محمد الله کمال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمدالله کمال

محمدالله کمال د جنت گل زوی د وردگ ولايت د چک ولسوالی د علی خېلو کلی اوسېدونکی دی.

زده کړې

لومړنی زده کړې یې د شهيد احدی په لومړني ښوونځي کې او منځني او د لېسې زده کړې یې د حضرت عمر فاروق په لېسه کې په چک ولسوالۍ کې ترسره کړې دي. کمال د ژورنالیزم پوهنځي ته په کال ۱۹۹۷ کې بریالی شو، خو د کورنیو ستونزو له امله ونه توانیده چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

چاپ شوي آثار

  1. د خيالونو جزيره (شعري ټولگه)

باندنۍ تړنې

د کمال نوي شعرونه او نظمونه په وېبلاگ کې کتلی شی.