محمد زبير شفيقي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت گل زوي دي چې له نن څخه پينځه ځلويښتکاله په خوا د وردگو ولايت دچك د ولسوالۍ دالي خيلو پهکليکې زيږدلى دى، زدهکړې ېې د حضرت عمر فاروق په لېسهکې سرته رسولې او په ۱۳۵۶کالکې فارغ شو او د همدېکال دکانكور په ازموينهکې دکابل پوليتخنيك ته بريالى شو او په ۱۳۵۷ لمريزکال د غوايي لهکودتانه وروسته د پوليتخنيك په دوهم سمسترکې ؤ چې مهاجرت ته اړ شو او پيښور ته ولاړ د همدېکال په وروستيوکې د جهاد لپاره د پكتيا ولايت ته راغى او ۱۳۵۸ لمريزکال د نورومجاهدينو سره يو ځاي خپلې سيمې چك ولسوالۍ ته راغى په۱۳۶۳لمريزکال بيرته پيښور ته ولاړاو هلته يې پهکلتور او ادبي هځو لاس پورېکړ محمد زبير شفيقي په تيرو شلوکلونوکې له مختلفوکلتوري او فرهنگي مركزونو سره تړاو درلود د زيادتره جهادي خپرونو ليكوال غړي يا مسؤل ؤ په شفق مجله، شهادت جريده، اميد، حريت، منبع الجهاد مجلوکې يې د ليكنې پلاوې غړيتوب درلود. د پيام آزادۍ رادېو تلويزيون مرستيال او د پرگرامونو د تهې مسؤل ؤ او نه (۹)کاله د سهار ملي ورڅپاڼې چې د پيښور نه خپريده مسؤل مدير ؤ.زبير شفيقي دهجرت په چا پېر يالکې په گڼ شمېر وركشا فونو علمي سمينارونو اوكنفراسونوکې برخه اخېستې، دتهران راديوسره يې دسياسي مبصر په حيثکارکړى دى.زبير شفيقي دمختلېفو نړيوالو تلويزوني چينلواو راډيوگانوسره يې دهېوادپر سياسي، ټولنيزو، اوادبي موضوعاتو وخت پروخت بحثونهکړې دې چې هروخت يې دڅورېدلې دردېدلې هېواد په حا لاتو رڼااچولې ده. شفيقي صاحب هروخت سپېنې اوشفا فې خبرېکوي نو څكه هروخت دراډيواو تلويزون دگردي ميزمېلمه وي. دنوموړي له اثارو څخه دمرگ لارويان، نه هيريږي وطن، ياد ښتونه، د تياروبه تل کي، د کيسولنډه ټولگه، دقلم څار، او دتکبيره ترفرياده، اد بي سياسي کالمونه يي ليکلي اثاردي داروا ښاد نسيم حجازي يولس ټوکه تاريخي ناولونه يي ژباړلي آثاردي چې د نوموړي ددې ژپاړل شويو آثارو څخه دهيواد په ‌ســطحه هرکلي شودي. اود هيواد په گوټ، گوټ کې د مينه وا لو ترگوتو رسيد لۍدۍ دا پياوړۍ ليکوال اوژورناليست همدومره ناچاپ آثارهم لري چې په هغوى کې يې ځينې مهم دادي:

شاهين

وروستى مورچل

د غازي داستان

شهر نا پرسان

داوښکوپه ژبه يوه پوښتنه

معظم علي

توره ما ته شوه

او دې ته ورته نورداسې آثار يي د يادولو وړدي . د محمد زبير شفيقي دابي، فر هنگي، کلتوري، سياسي، هڅو لړۍ اوس هم همداسې روا نه ده چې اوس مهال د (ويسا ) ورځپاڼې مسول مديردۍ همدا رنگه دامريکاغږ، آزادۍ راډيو، اوبي بي سي دپښتو اوفارسي خپرونو سره دافغانستان په هر اړخيزو مسايلو باندې رڼا اچوي محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت گل زوى دى چې له نن څخه ٤۶کاله پخوا د وردگو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى. زدکړې يې دبمبايي په لېسه (ننى دحضرت عمر فاروق لېسه ) کې سرته ورسولې او په ١٣٥٦ لمريز کال فارغ شو.

د همدې کال په کانکور ازموينه کې د کابل پولي تخنيک ته بريالى شو، پر ١٣٥٧ لمريز کال د غويي له کودتا نه وروسته د پولي تخنيک په دوهم سمسترکې ؤ چې هجرت ته اړ شو او پېښورته ولاړ. د همدې کال په وروستيو کې د جهاد لپاره پکتيا ولايت ته را غى او بيا پر ١٣٥٨ لمريز کال له نورو مهاجرينو سره يو ځاى خپلې سيمې چک ولسوالۍ ته راغى، په ١٣٦٣ لمر يز کال بېرته پېښور ته ولاړ او هلته يې په فرهنگي او ادبي هڅو لاس پورې کړ. محمد زبير شفيقى په تيرو شلو کلونو کې له مختلفو فرهنگي اوکلتوري مرکزونو سره تړاو درلود، د زياترو جهادي خپرونو ليکوال غړى او يا مسوول او په شفق مجله، شهادت جريده ، اميد، حريت، منبع الجهاد او نورو گنو مجلو کې يې د ليکني پلاوي غړيتوب درلود. د پيام آزادۍ راډيو تلويزيون مرستيال او د پروگرامونو مسوول و او نهه کاله په پېښور کې د سهار ملي ورځپاڼې مسوول مدير و. شفیقي صیب د هجرت له دیاره په بېرته راگرځېدو سره نږدې يوکال د ميدان وردگو ولايت د راديو تلويزيون اداري سرپرست ؤ او اوس لهکابل نه د خپريدونكې ويسا ورځپاڼې مسؤول مدير دى.

محمد زبير شفيقى د هجرت په چاپيريال کې په گڼ شمېر ورکشاپونو، علمي سمينارونو اوکنفرانسونو کې برخه اخیستې، له تهران راډيو سره يې د سياسى مبصر په حيث کار کړى او له مختلفو نړيوالو تلويزيونې او راديويي چينلونو سره يې د هېواد پر سياسي، ټولينزو او يا ادبي موضوعاتو گڼ شمېر ليکنې خپرې شوې دي. محمد زبير شفيقي تر اوسه پورې نږدې څلوېښت ټوکه ژباړلي او چاپ شوي اثار لري چي د آثارو بشپړ لست یې په لاندې توگه دی:

د جهاد زمزمې( لومړى شعري ټولگه) د وينو پيغام ( دوهمه شعري ټولگه) د تيارو په تلکې ( د لنډوکيسو ټولگه) په چك او دايميردادوکې اسلامي پاڅون ( د سيمې د جهاد پېښليك) په چک او دایمیردادوکې ښوونه او روزنه (د جهاد په بهيرکې د ښوونې او روزنې بهير) د ميدان ښار فتحه ( جهادي پيښليك) د مرگ لارويان( جهادي يونليك نه هيريږي وطن ( ژوندلیک) د قلم څار ( دکالمونو لومړۍ ټولگه) له تكبيره تر فرياده ( کالمونو دوهمه ټولگه) ميړونه _ گړنگونه ( منځنۍ داستان له پيښور نه خپريدونكې اميد مجلهکې خپور شوى دى) د پرديسۍ له مېنو د هيواد تر غيږې ( څو بيلابيل يونليكونه چې خواره واره چاپ شوي دي)

ناچاپ

  1. د اوښكو په ژبه يوه پوښتنه ( تكلونه)
  2. ښارناپرسان ( دکالمونو ټولگه)
  3. د سهار په هندارهکې ( د سهار ورځپاڼې سرليكنو غورچاڼ)
  4. نه هيريږي وطن (ژوندلیک دويم ټوك)
  5. يا زه نه واى يا.....زه! ( دکالمونو ټولگه)
  6. هيواد د سيمې د استخباراتيکړيو په لوموکې ( د سياسي ليكنو غورچاڼ)
  7. که زه حاكم واى! (دکالمونو ټولگه چې خواره واره خپاره شوي دي)
  8. وير او وياړ ( د شعرونو ټولگه چې خواره واره خپاره شوي دي)
  9. زوړ بيوپاري ( د لنډوکيسو ټولگه)

ژباړې چاپ

  1. شاهين تاريخي ناول ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  2. د غازي داستان ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  3. محمدبن قاسم ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  4. وروستۍ جگړه ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  5. وروستى مورچل ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  6. د تروږمۍ مساپر ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  7. د حجازكاروان ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  8. انسان او ديوتا ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  9. قيصر اوکسرا ( په دوو ټوكونوکې ، د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  10. کليسا او اور ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  11. يوسف بن تاشفين ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  12. معظم علي ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
  13. د سيتارام يادښتونه ( يو تاريخي اثر)
  14. ده روز در اسارت طالبان ( د انگريزۍ خبريالې ميرمن ريډلي يادښتونه )
  15. د طالبانو افغانستان ( د نوماندې ژورناليستېکرستينا ليمب اثر)
  16. جنگيکلا ( له اردو ژبې ژباړل شوى ناول دى چې د هيواد د وروستيوکلونو يو ادبي تصوير يې بللاى شو.
  17. د افغانستان تارخ او خپرونې ( له محترم فدامحمد فايض سره گډه ژباړه)
  18. د افغانستان لڼده جغرافيه ( د غلام جيلاني شبل ليكنه )
  19. د تنكيو ځوانانو لپاره قرآنيکيسې ( د ارواښاد ابوالحسن علي ندوي اثر)
  20. مات وزر او ژيړې پاڼې ( د خليل جبران دوه ناولونه)
  21. زه ولې مسلمان شوم؟ ( د نوماندو شخصيتونو د مسلمانيدو ارواپالېکيسې) په جهاد هنداره او بيلابيلو خپرونوکې خورې ورې خبرې شوې.
  22. د نړۍ ستر جاسوسان ( له لارنس تر ماتاهري ) په سهار ورځپاڼهکې خورې ورې خپرې شويې ليكنې دي.

ناچاپ ژباړې

او توره ماته شوه ! د نسيم حجازي تاريخي شهكار ناول ان شا الله چاپ ته چمتو. د عمر فاروق (رض) ستر جنرالان ( تاريخي اثر) او يو شمير نور خواره واره آثار.... د شعر او شاعرۍ په هكله ښاغلى شفيقي وايي، چې د شعر او شاعرۍ په باب بايد ووايم چې هيڅكله مې هم ځان بشپړ شاعر نه دى گڼلى، يو وخت چې ما د نظم او شعر ويلو هڅهکوله هغه يو بيل دوران ؤ، د خوبونو او خيالونو يو داسې دوران چې هيڅكله به هم بيا زموږ په ژوندکې تكرار نشي، دا د هغه چاپيريال او دوران جادو ؤ چې زما په څير عادي خلكو نه يې شاعران جوړکړي وو، ما چې د هغه سپيڅلي پېر پر مهال څه شعرونه ويلي دي بس د همغو ورځو خبره وه، وروسته چې زه پر ځان پوهيدم چې شاعرکيږم وخت لټ وخوړ او حالاتو له مانه دا شيمه واخيسته چې له شعر او شاعرۍ سره اړيكې وساتم، بس هرڅه تير او پسې هير شول، زما د هغه مهال شعرونه او يا نظمونهکه د هنر او معيار په تله څوك تلي نو ښايي لهکوم نيم پرته شعرکې حساب نشي، خو ماته د يوه ډير سپېڅلي دوران او احساس د يادگار په توگه يو ځانگړى ارځښت لري، اوس ښه شعر اورم، لولم يې، لوستل او اورېدل يې د پخوا په څېر خوند راكوي،کلهکله په ذهنکې مات گوډ تصويرونه هم جوړکړم، خو د ليكلو شيمه يې را سره نه وي، هماغسې پاتې شي او بيا د وخت تر گردونو لاندې پټ شي، زه به دلته د درانه پسرلي صيب يوه خبره تكرارکړم چېکاروان ، شرر، پسرلى ، ډاكتر اكبر او نور درانه او منلي شاعران وي ما ته څه حاجت دى چې هسې د خلكو د خولې خوند ور خرابکړم! شفيقي صاحب د نسيم حجازي ناولونه نور پاى ته نږدېکړي دي او وايي، چې د لوى خداى په ځانگړې لورېينه د ارواښاد نسيم حجازي د هغو شهكار ناولونو پښتو ژباړه نور په ريښتيا چې وروستيو شيبو ته رسيدلې، وروستی تاريخي ناول چې اوس بشپړيدو ته نږدې دى ( او توره ماته شوه) تاريخي ناول دى چې دا د معظم علي د تاريخي داستان دوهمه برخه هم ده، ځكه چېکركټرونه يې هماغه دي او د معظم علي د تارخي داستان لړۍ ده چې پسې غځيږي، زه بهکه د خداى خوښه وه ددې ناولونو د ژباړې له بشپړيدو وروسته له يوه پلوه پر همدې ژباړو بيا نظرکوم، په لومړۍ ژباړهکېکه چيرته څه خامۍ اوکمزورۍ پاتې وي چې خامخا شته د هغو د سمون يوه بله هڅه بهکوم، له دې سره ليكنې او ژباړې اوس زما عادت شوى دى، دا زما د ژوند برخه گرځيدلې ده طبيعي ده چې د ارواښاد نسيم حجازي له ناولونو وروسته به په ليكنو بوخت يم، خو دا بيا بېله خبره ده چې د نسيم حجازي آثار يو ځانگړى مقام لري او گرانه ده چې هرڅوك په دغسې لوړکيفيت او معيار آثار وليكلاى شي، زه خو د ارواښاد د آثارو رڼا ته ناست يم، د همدغې رڼا تر اغېز لاندې به هڅهکوم چې د خپل درانه ولس د برميال جهاد پېښې ترکومه حده چېکولاى شم خونديکړم، خو بايد اعتراف وكړم چې ما تر ننه څومره ليكلاى شواى سبا ته دومره شيمه په ځانکې نه وينم، د يو لړ ناروغيو او ناخوالو زور اوس ماته ددې مجال نه راكوي چې د پرون په څير هركاره واوسم، د ورځپاڼې د درانه مسووليت ترڅنگ به ماته د ادبي ليكنو فرصت لږ وي، خوکه د خداى رضا وه زه به په تر ټولو ړومبى د (نه هيريږي وطن) يادښتونو لړۍ ته دوام وركړم او دا پر ځان د خپل مظلوم او درانه ولس يو امانت بولم چې بايد خوندي شي، له ستر پالونكي ذات ( ج) نه يې د بشپړولو توان غواړم. د ښې ليکنې يا ښه شعر په اړه شفيقي پدې اند دى، چې ښه ليكنه او ښه شعر چې شهكار وگڼلاى شي، داسې تعريفوو:کومه ليكنهکه نظم ويکه نثر چې پر ډيرو خلكو اغېز وكړي او په هغوىکې مثبتې جذبې را وتخنوي، ټولنې ته يو ښه لورى وركړي، د ژوند يو غوره او ښكلى تصوير وځلولاى شي شهكار گڼلکيداى شي. د شهكار اثر په اړه د هرې ټولنې او هرې سيمې نظر او هغو ته ټاكلي معيارونه سره توپير لري، ښايي يو اثر په يوه ټولنه او قومکې شهكار منل شوى وي خو په بله کې بيا هغه مقام ونه لري، د ساري په توگه د ښكلا په باب د نړۍ د ټولو اولسونو معيارونه او ځانگړتياوې توپير سره لري، شهكار اثر هم اصلاً د منل شوې ښكلا يوه بڼه ده چې طبيعي ده څه توپيرونه سره لري، خو يو لوړ شهكار زما په نظر هماغه اثر دى چې د نړۍ د ټولو انسانانو په منځکې ډير مينه وال ومومي، په دې معنا چې د ډيرو انسانانو ايډيال او ارزښت پكې پالل شوى او خوندي وي، د خليل جبران (پيغمبر )، د رابيندرناټ ټاگور( گيتانجلي ) او نور په دې پوړکې راتلاى شي، زه په لنډو ټكيوکې وايم چېکوم آثار چې انساني پيغام لري او څومره چې دغه پيغام پراخ وي د اثر پر پخوالي او لوړ ارزښت گواهي وركوي او شهكار گڼلکيږي. لونگ : ځينې ځوانان چې د شعرونو يا ليکنو په لومړيو پړاوونو کې وي، نو د خپلو ليکنو يا شعرونو د ارزولو يا کره کتنې لپاره زړه نه ښه کوي، په غالب گومان دوي فکر کوي چې په ليکنو يې نقد نه کېږي بلکې سپکاوي يې کېږي، په دې اړه د کره کتونکو لپاره او همدا راز د نويو ځوانو ليکوالو په اړه کومې لارښوونې ضروري گڼي؟ شفیقي:کره کتنه زما په نظر د لوړو آثارو د پنځونې لپاره تر ټولو ډيره اړينه ده،که موږ هرڅومره پردې باور وو چې شعر او يا ادبي ليكنې او فنپارې الهامي وي، بيا هم د تجربو او زده کړو، اصولو او چوكاټونو لپاره اړتيا شته،کرهکتنه همدغه وروستۍ اړتيا پورهکوي،کهکرهکتنه دغه اړتيا پوره نهکړي بيا خو بل شى شول، په دې برخه کې زه څو عرضونه لرم: لومړى دا چې موږ زيات وخت خپل پټ استعدادونه او وړتيا وې نه ارځوو په تقليدي بڼه يوهکار ته اړم شو، دې ته بايد زموږ ځوانکول ښه پام وكړي، دا ضروري نه ده چې موږ هر يو دې شاعر شو، يا دېکيسه ليكوال او يا ....څيړونكى شو، يوازې هغه ځوانان دې هڅه وكړي چې خپل شعر ترکماله ورسوي چې د شعر پيريان په ريښتيا پرېکښېني، يانې په کلامکې يې د شعر تومنه وي، خيالونه يې د شعر په گلورينو واديوکې چكرې وهي، دداسې ځوانانو سره بيا د مشرانو شاعرانو له خوا مرسته ضروري ده، دوى بايد وهڅول شي او له دې سره په مينه ناك ډول ددوى پر آثاروکرهکتنه وشي، غلطۍ اوکمزورۍ يې ور سمېکړاى شي او داسې لارښوونې ورته وشي چې د هغوى شعري ملكه نوره هم پكې وده وكړي. د شفيقي صاحب خاطره: زما ښې خاطرې هم ډيرې زياتې دي، چې زه پرې د ستر څښتن تعالا شكرونه کاږم، زه به يې يوه درته ووايم، يوه ورځ د اوسني شعر يوه پياوړي او نوميالي سر وان، ښاغليکاروان يوه ورځ زنگ راته وواهه او بيا يې په خپله مينه ناكه لهجه را ته ويل چې دا د نسيم حجازي ناولونو ژباړه دې سترکارکړى دى خداى دې نور هم بريالى لره، ما څو موده مخكې د محمد بن قاسم نوى ژباړل شوى اثر وركړى ؤ، را ته ويل يې چې هغه ناول مې هسې په تاخچه کېکيښود او لوستو ته يې چندان جوړ نه وم، هماغسې پروت ؤ يو ماښام مې را پورته کړ، ما وې څو پاڼې ولولم چې څه پكې دي، داستانکرښه پرکرښه ورکشولم، تردې چې مجبور شوم تر پايه يې ورسوم، بيا ښاغليکاروان د داستان او ژباړې ډيره ستاينهکوله، همدغسې ډيرو نورو سترو او نومياليو ليكوالو او اديبانو وخت پر وخت ماته په دې اړه ډيرې د مينې او لورېينې خبرېکړې چې دا ټول زما د ژوند توښه، دکار شيمه او د غوره يادونو يوه په زړه پورې برخه ده، په دې برخهکې زه د خپلو درنو مشرانو او دوستانو، استاذ پسرلي،کاروان، بشارت، درنې خور ليلا خرم، اسدالله غضنفر، او په لسگونو نورو درنو اديبانو او ليكوالو مينه او هڅونه يوه ستره تكيه بولم او له ټولو مننه کوم