محمد حسن بارق شفيعي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد حسن بارق شفيعي يو افغان شاعر دی چې د غويي د ۷مې د کودتا وروسته لومړی د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير او يو څه وخت وروسته د ترانسپورت وزير و.

مخينه

شفيعي د لغمان ولايت په عمرزيو کې زېږېدلی. په غازي لېسه کې يې تر شپږم ټولگي زده کړې کړي بيا مدرسې ته تللی او يو څو کاله يې په ديني مدرسه کې زده کړې کړي. يو څه وخت په راډيو افغانستان کې د ديني خپرونو وياند و. له ۱۹۶۰ ز. تر ۱۹۶۷ ز. کال پورې د کانونو او صنايعو په وزارت کې د کارتوگرافي په انستېتيوت کې د زمک-انځوراخستنې د څانگې ريس و. په ۱۹۶۵ ز. کال کې د پښتون غږ مجلې مسول مدير و. بيا د پيغام روز د رسنۍ او تر دې وروسته په ۱۹۶۶ ز. کال کې د خلق رسنۍ مسول مدير و. په ۱۹۶۸ ز. کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې دنده پيل کړه همداراز د افغانستان د خلق د مرکزي کوميټې غړی شو.