدا راز، هغه هغه د مملوکانو تاوتریخجنه تصفیه پیل کړه، خپل حکومت یې ټینګ کړ او په مصر کې یې د مملوک واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.

له نظامي پلوه، علي د سلطان لپاره عربي خاورې بېرته ونیولې او سوډان یې د خپل په خوښه فتح کړ. سره له‌دې، د یونان بغاوت په غلي کولو کې، په نوارینو جګړه کې د اروپایي قدرتونو د لاسوهنې له‌امله، د هغه هڅې په بشپړه توګه ناکامه شوې. په ۱۸۳۱ز کې علي د سلطان پر وړاندې جګړه پیل کړه، سوریه یې ونیوله، اناټولي ته ولاړ او قسطنطنیه یې په مستقیم ډول تهدید کړه، خو اروپایي قدرتونه شاتګ ته اړ کړ. په ۱۸۳۹ز کې پر سوریې باندې د عثمانیانو له یوه ناکامه برید وروسته، علي په ۱۸۴۰ز کې یو ځل بیا د عثمانیانو پر ټولواکمنۍ باندې برید پیل کړ؛ بیا یې عثمانیانو ته ماته ورکړه او د قسطنطنیې د نیولو لپاره یې لاره پرانېستله. د اروپایي قدرتونو له یوې بلې مداخلې سره له مخ کېدو وروسته، په ۱۸۴۲ز کې یې د منځګړیتوب یوه سوله ومنله او له شام څخه ووت؛ په بدل کې هغه او زامنو ته یې د مصر او سوډان میراثي واکمنۍ ورکړل شوه. کورنۍ یې د ۱۹۵۲ز کال تر انقلاب پورې (کله چې د محمد نجیب او جمال عبدالناصر په مشرۍ د ازادو افسرانو غورځنګ له‌خوا د پاچا لومړي فاروق واکمنۍ نسکوره او د مصر جمهوریت تاسیس شو) پر مصر واکمنه وه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

محمد علي د کاوالا په سنجاق کې (اوسنۍ کاوالا)، په روم‌ایلي ایالت کې زېږېدلی ؤ؛ مور او پلار یې د آلبانیا له کورچې وو. د کورنۍ دوه‌یم زوی ؤ؛ پلار یې د آلبانیا له بکتاشیې فرقې څخه ؤ، د تنباکو او بېړۍ چلونې سوداګري کوله او ابراهیم آغا نومېده، چې په خپل ښار کې یې د عثمانیانو لپاره د یوې کوچنۍ قطعې قوماندان په توګه هم خدمت کړی ؤ. مور یې زینب نومېدله او د کاوالا یو بل مشهور آلبانیایي مسلمان «شورباچي حسین آغا» لور وه. محمد علي زلمی ؤ چې پلار یې وفات شو او د روزنې او پالنې دنده یې تره «حسین آغا» او د تره زامنو پر غاړه ونیوله. محمد علي ډېر زحمتونه وکښل، او تره یې په بدل کې ورته د کاوالا د ښار مالیاتو په راټولولو کې د بلوکباشي رتبه ورکړه. کلونه وروسته، محمد علي د خپل تره لور «امینه خانم» سره، چې یوه شتمنه کونډه وه، واده وکړ. هغه د علي آغا او قدریې (د زینب خور) لور وه.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د مالیاتو په غونډولو کې له پرله‌پسې بریالیتوبونو وروسته، محمد په کاوالا کې د آلبانیایي اجیر داوطلبو سرتېرو په ډله کې، چې د جنرال ناپلیون بوناپارت له شاتګ وروسته د مصر بیا تصرف کولو لپاره استول کېدل، د خپل تره زوی سرچشمه خلیل آغا تر مشرۍ لاندې د قوماندانۍ دوه‌يمه رتبه ترلاسه کړه. په ۱۸۰۱ز کې د هغه ټولی د عثمانیانو ستر ځواک د یوې برخې په توګه واستول شو ترڅو د مصر خاورې، چې د لنډې مودې لپاره د فرانسې له‌خوا اشغال شوې وې او د مصر د مملوک واکمنۍ نسکوره شوې وه، بېرته ونیسي. لښکر په شباک بېړیو کې سپور، د ۱۸۰۱ز په پسرلي کې په ابوقیر کې مستقر شو. د هغه یو باوري او د اعتماد وړ قوماندان میرالي مصطفی بۍ ؤ، چې د محمد له خور زبیدې سره یې واده کړی او یکان کورنۍ نیکه ؤ.[۸][۹][۱۰]

واک ته رسېدل[سمول]

د فرانسې په وتلو سره، په مصر کې د واکمنۍ تشه رامنځ‌ته شوه. د مملوک قدرت تضعیف شوی خو له‌منځه نه‌ؤ تللی او د عثمانیانو ځواکونه د واک ترلاسه کولو لپاره له مملوکانو سره ونښتل. د ناکراریو په دې دوره کې، محمد علي له‌خپلو ژمنو آلبانیایي ځواکونو څخه کار واخېست او پر دواړو اړخونو باندې یې کار وکړ او د ځان لپاره یې واک او پوره اعتبار ترلاسه کړ. د نښتو په دوام موندلو سره، د سیمې خلک له جګړې ستړي شول. په ۱۸۰۱ز کې هغه د مصر له مشر عمر مکرم او د مصر د الازهر لوی امام سره یوځای شو. د ۱۸۰۱ او ۱۸۰۵ز کلونو ترمنځ د عثمانیانو او مملوکانو ترمنځ د جګړو په اوږدو کې، محمد علي په احتیاط سره اقدام کاوه ترڅو د ټولو وګړو ملاتړ ترلاسه کړای شي.[۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۸۰۵ز کې، د مصریانو د بارسوخو شخصیتونو یوه ډله د علماوو په مشرۍ غوښتنه وکړه ترڅو د والي احمد خورشید پاشا پر ځای محمد علي والي شي او عثمانیانو هم ومنله. خو په ۱۸۰۹ز کې مکرم د علي له‌خوا دمیاط ته تبعید شو. د عبدالرحمن الجبارتي په وینا، مکرم موندلې وه چې محمد علي د ځان لپاره د واک ترلاسه کولو اهداف لري.[۱۴]

درېیم سلطان سلیم د محمد علي مقام لوړېدلو پر وړاندې مخالفت ونه‌شو کړای. محمد علي د خلکو اتل په څېره کې څرګند شو او د خپلې واکمنۍ تر تثبیتولو پورې یې وکولای شول د عوامو مخالفت مخه ونیسي.

مملوکان لا هم د محمد علي لپاره ستر ګواښ ګڼل کېدل. هغوی د څه باندې ۶۰۰ کلونو لپاره د مصر واک په لاس کې درلود او د دغې مودې په ترڅ کې یې خپله واکمنۍ په سیسټماتیکه توګه په سویل کې د نیل سیند په اوږدو کې د مصر تر برنۍ سیمو پورې پراخه کړې وه. د محمد علي تګلاره په لومړي سر کې د مملوک د واکمنۍ او مشرۍ له‌منځه وړل او وروسته د واکمنۍ سطر او ستون (فرعي برخو) پر وړاندې اقدامات وو. محمد علي د خپل زوی توسون پاشا په ویاړ، چې عربستان ته د یوې نظامي لښکر لېږدونې مشري یې پر غاړه اخېستله، د مملوک مشرانو ته د قاهرې په کلا (د صلاح‌الدین کلا) کې د مېلمستیا بلنه ورکړه. دغه پېښه د ۱۸۱۱ز کال په مارچ میاشت کې واقع شوه. کله چې مملوکان ټول په کلا کې غونډ شول، د محمد علي سرتېرو محاصره کړل او ټول یې ووژل. د مشرانو له وژنې وروسته، محمد خپل پوځ د مصر ګوټ، ګوټ ته واستوه ترڅو د مملوک پاتې ځواکونه له‌منځه یوسي.

محمد علي مصر د سیمې یو قدرت وګرځوه او هغه یې د عثماني امپراتورۍ، چې مخ په نسکورېدو وه، ذاتي ځایناستی ګڼه. هغه د مصر په هکله خپل لیدلوری په لنډه توګه داسې بیان کړ:

زه ښه پوهېږم چې (عثماني) ټولواکمني ورځ په ورځ مخ په پرزېدا ده… پر کنډوالو به یې یوه پراخه پاچاهي جوړه کړم… تر فرات او دجلې پورې.[۱۵]

د مصر بیا جوړونه[سمول]

درېیم سلطان سلیم (د واکمنۍ کلونه: ۱۷۸۹ تر ۱۸۰۷ز) پوهېده چې عثماني نظامي ځواک د اروپایي پولو په اوږدو کې اصلاحاتو او عصري کېدنې ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دولت یې په سیمه کې سیالي کولای شي. سره له‌دې، درېیم سلیم د تثبیت شویو روحاني څېرو او نظامي تنظیمونو، په تېره بیا د «یني‌چريانو» له کلک سیمه‌ییز مخالفت سره مخ شو. په پایله کې درېیم سلیم له واکه ګوښه او په ۱۸۰۸ز کال کې ووژل شو.

محمد علي له ځینو هغو جګړه‌مارانو سره چې غوښتل یې د عثماني ټولواکمنۍ د تضعیف کولو په بدل کې برلاسي شي، څه‌ناڅه ګډې ځانګړنې درلودې، خو څېړونکي ښیي چې د محمد علي حکومت د نظام او د هغه ملاتړ بنسټونو د اروپایي کولو لومړی اغېزناک پروګرام ؤ. له سلیم سره په توپیر کې، هغه خپل ستر سیالان پرزولي وو او زمینه ورته برابره وه ترڅو هغه اصلاحات راولي چې د لومړي ځل لپاره درېیم سلیم غوښتل پیل یې کړي.[۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Özavcı, Hilmi Ozan (2021). Dangerous Gifts: Imperialism, Security, and Civil Wars in the Levant, 1798-1864. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-885296-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • p. 93:
      In the meanwhile, the Albanian commander Mehmed Ali came to shine amid the limelight of politics and became immensely popular among the inhabitants. As his biographer tells us, Mehmed Ali was a man who had mastered 'the art of staging spectacles and of influencing audiences'.
    • pp. 97–98:
      The French consul believed that '[the] Albanian has more character and would probably be less sensitive to the advice and the means of seduction of our enemies'.
  2. Aksan, Virginia (2013) [2007]. Ottoman Wars, 1700–1860: An Empire Besieged. Routledge. د کتاب پاڼي 306–307. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-30807-7. Born in the late 1760s, at Kavala in Macedonia, Mehmed Ali was the son of an Albanian Ottoman soldier. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kia, Mehrdad (2017). The Ottoman Empire: A Historical Encyclopedia [2 volumes] (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61069-389-9. His father... was the commander of a small army unit that served the governor of Kavala الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Robert Elsie (2012). A Biographical Dictionary of Albanian History. I.B. Tauris. د کتاب پاڼې 303. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78076-431-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kiel, Machiel (1990). Ottoman Architecture in Albania, 1385–1912. 5. Research Centre for Islamic History, Art and Culture. د کتاب پاڼې 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-9063-330-3. The father of the famous viceroy of Egypt, Muhammed Ali, was a citizen of Korçë. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Katsikas, Stefanos (2021). Islam and Nationalism in Modern Greece, 1821–1940 (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-065200-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Stanton, Andrea (2012). Cultural Sociology of the Middle East, Asia, and Africa: An Encyclopedia. SAGE. د کتاب پاڼې 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-8176-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Terri DeYoung (2015). Mahmud Sami al-Barudi: Reconfiguring Society and the Self. Syracuse University Press. د کتاب پاڼې 161. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8156-5315-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cleveland, William L, A History of the Modern Middle East, (Boulder: Westview Press, 2009), 65–66
  10. Robert Elsie (2012). A Biographical Dictionary of Albanian History. I.B. Tauris. د کتاب پاڼې 303. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78076-431-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Tom Little, Egypt, (New York: Frederick A. Praeger, 1958), 57.
  12. Little, 57.
  13. P.J. Vatikiotis, The History of Egypt, (Baltimore, MD: Johns Hopkins University Press, 1985), 51.
  14. Little, 57.
  15. Georges Douin, ed. Une Mission militaire francaise aupres de Mohamed Aly, correspondance des Generaux Belliard et Boyer (Cairo: Société Royale de Geographie d'Egypte, 1923)
  16. William L. Cleveland, A History of the Modern Middle East (Boulder: Westview Press, 2013), 57.
  17. Cleveland, William L. (2016). A History of the Modern Middle East. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)