محافظه کاره یهودیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محافظه کاره یهودیت (له شمالي امریکا بهر په ماسورتي یهودیت شهرت لري) یو مذهبي یهودي خوځښت دی چې د یهودي قوانینو او دودونو واکمني د الهي وحۍ پر ځای د نسلونو په اوږدو کې د خلکو او ټولنې د رضایت له مخې بولي. له همدې امله یهودي قانون یا هلاخاه الزامي او همدارنګه د تاریخي پراختیا تابع بولي. محافظه کار هاخام (مذهبي لارښود) د سنتي لارو چارو او منابعو په ځای له معاصرو تاریخي – انتقادي څېړنو څخه کار اخلي او د عملي مسایلو اړوند خپل دریځ ټاکلو په برخه کې خپلې برخې ته ډېر رول ورکوي. دغه خوځښت خپله کړنلار د هلاخي بحث تر ټولو اصلي او مناسبه لار بولي او په هغو کې ترلاسه شوې وفاداري او همدارنګه د هغو په تفسیر کې انعطاف ساتي. همدارنګه د الهیاتو له سخت دریځي تعریف، په اعتقادي مسایلو کې د اجماع له نشتون او په پراخه کچه کثرت پالنې ته له اجازې ورکولو ډډه کوي.

په داسې حال کې چې د یهودیت محافظه کار خوځښت ځان په ۱۹ مه پېړۍ کې د زکریا فرانکل د خاخامي مثبت پالونکي تاریخي مکتب وارث بولي، خو دغه خوځښت د شلمې پېړۍ په نیمايي کې یوازې په متحده ایالاتو کې بنسټیز شو. د دغه خوځښت تر ټولو لوی مرکز په شمالي امریکا کې دی چېرې چې د هغو پیاوړی بنسټ د محافظه کار یهودیت متحده کنیسه (United Synagogue of Conservative Judaism) ده او همدارنګه په نیویارک کې د هغو د الهیاتو تر ټولو لوی علمیه مرکز د خاخامانو د لویې علمیه مدرسې په توګه فعالیت کوي. په نړیواله کچه هغو ته اړوندې ټولنې د ماسورتي اولامي (Masorti Olami) ټول شموله بنسټ په اډانه کې سره یو موټې دي. محافظه کاره یهودیت په ټوله نړۍ کې دریم یهودي مذهبه خوځښت دی چې اټکل کېږي د ۶۰۰ زره لویانو په ګډون له ۱.۱ میلیون څخه زیات غړي لري او همدارنګه د ډېری نورو هغو کسانو استازیتوب هم کوي چې د دغه خوځښت غړیتوب نه لري.

الهیات[سمول]

باورونه[سمول]

محافظه کار یهودي خوځښت له لومړیو ورځو څخه په الهیاتي مسایلو کې د دوه ګوني توب او ابهام لرونکی دی. خاخام زکریا فرانکل چې د دغه خوځښت فکر جوړونکی ګڼل کېږي، په دې باوري و چې د الهیاتو مفهوم په خپله سره له سنتي یهودیت څخه پردی دی. نوموړی د خپلو ټولو مخالفینو له خوا که هغه اصلاح غوښتونکي او یا هم ارتدوکس و په دغه موضوع کې په ابهام تورن شوی. امریکايي خوځښت هم تر ډېره بریده پورې له ورته باورونو څخه ملاتړ کوي او رهبران یې هم تر ډېره په دغه ډګر کې له ښکېلتیا ځان ساتي. یوازې په ۱۹۸۵ زکال کې د محافظه کارانه الهیاتو اړوند یوه دوره د امریکايي یهودانو په علمیه مدرسه کې افتتاح شوه. تر دغه مهاله د دوی لویه هڅه دا وه چې په ۱۹۸۸ زکال کې یې یو روښانه اعتقادي تعریف په موخه د حقیقت او اعتقاد (Emet ve-Emunah) تر عنوان لاندې اصول وړاندې کړل چې د محافظه کاره یهودانو د شورا له خوا تدوین او صادر شوي و. د دغو اصولو په مقدمه کې راغلي چې په تېر کې «د تعریف نشتون ګټمن و»، خو نن ورځ یې بیان ته اړتیا ده. په دغه اصولو کې د یو شمېر کلیدي مفاهیمو لکه د خدای، وحی او انتخاب پر بنسټ یو شمېر مهم موارد وړاندې شول، خو بیا یې هم دا څرګندوله چې په خپلو صفوفو کې بېلابېل باورونه او دریځونه لري او د هغو لپاره د دقیقو اصولو له ترسیم ډډه کوي ځکه چې بیا تر ډېره متضاد لیدلوري وړاندې کوي. په ۱۹۹۹ زکال کې د محافظه کارانه یهودیت په ځانګړې نسخه کې چې دغې موضوع ته ځانګړې شوې وه، مخکښو خاخامانو لکه الیوت ان. دورف او ګورډون ټاکر څرګنده کړه چې په دغه خوځښت کې د «پراخه تنوع» د شتون له امله د «ټولو لپاره د ګډ الهیاتي باور رامنځته کېدل نه ممکن او نه هم مطلوب دي». [۱][۲][۳][۴][۵]

خدای او آخرت پېژندنه[سمول]

محافظه کار یهودیت تر ډېره پورې په شخصي خدای باندې د ناباورۍ له مفهوم ملاتړ کوي. د هغوی اصول څرګندوي چې «موږ پر خدای باندې د نړۍ د خالق او حاکم په توګه خپل ایمان تائید کوو. هغه په خپل قدرت نړۍ رامنځته کړه او د هغه غوره پوهې د نړۍ برخلیک ټاکلی». ورته مهال څرګندوي چې د هغه ماهیت «نه پوهېدونکی» دی او د ګڼو باورونو موضوع ګرځېدلی. له الوهیت څخه طبیعت پالونکی مفهوم چې له مخې یې خدای له دنیوي نړۍ څخه نه جلا کېدونی بلل کېږي، یو مهال یې په دغه خوځښت کې ځانګړی ځایګی درلود، په ځانګړې توګه هغه مهال چې مردخای کاپلان د هغو توضیح وړاندې کړه. وروسته له هغه چې د کاپلان د بیارغونې پالنه په بشپړه توګه په یوه خپلواک خوځښت کې ادغام شوه، دغه لیدلوری له پامه وغورځول شو.[۶]

په دې اړوند ورته غیرقطعي دریځونه د نورو احکامو اړوند هم بیان شوی. ډیری الهیات پوهان یې د روح پر تل پاتې والي باوري دي، خو په داسې حال کې چې د مړو د بېرته را ژوندي کېدو اړوند د هغو ارجاعات په پام کې نیول کېږي، دغې موضوع ته اړوندې انګلیسي دعا ګانې دغه چاره مبهمه کوي. د هغوی په اصولو کې راغلي چې مرګ د شخصیت پای نه دی. له مسیحايي ارمان سره په تړاو دغه خوځښت تېر ته د قربانیانو د بېرته ګرځولو غوښتنې بیاځلي ولیکلې، په داسې حال کې چې صیهون او حتی نوي معبد ته یې له ګرځېدو سره مخالفت وکړ. د ۱۹۸۸ زکال اصولو یې څرګنده کړه چې «یو شمېر» غړي یې په کلاسیکې آخرت پېژندنې باور لري او په دې برخې کې مذهبي تعصب «له فلسفي پلوه د توجیه وړ نه دی». [۷]

وحی[سمول]

له وحی څخه محافظه کارانه انځور پراخه طیف په ځان کې رانغاړي. زکریا فرانکل خپله د شفاهي تورات د پراختیايي پړاونو د تجزیې او تحلیل لپاره له علمي – انتقادي لارو چارو کار واخیست او د مشناه په معاصره څېړنه کې له مخکښانو و. نوموړي حکیمان له هغو مبتکرانو څخه ګڼل چې د قوانینو په زیاتوالي کې یې خپله ونډه لرله، نه یوازې د هغه حقوقي نظام د څرګندونکو او مفسرینو په توګه چې موسی ته په سینا غره کې سپارل شوی و. ورته مهال نوموړي په کلکه سره له دغو لارو چارو څخه په پنځه ګونو کتابونو کې ګټنه رد کړه او باور من و چې دا په بشپړه توګه اسماني و او د بشر له پوهې ډېر لوړ و. فرانکل هېڅکله خپل باورونه څرګند نه کړل او د انسان او خدای د کره اړیکې اړوند د هغه فکر لا هم د بحثونو موضوع دی. [۸][۹]

ایډیالوژي[سمول]

د یهودیت په پېژندنه او د هغو د راتلونکي مسیر په ټاکنه کې د محافظه کارانو تکیه په تاریخي – انتقادي کړنلارې باندې وه. د دین د تکاملي کړنلارې په منلو سره، یعنې دا چې د وخت په اوږدو کې یې پراختیا موندلې او پام وړ بهرنۍ اغېزې یې جذب کړې همدا و چې دغه خوځښت په سنتي منابعو کې د اصلي معنا او د راتلونکو نسلونو له خوا د هغو د درک په ډول کې د توپیر شتون منلی او د الهي اصلي وحۍ اړوند د تفسیر نه شکېدونی زنځیر یې رد کړی او څرګندوي چې هغه له هر ډول بهرنۍ مداخلې خوندي ده. د دین دغه تکاملي ګڼل د معاصرو راډیکال ګڼونکو د فکر پر پرتله نسبتا معتدله لار وه – د بېلګې په توګه د مثبت پالونکي – تاریخي مکتب پوهان د کلونو په اوږدو کې د یهودیت د تداوم او انسجام په لټه کې و په داسې حال کې چې محافظه کارو بیا د هغوی هڅې ننګولې.

هغوی له آدابو او رسومو په ځانګړې توګه له مذهبي قوانینو (هلاخاه) څخه دوامداره پیروي کوله، له بې حده تعدیلاتو سره مخالف و او همدارنګه یې څرګندوله چې بدلونونه باید په ډېر احتیاط سره راوړل شي او باید د خلکو پام وړ وي.

دوی ټینګار درلود چې علمي نقد او پر میراثونو باندې د ټینګار ترمنځ اختلاف باید د اعتقادي مواردو پر بنسټ حل شي او په دې سره باید له منل شوو لارو چارو څخه د انحراف او یا هم د هغو پر وړاندې د سستۍ او بې تفاوتۍ مخه ونیول شي. [۱۰]

یو له هغو کلیدي دوکتورینو څخه د دغه ظرفیت د رامنځته کولو وړتیا یې لرله د یهودي قوم جمعي اراده وه. محافظه کارانو تاریخي مخینې ته په پام اوسني چلن ته د ډول ورکولو په برخه کې دیني اعمالو ته ډېر رول ورکاوه چې زکریا فرانکل د دغې کړنلارې له مخکښانو څخه و. [۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Daniel Gordis, Conservative Judaism: The Struggle between Ideology and Popularity, in: Jacob Neusner ed., The Blackwell Companion to Judaism, Blackwell Publishing, 2003. pp. 338-342.
  2. Alan Silverstein, Modernists vs. Traditionalists: Competition for Legitimacy within American Conservative Judaism, in: Studies in Contemporary Jewry, Volume XVII, Oxford University Press, 2001. pp. 40-43.
  3. Elazar, Daniel J.; Geffen, Rela Mintz (2012). The Conservative Movement in Judaism: Dilemmas and Opportunities. New York: SUNY Press. د کتاب پاڼي 55–57. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780791492024. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ismar Schorsch, Zecharias Frankel and the European Origins of Conservative Judaism, Judaism 30 (1981)4. pp. 344–348
  5. ”If you are My witnesses...”: Special Issue on Theology. Conservative Judaism 51, no. 2 (Winter 1999). p. 13.
  6. ”If you are My witnesses...”, pp. 41, 59.; Gordis, 353-354.
  7. Elliot N. Dorff, Conservative Judaism: Our Ancestors To Our Descendants, United Synagogue New York, 1996. pp. 49 ,201-202; Martha Himmelfarb, Resurrection, in: Adele Berlin (ed.), The Oxford Dictionary of the Jewish Religion, Oxford University Press, 2011. p. 624
  8. Michael Meyer, Response to Modernity: A History of the Reform Movement in Judaism, Wayne State, 1995. pp. 84-89, 414.
  9. Dorff, pp. 103–105
  10. Dorff, pp. 20-23; David Golinkin, Halakha For Our Time: A Conservative Approach To Jewish Law, United Synagogue, 1991. pp. 13–17. See also: S. H. Schwartz, "Conservative Judaism's 'Ideology' Problem".
  11. Michael Meyer, Response to Modernity: A History of the Reform Movement in Judaism, Wayne State, 1995. pp. 84-89, 414.
  12. Neil Gillman, Conservative Judaism: The New Century, Behrman House, 1993. pp. 54–56.