محمد اسماعیل څپه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد اسماعیل څپه(Mohmmad Ismail Sapa) د محمد عمر زوي خان شیرین لمسي د احمد خان کړوسی په 1352 کال د لوګر ولایت محمداغې ولسوالي د قناعت ملک په کلي کې زیږدلي زده کړې یې په مخطلفو ښوونځیو کې کړي ابتداء زدکړې د دهنو ښوونځي، حارث بن هاله محمد خواجه کلی پاکستان تحصیل هنګو، محمدخواجه میډل سکول محمد خواجه کلی تحصیل هنګو او منځنې زدکړې یې د عبدالله بن مسعود لیسه (هنګو ښارګوټ) او باختر له لیسې (پیښور ښار) څخه یې د دولسم ټولګي څخه فارغ شو.

محمد اسمعیل څپه شاعر او لیکوال چې په مختلفو برخو کې یې لیکنې کوی راډیويي او تلویزوني ډرامه، طنز، د ماشومانو لپاره کتابونه د د تلویزیوني خپرونو طرحې او تلویزوني او راډیویی خپرونو سکریپټ لیکوال دي


دا یې هم د شعر بیګله[سمول]

 خدایه ! ستا خداي دومره لویه 

او زما صبر دومره لنډ

لکه لنډه ساه.

خدایه ستا قدرتونه دومره لوی او زما عقل دومره کم

لکه شنډه څاه 

نفس زما زړه زما، خو درد په کې اوسي شیطان په کې اوسیږي، په درد کې اوسي څړیکه په څړیکه کې بیا ته یې، نو زه! څه شومه خدایه ؟! خدایه! خدایه! تش کالبوت راباندې پلورې؟ خدایه دا مې پکار نه دی، جهنم ته یې غوزار کړه چې لبه شي او سرور اور شي، دغه وږي جهنم ورباندې موړ شي، له اوره پیدا یو غټ شیطان کړه، چې اوجود کې یې زه پټ شم نور څه نه،

چې داخپل غچ  خو ترینه واخلم 

http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=6372

هغه ډرامې چې محمد اسمعیل څپه لیکلي او له تلویزونو نشر شوي[سمول]

  • Abc ښونیزه او کامیډي ډرامه له لمر تلویزون څخه نشر شوې.
  • سلام ډرامه د لمر تلویزون څخه نشر شوې.
  • دربار د شمشاد تلویزون څخه نشر شوې.

https://www.youtube.com/watch?v=nETn5ZftGzE

چاپ شوي کتابونه[سمول]

  • کو کو کو وق وق وق د ماشومانو لپاره د افغانستان د قلم ټولنې له خوا چاپ شوي
  • د تیږو انځورګر د ماشومانو لپاره د میدوتیک له خوا چاپ شوي
  • انڅور ګر کیشپ سیو د چلدرین له خوا چاپ شوي

http://www.taand.com/pal/?p=2773 http://catalog.acku.edu.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=41056

دا یي هم د طنز یوه بیلگه[سمول]

د محمد اسماعیل څپه دا طنز ډیر مشهور دي اوباما پښتو لنډۍ زده کړي

۲۰۱۰ کال د دیسبمر په ۱۶مه ولس مشر تلویزیون ته ناست و . د اوباما مرستیال د افغانستان د جنګ سترانېژي اعلان کړه ؛ نو افغان ولسمشر امر وکړ ، چې اوباما ته تیلفون وکړی.د جمهوري ریاست کارکوونکی اوباما ته تیلفون وکړ . کارکوونکی تیلفون غوږ ته نیولی و او افغان ولسمشر دوه سترګې کارکوونکی ته نیولې وې . او له ډیرې غوسې یې رنګ تور شین اوښته . تیلفون زنګ تیراو خو چا نه پورته کاوه اخیر د تیلفون اړیکه پرې شوه .


کارکوونکي بیا هڅه وکړه ؛ خو بیا هم تیلفون ته چا ځواب ورنه کړ . کارکوونکي افغان ولسمشر ته په عاجزۍ سره وویل: (( صیب تیلفون نه پورته کوي . )) افغان ولس مشر په غوسه کارکوونکی ته وویل : (( د هغو خوی تا ته نه دی معلوم له نا اشنا شمېرې څخه ورته زنګ ووهه .)) کارکوونکی په فکر کې ډوب شو . افغان ولسمشر په غوسه ترۍ وپوښتل : (( څه سوچونه وهې ژر کوه .)) کار کوونکی ورته وویل : (( صیب فکر کوم ، چې د چا شمېره به نااشنا وي . ها پیدا مې کړه په اشپز خانه کې یو نوی کار کوونکی دفتر په کارګمارلی دی . د هغه له تیلفون نه به زنګ ورته ووهم . )) افغان ولسمشر ورته وویل : (( هر څه ، چې کوې یو څه وکړه ، چې زړه مې اور واخیست .)) کارکوونکی له سالون څخه ووت او ولس مشر له ډېرې غوسې څخه له خپلې څوکۍ پورته شو ، لاسونه یې شا ته ونیول په سالون کې یې په قدم وهلو شروع وکړه . دوه درې ځلې د سالون یو سر بل سرته ولاړ په دې کې کار کوونکی په بیړه کوټې ته راننوت ولسمشر ته یې تیلفون ونیو او ورته یې وویل : (( صیب تیلفون رخ شوی .)) ولسمشر تیلفون غوږ ته ونیو وړاندې له دې چې څه ورته ووايي د تیلفون له بل لوري څخه یې یو پوست غږ واورېده ، چې وبې ویلې . زما د پېغلې په شان یاره په ناچارۍ به رانه پاتې شې مینه . او بیا یې پوښتنه ترې وکړه (( څنګه دې تیلفون وکړ لکه چې په زړه دې واورېدم ؟!)) ولسمشر تیلفون له غوږ نه لرې کړ او کارکوونکی ته یې په ټیټ غږ وویل: (( اوباما لنډۍ زده کړي او د نجلۍ په غږ کې یې راته لنډۍ وویله . د کارکوونکی سترګې والوتې او له وارخطا یې یې د ولسمشر په لاس باندې حمله کړه او تیلفون یې ترې واخیست ولسمشر ته یې په عاجزۍ سره وویل: (( صیب بښنه غواړم لکه ، چې د شپزخانې د کار کوونکی چنغلې شمېرې ته مې زنګ وهلی. ولسمشر ډیر په غوسه کارکوونکی ته وویل: (( پنځه ورځې مو ډالر څه واخیستل اوس د امریکایانو په شان ښه پوهیږي چې د القاعدې مشران د ای اس ای په دفترونو کې ناست دی او بمباری په وزیرستان کوي . )) کارکوونکی بیا تیلفون ولسمشر ته ونیو او ورته ویې ویل : (( صیب تیلفون رخ شوی . خبرې وکړه . )) افغان ولسمشر تیلفون غوږ ته ونیو او ورته ویې ویل : (( نه پوهېږم چې زه پشتون نه درته ښکارم او که تاسې پښتانه نه یاست ؟! )) په دې وخت کې د تیلفون زنګ بیا کړنګا وکړه . کارکوونکي پوښتنه وکړه . (( صیب پورته یې کړ ؟)) افغان ولسمشر ورته وویل : (( نه لا تر اوسه یې نه دی پورته کړی .)) صیب له چا سره غږیدې ؟ په دې وخت کې د تیلفون له بل لور څخه چا وویل : (( هیلو )) ولسمشر پرې ور برګ شو او ورته ویې ویل : (( افغان ولسمشر یم . )) اوباما چې د افغان ولسمشر غږ وارویده نو وارخطا شو او ژر یې د خپل مشاور څخه مشوره وغوښتله . مشاور خپل انګریزي کپرۍ وګروله او یوه افغاني ایډیا یې ترې راوویستله او اوباما ته ور نږدې شو . او په غوږ کې یې ورته وویل: (( ورته ووایه ، چې غږ دې نه راځي خپل موقعیت دې تغیر ورکړه . )) اوباما په تکرار سره شروع وکړه (( هیلو هیلو غږ دې سم نه راځي خپل موقعیت ته دې تغیر ورکړه . هیلو څوک یې ؟ هیلو . )) د اوباما خاص ډاکټر ، چې د هغه څنګ ته ولاړ و ، اوباما ته مشوره ورکړه ، چې په اوچت اواز باندې خبرې مه کوه ، چې ژبۍ به دې شي او یا به دې ستونی ولویږي . افغان ولسمشر یم . غږ مې درځي خو چل کوې . دا ځلې اوباما د ډاکټر له هدایت سره سم په نرم غږ سره وویل : (( هیلو څوک یې ؟ غږ دې نه راځي . موقعیت دې تغیر ورکړه . )) افغان ولسمشر یم . تا خو له ماسره وعده کړې وه ، چې په پاکستان کې به د القاعده او طالبانو په مرکزونو باندې ځمکنۍ حملې کوم. اوباما داسې ښودله چې یوه خبره یې هم نه ده اوريدلې ورته ویې ویل : (( هیلو غږ دې نه راځی)) له دې سره اړیکه پرې شوه . افغان ولسمشر تیلفون ته بد بد وکتل او کارکوونکی ته یې ونیو . کارکوونکی په غرور سره ولسمشر ته وویل : (( ښه خو درنه ډاریږي . )) ولس مشر موسک شو او له ځان سره یې وویل: (( اوباما ته رښتیا وايې زه باید خپل موقعیت نه ؛ بلکې موقف ته تغیر ورکړم . )) http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=9675