محمد اکبر خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


غازي محمد اکبر خان د امير دوست محمد خان زوی پر (۱۸۱۷) زېږدي زیږیدلی دی . نوموړی د وزیر محمد اکبر خان ،امیر محمد اکبرخان او سردار محمد اکبرخان په نوم هم شهرت درلود. د امیر دوست محمد خان په لومړۍ دوره کې محمداکبر خان د جلال آباد حکمران وو ، په همدې وخت کې (۱۸۳۷) ز کال سکانو د خيبر په دره کې د جمرود کلا ونیوله ، غازي محمداکبر خان له سکانو سره په جگړه پيل وكړ . د جگړې په بهير كې غازي محمداکبر خان د سکانو د جگړې بولندوی هری سنگ د تورې په گوزار ټپي کړ او نوموړی له دغه ټپ څخه مړ شو.

The Hero Of Afghanistan