محمد ابراهیم ریسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سید محمد ابراهیم ریسي الساداتی په ۱۳۳۹ کال کې د مشهد په ښار کې دنیا ته راغلی خپلي لومړنۍ دیني زده کړي یې په مشهد کې پیل کړې، په ۱۳۵۴ کال کې یې د قم مدرسې ته لار پیدا کړه او هلته یې د دکتورا تر کچي په حقوقو او فقه کې زده کړې وکړې ، د ایران له انقلاب وروسته په شل کلنۍ کې د کرج ولایت د محکمې د قاضي په توګه وټاکل شو د همدې دندې ترڅنګ یې د همدان د محکمې چاري هم سمباله ولې ، په ۱۳۶۴ کال کې تهران ته تبدیل شو او د دې ښار د محکمې د ریس په توګه وټاکل شو، ریسي په ۱۳۶۷ کال کې د سیاسي بندیانو د ډله ایزو اعدامونو په جریان کې د زندانیانو وضعیت ته د رسیدو د هیت غړی هم و ټاکل شو ، ایران اسلامي جمهوریت مخالفانو دې هیت ته د مرګ د ډلي نوم ور کړی و. ریسي په ۱۳۷۳ کال کې د ایران د سترې محکمې د کنټرول او پلټنو د ریس په ټوګه وټاکل شو له ۱۳۸۳ کال څخه تر ۱۳۹۳ کال پوري د ستري محکمې د مرستیال په حیث یې دنده تر سره کړه له ۱۳۹۳ کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پورد ایران د ستري محکمې د ریس په توګه وټاکل شو په ۱۳۹۶ کال کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه یې له لوري د تشخیص مصلحت نظام د غړي په توګه و ټاکل شو . ریسي په ۱۳۹۶ کال کې انتخاباتو ته ودرید چي د حسن روحاني په مقابل کې یې ماته وخوړه خو د۱۴۰۰کال انتخاباتو ته یې بیا ځان کاندید کړ او د زیاتو رایو په ګټلو سره د ایران ولسمشر و ټاکل شو، ریسي سخت دریځی ملا او د انقلاب د مخالفینو له لوري د بشري حقوقو په نقض تورن دی .